د روم پاچاهۍ د اساسي قانون تاریخچه

د روم پاچاهۍ د اساسي قانون تاریخچه د لرغوني روم د لرغونې پاچاهۍ په اړه څېړنه ده چې له ميلاد څخه مخکې په ۷۵۳ کال کې د روم ښار له رامنځته کېدو څخه په ۵۱۰ کال کې د روم پاچاهۍ تر نسکورېدو پورې د روم  سیاسي پراختیا څاري. د روم پاچاهۍ اساسي قانون ځواک او حاکمیت د روم پاچا ته پرېښی و. پاچا په‌خپلو صلاحیتونو دوه لومړني کنترولونه درلودل چې د مشرانو د هيئت (د روم سنا) او د خلکو د یو هیئت (د کيوویات جرګه) په بڼه وو. دا تنظیم د اساسي قانون تنظیماتو ته ورته و چې د اتن یا اسپارت په څېر د معاصرو یوناني ښارونو په دولتونو کې موندل کېده. د یونان د اساسي قانون دا اصول په احتمالي ډول د ايټالیا په سویل کې د مګنا ګرېسیا یوناني مستعمرو له لارې روم ته راغلي. د روم ښار د افسانې تر رامنځته کېدو پېړۍ مخکې یوناني کډوالو د مدیترانې نړۍ ډېره برخه خپله مستعمره ګرځولې وه. دې کډوالو يوناني خيال/اېدیال له ځان سره لېږدوه او تر دېره د یونان له اصلي ځمکو سره په اړيکه کې و. له دې امله د روم د اساسي قانون پاسني جوړښت په پای کې یوناني سرچينه لرله.

لومړنۍ پاچاهي سمول

لومړني رومیان د جینس یا قبیلو په نوم د ميراثي وېشونو له‌خوا تنظیم شوي و او تر ډېر وروسته تاريخ پورې دا وېشونه د ډېری هندو- اروپایانو لپاره عام و. هره قبیله د کورنیو یوه ټولګه وه چې د پاتر (په لاتیني: پلار) په نوم د یو ژوندي نارینه ټبرمشر تر واک لاندې وه. هره قبیله یو خپله‌-اداره کوونکی واحد و او د یوې ځانګړې قبیلې هر غړی د ګڼو نورو کسانو په څېر د ورته حقونو او دندو لرونکی و. هره قبیله یا په دیموکراتیک ډول چې هر غړي د رايې ورکولو حق درلود یا په اشرافي ډول چې د قبیلې د مشرانو یوې ډلې د قبیلې اړوند مسائلو په اړه پرېکړه کوله. د هندوـ‌اروپايي ټولنې تر ټولو ساده سیاسي ټولنه د پاګي په نوم د لږ شمېر قبیلو څخه جوړه وه چې د ارکس په نوم د يو مستحکم ټکي په شاوخوا راټولېدل. هر پاګي یا په بشپړ ډول دیموکراتیک و یا په بشپړ ډول اشرافي. د روم ښار تر دودیز رامنځته کېدو ډېر مخکې د پاګي‌يانو یوه ډله په کنفېدراسیون کې راټوله شوې وه چې د البا لونګا ښار يې د ګډو کتنو ځای و. په هر حال په ورته ټکي کې د دې کنفېدراسیون ځای له البا لونګا څخه روم ته ولېږدول شو. د رومیانو د استقرار لومړنی ځای په احتمالي توګه د تیبر سیند چپه څنډه/ساحل و چې د سیند له خولې څخه نږدې ۱۵ مایله (۲۴ کیلو متر) لرې پرته وه. په احتمالي ډول لومړنی خپلواک مېشت ځای د پالاتين پر غونډۍ وه، حال دا چې پر کویرینال، سکولین، کاپیتون او کیلیان غونډیو هم خپلواک مېشت‌ځایونه رامنځته شوي وو. د هرې غونډۍ پر سر یوه پوځي کلا موجوده وه چې اوسېدونکو د ساتنې په موخه کارېده. په یو ډېر لومړني تاريخ کې دا مېشت‌ځایونه له یو بل سره یو ځای شول او د روم ښار يې جوړ کړ. د دې تاريخ په شاوخوا کې په احتمالي توګه د تیبر د چپ/کيڼ ساحل په دوام د سیند تر خولې پورې د ښار سویل لور ته پراختیا شته وه.   [۱][۲][۳]

د پاچاهۍ دوره د افسانو پر اساس په دوو دورو وېشل کېدی شي. په داسې حال کې چې په احتمالي ډول خاصې افسانې ریښتیا نه دي، په احتمالي ډول هغوی د تاریخي حقیقت پر بنسټ وې. په ډېر احتمال د جمهوریت تر رامنځته کېدو مخکې، روم په حقیقت کې د پاچاهانو له ځای‌ناستۍ سره اداره کېده. لومړنۍ افسانوي دوره د لومړۍ افسانې د څلورو پاچاهانو د واکمنۍ شاهده وه. په دې وخت کې د ښار سیاسي بنسټ کېښودل شو، ښار د کوریا/Curia (د روم ښار ۳۰ بنسټګرې  ډلې چې رومي ښاریانو ورسره تړاو درلود، ژباړن) په لور سازمان کړای شو، مذهبي بنسټونه رامنځته شول سنا او اسامبلۍ په رسمي بنسټونو بدل شول. دې ښار څو جګړې فتحه کړې د اوستیا بندر رامنځته شو او د تیبر پر سیند پل جوړ شو. [۴][۵]

لومړني رومیان په درېیو قومي ډلو وېشل کېدل. د دود له مخې يې لومړنۍ ډله رامنس بلله. دا ډله چې موږ يې دلاتین‌یانو په نوم پېژنو د اصلي غونډیو اوسېدونکي وو. دویمه ډله ټیټيس وه او په احتمالي ډول د سابین‌یانو (د ايټالیا په مرکزي اپنين غونډيو کې اوسېدونکي خلک، ژباړن) یو مېشت ځای ښوده چې په لویه ټولنه کې مدغم شوي وو. د لوسرس د درېیمې ډلې سرچينه د نن په څېر د لرغونو تاريخ پوهانو لپاره هم نامعلومه وه، که څه هم ښايي د اتروسکي مېشت‌ځایونو ښودونکې وي. هغه کورنۍ چې له دې درېیو څخه يې له یوې ډلې سره تړاو درلود اصیلې «پاتریسیان» کورنۍ وې. ښار ته د تنظیمولو کچې د زیات‌والي په هڅه دا پاتریسیوسې کورنۍ د «کوریا» په نوم واحدونو ووېشل شوې. رامنس‌یان په لسو کوریاوو، ټيټي‌يان په لسو کورویاوو او لوسریان هم په لسو کوریاوو وېشل شوي وو. د افسانې پر بنسټ دا لومړنی رومولوس پاچا و چې ښار يې کوریاوو سره تنظیم کړ. [۶][۷]

ځینو قبیلو ځانونه په دیموکراتیک ډول اداره کول، د قبیلې هر یو غړي د ټاکونکي په توګه عمل کاوه، حال دا چې نورو قبیلو د قبیلې د مشرانو د شورا له لارې په اشرافي ډول خپل حکومت درلود. کله چې دا قبیلې له یو بل سره يوځای شوې او يوه ګډه ټولنه يې رامنځته کړه د ټولنې د اداره کولو لپاره له دواړو طریقو څخه کار واخیستل شو. هغه وسیله چې لومړنیو رومیانو يې په واسطه خپلې ديموکراتیکې انګېزې تشرېح کولې د کمېټې (کميټه یا اسامبلې) په نوم پېژندل کېده. د «کیورېټ اسامبلې» او «کالېټ اسامبلې» په نوم دوه اصلي جرګې/اسامبلۍ رامنځته شوې. اسامبلۍ د لومړنیو قبیلو د دیموکراتیکو تمایلاو انځور و. د مستقیمې ديموکراسۍ د غوره بڼې د انعکاس لپاره چې د کنفېدراسیون د ځينې قبیلو له‌خوا کارول کېده، دا دوې اسامبلۍ داسې طرحه شوې وې چې د ښار د قومي وېشونو منعکسوونکې وي او په دې توګه اسامبلۍ د کوریا په واسطه تنظیم شوې وې. هغه وسیله چې په واسطه يې لومړنیو رومیانو خپلې اشرافي انګېزې تشرېح کولې د ښار د مشرانو شورا وه. په داسې حال کې چې د هرې قبیلې د مشرانو شورا د هم‌هغې قبیلې د اصلي کورنیو له مشرانو څخه جوړېده، د ښار شورا د اصلي قبیلو له مشرانو څخه جوړېده. دا شورا د روم په سنا بدله شوه. د دې شورا مشران د پاترس («پلار») په نوم پېژندل کېدل او له دې امله په تاریخ کې د روم د لومړیو سناتورانو په توګه پېژندل کېږي. ډيموس («خلک») او مشرانو په پای کې یو واحد سیاسي مشر ته اړتیا تشخیص کړه او په دې توګه يې د رېکس په نوم دا ډول مشر وټاکه چې په تاريخ کې د روم د پاچا په نوم پېژندل کېږي. ډيموس به رېکس ټاکه او مشرانو به رېکس ته نصیحت کاوه. [۸]

سرچينې سمول

  1. Abbott, 1
  2. Abbott, 2
  3. Abbott, 5
  4. Abbott, 6
  5. Abbott, 3
  6. Abbott, 3
  7. Abbott, 5
  8. Abbott, 6