د روشنګرۍ دوره


د روشنګرۍ یا روشنفکرۍ دوره (چې د عقل یا منطق د دورې یا په ساده توګه د روښانتیا په نوم هم پېژندل کېږي) یو فکري او فلسفي خوځښت و، چې په اتلسمه پېړۍ کې یې په اروپا کې د نظریو پر نړۍ کنټرول ترلاسه کړ. په روشنګرۍ کې د نظریو یوه پراخه لړۍ په کې شاملېږي چې د خوشحالتیا یا خوشبختۍ، د عقل واکمنۍ، د حواسو شواهد او ثبوتونه د پوهې د لومړنیو سرچینو په توګه او همدا راز پرمختللو هیلو او ارمانونو لکه ازادۍ، پرمختګ، زغم، ورورګلوۍ، قانوني حکومت او د کلیسا او دولت پر جدایۍ یې تمرکز درلود.[۱][۲][۳]

د روشنګرۍ ریښې یوه اروپایي روڼ‌اندي او علمي غورځنګ ته رسېږي، چې د رنسانس هیومنېزم په نوم پېژندل کېږي او له هغه وروسته علمي انقلاب او د نورو ترڅنګ د فرانسیس بېکن علمي اثر او کار هم په کې د یادونې وړ دی. ځینې بیا د روشنګرۍ د پپل تاریخ د رنې ډکارټ (René Descartes) د ۱۶۳۷م لاتیني فلسفې کاګیټو اېرګو سم (Cogito, ergo sum) ګڼي، چې معنا یې "زه فکر کوم، نو زه یم" ده، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا د اسحاق نیوټن د ریاضیاتو اصول (۱۶۸۷ز) کال کې نشر د علمي انقلاب د اوج او د روشنګرۍ د پیل د نېټې په توګه یادوي. اروپایي تاریخپوهان په دودیزه توګه د روشنګرۍ پیل په ۱۷۱۵ز کال کې د فرانسې د پادشاه څوارلسم لویي له مړینې بیا په ۱۷۸۹ ز کال کې د فرانسې د انقلاب تر پېښېدو پورې بولي. ډېری پوهان یې پای د ۱۹مې پېړۍ پیل بولي.

د دغې دورې فیلسوفانو او پوهانو په علمي اکاډمیو، ماسوني جونګړو، ادبي سالونونو او قهوه خانو کې د غونډو له لارې او همدا راز په چاپي کتابونو، مجلو او مقالو کې په پراخه کچه خپل نظریات خپاره کړل. د روشنګرۍ نظریاتو د پادشاهۍ او کاتولیکې کلیسا واکمني پیکه کړه او په دې توګه یې د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ سیاسي انقلاب ته یې لاره هواره کړه. د لېبرالېزم، کمیونېزم او نیوکلاسیکېزم په ګډون د ۱۹مې پېړۍ بېلابېل خوځښتونه خپل فکري میراث د روشنګرۍ دورې ته رسوي.[۴]

په فرانسه کې د روشنګرۍ د فیلسوفانو اصلي نظریې او مفکورې فردي ازادي او مذهبي زغم بلل کېږي چې له مطلقه شاهۍ او د کلیسا له ثابتو عقایدو سره په ټکر کې دي. روشنګري پر علمي تګلاره یا مېتود او تقلیل ګرایۍ پر ټینګار سره او د مذهبي رښتینولۍ په اړه د زیاتو پوښتنو له مطرح کولو سره وپېژندل شوه – هغه چلند چې د ایمانوېل کانت Immanuel Kant د مقالې د دې پوښتنې ځواب: روشنګري څه ده، له لارې ترلاسه شوی، په کوم کې چې د Sapere aude (د پوهېدو جرأت) عبارت موندل کېږي. [۵]

پام‌وړ افراد او نشرات سمول

د روشنګرۍ دوره تر علمي انقلاب وړاندې وه او له هغه سره یې نژدې تړاو درلود. فرانسیس بېکن او رنې دکارت د هغو پخوانیو فیلسوفانو له ډلې څخه وو، چې اثارو یې پر روشنګرۍ اغېزې لرلې. د روشنګرۍ د دورې ځینې مهمې څېرې سېزار بکاریا، دني دیدرو، ډېوېډ هیوم، اېمانوېل کانت، ګوټفرېډ وېلهلم، لایبنېتز، جان لاک، مونتېسکیو، ژان ژاک روسو، ادم سمېت، هوګو ګروتیوس، باروخ سپینوزا او ولټر بلل کېږي.[۶][۷][۸]

د روشنګرۍ یوه تر ټولو اغېزناکه نشریه دایرة المعارف و. دا دایرة المعارف چې د ۱۷۵۱ز او ۱۷۷۲ ز کلونو ترمنځ په ۳۵ ټوکوکې کې خپور شو، د دني دیدرو، ژان لو رونډ ډلامبر او د ۱۵۰ پوهانو د یوې ډلې له لوري تالیف او ترتیب شو. دغه دایرة المعارف مرسته وکړه چې د روشنګرۍ نظریې په ټوله اروپا او تر اروپا هاخوا هم خپرې شي. د روشنګرۍ په نورو پام‌وړ نشراتو کې د ولټر دانګریزي په اړه لیکونه (۱۷۳۳ز) او Dictionnaire philosophique (فلسفي ډکشنري، ۱۷۶۴ز)، د هیوم د انسان د طبیعت په اړه یوه علمي رساله (۱۷۴۰ز)، د مونتیسکو د قوانینو روح (۱۷۴۸ز)، د روسو د نابرابرۍ په اړه لیکنه (۱۷۵۴ز) او ټولنیز تړون (۱۷۶۲ز)، د ادم سمېت د اخلاقي احساساتو تیوري (۱۷۵۹ز) او د ملتونو شتمني (۱۷۷۶ز) او د کانت د سوچه عقل نقد (۱۷۸۱ز) شاملېږي.[۹]

د روشنګرۍ مفکوره په سیاسي حوزه کې خورا اغېزناکه وه. د روسیې د دویم کاترین، د اتریش د دویم جوزف او د پروشیا د دویم فردریک په څېر واکمنانو هڅه وکړه چې د روشنګرۍ تفکر پر مذهبي او سیاسي ازادۍ او زغم کې وکاروي، چې پر روشنفکره زورواکۍ مشهور شو. د امریکایي انقلات تر شا ډېری سیاسي او علمي شخصیتونه هم ځانونه له روشنګرۍ سره تړلي بولي: بنجامین فرانکلین څو ځله اروپا ته سفرونه وکړل او هلته یې په علمي او سیاسي بحثونو کې فعاله ونډه واخیسته او فیلادلفیا ته یې نوې نظریې راوړې؛ توماس جفرسون هم اروپایي نظریې له نژدې وڅارلې او وروسته یې د روشنګرۍ ځینې هیلې او ارمانونه د خپلواکۍ په اعلامیه کې ځای پر ځای کړل؛ دغه راز جیمز مادیسون بیا دا ارمانونه په ۱۷۸۷ز کال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون د جوړولو پر مهال په دغه قانون کې هم ځای پر ځای کړل. همدا راز، د روشنګرۍ نظریو د فرانسې انقلاب ته په الهام بښلو کې هم ستر رول ولوباوه، چې په ۱۷۸۹ز کال کې پیل شو.[۱۰][۱۱]

فلسفه سمول

د رنې دکارت د عقل ګرایۍ یا منطق پالنې فلسفې د روشنګرۍ د تفکر بنسټ کېښود. د یوه ډاډمن ماوراءالطبیعه یا میتافزیک پر بنسټ د علومو د پراختیا لپاره د هغه هڅه هومره بریالۍ نه وه، څومره چې د هغه د شک او تردید مېتود بریالی و، کوم چې په فلسفي حوزو کې کارېده او د ذهن او مادې د دوه ګوني تفکر لامل کېده. د هغه شک او تردید د بشري درک او تفاهم په اړه د جان لاک د مقالې (۱۶۹۰ز) او په ۱۷۴۰مه لسیزه کې د ډېوېډ هیوم د لیکنو په وسیله اصلاح شو. د هغه دوه‌ګون‌والی یا هغه فلسفه چې د روح او مادې دواړو پر اصالت باور لري، دTractatus (۱۶۷۰ز) او Ethics یا اخلاقپوهنې (۱۶۷۷ز) تر عنوان لاندې اثارو کې د مادې د یووالي په اړه د سپینوزا Spinoza د جوړجاړي نه منوونکې ادعا په وسیله وننګول شوه.[۱۲][۱۳][۱۴]

طبعي علوم سمول

د روشنګرۍ په بحث او فکر کې طبعي علومو خورا مهم رول ولوباوه. د روشنګرۍ یو زیات شمېر لیکوالانو او مفکرینو د طبعي علومو مخینه لرله او علمي پرمختګ یې د بیان او فکر د ازادۍ د پراختیا په ګټه د دین له پرځېدو او دودیزې واکمنۍ سره تړلی باله. د روشنګرۍ په دوره کې په علمي پرمختګ کې د جوزف بلک په نوم کیمیاپوه له لوري د کاربن ډای اکساید (ثابتې هوا) کشف، د جیمز هاتون ځمک‌پېژندونکي له لوري د ژور وخت استدلال او د جیمز واټ له لوري د متراکم بخار د ماشین اختراع شاملېږي. د لاوازیه علمي تجربې هم په پاریس کې د لومړنیو عصري کېمیاوي برېښناکوټونو او ماشینونو د رامنځته کولو لپاره وکارول شوې او د مونتګولیفه وروڼو علمي تجربو دوی ته شونې کړه چې د ۱۷۸۳ ز کال د نوامبر پر ۲۱مه د ګرمې هوا د یوه بالون په وسیله لومړنۍ پیلوټ لرونکې الوتنه بویس دبولوني ته نژدې له شاتو دلا موت څخه ترسره کړي.[۱۵][۱۶]

سیاست سمول

روشنګري له ډېر وخت راهیسې د لوېدیځ د عصري سیاسي او فکري کلتور د بنسټ په توګه ستایل شوې ده. د روشنګرۍ دورې د دیموکراتیکو ارزښتونو او بنسټونو او د عصري او لېبرالو دیموکراسیو د رامنځته کولو له اړخه لوېدیځ ته سیاسي عصریتوب یا ماډرنایزېشن راوړی دی. دغه تیوري د انګلیسي ژبو پوهانو له لوري په پراخه کچه منل شوې او د رابرټ دارنتون، روی پورټر، او په وروستیو کې د جانتن اسرائیل له لوري د پراخو څېړنو له ملاتړ برخمنه شوې ده.[۱۷][۱۸][۱۹]

دین سمول

د روشنګرۍ د دورې مذهبي او دیني تفسیر په اروپا کې د مخکې پېړۍ د مذهبي شخړو او په ځانګړې توګه دېرش کلنې جګړې ته د یوه غبرګون په توګه مطرح دی. د روشنګرۍ د دورې د الهیاتو پوهانو او روحانیونو غوښتل چې خپله عقیده د نه مخامختیا یا تقابل نشتون له ریښو سره اصلاح کړي او سیاست او جګړې ته د مذهبي شخړو د سرایت وړتیا محدوده کړي او په ورته وخت کې پر خدای ريښتینی باور هم وساتي. د منځلارو عیسویانو لپاره دا ساده مقدس کتاب ته د ورګرځېدو په معنا وه. جان لاک د خدای د کلام د "له تعصب پرته څېړلو" په ګټه د الهیاتي تفسیرونو مجموعه یوازې پرېښوده. هغه د عیسویت اصالت او جوهر پر عیسی (ع) د ایمان په توګه وټاکه او د لا ډېرو مفصلو بحثونو نه کولو وړاندیز یې وکړ. د جفرسون په بایبل کې، ټوماس جفرسون نور وړاندې تګ هم وکړ او هره هغه برخه یې پرېښوده چې له معجزاتو، د پرښتو له ملاقات او د عیسی (ع) له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدو په اړه وه، ځکه نوموړي هڅه وکړه چې د انجیل عملي اخلاقي عیسوي قوانین استخراج کړي.[۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "The Age of Enlightenment: A History From Beginning to End: Chapter 3". publishinghau5.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Outram, Dorinda (2006), Panorama of the Enlightenment, Getty Publications, د کتاب پاڼې 29, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0892368617 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Zafirovski, Milan (2010), The Enlightenment and Its Effects on Modern Society, د کتاب پاڼې 144 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Eugen Weber, Movements, Currents, Trends: Aspects of European Thought in the Nineteenth and Twentieth Centuries (1992).
  5. Gay, Peter (1996), The Enlightenment: An Interpretation, W.W. Norton & Company, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-393-00870-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. I. Bernard Cohen, "Scientific Revolution and Creativity in the Enlightenment." Eighteenth-Century Life 7.2 (1982): 41–54.
  7. Sootin, Harry. Isaac Newton. New York: Messner (1955)
  8. Jeremy Black, "Ancien Regime and Enlightenment. Some Recent Writing on Seventeenth-and Eighteenth-Century Europe," European History Quarterly 22.2 (1992): 247–55.
  9. Robert Darnton, The Business of Enlightenment: a publishing history of the Encyclopédie, 1775–1800 (2009).
  10. Jeremy Black, "Ancien Regime and Enlightenment. Some Recent Writing on Seventeenth-and Eighteenth-Century Europe," European History Quarterly 22.2 (1992): 247–55.
  11. Robert A. Ferguson, The American Enlightenment, 1750–1820 (1994).
  12. Israel 2010، ص. 11.
  13. Israel 2010، صص. vii–viii, 19.
  14. Israel 2006، ص. 15.
  15. Bruce P. Lenman, Integration and Enlightenment: Scotland, 1746–1832 (1993) excerpt and text search
  16. Sarmant, Thierry, Histoire de Paris, p. 120.
  17. Daniel Brewer, The Enlightenment Past: reconstructing eighteenth-century French thought (2008), p. 1
  18. De Dijn, Annelien (2012). "The Politics of Enlightenment: From Peter Gay to Jonathan Israel". Historical Journal. 55 (3): 785–805. doi:10.1017/s0018246x12000301. S2CID 145439970. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. von Guttner, Darius (2015). The French Revolution. Nelson Cengage. د کتاب پاڼي 34–35. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  20. Margaret C. Jacob, ed. The Enlightenment: Brief History with Documents, Boston: Bedford/St. Martin's, 2001, Introduction, pp. 1–72.
  21. Locke, John (1695). Reasonableness of Christianity. "Preface" The Reasonableness of Christianity, as delivered in the Scriptures. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. R.B. Bernstein (2003). Thomas Jefferson. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 179. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-975844-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)