د روسیې تاریخ

د روسیې تاریخ د ختیځ اوسلاویانو(Slavs) له تاریخ نه پیلېږي. د روسیې د تاریخ د پیل نېټهپه  ۸۶۲ز کال کې په شمال کې د روسي دولت تاسیس ګڼل کېږي چې د ورانګیانو(Varangians) له خوا اداره کېده. ستاراریا لاګودا (Stararya Ladoga) اونوګورا‌‌ډ(Novgorod) د اوسلاويي، فنلنډ او اسکینډونیايي کډوالو د نوې اتحادیې لومړني لوی ښارونه بلل کېدل.په ۸۸۲ز کال کې شهزاده اولیګ (Oleg)چې له نوګوراډ نه و، کیف یې ونیو، چې په دې توګه یې د ختیځ اوسلاویانو، شمالي او سویلي ځمکې تر یو واک لاندې سره یوځای کړې.[۱][۲][۳]

له ۱۳مې پېړۍ وروسته، مسکو په سیاسي، کلتوري او د روسیې ځمکو د یووالي په مرکز  بدل شو. د ۱۵مې پېړۍ په پای کې مسکو د روسیې شمال ختیځ او شمال لوېدیځ سلطنتونه سره متحد کړل او بالاخره په ۱۴۸۰ز کال کې یې د منګولیانو استثمار ړنګ کړ.

د مسکوګرنډ دوچيسیمه په ۱۵۴۷زکال کې د روسیې تزار تر ولکې لاندې راغلې او په ۱۷۲۱زکال کې تزار پیټر خپل دولت ته په دې هیله د روسي سترواکۍ نوم ورکړ، تر څو خپل دولت د لرغونې روسیې له تاریخي او کلتوري لاسته راوړنو سره سیال کړي ، چې دا کار یې د هغو تګلارو برعکس وو چې د لویدیځې اروپا په اړه وې. دا ایالت اوس د پولنډ - لیتوانیا له ختیځو پولو نه تر آرام سمندر پورې غځول شوی ده.

روسیه ناپلیون ته له ماتې ورکولو نه وروسته په یوه لوی ځواک بدله شوه او اروپا یې تر کنټرول لاندې ونیوله. د بزګرانو پاڅونونه ټول په کلکه وځپل شول. سترواک دویمالکساندر په ۱۸۶۱کال کې د روسیې مرییتوب لغوه کړ، مګر بزګران کمزوري وو او انقلابي فشارونه ډېر شول. په راتلونکو لسیزو کې، اصلاحاتې هڅې، لکه: د ۱۹۰۶-۱۹۱۴ز کلو  کې د سټالیپین اصلاحات، د دوما دولت (۱۹۰۶ز-۱۹۱۷ز)، د ۱۹۰۶ز کال کې اساسي قانون، کوښښ کاوه چې اقتصادي او سیاسي سیسټم خلاص او آزاد کړي.سترواک د استبدادي واکمنۍ له پریښودو ډډه وکړه او د خپل واک شریکولو سره یې مقاومت پیل کړ. اقتصادي ماته، د جګړې ستړیا او د حکومت د استبدادي سیسټم سره ناخوښي په ۱۹۱۸ز کال کې په روسیه کې د انقلاب لامل شو. د سلطنت د ړنګېدلو په پیل کې د لیبرالانو او منځلارو سوسیالیستانو ائتلاف رامنځته شو، مګر د دوی ناکامې تګلارې د ۱۹۱۷ز کال د اکټوبر په ۲۵مه د کمونیسټ بالشویکانو له خوا د واک د نیولو لامل شو. په ۱۹۲۲ز کال کې شوروي روسیه، د شوروي اوکراین، شوروي بیلاروس او د(Transcaucasia) سره د شوروي اتحاد تړون لاسلیک کړ او په رسمي توګه ټول څلور جمهوریتونه د یوه هېواد په توګه د شوروي اتحاد د جوړولو لپاره یوځای شول. د  ۱۹۲۲ز او ۱۹۹۱ز کلو ترمنځ د روسیې تاریخ د شوروي اتحاد په تاریخ بدل شو، چې له ایډیالوژیکي پلوه داسې یو دولت و چې د ۱۹۱۸ز کال د بریست-لیتوفسک تړون نه دمخه د روسیې سترواکي ته ورته وه. د شوروي اتحاد حکومت له خپلو لومړیو کلونو راهیسې د کمونستانو د یوه ګوندي واکمنۍ پر بنسټ ولاړ و، په دې موده کې شوروي اتحاد د دویمې نړیوالې جګړې یو له ګټونکو نه بلل کېده، چې په ۱۹۱۴ز کال کې د خپل مخکیني پټ همکار (نازي جرمني) له خوا د یوه لوی ناڅاپي برید نه وژغورل شو، چې په دی توګه یو زبر ځواک شو، چې په سړه جګړه کې یې له متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو سره سیالي کوله. شوروي اتحاد خپل فضايي پروګرام هم په بریالیتوب تر سره کړ، چې لومړۍ مصنوعي سپوږمکۍ او لومړی انسان یې فضا ته واستاوه.

د ۱۹۸۰ز لسیزې په نیمایي کې د شوروي د اقتصادي او سیاسي جوړښتونو له کمزوري کېدو سره سم میخایل ګورباچوف لوی اصلاحات پیل کړل، چې د کمونیسټ ګوند د ړنګېدو او د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو (USSR)د ماتیدو لامل شو، خو روسیه بیا په خپل ځای پاتې شوه او په دی توګه د شوروي تاریخ نه وروسته د روسیې تاریخ پیل شو. د روسیې فدراسیون سوسیالیست جمهوریت د روسیې فدراسیون په نوم بدل شو او د شوروي اتحاد یو له څو ځایناستو نه شو. د روسیې فدراسیون له شوروي وروسته یوازینی جمهوریت و چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې د شوروي اتحاد دایمي غړیتوب په غاړه درلود. وروسته بیا روسیې په ۱۹۹۴ز کال کې د بوډاپیسټ یادښت له لاسلیک کولو وروسته د شوروي اتحاد ټولې اټومي وسلې په میراث کې ترلاسه کړې چې په دی توګه روسیې خپلې اټومي وسلې وساتلې، خو خپل د زبرځواکۍ حیثیت یې له لاسه ورکړ.

دسوسیالیستي نظام اړوند د مرکزي پلان جوړونې او دولتي ملکیت له منځه وړل د یوې نوي رهبري د رامنځته کېدو لامل شوه، چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ (چې په لومړي ځل په ۲۰۰۰ز کال کې ولسمشر شو) یې له ۲۰۰۰ز کال نه وروسته سیاسي او اقتصادي واک ترلاسه کړ او په یوه پیاوړي بهرني سیاست کې ښکېل شول. د اقتصادي ودې تر څنګ روسیې د نړیوال ځواک په توګه د پام وړ نړیوال حیثیت بېرته ترلاسه کړ. روسیه په ۲۰۱۴ز کال کې د کریمیا ټاپووزمې تر الحاق وروسته، د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شوه. د پوتین په مشرۍ په روسیه کې اداري فساد تر ټولو ناوړه بلل شوی او د روسیې د بشري حقونو حالت د نړیوالو څارونکو له خوا په زیاتیدونکې توګه تر نیوکې لاندې نیول شوی دی.[۴][۵]

له تاریخه وړاندې کلونه سمول

د روسیې په خاوره کې لومړۍ انساني میشتېدنه د اولدوان دورې پورې اړه لري. شاوخوا ۲میلیونه کاله دمخه د هومو ایرکتوس استازو له لوېدیځې اسیا نه شمالي قفقاز ته مهاجرت وکړ. د شمالي قفقاز د داغستان اکوشا په سیمه کې د ۱.۵میلیون کلنې زړې ډبرې فلینټ (flint)کشف شوې چې د اوسني روسیې فدراسیون په خاوره کې د پخوانیو یا لومړنیو انسانانو شتون له ډېر وخت راهیسې په نښه کوي. د پخوانۍ تاریخي دورې په لړ کې د سویلي روسیې پراخه سیمې د کوچیانو څړځایونه وو. د دې سیمې د کلتور پاتې شوني نښې د شلمې پیړۍ په لړ کې په ایپاتوو، سنتاشتا، آرکیم او پازیریک کې موندل شوې دي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

لومړنۍ تاریخچه سمول

لومړنی ختیځ اوسلاویان (Slavs) سمول

د عصري روسانو نیکونه سلواکي قومونه وو، چې د ځینو پوهانو په اند اصلي کورونه یې د پریپټ مارشونو (Pripet Marshes) ځنګلي سیمې وې. د ختیځ اوسلاویان په تدریجي ډول د لوېدیځې روسیې په دوو څپو کې مېشت شول: یوه یې له کیف نه د سوزدال او موروم  په لور حرکت وکړ او بل له پولتسک نه د نوګورود او روستوف په لور. اوومې پېړۍ نه وروسته د ختیځ اوسلاویانو په لوېدیځه روسیه کې د نفوسو لویه برخه جوړه کړه او ورو ورو په سوله ییزه توګه د فنلنډیانو له اصلي قومونو، لکه: مریا، مورومیان او میشچیرا سره یوځای شول.[۱۲][۱۳]

د منګولیانو یرغل او غصب (۱۲۲۳ز - ۱۴۸۰ز) سمول

د منګولیانو یرغل او غصب (۱۲۲۳ز - ۱۴۸۰ز) د روس تجزیه کول ګړندي کړل. په ۱۲۳۷ز-۱۲۳۸ز کالو کې منګولیانو د ولادیمیر ښار او د روسیې د شمال ختیځ نور لوی ښارونه وسوځول، روسان یې د سیت ​​سیند پرلارلوټ کړل او بیا لوېدیځ پولنډ او هنګري ته لاړل. په هغه وخت کې دوی د روسیې ډېری سلطنتونه فتح کړل. یوازې د نووګورډ جمهوریت له اشغال نه پاتې شو. د کیوان روس په سیمو باندې د منگولانو د یرغل اغېزې ورانوونکې وې. د ښار پرمختللی کلتور نژدې په بشپړه توګه له منځه تللی وو، زاړه مرکزونه، لکه:  کیف او ولادیمیر د لومړني برید له ویجاړیو نه پاتې نه شول.تورور او نوګورډ په منگول واکمنۍ د تسلط لپاره سیالي پیل کړه. که څه هم په ۱۳۸۰ز کال کې د روسیې پوځ په کولیکوف کې گولډن هورډ ته ماتې ورکړه، خو بیا هم د روسیې په سیمو د منګولیانو واک، نږدې ۱۴۸۰ز کال پورې دوام وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

منگولیانو د پوځي تاکتیکونو او ترانسپورت په برخو کې پر روسانو خپلې اغېزې پرې ښودې. د منگولیانو تر ولکې لاندې، روسیې د پوستي سړکونو شبکه، سرشمېرنه، مالي سیسټم او د نظامي سازمانونوو په برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړ.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لومړۍ نړیواله جګړه سمول

د ۱۹۱۵ز کال په نیمايي کې د جګړې اغېزې د خپګان وړ وې، په دې ډول چې خوراکي توکي او د سون مواد کم وو، مرګ ژوبله روانه وه او د انفلاسیون (پاړسوب) کچه مخ په زیاتېدو وه. د فابریکو د ټیټ معاش لرونکو کارګرانو تر منځ اعتصابونه زیات شول او بزګرانو چې د ځمکو د ریفورم غوښتونکي وو،اړودوړ پیل کړ. په عین حال کې د راپورونو له مخې په رژيم باندې د خلکو بې باوري ژوره شوې وه چې راسپوتین نفوذ ترلاسه کړ، د ۱۹۱۶ز کال په وروستیو کې د هغه په ترور سره ځینې دسیسې شنډې شوې، خو له لاسه وتلی وقار یې بېرته را ونه ګرځېده.[۲۳][۲۴][۲۵]

دویمه نړیواله جګړه سمول

که څه هم شوروي اتحاد په دویمه نړیواله جګړه کې بریالی و، خو د جګړې په پایله کې شاوخوا ۲۶تر۲۷میلیونه شوروي وګړي ووژل شول او په دې مبارزه کې یې د شوروي اقتصاد ویجاړ کړ. شاوخوا ۱۷۱۰ښارګوټي او ۷۰۰۰۰هستوګنځایونه ویجاړ شوي وو. نیول شوې سیمې د المان د اشغال او د المان له خوا د غلامانو د شړلو له امله زیانمنې شوې. ۱۳میلیونه شوروي اتباع په اشغال شویو سیمو کې د المان او د هغې د متحدینو د ظالمانه سیاستونو قرباني شول، چېرې چې خلک د ډله ییزو وژنو، قحطۍ، د لومړنیو طبي مرستو د نشتوالي او د غلامي کارونو له امله مړه شول.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سړه جګړه سمول

متحدینو جګړه ګټلې وه او تمه کېده، تر څوله جګړې وروسته بیارغونې او امنیت لپاره کار وکړي. شوروي اتحاد د ملګرو ملتونو له بنسټ ایښودونکو نه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی شو. په هر حال، د ملي ګټو لپاره د شوروي او امریکا تر منځ جګړه پیل شوه چې د سړې جګړې په نامه یادېږي.

سړه جګړه د ۱۹۴۵ز کال په دوبي کې د پوتسدام په کنفرانس کې د ختیځې اروپا د راتلونکي په اړه، د سټالین او متحده ایالاتو ولسمشر هري ټرومن ترمنځ د شخړې نه راپورته شوه. روسیه په تېرو ۱۵۰کلونو کې د ناپلیونیک جنګونو، لومړۍ نړیوالې جګړې او دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د لوېدیځ له درېیو ویجاړونکو بریدونو سره مخامخ شوې وه او د سټالین موخه دا وه چې د المان او شوروي اتحاد ترمنځ د دولتونو بفر زون رامنځته کړي. ترومن تور ولګاوه چې ستالین د یالتا تړون مات کړی دی. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د امریکا – شوروي اړیکې، په ۱۹۷۹ز کال کې د افغان – شوروي د نهه کلنې جګړې له پیل او په ۱۹۸۰ز کال کې د رونالډ ریګن چې د کمونیزم سخت مخالف و، له ټاکنو وروسته خرابې شوې. د ۱۹۸۰لسیزې په وروستیو کې د کمونیستي بلاک په رانسکورېدو سره اړیکې بیا ورغېدې، خو په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره سم روسیې د زبرځواکۍ حیثیت له لاسه ورکړ، چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې ګټلی و.

د روسیې فدراسیون (۱۹۹۱ز کال نه تر اوس مهال) سمول

د ۱۹۹۰ز لسیزې لیبرال اصلاحات سمول

که څه هم یلتسین له ډیرې خوشبینۍ سره واک ته ورسېدخو د ځینو اصلاحاتو له امله لکه د شوروي د دورې د نرخونو کنټرول پای ته رسولو، په دولتي لګښتونو کې سخت کمښت، او د ۱۹۹۲ز کال په پیل کې د بهرنۍ سوداګرۍ پرانیستی رژیم له پلې کولو وروسته خپل محبوبیت له لاسه ورکړ. اصلاحاتو سمدلاسه د ډیری خلکو د ژوند معیارونه ویجاړ کړل. په ۱۹۹۰لسیزه کې روسیه له اقتصادي رکود سره مخ شوه چې په ځینو برخو کې د متحده ایالاتو او المان په پرتله خورا سخت و چې شپږ لسیزې دمخه  ورسره مخامخ شوي وه. د هایپر انفلاسیون (پاړسوب) چې د پیسو د بې دریغه چاپونې له امله رامنځ ته شوی و روبل ته هم ضربه ورسوله.[۴۱]

په ورته وخت کې، د کوچنیو ګوندونو پراخوالی او د همغږي ایتلافونو نه د دوی کرکه د مقننې قوې د ړنګېدو سبب شوه. د ۱۹۹۳ز کال په لړ کې، د پارلماني مشرتابه سره د یلتسین اختلاف ۱۹۹۳ز کال بحران ته لاره هواره کړه. کړکېچ د اکټوبر په درېیمه هغه مهال پای ته ورسید چې ییلسین له پارلمان سره د خپلې شخړې د حل لپاره د روسیې په سپینه ماڼۍ د توغندیو د ویشتلو لپاره ټانکونه راوغوښتل اوپه دې توګه یې خپل مخالفین وځپل.

لکه څنګه چې ییلسین د مقننې قوې د منحل کولو غیرقانوني ګام پورته کړ روسیه کورنۍ شخړې ته نږدې شوه. یلتسین ازاد و چې د روسیې اوسنی اساسي قانون د قوي ولسمشریزو واکونو سره نافذ کړي چې د ۱۹۹۳ز کال په ډسمبر میاشت کې د ټولپوښتنې له لارې تصویب شو. د روسیې فدراسیون یووالی هم هغه وخت له ګواښ سره مخ شو کله چې د چیچنیا جمهوریت د جلا کیدو هڅه وکړه چې ورسته بیاد چیچنیا دلومړۍ او دویمېجګړې لامل شو.

د لویدیځو حکومتونو، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په مشوره، روسیې د شوروي د ملي اقتصاد د سمون لپاره تر ټولو لوی او ګړندی خصوصي کول پیل کړل چې نړۍ کې بی ساری و. د لسیزې په نیمایي کې پرچون، تجارت، خدمات او کوچني صنعت خصوصی سکتور په لاسونو کې و.[۴۲]

د ۱۹۹۰لسیزې په نیمایي کې روسیېد څو ګوندونو ټاکنیز سیسټم درلود خو د دوو جوړښتي ستونزو: لومړۍ د ولسمشر او پارلمان تر منځ شخړې او دویم د ګوندونو انارشي سیسټم، له امله د یوه داسې حکومت جوړول ستونزمن وو چې د ټولو استازیتوب وکړي. په ورته وخت کې مرکزي حکومت په سیمه ییزو، بیوروکراسۍ، او اقتصادي برخو کنټرول له لاسه ورکړی و، او مالیاتي عواید له منځه تللي وو. پر رکود سربېره، د روسیې اقتصاد د ۱۹۹۸ز کال مالي بحران له امله نور هم زیانمن شو. له بحران وروسته د یلسین سیاسي ژوند پای ته ورسېد هغه داسې چې  د ۲۰۰۰ز کال د لومړۍ ورځې د پیل نه یوازې څو ساعته مخکې یلسین د خپلې استعفا یو ناڅاپي اعلان وکړ او حکومت یې پېژندل شوي لومړي وزیر ولادیمیر پوتین ته، چې د کې جي بي پخوانی چارواکی او د ایف ایس بيمشر په توګه پاتې شوی وه، وسپاره.[۴۳][۴۴]

د پوټین دوره سمول

په ۲۰۰۰ز کال کې نوي چارسمبالي ولسمشر د مارچ میاشتې د ۲۶مېپه ولسمشریزو ټاکنو کې خپلو مخالفینو ته ماتې ورکړه او د څلور کالو لپاره ټاکنې وګټلې. د چیچنیا دویمه جګړه د روسیې په بریا سره پای ته ورسېده، په عین حال کې د سپټمبر د۱۱مې تروریستي بریدونو وروسته د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې بیا ورغېدې. پوټین په روسیه کې په پارلمان باندې تسلط پیدا کړ، د خپلواکو رسنیو د ځپلو او د تیلو او ګازو لوی شرکتونه د دولتي کنټرول لاندې نیولو سره د لارښود ډیموکراسۍ سیسټم رامنځته کړی.[۴۵]

نړیوال څارونکي د ۲۰۰۴ز کال په وروستیو کې د پارلمان، مدني ټولنې، او سیمه ییزو دفترونو په اړه د ولسمشرۍ د کنټرول د لا سختولو له امله اندېښمن شوي وو. په ۲۰۰۸ز کال کې دیمتري میدویدیف، د ګزپروم پخوانی رییس او د پوتین د کارمندانو مشر د روسیې نوی ولسمشر وټاکل شو. په ۲۰۱۲ز کال کې، پوتین او میدویدیف ځایونه بدل کړل، پوتین بیا ولسمشر شو، په ۲۰۱۱ز-۲۰۱۲ز کلونو کې په مسکو کې پراخ لاریونونه تر سره شول. د کاري ځواک کمېدل، پراخ فساد او په زیربناوو کې کمه پانګونه د روسیې اوږدمهاله ستونزې بلل کېدې. چې په دی توګه سوسیالیستي اقتصاد ته بېرته ستنیدل کابو ناممکن ښکارېده. اقتصادي ستونزې د لویې پانګې د وتلو او د سوداګرۍ لپاره خورا سخت شرایط د امنیتي ځواکونو او دولتي ادارو فشارونو له امله لاپسې زیات شوي وو.[۴۶]

روسیه له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ، د داعش او د سوریې د مخالفینو پر ضد پوځي مداخله کوي. په ۲۰۱۸ز کال کې، د فیفا نړیوال جام په روسیې کې ترسره شو. ولادیمیر پوتین د څلورم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.[۴۷][۴۸]

سرچینې سمول

  1. "History of Russia – Slavs in Russia: from 1500 BC". Historyworld.net. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hosking, Geoffrey; Service, Robert, المحررون (1998). Russian Nationalism, Past and Present. Springer. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781349265329. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Повесть временных лет". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Article 1 of the Lisbon Protocol from the U.S. State Department website. Archived 28 May 2019 at the Wayback Machine.
  5. Country Profile: Russia Foreign & Commonwealth Office of the United Kingdom. Archived 11 March 2008 at the Wayback Machine.
  6. Щелинский В. Е. и др. Раннеплейстоценовая стоянка Кермек в Западном Предкавказье (предварительные результаты комплексных исследований) // Краткие сообщения ИА РАН. Вып. 239, 2015.
  7. Щелинский В. Е. "Об охоте на крупных млекопитающих и использовании водных пищевых ресурсов в раннем палеолите (по материалам раннеашельских стоянок Южного Приазовья)" (PDF). www.archaeolog.ru (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) // Краткие сообщения Института археологии. Вып. 254. 2019
  8. Chepalyga, A.L.; Amirkhanov, Kh.A.; Trubikhin, V.M.; Sadchikova, T.A.; Pirogov, A.N.; Taimazov, A.I. (2011). "Geoarchaeology of the earliest paleolithic sites (Oldowan) in the North Caucasus and the East Europe". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۳. Early Paleolithic cultural layers with tools of oldowan type was discovered in East Caucasus (Dagestan, Russia) by Kh. Amirkhanov (2006) [...] الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. A fourth Denisovan individual, 2017.
  10. Matthew Warren, «Mum's a Neanderthal, Dad's a Denisovan: First discovery of an ancient-human hybrid - Genetic analysis uncovers a direct descendant of two different groups of early humans», Nature, vol. 560, 23 August 2018, pp. 417-418.
  11. Igor V. Ovchinnikov; Anders Götherström; Galina P. Romanova; Vitaliy M. Kharitonov; Kerstin Lidén; William Goodwin (30 March 2000). "Molecular analysis of Neanderthal DNA from the northern Caucasus". Nature. 404 (6777): 490–493. Bibcode:2000Natur.404..490O. doi:10.1038/35006625. PMID 10761915. S2CID 3101375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. For a discussion of Slavic origins, see Paul M. Barford, The Early Slavs, Cornell University Press, 2001, pp. 15–16. کينډۍ:ISBN.
  13. David Christian, op cit., pp. 6–7.
  14. See David Nicolle, Kalka River 1223: Genghis Khan's Mongols Invade Russia, Osprey Publishing, 2001. کينډۍ:ISBN.
  15. Tatyana Shvetsova, The Vladimir Suzdal Principality Archived 20 March 2008 at the Wayback Machine.. Retrieved 21 July 2007.
  16. Janet Martin, Medieval Russia, 980–1584, Cambridge University Press, 1995, p. 139. کينډۍ:ISBN.
  17. "The Destruction of Kiev". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Jennifer Mills, The Hanseatic League in the Eastern Baltic Archived 29 June 2011 at the Wayback Machine., SCAND 344, May 1998. Retrieved 21 July 2007.
  19. In 1240. See Michael Franklin Hamm, Kiev: A Portrait, 1800–1917, Princeton University Press, 1993. کينډۍ:ISBN
  20. Muscovy, excerpted from Glenn E. Curtis (ed.), Russia: A Country Study, Department of the Army, 1998. کينډۍ:ISBN.
  21. Sigfried J. De Laet, History of Humanity: Scientific and Cultural Development, Taylor & Francis, 2005, p. 196. کينډۍ:ISBN.
  22. The Battle of Kulikovo (8 September 1380) Archived 7 June 2007 at the Wayback Machine.. Retrieved 22 July 2007.
  23. Levy, Jack S.; Mulligan, William (2017). "Shifting power, preventive logic, and the response of the target: Germany, Russia, and the First World War". Journal of Strategic Studies. 40 (5): 731–769. doi:10.1080/01402390.2016.1242421. S2CID 157837365. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. W. Bruce Lincoln, Passage Through Armageddon: The Russians in War and Revolution, 1914–1918 (1986)
  25. Clark, Christopher (2013). The Sleepwalkers: How Europe Went to War in 1914. HarperCollins. کينډۍ:ISBN. p. 509.
  26. Gross, Jan Tomasz. Revolution from Abroad: The Soviet Conquest of Poland's Western Ukraine and Western Belorussia. Princeton: Princeton University Press, 2002. 2nd ed. کينډۍ:ISBN.
  27. Zaloga, Steven & Victor Madej. The Polish Campaign 1939. 2nd ed. New York: Hippocrene Books, 1991. کينډۍ:ISBN.
  28. Gross, Jan Tomasz. Revolution from Abroad: The Soviet Conquest of Poland's Western Ukraine and Western Belorussia. Princeton: Princeton University Press, 2002. 2nd ed. کينډۍ:ISBN.
  29. "Involvement of the Lettish SS Legion in War Crimes in 1941–1945 and the Attempts to Revise the Verdict of the Nuremberg Tribunal in Latvia". Permanent Mission of the Russian Federation to the United Nations. United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جنوري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Permanent Mission of the Russian Federation to the United Nations (Russian Federation. General Information) Archived 11 May 2009 at the Wayback Machine.. United Nations. Retrieved 16 February 2011.
  31. "July 25: Pogrom in Lvov". Chronology of the Holocaust. Yad Vashem. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مارچ ۲۰۰۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Case Study: Soviet Prisoners-of-War (POWs), 1941–42". Gendercide Watch. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Soviet Casualties and Combat Losses in the Twentieth Century", Greenhill Books, London, 1997, G. F. Krivosheev
  34. Christian Streit: Keine Kameraden: Die Wehrmacht und die Sowjetischen Kriegsgefangenen, 1941–1945, Bonn: Dietz (3. Aufl., 1. Aufl. 1978), کينډۍ:ISBN
  35. Zaloga, Steven & Victor Madej. The Polish Campaign 1939. 2nd ed. New York: Hippocrene Books, 1991. کينډۍ:ISBN.
  36. "The Cold War". John F. Kennedy Presidential Library and Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Gaddis, John Lewis (1990). Russia, the Soviet Union, and the United States: An Interpretive History. McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-557258-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Cochran, Thomas B., Robert S. Norris & Oleg Bukharin. Making the Russian Bomb: From Stalin to Yeltsin Archived 9 August 2007 at the Wayback Machine. (PDF). Boulder,. CO:. Westview Press, 1995. کينډۍ:ISBN.
  39. Gaddis, John Lewis. We Now Know: Rethinking Cold War History. Oxford: Clarendon press, 1997. کينډۍ:ISBN.
  40. Theoharis, Athan (1972). "Roosevelt and Truman on Yalta: The Origins of the Cold War". Political Science Quarterly. 87 (2): 226. doi:10.2307/2147826. JSTOR 2147826. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Peter Nolan, China's Rise, Russia's Fall. Macmillan Press, 1995. pp. 17–18.
  42. Fairbanks, Jr.; Charles, H. (1999). "The Feudalization of the State". Journal of Democracy. 10 (2): 47–53. doi:10.1353/jod.1999.0031. S2CID 155013709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. CNN Apologetic Yeltsin resigns; Putin becomes acting president Archived 13 November 2007 at the Wayback Machine.. Written by Jim Morris. Published 31 December 1999.
  44. "Russian president praises 1990s as cradle of democracy". Johnson's Russia List. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 28 June 2007 باندې). Putin's hold on the Russians. BBC.
  46. (په 28 June 2007 باندې). Putin's hold on the Russians. BBC.
  47. CIA World Fact Book – Russia
  48. "The Russian Federation Today". Guide to Russia's HISTORY OF RUSSIA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)