د روسيې ولسمشر

د روسیې ولسمشر

د پدراتيفې روسيې ولسمشر د پدراتيفې روسيې د دولت تر ټولو پياوړی مشر دی، تر څنګ يې د روسيې د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان دی. دا په روسيه کې تر ټولو لوړ دولتي مقام دی.

د روسيې د ولسمشر د اوسني دفتر اوسنۍ بڼه د شوروي پدراتيف سوسيال جمهوريت (RSFSR) په ولسمشرۍ کې رېښې لری. د RSFSR ولسمشر چوکۍ د ۱۹۷۷ز کال د شوروي په اساسي قانون کې په لا زياتې اغېزمنتيا سره د RSFSR د رهبري کولو په موخه جوړه شوې وه، کوم چې د شوروي اتحاد په ټولو جمهوريتونو کې هم لوی اقتصاد درلود او هم يې د وګړو شمېر زيات و. په ۱۹۹۱ز کال کې بوريس يلسن هغه لومړی منتخب ولسمشر و چې د کمونستي ګوند غړيتوب يې نه درلود. هغه د شوروي اتحاد په منحل کولو کې د پام وړ ونډه درلوده چې په پايله کې يې RSFSR په پدراتيفې روسيې بدل شو. د هغه د مشرتابه په اړوند د ځينو رسوايو او شکونو څخه وروسته، د ۱۹۹۳ز کال د روسي اساسي قانون د بحران پر مهال په ټوله ماسکو کې تاوتریخوالی پيل شو. د پايلې په توګه نوی اساسي قانون عملي شو او تر نن ورځې پورې د ۱۹۹۳ز کال د روسيې اساسي قانون نافذ پاتې دی. په اساسي قانون کې راغلي چې روسيه نيمه ولسمشريز نظام لري، کوم چې د روسيې ولسمشر د روسيې له حکومت څخه جلا کوي او اجرائيه اختيارات لري.[۱]

په هر ډول حالاتو کې که چېرې د روسيې ولسمشر د خپلو دندو په تر سره کولو نه توانيږي، دا دندې په لنډ مهالي ډول د روسيې لومړي وزير ته انتقالیږي، څوک چې د روسيې سرپرست ولسمشر ګرځي.[۲]

په دې دندو کې د فدرالي قانون عملي کول، د فدرالي وزيرانو، ديپلوماتانو، انتظامي او قضايي افسرانو ټاکنه او له بهرنيو قدرتونو سره د تړونونو تر سره کول شامل دي چې دا چارې د دولتي «ډوما» او فدرالي شورا په مشوره تر سره کوي. سربېره پر دې ولسمشر د بښنې او د وخت ورکولو اختيار لري، تر څنګ يې واک لري چې په استثنايي شرايطو کې فدرالي اسامبلي جوړه يا وځنډوي.  ولسمشر همدا راز د پدراتيفې  روسيې د بهرنۍ او کورنۍ تګلارې رهبري هم په واک کې لري.

ولسمشر نېغ په نېغه د عامې رايې له لارې د شپږ کلونو مودې لپاره ټاکل کېږي. د پدراتيفې روسيې اساسي قانون د ولسمشرۍ د دورې لپاره محدوديتونه ټاکلي چې تر مخې يې يو تن د دوه دورو لپاره د ولسمشر په توګه دنده نه شي تر سره کولای. خو د اساسي قانون تر مخې د جوړ شوي چوکاټ په زياته برخه کې، د ۲۰۲۰ز کال د روسيې د اساسي قانون د تعديلاتو له امله بدلون راغلی. په تصويب شويو تعديلاتو کې يو تعديل ولادمير پوتتين او دمتري مديويديف دواړو لپاره دا دورې بيا جوړې کړې چې تر مخې يې د دوی دواړو پخوانيو دورو ته له کنتې پرته د دوه دورو لپاره د ولسمشر په توګه د کار کولو اجازه ورکړل شوه. په ټوله کې، درې تنو د شپږو بشپړو مودو لپاره د ولسمشرۍ په څلورو دورو کې کار وکړ. د ۲۰۱۲ز کال د مۍ په مياشت کې، ولادمير پوتين څلورم ولسمشر شو؛ نوموړې د ۲۰۱۸ز کال د مارچ په مياشت کې بيا وټاکل شو او د مۍ په مياشت کې يې د شپږو کلونو لپاره په دنده پيل وکړ. هغه به په ۲۰۲۴ز کال کې هم د ټاکنو لپاره وړ وي.

تاريخچه سمول

په ۱۹۱۷ز کال کې د پاچايي نظام له ړنګېدو وروسته، د هغه کال په پای کې ټاکل شويو ټولو روسي قانون جوړوونکو مجلسونو د ۱۹۱۸ز کال د جنورۍ په مياشت کې د روسيې د ديموکراتيک فدرالي جمهوريت (RDFR) اعلان وکړ او په دې ډول يې د صدراتي يا نيمه صدارتي فدرالي جمهوريت نقشه جوړه کړه. د RDFR ولسمشر به د دولت مشر و، په پارلمان کې به د اکثريت رايې په تر لاسه کولو سره د يو کال لپاره ټاکل کېدو چې د دواړو مجلسونو مرستيالان به هم پکې وو. د بلشويکانو له خوا د مجلس د منحل کېدو له امله او د دوی د خپل ګوند د ټولواک نظام د جوړولو په سبب په دې دنده کله هم څوک ونه ټاکل شو.[۳]

بوريس يلسن د لوړو هېلو له يوې څپې سره د شووري اتحاد له ړنګېدو لږ مخکې واک ته ورسېد. د ۱۹۹۰ز کال د مۍ په مياشت کې نوموړی د روسي شوروي پدراتيف سوسيال جمهوريت (SFSR) د شوروي عالي شورا (پارلمان) د رئيس په توګه وټاکل شو، کوم چې د دولت تر ټولو لوړه چوکۍ ده او په دې ډول د دولت رئيس هم شو. د شوروي اتحاد د ولسمشر د څوکۍ د جوړولو په پايله کې، د دې اتحاد نورو جمهوريتونو هم د ولسمشر د څوکۍ په جوړولو پيل وکړ. د دې چارې د تر سره کولو لپاره په روسي SFSR کې ټولپوښتنه تر سره شوه، په دې ټولپوښتنه کې يو اويا سلنه خلکو د ولسمشر د څوکۍ د جوړولو په پلوۍ رايه ورکړه چې نېغ په نېغه ټاکنو کې وټاکل شي، د ۱۹۹۱ز کال د جون په ۱۲مه نېټه «يلسن» د اوه پنځوس سلنه رايو په خپلولو سره د روسيې SFSR ولسمشر وټاکل شو او په دې ډول لومړی د ولس متنخب ولسمشر وګرځېد. خو د ۱۹۹۰ز لسيزې په اوږدو کې په روسيه کې له يو لړ اقتصادي او سياسي  بحرانونو څخه وروسته «يلسن» کله هم خپل محبوبيت بيا تر لاسه نه کړ. د «يلسن» د واکمنۍ پړاو په پراخه فساد، اقتصادي ځوړ او ګڼو سياسي او ټولنيزو ستونزو سره پېژندل کېږي. د دفتر د پرېښودلو پر مهال، د ځينو اټکلونو تر مخې «يلسن» يواځې دوه سلنه تايید له ځانه سره درلود.[۴]

ولادمير پوتين د ولسمشر په توګه او د لومړي وزير په توګه د خپلې دويمې دورې په اوږدو کې د روسي ولس په منځ کې تر ټولو لوړه کچه تايید تر لاسه کړی دی. د اتو کلونو په اوږدو کې د ولسمشر په توګه دنده پر مخ وړي، د روسيې اقتصاد له بحران څخه ووت، د دې هېواد ناخالص داخلي توليد شپږ برابره لوړ شو (۷۲٪ په PPP کې)، بې وزلي له نيمايي کمه شوه او مياشتينی معاش له اتيا امریکايي ډالرو څخه ۶۵۰ امریکاي ډالرو ته ورسېد او په واقعي نرخونو کې ۱۵۰٪ تنه لوړ شو. په ورته وخت کې، د ولسمشر په توګه د هغه په کارونو باندې د هغه داخلي مخالفينو او تر څنګ يې بهرنيو حکومتونو او بشري حقوقو سازمانونو پوښتنې راپورته کړي، دا نيوکې د هغه له خوا د چيچنيا او داغستان د داخلي مخالفتونو د سمبالښت، د داخلي بشري حقوقو او ازاديو په اړوند د هغه اقداماتو، د پخوانیو شوروي جمهوريتونو سره د هغه د اړیکو او د تش په نوم اليګارشیانو سره د هغه د اړیکو په اړوند دي: له اليګارشيانو څخه موخه هغه سوداګران دي چې هم د روسيې په حکومت او هم اقتصاد کې د لوړې کچې  اختيار او اغېز لري. خو کريميلين دې نيوکو ته د روسيې ضد تبليغاتي بريدونو د لړۍ په سترګه ګوري، کوم چې د لويديځو مخالفينو او تبعيد شويو اليګارشيانو له خوا ترتيب شوي دي.[۵][۶][۷][۸]

د ۲۰۰۵ز کال د نومبرپه ۱۴مه نېټه ميدويديف د لومړي وزير د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شو. هغه چې پخوا د ولادمير پوتین د دفتر رئيس و، تر څنګ يې د «ګيز پروم» د مديره پلاوي رئيس هم و، کومه دنده چې هغه له ۲۰۰۰ز کال راهيسې پر غاړه درلوده. د ۲۰۰۷ز کال د ديسمبر په ۱۰مه نېټه، نوموړی د يونايټيډ رشيا په نوم د تر ټولو ستر روسي سياسي ګوند له خوا په غیر رسمي ډول د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند کړ او د ۲۰۰۷ز کال د ديسمبر په ۱۷مه نېټه په رسمي ډول نوماند شو. پخواني ولسمشر ولادمير پوتين او د ولسمشر ملاتړو ګوندونو د ميدويديف له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړ. د يو تیکنوکرات او سیاسي نوماند په توګه د پوتین د دفتر پخوانی رئیس او سرګي ايوانوف يو پخوانی سيال ميدويديف، کله هم له ۲۰۰۹ز کال مخکې ټاکنيزه دنده نه وه تر سره کړې. ميدويديف پوتین د خپل لومړي وزير په توګه وټاکه، په ۲۰۱۲ز کال کې، پوتين په ولسمشريزو ټاکنو کې ګدون وکړ، ويې ګټلې او ميدویديف يې د لومړي وزير په توګه غوره کړ.[۹]

سرچينې سمول

  1. I.E. Kozlova and O. E. Kutafin, Konstitutsionnoe Pravo Rossii (Constitutional Law of Russia) (4th ed, 2006) p. 383
  2. "Конституция Российской Федерации". Eng.constitution.kremlin.ru. مؤرشف من الأصل في 10 مې 2013. د لاسرسي‌نېټه 3 مارچ 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:In lang THE POLITICAL SYSTEM OF RUSSIA IN PROGRAMS OF WHITE MOVEMENT AND WHITE EMIGRATION[مړه لينکونه] Bukhvostovoj D.V.
  4. "Transcripts of 'Insight' on CNN". CNN. 7 October 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sergey Morozov, "Putin's Diplomacy: Russian Judo on World Tatami". – Saint Petersburg, publishing house "Krylov", 2008. – 288 pp. کينډۍ:ISBN. Chapter "Dracula, Rotten Meat and Dr. Evil", p. 130: "... in the Kremlin they thought that Russia has become a subject of a series of political propaganda attacks orchestrated by the West and exiled oligarchs.", p. 139, Dmitry Peskov: "Things we observe in the British media relate more to a usual human hysteria rather than to journalism... President regards this calmly, understanding at the same time that this has nothing to do with journalism and analytics."
  6. Putin visions new development plans for Russia China View Retrieved on 8 May 2008 Archived 1 February 2017 at the Wayback Machine.
  7. GDP of Russia from 1992 to 2007 International Monetary Fund Retrieved on 12 May 2008
  8. (په 4 May 2008 باندې). Putin's Eight Years. Kommersant.
  9. Putin sees Medvedev as successor BBC News