د روسيې او اوکراين د جګړې پر مهال نړيوال بنديزونه
پر اوکراین باندې د روسي يرغل څخه وروسته د روسيې او کريميا پر وړاندې د پراخ شمېر هېوادونو له لوري د روسيې او اوکراین جګړې پر مهال نړيوال بنديزونه ټاکل شوي دي، چې د ۲۰۱۴ ز کال فبروري په وروستيو کې پيل شول. بېلاروس باندې هم بنديزونه لګول شوي دي. ياد بنديزونه د متحده ايالتونو، اروپايي ټولنې او د نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له لورې د روسيې او اوکراین د خلکو، سوداګريو او چارواکو باندې لګول شوي دي. روسيې له اسټراليا، کاناډا، ناروې، جاپان، متحده ايالتونو او اروپايي ټولنې څخه د خوراکي توکو واردولو په بشپړ ډول بندولو په ګډون بېلابېلو هېوادونو باندې بنديزونه ولګول. [۱][۲]
يادو بنديزونو د روسي روبل په ارزښت کمولو او د روسيې مالي کړکېچ کې مرسته وکړه. دا بنديزونه د اروپايي ټولنې زياتو هېوادونو لپاره د اټکل شويو ۱۰۰ بېليونه يورو (۲۰۱۵ ز کل کې) د ټول تاوان په لرلو سره د اقتصادي ويجاړۍ سبب هم شول. تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د روسيې د ماليې وزير اعلان وکړ، چې ذکر شويو بنديزونو روسيه ۴۰ بېليونه ډالر تاواني کړه او بيا ځل په ۲۰۱۴ ز کال کې يې ورته په ۲۰۱۰ ز لسيزه کې د تېلو تر اندازې زيات توليد له امله د تېلو بېو د ټيټوالي له امله ۱۰۰ بېليونه نور تاوان پېښ کړ. د ۲۰۱۸ز کال اګسټ کې د وروستيو لګول شويو بنديزونو څخه وروسته د روسيې له خوا رامنځته شوي اقتصادي زيانونه د کلني ناخالص عايد د مخکينۍ ودې له ۰،۵ څخه تر ۱،۵ سلنې پورې رسېږي. روسي ولسمشر ولادي مير پوتين (Vladimir Putin) متحده ايالتونه د سعودي عربستان سره په ارادي ډول د تېلو بيو په کمولو سره د روسيې اقتصاد د کمزوري کولو په موخه په دسيسې جوړولو تورن کړي دي. د ۲۰۱۶ ز کال په نيمايي کې روسيې له تېلو او ګازو څخه تر لاسه کېدونکو دولتي عايداتو کې د ۴۰۰ بېليونه نور تاوان تر څنګ د مالي بنديزونو له امله د اټکل له مخې ۱۷۰ بېليونه ډالر تاوان کړی و. د اوکرایني چارواکو له نظره: يادو بنديزونو پر روسيې فشار راووړ، چې د اوکراین په اړه خپله تګلاره بدله کړي او هم يې په سيمه کې د روسيې نظامي پرمختګونو ته هم زيان واړوه. د دې هېوادونو استازي وايي چې : دوی به د روسيې پر وړاندې يوازې هغه مهال له دې بنديزونو څخه تېر شي، چې مسکو د Minsk II تړون ته غاړه کېږدي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د متحده ايالتونو او اروپايي ټولنې بنديزونه به د ۲۰۲۲ ز کال تر فبروري پورې ادامه ولري. د ۲۰۲۲ ز کال په جنوري کې اروپايي ټولنې د بنديزونو تر ټولو وروستۍ کچه د ۲۰۲۲ ز کال د جولای تر ۳۱ مې پورې اعلان کړه. د ۲۰۲۲ ز کال فبروري کې پر اوکراین د روسيې له يرغل څخه وروسته متحده ايالتونو، اروپايي ټولنې او د چين په ګډون نورو هېوادونو د Vladimir Putin او نورو حکومتي غړو په اړه خپل بنديزونه وړاندې کړل يا يې د پام وړ پراخ کړل او غوره شوي روسي بانکونه يې له SWIFT څخه پرې کړل [واېستل]، چې همدا د روسيې د ۲۰۲۲ ز کال مالي کړکېچ او له روسيې او بيلاروس سره د پراخ نړيوال پرېکون سبب شول. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مخینه
سمولد روسي فدراسيون له لوري په خپلې خاورې پورې د کريميا د يو ځای کولو په ځواب کې د متحده ايالتونو او اروپايي ټولنې په مشرۍ ځينو حکومتونو او نړيوالو سازمانونو پر روسي وګړو او سوداګرو باندې بنديزونه ولګول. دا چې ګډوډي د ختيځ اوکراین نورو برخو ته پراخه شوه او وروسته د Donbas سيمه کې پر روانې جګړې بدله شوه، د بنديزونو ساحه هم پراخه شوه. په ټوله کې درې ډوله بنديزونه لګول شوي وو: د تېلو او ګاز د لټونې لپاره د ټيکنالوژۍ پر برابرولو بنديز، د تېلو روسي شرکتونو او دولتي بانکونو ته د امتيازونو [کرېدتونو] چمتو کولو بنديز او ولسمشر پوين ته د نږدې روسي نفوذ لرونکو اتباعو او هغو اشخاصو پر سفرونو باندې محدوديتونه وو، چې په روسيې پورې د کريميا تړلو کې شامل وو. روسي حکومت يې د ځينو کاناډايي او امريکايي وګړو پر وړاندې په بنديزونو او د ۲۰۱۴ ز کال اګسټ کې له اروپايي ټولنې، متحده ايالتونو، ناروې، کاناډا او استراليا څخه د خوړو په بشپړ بنديز سره په يو ډول ځواب ورکړ. [۲۱][۲۲]
د روسي او اوکرایني اشخاصو، شرکتونو او چارواکو پر وړاندې بنديزونه
سموللومړی پړاو: د ۲۰۱۴ مارچ/اپرېل
سمولد ۲۰۱۴ ز کال د مارچ پر ۶ مه باندې د متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما د نړيوالو اقداماتو له ډلې د بېړني اقتصادي ځواکونو نړيوال قانون او د ملي بېړنيو حالتونو قانون څخه په مرستې غوښتلو سره يو اجرائيوي حکم لاسليک کړ، چې ملي بېړنی حالت اعلانوي او د سفر بنديزونو او د هغو تر اوسه نامعلومو اشخاصو پر وړاندې د امريکايي پانګو د کنګل کولو په ګډون يې د بنديزونو امر وکړ، چې د اوکراین حکومت له اجازې پرته يې د کريميا سيمه کې د حکومتي واک ملاتړ کړی و او هغوی چې کړنې يې په اوکراین کې د نورو تر څنګ د ديموکراتيکو پړاوونو او بنسټونو کمزورې کوونکې ګڼل شوې وې. [۲۳][۲۴]
د ۲۰۱۴ ز کال د مارچ پر ۱۷ مه د کريميا د خلکو ظاهري نظرپوښتنې (pseudo-referendum) څخه يوه ورځ وروسته او ولسمشر پوتين له لوري د خپلواک دولت په توګه د کريميا په رسميت پېژندنې فرمان له لاسليک کولو څخه څو ساعتونه مخکې متحده ايالتونو، اروپايي ټولنې او کاناډا په ځانګړي ډول په نښه شوي بنديزونه وړاندې کړل. د ولسمشر پوتين د ياد فرمان لاسليک، د روسيې له لورې د کريميا د تړلتيا بنسټ کېښود. د اروپايي ټولنې بنسټيز بنديز د دوی خاورې ته د عملونو لپاره د ځواب ويونکو طبيعي اشخاصو او لکه څرنګه چې په ضميمه کې لېست شوي دي، له دوی سره د طبيعي مل اشخاصو د ورننوتلو د مخنيوي موخه لرله، چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتيا زيانمنوي. اروپايي ټولنې په ختيځ اوکراین کې د تاوتريخوالي پای ته رسولو په موخه د روسي اتحاديې يا فدراسيون له لارې د نرمښت يا د پرله پسې کموالي ګامونو په نه شتون کې خپل بنديزونه ولګول. دې ټولنې په ورته وخت کې روښانه کړل، چې اروپايي ټولنه د خپلو پرېکړو بېرته اخيستلو او د اوکراین کړکېچ په اړه د حل لارې موندلو په موخه په فعال ډول او له پېچلتيا پرته د روسيې د مرستې پېلولو پر مهال له روسيې سره بيا بوختېدلو [يو ځای کېدلو] ته چمتو ده. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د مارچ پر ۱۷ مه دا بنديزونه په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدلو راهيسې د روسيې پر وړاندې تر ټولو پراخ بنديزونه وو. جاپان هم د روسيې پر وړاندې بنديزونه اعلان کړل، چې په کې د نظامي مسئلو، فضا، پانګې اچونې او اجازه ليک غوښتنو په اړه د خبرې کولو ځنډول شامل وو. يو څو ورځې وروسته د متحده ايالتونو حکومت خپل بنديزونه پراخ کړل. [۲۹][۳۰][۳۱]
د مارچ پر ۱۹ مه اسټراليا وروسته له هغې د روسيې پر وړاندې بنديزونه ولګول، چې روسيې کريميا يې په ځان پورې وتړله. دې بنديزونو پر هغو خلکو باندې مالي راکړې ورکړې او سفري بنديزونه په نښه کړل، چې د اوکراین د حاکميت په اړه د روسيې په ګواښ کې د وسيلو په توګه دي. استراليايي بنديزونه د می پر ۲۱ مه زیات شول. [۳۲][۳۳]
د اپرېل په لومړيو کې البانيا، ايسلنډ او مونټينيګرو او همدارنګه اوکراین د اروپايي ټولنې د مارچ ۱۷ بنديزونو ته ورته محدوديتونه او د سفر بنديزونه ولګول. د Montenegro د باندينيو چارو وزير Igor Luksic وويل چې: له روسيې سره د ښو اړيکو د پېړيو پخواني دود تر څنګ يې د بنديزونو په لګولو کې له اروپايي ټولنې سره يو ځای کېدنه تل يوازينۍ مناسبه ټاکنه وه. په مارچ کې لږ څه د مخه Moldova د اوکراین پخواني ولسمشر Viktor Yanukovych او يو شمېر پخوانيو اوکرایني چارواکو پر وړاندې لکه څرنګه چې د مارچ پر پينځمه د اروپايي ټولنې له لوري اعلان شول، ورته بنديزونه يې وضع کړل. [۳۴][۳۵][۳۶]
د متحده ايالتونو او اروپايي ټولنې له لورې د وړاندې شویو بنديزونو په ځواب کې د روسيې پارلمان (دوما دولت) د رايو په يووالي يو پرېکړه ليک تصويب کړ، چې د بنديزونو په لېست کې د دوما د ټولو غړو د شاملولو غوښتنه يې کوله. ياد بنديزونه څو ورځې وروسته د نامتو روسي سوداګرو او ښځو په رانغاړلو سره پراخ شول. [۳۷]
دويم پړاو: ۲۰۱۴ ز کال اپرېل
سمولد اپرېل پر ۱۰ مه نېټه باندې د اروپا شورا د روسي استازي د رايې کارولو حقونه وځنډول. [۳۸]
د اپرېل پر ۲۸ مه متحده ايالتونو د Ronseft په نامه د تېلو د دولتي شرکت اجرائيه رئيس Igor Sechin او ۱۷ روسي شرکتونو په ګډون په اووه روسي چارواکو باندې د خپلې خاورې دننه سوداګريزې راکړې ورکړې باندې بنديز ولګاوه. [۳۹]
سرچينې
سمول- ↑ "UK announces first wave of sanctions against Belarus". The Guardian (in انګليسي). 1 March 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 March 2022. بياځلي په 3 March 2022.
- ↑ Overland, Indra; Fjaertoft, Daniel (August 2015). "Financial Sanctions Impact Russian Oil, Equipment Export Ban's Effects Limited". Oil and Gas Journal. 113 (8): 66–72. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 February 2018. بياځلي په 3 March 2022 – via ResearchGate.
- ↑ Walker, Shaun; Nardelli, Alberto (18 January 2015). "Russia's rouble crisis poses threat to nine countries relying on remittances". The Guardian. doi:10.1787/888933417929. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-12. بياځلي په 3 March 2022.
- ↑ Sharkov, Damien (19 June 2015). "Russian sanctions to 'cost Europe €100bn'". Newsweek.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 June 2017. بياځلي په 1 November 2017.
- ↑ Smith, Geoffrey. "Finance Minister: oil slump, sanctions cost Russia $140 billion a year." Archived 19 December 2020 at the Wayback Machine. 24 November 2014.
- ↑ "Владимир Путин: мы сильнее, потому что правы". خوندي شوی له اصلي څخه په 4 October 2020. بياځلي په 14 April 2019.
- ↑ Pettersen, Trude. "Russia loses $600 billion on sanctions and low oil prices." Archived 11 November 2020 at the Wayback Machine. The Barents Observer. May 2016.
- ↑ "When the sanctions regime appeared to cost almost nothing to EU trade volume... together with Ukrainian resistance, it forced Russia to change its approach towards Ukraine... So far, an approach کينډۍ:Sic EU unity and strong solidarity with Ukraine, as well as resistance and reforms implementation, has proved to be the most efficient way to stop Russian military advances." – Liubov Nepop, the Head of the Ukrainian Mission to the EU (source Archived 1 October 2015 at the Wayback Machine.)
- ↑ "... sanctions and heroism of our warriors are the key elements of deterring the Russian aggression" --the president of Ukraine Petro Poroshenko (source Archived 13 January 2016 at the Wayback Machine. )
- ↑ "Obama calls on NATO, EU to boost support for Ukraine". Unian.info. 8 July 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2016. بياځلي په 8 July 2016.
- ↑ "Austrian foreign minister calls for improving relationship with Moscow". Reuters. 19 June 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 April 2017. بياځلي په 1 July 2017.
- ↑ "Sanctions to be lifted from Russia after implementation of Minsk Agreements – Nuland". Interfax-Ukraine. 18 May 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 May 2016. بياځلي په 8 July 2016.
- ↑ "EU Sanctions Map". www.sanctionsmap.eu. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 August 2020. بياځلي په 19 February 2022.
- ↑ "Ukraine-/Russia-related Sanctions". U.S. Department of the Treasury (in انګليسي). n.d. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 February 2022. بياځلي په 19 February 2022.
- ↑ "Russia: EU renews economic sanctions over the situation in Ukraine for further six months". www.consilium.europa.eu (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 19 February 2022. بياځلي په 19 February 2022.
- ↑ Melander, Ingrid; Gabriela, Baczynska (24 February 2022). "EU targets Russian economy after 'deluded autocrat' Putin invades Ukraine". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 February 2022. بياځلي په 26 February 2022.
- ↑ "Western Countries Agree To Add Putin, Lavrov To Sanctions List". 25 February 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 February 2022. بياځلي په 26 February 2022.
- ↑ "China State Banks Restrict Financing for Russian Commodities". Bloomberg News. 25 February 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 February 2022. بياځلي په 26 February 2022.
- ↑ Holland, Steve; Chalmers, John; Psaledakis, Daphne (26 February 2022). "U.S., allies target 'fortress Russia' with new sanctions, including SWIFT ban". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 February 2022. بياځلي په 26 February 2022.
- ↑ Collins, Kaitlan; Mattingly, Phil; Liptak, Kevin; Judd, Donald (26 February 2022). "White House and EU nations announce expulsion of 'selected Russian banks' from SWIFT". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 February 2022. بياځلي په 26 February 2022.
- ↑ Overland, Indra; Kubayeva, Gulaikhan (1 January 2018). Did China Bankroll Russia's Annexation of Crimea? The Role of Sino-Russian Energy Relations. pp. 95–118. ISBN 9783319697895. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 February 2018. بياځلي په 26 March 2018.
- ↑ "Russia hits West with food import ban in sanctions row". BBC Online. 7 August 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 January 2022. بياځلي په 27 February 2022.
- ↑ Executive Order – Blocking Property of Certain Persons Contributing to the Situation in Ukraine Archived 23 January 2017 at the Wayback Machine. The White House, 6 March 2014.
- ↑ Holland, Steve (6 مارچ 2014). "UPDATE 4-Obama warns on Crimea, orders sanctions over Russian moves in Ukraine". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 جنوري 2015. بياځلي په 21 جنوري 2015.
- ↑ "EU sanctions against Russia over Ukraine crisis". European External Action Service. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 June 2015. بياځلي په 1 June 2015.
- ↑ "COUNCIL DECISION 2014/145/CFSP of 17 March 2014 concerning restrictive measures in respect of actions undermining or threatening the territorial integrity, sovereignty and independence of Ukraine" (PDF). Official Journal of the European Union. 17 مارچ 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 مارچ 2014. بياځلي په 21 جنوري 2015.
- ↑ "U.S. and Europe Step Up Sanctions on Russian Officials". New York Times. 17 مارچ 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 نومبر 2014. بياځلي په 18 جنوري 2015.
- ↑ "Sanctions List". Prime Minister of Canada Stephen Harper. 17 March 2014. خوندي شوی له the original on 18 January 2015. بياځلي په 21 January 2015.
- ↑ Katakey, Rakteem (25 مارچ 2014). "Russian Oil Seen Heading East Not West in Crimea Spat". Bloomberg L.P. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 مارچ 2014. بياځلي په 25 مارچ 2014.
- ↑ "Japan imposes sanctions against Russia over Crimea independence". Fox News. Associated Press. 18 March 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 December 2014. بياځلي په 21 January 2015.
- ↑ "US imposes second wave of sanctions on Russia". jnmjournal.com. 20 March 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 November 2014. بياځلي په 21 January 2015.
- ↑ Minister for Foreign Affairs (Australia) (21 May 2014). "Further sanctions to support Ukraine". خوندي شوی له اصلي څخه په 27 February 2019. بياځلي په 27 January 2015.
- ↑ "Australia imposes sanctions on Russians after annexation of Crimea from Ukraine". Australian Broadcasting Corporation. 19 March 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 June 2021. بياځلي په 21 January 2015.
- ↑ Rettman, Andrew (17 ډيسمبر 2014). "Montenegro-EU talks advance in Russia's shadow". EUobserver. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 جولای 2015. بياځلي په 1 جون 2015.
- ↑ "Declaration by the High Representative on behalf of the European Union on the alignment of certain third countries with the Council Decision 2014/145/CFSPconcerning restrictive measures in respect of actions undermining or threatening the territorial integrity, sovereignty and independence of Ukraine" (PDF). Council of the European Union. 11 اپرېل 2014. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 8 جون 2014. بياځلي په 23 اگسټ 2014.
- ↑ "Moldova joined EU sanctions against former Ukrainian officials". Teleradio Moldova. 20 March 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 February 2019. بياځلي په 27 January 2015.
- ↑ Harding, Luke (10 April 2014). "Russia delegation suspended from Council of Europe over Crimea". The Guardian (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 13 December 2018. بياځلي په 12 October 2018.
- ↑ "U.S. levels new sanctions against Russian officials, companies". Haaretz. 28 April 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 August 2014. بياځلي په 7 August 2014.