د روح غُسل
که دې په کومه ورځ هم
د خپل غرور شیطان په کاڼو و ویشت
که دې په کومه شېبه
د خپل احساس په دې صفا مروه کې
لږ هم د درد په قدمونو باندې منډې وکړې
که یوه ورځ خو دې هم
د صداقت د زم زم سپینې اوبه
د ریاکار خوی پر خیرنه څرمن تېرې کړلې
که یوه ورځ دې په ګامونو د خیال
وکړ طواف د چا د تور لوګي وهلي کورګي
او پکې ښکل دې کړ د چا حجرِ اسود ارمان
که یوه ورځ هم چېرې وختلې
د زندګۍ د ستړي روح د عرفات پر غونډۍ
که یوه شپه دې تر سهاره ویښه تېره کړله
د خپل ضمیر د مزدلفې پر میدان
وګڼه دا چې بس تر خدایه پورې ورسېدې
درته لبیک به خوشالي ووایي
ضرورت نه شته چې بیا څوک درته حاجي ووایي.
بارکوال میاخېل