د روانډا انقلاب

د روانډا انقلاب چې د هوتو انقلاب، ټولنیز انقلاب، یا د تباهۍ د باد په نوم هم یادېږي. په روانډا کې له ۱۹۵۹ز کال نه تر ۱۹۶۱ز کال پورې له دریو توکمونو نه د دوه تر منځ یې چې هوتو او توتسی وو د توکمیز تاوتریخوالي یوه لړۍ وه. یاد انقلاب د بلجیم د استعمار او توتسي د واکمنۍ د ختمېدو په موخه د هوتو تر واک لاندې خپلواک جمهوریت ته د هیواد لېږد و.[۱][۲]

روانډا لږترلږه له ۱۸مې پېړۍ راهیسې د توتسي پلوه او د هوتو ضد سیاست سره د توتسي پاچاهۍ له خوا واکمنه وه. دغه راز روانډا د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په پرله پسې توګه د المان او بلجیم  تر کنټرول لاندې وه او دواړه اروپایي هېوادونو  توتسي پلوه سیاستونو ته دوام ورکړ، خو له ۱۹۴۵ز کال وروسته د هوتو ضد اشرافي رامنځته شو، چې د هوتویانو اوتوتسیانو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو لامل شو، چې د توتسي مشرتابه د خپل واک د پیاوړې کولو لپاره ګړندۍ خپلواکۍ ته زور ورکړ او د هوتو اشرافو له توتسي نه هوتو ته د واک د لېږد غوښتنه وکړه د هوتیانو له یاد دریځ نه رومن کاتولیک کلیسا او استعماري حکومت ملاتړ کاو.

انقلاب د ۱۹۵۹ز کال په نوامبر کې د توتسي افراطیانو له خوا وروسته له هغه پیل شو، چې د توتسيانو کورونه د هوتو یو څو فرعي مشرانو له خوا وسوځول شول. دغه راز تاوتریخوالی په چټکۍ سره په ټول هیواد کې خپور شو. پاچا او توتسي سیاستوالو د واک د ترلاسه کولو او د هوتویانو او بلجیمانو د ایستلو لپاره ضد هڅې پیل کړې، خو دغه هڅې د بلجیم ډګروال ګای لوجیست له خوا ناکامې شوې، چې هغه تر ټولو معقول قانون او نظم بیا جوړ کړ او د هوتو اشرافو د ودې او ملاتړ لپاره یې یو پروګرام پیل کړ. همدارنګه بلجیم بیا د توتسي ډېری مشران او فرعي مشرانو پر ځای هوتیان وګومارل. د توتسي ضد پرله پسې تاوتریخوالي سره سره بلجیم د ۱۹۶۰ لسیزې په منځ کې محلي ټاکنې تنظیم کړې. د هوتو ګوندونو د نږدې ټولو برخو کنټرول ترلاسه کړ او په دې ډول یې انقلاب پای ته ورساوه. لوجیست او د هوتو مشر ګریګویر کیبینډا په ۱۹۶۱ز کال کې روانډا یو خپلواکه جمهوریت اعلان کړ او هېواد په ۱۹۶۲ز کال کې خپلواک شو.

د انقلاب له امله لږ تر لږه ۳۳۶۰۰۰ توتسیان ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل او هلته یې د مهاجرینو په توګه ژوند کاوه. که څه هم جلاوطنانو روانډا ته د سمدستي بېرته راستنېدو لپاره پاڅون وکړ خو ځیني جلاوطنو له هوتیانو سره د خبرو اترو غوښتونکي و او ځیني بیا د نوي رژیم د نسکورېدو غوښتونکي و. په دې ډول ځینو جلاوطنو وسله والې ډلې جوړې کړې (چې د هوتو حکومت له خوا د انینزي په نوم یادېدې) او په روانډا یې برید وکړ. ترټولو ستر برید د ۱۹۶۳ز کال په وروستیو کې وشو او د یو ناڅاپي برید په پایله کې کیګالي ته نږدې شول، خو حکومت بېرته جګړه وکړه او یاغیانو ته یې ماتې ورکړه او په دې ډول په روانډا کې په زرګونو پاتې توتسيان ووژل شول. کله چې د توتسي - کډوال محب وطن جبهې (RPF) له خوا پیل شوې کورنۍ جګړه د هوتو حکومت خبرو اترو ته اړ کړ، نور تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې د مهاجرینو له لوري ګواښ نه په سترګو کېده، خو دا د هوتو د افراطیت د زیاتوالي او د ۱۹۹۴ز کال نسل وژنې لامل شو چې د RPF له خوا د کنټرول ترلاسه کولو دمخه له نیم میلیون نه ډېر توتسيان وژل شوي وو.

د هوتیانو او توتسيانو تر منځ د اړیکو خرابېدل سمول

د هوتو مخالفو اشرافو د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې له توتسي اشرافو او  پاچا سره مناسبې اړیکې درلودې، ځکه چې د ډیموکراسۍ په لټه کې په سیاسي ژوند کې واکمني وه. توتسي او هوتو چې په کاتولیکو مدرسو کې یې زده کړې کړې وې او یا یې په نړیواله سوداګرۍ کې کار کاوه د «ارتقاء پرستانو» په توګه سره یو ځای شول او په استعماري حکومت کې یې په ټیټو دندو وګومارل شول، خو د هوتو-توتسي تر منځ اړیکې له ۱۹۵۶ز کال راهیسې په چټکۍ سره خرابې شوې. همدارنګه د جولای میاشت کې په کانګو کې د (La Presse Africaine) ورځپاڼې د روانډا د یوه نامعلوم پادری له خوا یوه مقاله خپره کړه چې د توتسي اشرافو له خوا له هوتو قوم سره د پېړیو پخوانی ناوړه چلند په اړه په کې توضیحات ورکول شوي وو. دا مقاله په (La Presse Africaine) او د کانګو برونډیا نورو ورځپاڼو کې د یو لړ نورو مقالو په تعقیب وه چې د یادو ډلو ترمنځ د اړیکو تاریخ او د پاچا دریځ په ګوته کاو. خو پاچا موتارا او توتسي اشرافو دا ادعاوې رد کړې، په ځواب کې یې وویل چې د ټولنیز خوځښت په وړاندې هېڅ توکمیز خنډونه شتون نه لري او هوتو او توتسي د توپیر وړ نه دي. د اړیکو د خرابېدو راتلونکی خوځند د ۱۹۵۶ز کال د سپتمبر په میاشت کې د نارینه وو د رای ورکولو په ترڅ کې د هیواد د لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو ترسره کېدل وو. خلکو ته اجازه ورکړل شوې وه چې فرعي رئیسانو ته رایه ورکړي او ۶۶ سلنه ټاکل شوي کسان هوتیان وو. همدارنګه په عنعنوي او استعماري سلسله کې لوړې دندې د ټاکلو پرځای منصوب شوي وو او زیاتره یې توتسي ټاکل شوي و. د دغو دوو وزنونو ترمنځ ناانډولۍ د هوتو په وړاندې د سیسټم بې انصافي په ګوته کړه.[۳][۴][۵][۶]

د ۱۹۵۶ ز کال نه دمخه پاچاهۍ او نامتو توتسي د خپلواکۍ د مهال وېش په اړه په دې باور وو، چې په یو ټاکلي وخت کې به بشپړ واک له بلجیم نه دوی ته لیږدول کېږي. د هوتیانو د مخ په زیاتیدونکي نفوذ او د دې ډلو تر منځ د تاو تریخوالي په اړه اندیښمن وو، نو ځکه د ۱۹۵۶ز کال په وروستیو کې دوی د خپلواکۍ د چټک لېږد لپاره کمپاین پیل کړ. پاچا روداهیګوا او عالي شورا چې د توتسیانو تر واک لاندې وه د یو منشور له لارې چې د(mise en point) په نوم یادېده د مالیې، پوهنې، عامه چارو او نور نوي وزارتونه وړاندیز کړل، چې له بلجیم نه پرته په خپلواک ډول د دوی له خوا پرمخ وړل کېده، خو د هوتو مخالفو اشرافو په چټکۍ سره د دې پرمختګ په وړاندې غبرګون وښود او دا یې د توتسيانو له خوا د توتسي دسیسې په توګه وغندله چې له خپلواکۍ وروسته یې په روانډا کې د توتسي حاکمیت پیاوړی کاو. دغه راز کیبانډا د هوتو له اتو نورو مشرانو سره یو ځای د بهتو منشور په نوم د یو بدیل کار په توګه کار پیل کړ. د دې سند په لیکلو کې له لیکوالانو سره د بلجیم  ځوانو عالمانو مرسته وکړه، ځکه دوی د هوتویانو له ارمانونو سره خواخوږي لرله. د بهتو منشور د بلجیم په غیر مستقیمه واکمنۍ نیوکه وکړه او د منځني طبقې د پراختیا غوښتنه یې وکړه. دا لومړی سند و چې توتسیان او هوتویان ته یې د جلا نسلونو په توګه اشاره وکړه او توتسیان یې د « توکمپالنې انحصار» په جوړولو تورن کړل. یاد منشور د « احصایوي قانون» پر بنسټ له توتسیانو نه هوتویانو ته د واک د لېږد غوښتنه کوله. همدارنګه د هېواد د راتلونکي لپاره د دواړو نسلونو تر منځ سیالیو زیاتېدل د بلجیم د سیاستوالو او عامو خلکو پام د روانډا ټولنیزو ستونزو ته راواړوه، چې تر هغه وخته پورې یوازې د ټولنپوهانو او د استعماري حکومت د برخو اندیښنه وه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۹۵۸ز کال کې ګیترا په نیانزا کې له پاچا سره د هغه په ​​ماڼۍ کې لیدنه وکړه. که څه هم ګیترا پاچاهي ته د پام وړ درناوی درلود، خو روداهیګوا له هغه سره ډېر سپک چلند وکړ. آن په یو وخت کې روداهیګوا ګیترا یې له غاړې ونیو او هغه او د هغه پیروان یې (د روانډا نفرت کوونکي) وبلل. دې سپکاوی MSM، APROSOMA او هغه کاتولیک خپرونې چې هوتو پلوه وې دې ته وهڅول چې د پاچاهۍ په وړاندې قوي دریځ غوره کړي. کنیاماتکا له ګیترا سره د روداهیګوا د چلند په اړه یو مفصل بیان خپور کړ، د هغه نیمه الهی انځور یې رد کړ او هغه یې په توتسي پلوه توکمپالنې تورن کړ. یادې مجلې د هوتو او توتسي د اصلي افسانو په حواله کیسې هم خپرې کړې او د پاچا تګلارې یې له دوی سره په ټکر کې بللې. دغه راز روداهیګوا د بغاوت څرګندونه د هغه، د هوتو مخالفانو او بلجیم چارواکو ترمنځ د دایمي شخړې لامل شوه. په ۱۹۵۸ز کال کې د بلجیم د استعمار وزارت هڅه وکړه چې روداهیګوا له واک نه لرې کړي، خو سیمه اېزو مشرانو او توتسیانو (چې د هوتو د مخ پر ودې حرکت نه یې ویره درلوده) د روداهیګوا  په ملاتړ  یو لړ اعتصابونو او لاریونونو تر سره کړه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې   سمول

  1. Prunier 1999، م. 41.
  2. Gourevitch 2000، م. 59.
  3. Carney 2013، م. 74.
  4. Carney 2013، م. 75.
  5. Carney 2013، م. 71.
  6. Carney 2013، م. 70.
  7. CRISP 1959، paragraph 2.
  8. Prunier 1999، مم. 45–46.
  9. Linden او Linden 1977، م. 250.
  10. Carney 2013، م. 79.
  11. Linden او Linden 1977، م. 249.
  12. Prunier 1999، م. 43.
  13. Linden او Linden 1977، م. 258.
  14. Linden او Linden 1977، م. 257.
  15. Linden او Linden 1977، م. 253.
  16. Linden او Linden 1977، م. 254.
  17. Linden او Linden 1977، م. 255.
  18. Linden او Linden 1977، م. 252.