د رنسانس او روښانتيا پړاو تکاملي اندونه

د رنسانس او روښانتيا د پړاوونو پر مهال تکاملي اندونو په يو داسې وخت کې وده وکړه، کله چې د اولسمې او اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې طبيعي تاريخ خپل اوج ته ورسېد، هغه مهال، کله چې د علمي اوښتون او ميخانيکي فلسفې د عروج پر مهال طبيعي نړۍ ته د يو ماشین په نظر کتل کېدل، چې د تحليل د وړتيا پر بنسټ يې فعاليت کاوه، خو د اتلسمې پېړۍ په لومړيو کې تکاملي اندونه مذهبي او روحاني ډوله وو. د اتلسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې، د بيالوژيکي ارتقا په اړوند زياتو ماديت خوښونکو او څرګندو اندونو سر راپورته کړ او د تکاملي اند په تاریخ کې يې نور ډېر اړخونه ورزيات کړل.

اولسمه او د اتلسمې پېړۍ لومړي وختونه سمول

د تکامل ټکی(د لاتيني ژبې له evolution ټکي نه اخستل شوی، معنا يې ده:«د يوې پاڼې په څېر پرانيستل کېدل») په انګليسي کې په اولسمه پېړۍ کې راڅرګند شو، په دې ټکي سره د پېښو يوې منظمې لړۍ ته اشاره کېده، په ځانګړي ډول هغو لړيو ته چې له پيل نه یې پايله معلومه وه. د يادولو وړ ده چې په ۱۶۷۷ز کال کې «سر ميتيو هيل» په داسې حال کې چې د «ديموکريتوس» او «اپيکوريس» ملحدانه ماده پرستي يې تر بريد لاندې نيولې وه، د تکامل ټکي په دې موخه وکاراوه، چې د خپلو مخالفينو اندونه تشرېح کړي او هغه دا چې: په تشه کې د اتومونو د ارتعاش او ټکر«لومړي تخمونه» (Semina) جوړ کړي دي، کوم چې د انسانانو، ژويو، مرغيو او کبانو د توليد لپاره نېغ په نېغه لومړۍ توليدونکې سرچينې او منشا وو. د هيل لپاره دا تګلاره «د خندا وړ» وه، ځکه چې په تکامل کې بايد د شونتيا تر حده لږ تر لږه د انساني طبيعیت ټول نظام موجود وای، يا لږ تر لږه هغه بېلګه ييز اصول يا د هغې جوړېدل شامل وای، کوم چې د انساني طبيعیت جوړوونکي او بشپړونکي دي... او دا هر څه د ځينو بې سده او مړو ايټمونو د تصادفي ائتلاف له امله منځ ته راغلي دي».[۱]

کله چې هيل په لومړي ځل د میخانيکي اند پر ضد د بحث پر مهال د «تکامل» اصطلاح وکاروله،  دا لفظ د يوې نښې په توګه مشهور شو، هغه څرګندوي چې د ۱۶۵۰ او ۱۸۰۰ز کلونو تر منځ لږ تر لږه ځينې تکاملي اندونه موندل شوي او اټکل کوي چې د ځمکې په ګډون ټوله نړۍ په ميخانيکي ډول تکامل ته رسېدلې، ټول په ټوله په خپل سر، له اسماني لارښوونې پرته. د همدې مودې په شا او خوا کې، د ګاليليه او نيوټن د فزيک په مټ پیاوړې شوې د دیکارت فلسفې د کایناتو د ماشيني اند پر مخ وړل پيل کړل، کوم چې په پايله کې د علمي تکامل ځانګړتيا وګرځېده. په هر حال، د تکامل په اړوند ډېری اوسني اندونه، د الماني ايډياليسټ فلسفيانو هر يو «شيلنګ» او «هيګل» له خوا د وړاندې شويو (شوپنهاور يې پېښې کړي)  اندونو په ګډون، په دې باور دي چې تکامل په بنسټيز ډول يوه روحاني پروسه وه، په دې معنا چې ټول طبيعي او انساني تکاملي بهير «د يو مطلق له خوا د خپل ځان د څرګندونو لپاره وحی» وه.[۲][۳]

د دې اندونو له منځه ځينې يې ځانګړي دي، د دوی له منځه «ګوټ فرايډ ليبنز» په ۱۷۱۴ز کال کې ادعا وکړه چې د شیانو په منځ کې شته «موناډز» (اتومونه/واحدونه/الهي جوهر) د داخلي ځواکونو له امله په ځوښت راځي، او زياتوي چې:«د هر شي اصل د تل لپاره موجود و.... [او] په خپل داخل کې د ودې لپاره داخلي اصول لري، کوم چې دوی د «ميټامورفوسس» (د بڼې او شکل بدلون) د يوې پراخې لړۍ په مټ مخ په وړاندې بوځي»، تر څو له دوی نه اوسني جيولوژيکي شکلونه، د ژوند بڼې، نفسيات او مدینتونه جوړ شي. «ليبنز» په څرګند ډول محسوس کړه چې، تکامل په الهي اصولو مخکې ځي – هغه په خپل کتاب « De rerum originatione radicali» (۱۶۹۷ز) کې ليکلي دي: «بايد د الله(ج) د کارونو ښکلا او نړۍ شموله بشپړتيا، په ټوليز ډول د کايناتو يوه تلپاتې او  نامحدوده وده وبلل شي، په داسې ډول چې دا د مدنيت تر ټولو لوړ حالت پر لور مخ په وړاندې ځي». د «جی ون هرډر» په څېر نورو هم هداسې اندونه څرګند کړي دي.[۴][۵]

د ۱۶۰۳ او ۱۶۱۳ز کلونو تر منځ «سروالټر ريلی» د لندن په برج کې بندي و او د اعدام انتظار يې یوست. په دې پړاو کې هغه په پنځو جلدونو کې د نړۍ تاریخ ولیکه، د امریکا خپلې تجربې او پېښې يې تشرېح کړې، په دې لیکنو کې هغه په دې اړه په فکر کې غورځېدلی چې ايا په نوې لويه وچه کې موندل شويو ټولو انواعو کولای شول، د نوح(ع) په بېړۍ کې خپل ځای پيدا کړي. هغه مهال دا ډېره جدي پوښتنه وه، هغه اټکل کوي چې يواځې د زړو لويو وچو ژويو په بېړۍ کې ځای موندلی و، چې له سيلاب وروسته ځينې ژوي نوې لويې وچې ته کوچېدلي او د چاپيريالي فشار له امله د دوی بڼې بدلې شوې دي، تر څو نوي انواع ځينې منځ ته راشي. پنځوس کاله وروسته، «متيو هيل» له دې هم مخکې ولاړ او ويې ويل چې په بېړۍ کې يواځې د ټولو ژويو د انواعو لومړۍ بڼې/نمونې منل شوې وې چې دوی به له خوشې کېدو وروسته سره بدل شي. ډېر مذهبي مشران د «ريلی» او «هيل» له اندونو نه خوشحاله وو، ځکه دوی د بېړۍ د ظرفيت (هغه بار چې بېړۍ يې وړلای شي) د ستونزې د حل لپاره راڅرګند شوي وو.[۶][۷]

د اتلسمې پېړۍ نيمايي سمول

«پيری لويس موپرټيس» په ۱۷۴۵ز کال کې په خپله لیکنه «Venus Physique» او په ۱۷۵۱ز کال کې د « System of Nature» په نوم لیکنه کې زیات مادي اړخ ته اوښتی دی. هغه د بيا توليد پر مهال د طبيعي بدلونونو او د ډېرو نسلونو په اوږدو کې د راټولېدو، نويو توکمونو د توليد او ان د نویو انواعو په اړه ليکل کړي. هغه په ټوليز ډول، د طبيعي غوراوي د اندونو په اړه هم وړاندوينې کړې وې. [۸]

د تکامل عام او ناڅرګند اندونه د اتلسمې پېړۍ په نیمايي کې د روښانتيا د فيلسوفانو تر منځ په خپرېدو وو.«جی. ايل.ايل.بفون» وړانديز کړی، هغه څه چې ډېرو خلکو انواع بللي و، په اصل کې دا ټول یواځې په نښه شوي ډولونه/خېلونه وو. هغه په دې اند و: د هغه څه غړي چې هغه مهال جنس (کوم چې د اوسني علمي ډلبندۍ پر بنسټ کورنۍ بلل کېږی) بلل کېدل، دا ټول له يو او شریک اصل نه راخپاره شوي دي. د هرې کورنۍ اصل، د يو خپل سري نسل له لارې منځ ته راغلي دي؛ دا چاپيرياليزې اغېزې دي چې په بېلا بېلو انواعو د دوی د وېشل کېدو لامل ګرځېدلي دي. هغه اټکل کوي چې د هغه مهال دوه سوه يا د دې په شا اوخوا کې د تي لرونکو انواع له ډېرو کمو اصلي بڼو نه چې نږدې اته دېرش دي، منځ ته راغلي دي. د تکامل په اړه د «بفون» تصور ډېر زیات محدود و. هغه باور درلود چې: «داخلي نمونې» هم وې، کومو چې په خپله خوښه د هرې کورنۍ بڼه جوړه کړه او دا چې دا کورنۍ په خپله او د تل لپاره مختلفې وې. په همدې بنسټ شونې ده چې زمري، پړانګان، سترې پېشوګانې، پوماس او کورنۍ پېشوګانې يو شریک اصل ولري، خو د سپيو او د کورنيو پېشوګانو اصل شریک نه دی. که څه هم «ډاروين» د اصليت په اړه  په خپله شپږمه نشريه کې د اصل انتخاب د تصور د شهرت لپاره د ارستو حواله ورکړې، هغه دا هم ليکلي دي چې:«هغه لومړی ليکوال چې اوسمهال يې له دې موضوع سره په يوه علمي روحيه چلند کړی دی، هغه بفون دی».[۹][۱۰][۱۱]

د اتلسمې پېړۍ ځينو ليکوالانو د انسان د تکامل په اړه اټکل کړی. «جان مچل»، څوک چې يو ډاکټر او نقشه جوړوونکی و، په ۱۷۴۴ز کال کې د « An Essay upon the Causes of the Different Colours of People in Different Climates/ په جلا جلا اقليمونو کې د خلکو د رنګ د توپير د لاملونو په اړه يوه لیکنه» په نامه يو کتاب وليکه، په دې کتاب کې هغه ادعا کړې چې په ځمکه لومړی توکم نصواري رنګه او سور بخون رنګ درلود، هغه وايي:«د اسيايي او سيمه ييزو امريکايانو په منځ کې موندل کېدونکی غنم رنګی» د بني نوع انسان اصلي رنګ و، هغه زياتوي چې: نور توکمونه له اصلي توکم نه په داسې ډول منځ ته راغلل، کله چې په يو جلا اقليم کې يو جلا نسل وخت تېر کړ. د ۱۷۶۷ او ۱۷۹۲ز کلونو تر منځ «جيمز برنيټ، لارډ مونبوډو» په خپلو لیکنو کې نه يواځې دا تصور شامل کړ، چې انسان له څو نورو جلا «پرايميټ» نه منځ ته راغلی، بلکې دا يې هم ورزياته کړه چې، د خپل چاپېريال په ځواب کې، مخلوقاتو د اوږدې مودې  ځنډونو(وقفو) پر مهال، د خپلو ځانګړتياوو د بدلولو لارې چارې وموندلې. هغه د ژبو د تکامل په اړه هم څېړنه وکړه، د کوم حواله چې «اراسمس ډاروين» په خپل شعر «Temple of Nature» کې ورکړې ده. «جان انډريو هينډرسن» ويلي دي چې: «مونوبوډو» لومړی هغه څوک و چې د طبيعي غوراوي اند يې بيان کړ.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچینې سمول

  1. Goodrum, Matthew R. (April 2002). "Atomism, Atheism, and the Spontaneous Generation of Human Beings: The Debate over a Natural Origin of the First Humans in Seventeenth-Century Britain". Journal of the History of Ideas. 63 (2): 207–224. doi:10.1353/jhi.2002.0011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bowler 2003 pp. 33-38
  3. Schelling, System of Transcendental Idealism, 1800
  4. Lovejoy 1936, pp. 183–184, 279–280, 369
  5. Lovejoy 1936, p. 257
  6. Wendt Herbert, In Search of Adam, 1955, pp. 38-39
  7. Wendt Herbert, In Search of Adam, 1955, pp. 40
  8. Bowler 2003 pp. 73–75
  9. Bowler 2003 pp. 75–80
  10. Larson 2004 pp. 14–15
  11. Darwin 1872 p.9
  12. Colin Kidd, The forging of races: race and scripture in the Protestant Atlantic world, 1600 - 2000, 2006, p. 30
  13. Darwin, Erasmus 1825 p.9
  14. Henderson 2000