د راتلونکي څېړنې

د راتلونکي څېړنې د ټولنیز او ټېکنالوژيک پرمختګ سیستماتیکه، منځ رشته‌يي او هراړخیزه څېړنه ده چې موخه یې په راتلونکي کې د خلکو د ژوند او کار پلټنه ده. د دې کار لپاره د وړاندوېینې په څېر اټکلیز تخنیکونه کارولی شو. خو د راتلونکو څېړنو معاصر سکالران یا څېړونکي د بدیلونو د سیستماتیکې پلټنې پر اهمیت ټینګار کوي. دا برخه په ټولیز ډول د ټولنیزو علومو یوه څانګه او له تاریخ سره اړونده برخه بللی شو. د څېړنو راتلونکی (چې د دې څانګې ډېری متخصصان یې په خبرو کې یوازې «راتلونکی» بولي) په دې لټه کې دی چې کوم کوم شیان دوام لري او کوم کوم څه به بدل شي. پر دې بنسټ، د دې څانګې یوه برخه د تېر او اوس مهال په اړه د سیستماتیکې پوهې او په راتلونکي کې د پېښو د شونتیا پیدا کولو په لټه کې ده. [۱][۲][۳][۴]

د هغو فزیکي علومو پر خلاف چې څه ناڅه محدود او مشخص سیستم په کې څېړل کېږي، د څېړنو راتلونکی په یوه ډېر لوی او پېچلي نړیوال سیستم پورې اړوند دی. د طبیعي علومو او ټولنیزو علومو لکه ټولن‌پوهنې او اقتصاد په پرتله یې ډېره کمه مېتودولوژي او پوهه موجوده ده. د دې څانګې د علم‌والي او هنروالي په اړه هم بحث موجود دی او کله ناکله علم وزمه څانګه بلل کېږي؛ له دې سره سره، په ۲۰۰۲ کال کې د راتلونکي د څېړونکو مسلکي ټولنه جوړه شوه او په ۲۰۱۷ کال کې یې د راتلونکي د لیدلوري یو ماډل جوړ کړ او دا مهال یې اکاډمیکه مطالعه د برلین په فري پوهنتون کې د ماسټرۍ په کورسونو کې موجوده ده.[۵][۶][۷][۸][۹]

تاریخچه سمول

منشاء سمول

«یوهان ګالټونګ» او «سهیل عنایت الله» په «لوی تاریخ او لوی تاریخ لیکوال» کې استدلال کوي چې د ټولنیز بدلون د لویو بېلګو پلټنه «سیما کیان» (۱۴۵ تر ۹۰ مخزېږد کلونه) او د فضلیت په اړه د هغه تیورۍ ته ور ګرځي، که څه هم د ابن خلدون (۱۳۳۲-۱۴۰۶) «مقدمه» او نورې څېړنې داسې بېلګه ده چې ښايي د معاصرې ټولن‌پېژندنې لپاره لا ډېره قانع کوونکې یا د پوهېدلو وړ وي. په لوېدیځو بېلګو کې د «سر توماس مور» اثر «اوټوپیا» شاملېږي چې په ۱۵۱۶ کال کې خپور شوی دی او د افلاطون د «جمهوریت» اثر پر بنسټ ولاړ دی چې په هغه کې د ښه ژوند لپاره راتلونکې ټولنې پر بېوزلۍ غلبه کړې ده. دا اثر هومره اغېزناک و چې اوټوپیاګانې چې په اصل کې یې معنا «بې مکانه» ده، د داسې مثبت او خوښ راتلونکي د څرګندولو لپاره رامخته شوې چې د ټولو اړتیاوې په کې پوره کېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

لومړني هغه اثار چې د راتلونکي لپاره یې سیستماتیکه وړاندوېینه لرله، په ۱۸مه پېړۍ کې ولیکل شول. د «شلمې پېړۍ خاطرات» چې په ۱۷۳۳ کال کې «ساموېل مډن» لیکلی دی، د لیکلو بڼه یې په ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸ کلونو کې د ډيپلوماټیکو لیکونو د مجموعې په ډول ده چې په بهرنیو ښارونو قسطنطنیه، روم، پاریس او مسکو کې د بریتانیا له استازو څخه لیکل شوي دي. د دې تر څنګ، د شلمې پېړۍ ټېکنالوژي د ښاغلي مډن د زمانې په څېر ده – په راتلونکي کې د نړۍ پر سیاسي او مذهبي وضعیت تمرکز کېږي. مډن لیکلو ته دوام ورکړ او «د شپږم جورج واکمني، ۱۹۰۰-۱۹۲۵» یې ولیکه. په دې کې یې (هغه مهال د کانال د جوړولو په برخه کې) د اوب‌لارې یوه لویه شبکه تصور کړه چې په بنسټیز ډول یې د ژوند الګوګانې بدلې کړې – "کلي پر ښارګوټو بدل شول او ښارګوټي پر ښارونو واوښتل". رښتینی شپږم جورج په ۱۹۳۶ کال کې واک ته ورسېد. [۱۴][۱۵]

نور پرمختګونه سمول

نړیوال ډیالوګ یا خبرې اترې د راتلونکو څېړنو د نړیوال فدراسیون (WFSF) په چوکاټ کې چې په ۱۹۶۷ کال جوړ شو، بنسټیزې شوې چې مخکښ ټولن‌پوه «یوهان ګالټونګ» یې لومړنی مشر و. په متحدو یالتونو کې «اډوارډ کورنیش» دغو مسائلو ته په کتو سره «د راتلونکي نړیواله ټولنه» جوړه کړه. دا سازمان تر ډېره پر عادي مینه‌والو متمرکز و. د راتلونکو څېړنو د مسلکي څېړونکو ټولنه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه او په ۴۰ هېوادونو کې څه باندې ۴۰۰ غړي لري. د دوی ماموریت "د ستراتیژيکو راتلونکو څېړنو د ارزښت په څرګندولو سره" د مسلکي ارتقا لوړوالی دی.

د راتلونکو څېړنو په برخه کې د دوکتورا لومړنی پروګرام په ۱۹۶۹ کال کې د «کریسټوفر ډيډي» او «بیلي روجاس» له‌خوا په ماساچوسټ پوهنتون کې پیل شو. د نورو زده‌کړو بل پروګرام (د ماسټرۍ په کچه) هم په ۱۹۷۵ کال کې د «کریسټوفر ډيډي» له‌خوا په «هیوسټون کلیر لیک» پوهنتون کې پیل شو. «الیور مارکلي» ته په ۱۹۷۸ کال کې په اېس.ار.ای انستېتیوت کې سپارښتنه وشوه چې پروګرام لا ډېر عملي او مسلکي لوري ته بوزي. دا پروګرام په ۲۰۰۷ کال کې هیوسټون پوهنتون ته ولېږدول شو او نوم یې هم (Foresight) ته واوښت. د دې پروګرام تمرکز پر دې و چې د راتلونکو څېړنو په برخه کې مسلکي پوهان وروزي او په سوداګریزو، دولتي، ښوونیزو او غیر انتفاعي برخو کې اشخاصو او سازمانونو ته د لوړ کیفیت زده‌کړې وړاندې کړي. په ۱۹۷۶ کال کې د مانوا په هاوايي پوهنتون کې د عمومي سیاست په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام جوړ شو. د دغو دوو پروګرامونو تر جوړېدو په را وروسته کلونو کې د راتلونکو څېړنو په اړه په ټولو ښوونیزو کچو کې منفرد کورسونه زیات شول، خو بشپړ پروګرامونه کم موندل کېدل.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په ۲۰۱۰ کال کې د برلین فري پوهنتون د راتلونکو څېړنو په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړ چې دا په جرمني کې لومړنی پروګرام بللی شو. په ۲۰۱۲ کال کې د فنلنډ د راتلونکو څېړنو مرکز د تورکو پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د راتلونکو څېړنو په برخه کې د ماسټرۍ یو پروګرام پیل کړ.[۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. James Joseph O'Toole (2017). "Futurology | social science". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Futurology | Definition of Futurology by Lexico". Lexico Dictionaries | English (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Voros, Author Joseph (2017-02-24). "The Futures Cone, use and history". The Voroscope (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Futurology". Wordnet Search 3.1. Princeton University. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Cite dictionary
  6. William, F. Williams (2013-12-02). "Encyclopedia of Pseudoscience: From Alien Abductions to Zone Therapy".. 122–123. ISBN 9781135955229. “Many scientists reject the notion of futurology being a science, while others quibble at the use of the unscholarly word 'futurology'.” 
  7. Hines, Andy (2004). "The History and Development of the Association of Professional Futurists". The Knowledge Base of Futures Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hines, Andy; Gary, Jay; Daheim, Cornelia; van der Laan, Luke (2017). "Building foresight capacity: Toward a Foresight Competency Model" (PDF). World Futures Review. 9 (3): 123–141. doi:10.1177/1946756717715637. S2CID 115261787. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Zukunftsforschung". www.ewi-psy.fu-berlin.de (په الماني ژبه کي). 2 December 2013. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Galtung, Johan and Inayatullah, Sohail (1997). Macrohistory and Macrohistorians. Westport, Ct: Praeger.
  11. Khaldun, Ibn (1967), The Muqaddimah, Trans. Franz Rosenthal, ed. N.J. Dawood. Princeton: Princeton University Press
  12. Anderson, Janna. "Futures Studies Timeline". www.elon.edu. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ جولای ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bell, Wendell (1997). Foundations of Futures Studies: Human Science for a New Era. New Brunswick, New Jersey, USA: Transaction Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56000-271-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Samuel Madden's Memoirs of the Twentieth Century" Paul Alkon. Science Fiction Studies Vol. 12, No. 2 (Jul., 1985), pp. 184-201 Published by: SF-TH Inc
  15. (په 2000-11-06 باندې). And now for the forecast.
  16. Markley, Oliver (1998)"Visionary Futures: Guided Imagery in Teaching and Learning about the Future", in American Behavioral Scientist. Sage Publications, New York.
  17. Peter Bishop & Andy Hines, Teaching about the Future, Houndsmill, UK: Palgrave Macmillan, p.xv.
  18. Andy Hines, "A training ground for professional futurists," The Futurist, Vol. 43, September/October 2014
  19. Jones, Christopher (Winter 1992). "The Manoa School of Futures Studies". Futures Research Quarterly: 19–25. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Master of Arts in Futures Studies at Free University of Berlin
  21. "Finland Futures Research Centre". www.utu.fi (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)