د راتلونکي فزیک

د راتلونکي فزیک: ساینس به د ۲۱۰۰م کال تر پایه د انسانانو برخلیک او ورځني ژوند ته کومه بڼه ور کړي

Physics of the Future: How Science Will Shape Human Destiny and Our Daily Lives by the Year 2100  
ليکوالMichio Kaku
د لومړي مخ جوړونکیMichael J Windsor
هېوادUnited States
ژبهEnglish
صنفPopular science
نشر کونکیDoubleday
د چاپ کولو نېټهMarch 15, 2011
مېډيا ډولPrint (Hardcover)
مخونه416
نړيوال کتابي معياري شمېر978-0-385-53080-4
کانگرسQ175.5 .K257 2011
مخکينیPhysics of the Impossible{{{مخکينی}}}
راتلونکیThe Future of the Mind{{{راتلونکی}}}

دا د ۲۰۱۱م کال یو کتاب دی چې د میچيو کاکو (Michio Kaku) په نامه نامتو الواکي فزیکپوه (Theoretical Physicist) لیکلی دی. د (Hyperspace) او (Physics of the Impossible) په نامه کتابونه هم همدې لیکوال لیکلي دي. په دې کتاب کې، میچيو کاکو د راتلونکو سلو (۱۰۰) کلونو په اوږدو کې د ټکنالوجۍ پرمختگ اټکل کړی دی. نوموړي په دې کتاب کې له سترو ساینسپوهانو سره د هغوی د څېړنو په اړه مرکې ترسره کړي او د طب، کمپیوټر، مصنوعي ځیرکتیا (artificial intelligence) او نانوټکنالوجي اړوند پرمختگونو په اړه یې خپل لرلید ښودلی دی. دا د پنځو اوونیو لپاره د نیو یارک ټایمز (New York Times) د تر ټولو زیات پلورل شوي کتابونو په لسټ کې وو.

میچیو کاکو په دې کتاب کې لیکلي چې نوموړی په دې تمه دی چې د ۲۱۰۰م کال په اړه وړاندېینې به یې د فرانسوي لیکوال جولس ورن (Jules Verne) د ۱۸۶۳م کال د (Paris in the Twentieth Century) ناول په څېر بریالۍ وي.