د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني له خوا د بلجیم اشغال

د جرمني له خوا د بلجیم اشغال د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ۱۹۴۰زکال د مۍ په ۲۸مه وروسته له هغه پیل شو چې بلجیمي ځواکونه جرمني پوځ ته تسلیم شول او تر هغه پورې یې دوام وکړ چې بلجیم وکولای شول د ۱۹۴۴ زکال له سپټمبر میاشتې څخه د ۱۹۴۵ زکال تر فبروري میاشتې پورې د لویدیځو متحدینو په مرسته آزادي ترلاسه کړي. دا د دېرشو کلونو په ترڅ کې دویم ځل و چې بلجیم د جرمني له خوا اشغال شو.  

په بلجیم باندې له بریا وروسته جرمني په بلجیم کې پوځي اداره جوړه کړه او دغه قلمرو یې د ورماخت تر مستقیم حاکمیت لاندې راووست. په زرګونو تنه بلجیمي سرتېري د جنګي اسیرانو په توګه بندیان شول چې ګڼ شمېر یې تر ۱۹۴۵ زکال پورې آزاد نه شول. جرمني دولت د خپلو رقابتي موخو لپاره هلته نظم ټینګ کړ او له دغه قلمرو څخه یې د خپلو جنګي موخو لپاره منابع برابرول. له دوی سره د بلجیم د ملکي خدمتونو مامورینو مرسته کوله، هغوی باور درلود چې له نیواک ګرو سره محدوده مرسته د بلجیم منافعو ته ډېر لږ زیان اړوي. په فلانډر او والونیا کې د بلجیم فاشیستي ګوندونه چې له جګړې وړاندې تاسیس شوي و له نیواک ګرو سره یې له نورو زیاته همکاري لرله. هغوی د جرمني په پوځ کې د بلجیمي وګړو له استخدام سره مرسته وکړه څو که وي له اشغال وروسته زیات واک ورکړل شي. خواړه او سون توکي د راشن یا جیرې په شکل ویشل کېدل او ټول رسمي خبرونه په کلکه سره سانسور کېدل. بلجیمي وګړي د احتمالي پوځي اهدافو په سیمو لکه د اوسپنۍ د پټلۍ په تقاطع ځایونو کې ځای پر ځای شوي و چېرې چې د متفقینو د هوايي بمباریو له ګواښ سره مخ و.

له ۱۹۴۲ زکال وروسته اشغال لا ځپونکی شو. پر یهودانو زیات زور او زیاتی تحمیل شو او د اجباري کار کمپونو ته په سیستماتیک ډول ولېږدول شول. د جرمني وګړو د شدید مخالفت سربېره بلجیمي ملکي وګړي د جرمني په کارخونو کې د کارکولو په موخه جرمني ته په زوره ولېږل شول. ورته مهال بلجیمي مقاومت چې د ۱۹۴۰ زکال په وروستیو کې پیل شو په چټکۍ سره یې پراختیا ومونده. له ۱۹۴۴ زکال وروسته اس اس (د نازي ګوند ګارد) او نازي ګوند په بلجیم باندې خپل کنټرول زیات کړ، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د بلجیم د نظامي ادارې ځای په جولای میاشت کې د نازي ملکي ادارې یا Reichskommissariat Belgien-Nordfrankreich ونیو. د ۱۹۴۴ زکال په سپټمبر میاشت کې متفقین بلجیم ته ننوتل او په چټکۍ سره یې پرمختګ وکړ. د همدغه کال په ډسمبر میاشت کې دغه قلمرو په رسمي توګه د لوی جرمني رایش ته اړوند اعلان شو، په داسې حال کې چې له هغو سره همغږي رهبران له وړاندې څخه په جرمني کې په تبعید کې و او په سیمه کې جرمني په عملي بڼه کنټرول نه درلود. بلجیم د ۱۹۴۵ زکال په فبروري میاشت کې په بشپړه توګه آزاد شو. په ټولیزه توګه ۴۰۶۹۰ بلجیمي وګړي چې له نیمايي څخه زیات یې یهودان و د نیواک پر مهال ووژل شول او د داخلي ناخالصو تولیداتو کچه یې له جګړې څخه د وړاندې حالت څخه اته سلنه راکمه شوه.

مخینه سمول

بلجیم په ۱۸۳۰ زکال کې د خپلې خپلواکۍ راوروسته د بې پلوۍ سیاست غوره کړ او په بریالۍ توګه یې وکولای شول د فرانسې او پروس په جګړه (۱۸۷۰- ۱۸۷۱ زکال) کې له ښکېل کېدو ځان وژغوري. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني سترواکۍ په بلجیم برید وکړ. له اشغال وروسته متفقینو بلجیمي کارګران وهڅول څو د هغوی د اوامرو په نه منلو سره د اشغال پر وړاندې مقاومت وکړي چې له امله یې د جرمني پوځ بلجیمي ملکي وګړي په پراخه کچه وځپل. [۱]

د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو وړاندې د سیاسي ګواښونو په زیاتوالي سره د بلجیم حکومت بیا اعلان وکړ چې هوډ لري په اروپا کې د جګړې په پیلېدو سره بې پلوه پاتې شي. د دغه هېواد پوځ په دفاعي توګه تنظیم شو او دغه هېواد له ګڼ شمېر هغو نړیوالو پوځي هوکړو څخه ووت چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته ورسره مل شوی و. ورته مهال یې د هېواد په ختیځ کې د دفاعي پروژو په اجرا کولو پیل وکړ. هغه مهال چې د ۱۹۳۹ زکال په سپټمبر میاشت کې فرانسې او بریتانیا د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ؛ بلجیم په داسې حال کې چې خپل ریزرف ځواکونه یې تیارسۍ کړي و، بې پلوه پاتې شو. [۲][۳][۴]

جرمنانو بلجیم ته له ګواښ کولو پرته د ۱۹۴۰ زکال د مۍ په ۱۰مه په بلجیم برید وکړ. د دغې جګړې پر مهال د بلجیم پوځ شمال لویدیځ لوري ته پر شا او د مۍ په ۲۸مه تسلیم شو. د وخت حکومتي چارواکي فرانسې او بیا له هغه ځایه بریتانیا ته وتښتېدل او د بلجیم له جګړې وروسته یې د هوبرت پیرلو تر مشرۍ لاندې په تبعید کې حکومت جوړ کړ. هغوی د بلجیمي او استعماري ځواکونو د یوې کوچنۍ پوځي ډلې د جوړلو مسئولیت درلود چې د آزاد بلجیم د ځواکونو په نوم یې شهرت درلود او د متفقینو ځواکونو د برخې په توګه یې جګړه کوله. [۵][۶][۷]

په اشغال شوي بلجیم کې ژوند سمول

په اشغال شوي بلجیم کې د ژوندانه معیارونه د جګړې څخه د وړاندې مهال په پرتله په پام وړ کچه راټیټ شوي و. معاشاتو شتون نه درلود په داسې حال کې چې نیواک ګرو په اقتصادي دوران کې د شته پیسو مقدار درې چنده زیات کړی و او د هغه له امله له واک څخه وتلی انفلاسیون یا پړسوب رامنځته شو. [۸]

نیواک ګرو په رسنیو شدید کنټرول درلود چې له امله یې اخبارونه اړ وو وپوښتي کوم خبرونه خپاره کړي. د نازي پلوه ګوندونو اخبارونه د Le Soir یا Het Laatste Nieuws په څېر لار بدلو کړو اخبارونو سره د جرمني د پلويانو له خوا د هغو د امتیاز لرونکو له اجازې پرته نشرېدل. د شدید سانسور او ټاکلې تبلیغاتي محتوا سربېره د دغو اخبارونو د چاپ شمېر لا هم زیات و او د Le Pays Réel او Volk en Staat په څېر ګوندي اخبارونو په لوړه کچه پلور درلود. له دې سره ډېری ملکي وګړو له بریتانیا څخه د خپرېدونکې بلجیم راډیو منظمو خپرونو ته په داسې حال کې غوږ نیوه چې د ۱۹۴۰ زکال له ډسمبر میاشتې څخه یې اورېدل رسما منع و. [۹][۱۰]

ډېری بلجیمي وګړو له اشغال وروسته خپلو پخوانیو دندو ته دوام ورکړ. بلجیمي کارتون جوړونکي هرژه چې آثارو یې له ۱۹۲۸ زکال را وروسته په اروپا کې د کمیډي له شهرت سره مرسته کړې وه د ټینټین د ماجرا (The Adventures of Tintin) د اثر درې جلده یې د اشغال پر مهال بشپړ کړل او کارتونونه یې د جرمني په پلوي کوونکي Le Soir اخبار کې خپرېدل. [۱۱][۱۲]

اقتصادي حالت سمول

د جرمني دولت د اشغال لګښت په بلجیمي وګړو باندې د مالیاتو له لارې برابر کاوه، په داسې حال کې چې په نورو ځایونو کې یې د عملیاتو لګښتونه د «بهرني اشغال د لګښتونو له بودیجې» (یا « د بلشویکانو ضد لګښتونو») څخه غوښتل. په ټولیزه توګه بلجیم اړ و د خپلو ملي عوایدو دوه په درې برخه کې د دغو لګښتونو په موخه ورکړي چې د ټول اشغال په دوره کې یې ۵.۷ میلیارده رایش مارکه (چې په ۲۰۲۱ زکال کې له ۲۳ میلیارده یورو سره معادل و) جرمنانو ته ورکړل. دغه مهال د بلجیمي فرانک ارزښت په پریمانه کچه راولوېد او د بلشیویکانو ضد لګښتونو حجم یې زیات کړ؛ همدا و چې جرمني شرکتونو دغه اشغال شوي هېواد ته له صادراتو ګټه وکړه. [۱۳][۱۴][۱۵]

د بلجیم پام وړ د سروزرو خزانې چې د دغه هېواد ملي شتمني وه ډېره برخه یې د جرمني له برید وړاندې بریتانیا، کاناډا او متحده ایالاتو ته ولېږدول شوه. ورته مهال څه باندې ۱۹۸ ټنه طلا چې له جګړې وړاندې د فرانسې بانک ته سپارل شوې وه په لویدیځې افریقا کې فرانسوي ډاکار ته ولېږدول شوه. د جرمني د پلوي ویشي رژیم د واکمنۍ پر مهال دغه طلا د جرمنانو له خوا مصادره شوه او له هغو څخه یې د بې پلوه سویس او سویډن څخه په وسلو پېرلو کې ګټنه وکړه. [۱۶][۱۷]

د جګړې بلجیمي اسیران سمول

د بلجیم له ماتې وروسته نږدې ۲۲۵۰۰۰ بلجیمي سرتېري (د ۱۹۴۰ زکال د بسیج شوو ځواکونو شاوخوا ۳۰ سلنه) چې په ۱۹۴۰ زکال کې د جنګي اسیرانو په توګه ونیول شول په جرمني کې د جګړې د بندیانو کمپونو ته ولېږل شول. د دغو بندیانو اکثریت (۱۴۵۰۰۰) فلانډر او ۸۰۰۰۰ نور یې والونیا ته اړوند و. [۱۸]

د فلامن سیاست د برخې په توګه، جرمنانو د ۱۹۴۰ زکال په اګست میاشت کې د فلامن اسیرانو د بېرته سپارلو بهیر پیل کړ. د ۱۹۴۱ زکال تر فبروري میاشتې پورې ۱۰۵۳۸۸ فلانډري سرتېري خپل هېواد ته وسپارل شول. په تدریجي ډول ګڼ شمېر بندیان خوشي شول، خو لا هم ۶۷ زره تنه یې تر ۱۹۴۵ زکال پورې په بند کې پاتې شول. ډېری له دغو بندیانو څخه په جبري ډول مکلف و په کانونو او یا هم کروندو کې کار وکړي؛ همدارنګه ۲۰۰۰ تنو یې د بند پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. [۱۹]

سرچينې سمول

  1. Cook, Bernard A. (2002). Belgium: A History. د کتاب پاڼي 102–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8204-5824-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "10. Aggression against Belgium, the Netherlands and Luxembourg". Nazi Conspiracy and Aggression. I. د اصلي آرشيف څخه پر 27 سيپټمبر 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 31 دسمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Various authors (1941). Belgium: The Official Account of What Happened, 1939–40. London: Belgian Ministry of Foreign Affairs. د کتاب پاڼې 9; 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Various authors (1941). Belgium: The Official Account of What Happened, 1939–40. London: Belgian Ministry of Foreign Affairs. د کتاب پاڼې 12. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Various authors (1941). Belgium: The Official Account of What Happened, 1939–40. London: Belgian Ministry of Foreign Affairs. د کتاب پاڼې 48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Yapou, Eliezer (2006). "Belgium: Disintegration and Resurrection". Governments in Exile, 1939–1945. Jerusalem. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Conway, Martin; Gotovitch, José (2001). Europe in Exile: European Exile Communities in Britain, 1940–1945. New York: Berghahn Books. د کتاب پاڼي 81–5 and 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-57181-503-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "1914–1944: Wars and Monetary Upheavals". History of the Belgian franc. National Bank of Belgium. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Press under German Censorship during the Second World War". The Belgian War Press. Cegesoma. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  10. Gotovitch, José; Aron, Paul, المحررون (2008). Dictionnaire de la Seconde Guerre Mondiale en Belgique. Brussels: André Versaille éd. د کتاب پاڼي 372–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-87495-001-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Thompson, Harry (1992). Tintin: Hergé and His Creation. London: Sceptre. د کتاب پاڼي 98–99. د کتاب نړيواله کره شمېره 0340564628. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gotovitch, José; Aron, Paul, المحررون (2008). Dictionnaire de la Seconde Guerre Mondiale en Belgique. Brussels: André Versaille éd. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-87495-001-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ECR-32 and EC-401. "XIII: The Western Occupied Countries". Nazi Conspiracy and Aggression. I. د اصلي آرشيف څخه پر 21 سيپټمبر 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 31 دسمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ECR-86. "XIII: The Western Occupied Countries". Nazi Conspiracy and Aggression. I. د اصلي آرشيف څخه پر 21 سيپټمبر 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 31 دسمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lemkin, Raphael (2005). Axis Rule in Occupied Europe: Laws of Occupation, Analysis of Government, Proposals for Redress. Clark, N.J.: Lawbook Exchange. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 1584775769. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Verbreyt, Monique; Van der Wee, Herman (2009). A Small Nation in the Turmoil of the Second World War: Money, Finance and Occupation (الطبعة Rev. & translated). Leuven: Leuven University Press. د کتاب پاڼې 91. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9058677594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bultinck, Leen. "Belgian Gold in Foreign Hands". NBB Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Ceux de XIIIB: Recueil de Textes extraits du Mensuel de L'Amicale des Anciens Prisonniers de Guerre du Stalag XIIIB" (PDF). Centre Liégois d'Histoire et d'Archaeologie Militaire. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 9 اګست 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 1 سيپټمبر 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Keegan, John (2005). The Second World War. New York: Penguin Books. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-303573-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)