د دویمې نړیوالې جګړې پایلې

د دویمې نړیوالې جګړې پایلې د ټولو ښکېلو هېوادونو لپاره د یوې نوې دورې پیل و، چې د ټولو اروپایي نیواکګرو امپراتوریو له زوال او په ورته وخت کې د دوو زبرځواکونو په راپورته کېدو سره پېژندل کېږي، چې یو یې شوروي اتحاد (USSR) او بل یې هم متحده ایالات (US) وو. د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې متفقین یا متحدین (Allies)، متحده ایالات او شوروي اتحاد د نړۍ په کچه د سیالۍ پر ډګر ولاړ وو او په سړه جګړه کې سره ښکېل وو. سړه جګړه ځکه ورته ویل کېږي چې هېڅکله هم د دواړو زبرځواکونو ترمنځ د ښکاره او اعلان شوې بشپړې جګړې لامل نه شوه، بلکې جاسوسۍ، سیاسي تخریب او نیابتي جګړې یې ځانګړنه وه. لويديځه اروپا او جاپان د امريکې د مارشال پلان له لارې بيا جوړ شول په داسې حال کې چې مرکزي او ختيځه اروپا د شوروي تر نفوذ لاندې راغله او بالاخره د "اوسپنیزې پردې" (Iron Curtain) تر شا واقع شوه. اروپا د امریکا په مشرۍ لویدیځ بلاک او د شوروي په مشرۍ ختیځ بلاک باندې ووېشل شوه. په نړیواله کچه، له دواړو بلاکونو سره اتحاد په تدریجي توګه بدلون وموند او ځینو هېوادونو هڅه وکړه چې د ناپېیلتوب د غورځنګ (Non-Aligned Movement) له لارې له سړې جګړې څخه بهر پاتې شي. دغې جګړې د دوو زبرځواکونو تر منځ د اټومي وسلو سیالي هم ولیدله؛ او د دغه دلیل یوه برخه چې سړه جګړه هېڅکله هم "ګرمه" جګړه نه وه همدا وه چې شوروي اتحاد او متحده ایالاتو د یو بل پر وړاندې اټومي مخنیوی کوونکي یا (nuclear deterrents) لرل چې د دواړو لورو د حتمي ویجاړتیا له کبله یې د ښکېلېدو مخنیوی کاوه.

د دغې جګړې د پایلې په توګه، متحدینو د نړیوالې همکارۍ او ډیپلوماسۍ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (United Nations) جوړ کړ، چې د ملتونو ټولنې (League of Nations) ته ورته یو جوړښت و. د ملګرو ملتونو سازمان غړو موافقه وکړه چې د دریمې نړیوالې جګړې د مخنیوي د هڅې په توګه یرغلیزې جګړې ناقانونه اعلان کړي. د لویدیځې اروپا ویجاړ شوو سترو قدرتونو بیا د اروپا د ډبرو سکرو او فولادو ټولنه (European Coal and Steel Community) جوړه کړه، چې وروسته بیا د اروپا اقتصادي ټولنې (European Economic Community) او په نهایت کې په اوسنۍ اروپايي اتحادیه بدله شوه. دا هڅې په اصل کې د اقتصادي همکارۍ او ادغام او د مهمو طبیعي زیرمو لپاره د ګډ بازار موندلو له لارې د جرمني او فرانسې ترمنځ د بلې جګړې د مخنیوي لپاره د یوې هڅې په توګه پیل شوې.

د جګړې پای همدا راز له سترو قدرتونو څخه د خپلواکۍ اخیستلو بهیر هم ګړندی کړ چې هند پکې (له انګلستان څخه)، اندونیزیا (له هالنډ څخه)، فیلیپین (له امریکا څخه) او یو شمېر عربي هېوادونو خپلواکۍ ترلاسه کړې. دا خپلواکي له هغو ځانګړو حقونو څخه وه چې تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ملتونو د ټولنې له خوا سترو قدرتونو ته ورکړل شوي وو مګر په حقیقت کې تر ډېره حده وار له مخه عملا موجود وو. د لوېدیځې صحرا سوېلي افریقا (Sub-Saharan Africa) هېوادونو خپلواکي بیا یو څه ورو ورو ترلاسه شوه.

د دویمې نړیوالې جګړې د پایلو په توګه، د چین د خلکو له جمهوریت سره په سوېل ختیځه اسیا کې د کمونیستي نفوذ وده هم ولیدل شوه، ځکه د چین کمونست ګوند په ۱۹۴۹م کال کې د چین له کورنۍ جګړې څخه بریالی راووت.

سملاسي اغېزې سمول

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې، په میلیونونو خلک مړه او میلیونونه نور بې کوره شوي وو، د اروپا اقتصاد له منځه تللی و، او د اروپا صنعتي بېخبنا ویجاړه شوې وه. شوروي اتحاد هم خورا زیات اغېزمن شوی و. په مقابل کې بیا په ۱۹۴۷م کال د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جورج مارشال د "اروپایي بیا رغونې پروګرام" طرحه کړ، چې د مارشال پلان په نوم پېژندل کېږي. د دغه پلان له مخې، د ۱۹۴۸-۱۹۵۲ کلونو په اوږدو کې د متحده ایالاتو حکومت د لویدیځې اروپا د اغېزمنو شوو هېوادونو د بیارغونې لپاره ۱۳ میلیارده امریکایي ډالر (د ۲۰۲۰م کال ۱۵۱ میلیارده ډالر) ځانګړي کړل.

د ملتونو د ټولنې ړنګېدل او د ملګرو ملتونو سازمان رامنځته کېدل سمول

د جګړې د یوې عمومي پایلې په توګه او د نړیوالې سوله ساتنې د یوې هڅې په توګه متحدینو د ملګرو ملتونو سازمان (UN) جوړ کړ، چې په رسمي توګه د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر پر ۲۴مه رامنځته شو. د ملګرو ملتونو سازمان (UN) د ملتونو له منځه تللې ټولنه (LN) پر یو بین الحکومتي نړیوال سازمان بدله کړه. د ملتونو ټولنه (League of Nations) په رسمي توګه د ۱۹۴۶م کال د اپریل پر ۲۰مه منحل شوه مګر عملا یې په ۱۹۳۹م کال کې فعالیت درېدلی و، ځکه د دویمې نړیوالې جګړې د پیل په مخنیوي کې پاتې راغلې وه. د ملګرو ملتونو سازمان (UN) ته د ملتونو د ټولنې (LN) ځینې بنسټونه په میراث ورپاتې شول، لکه د کار نړیوال سازمان.[۱][۲]

د ملتونو د ټولنې ماموریتونه، چې تر ډېره هغه سیمې وې چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې بدلون کړی و، د ملګرو ملتونو د باور پر سیمو واوښتې. سوېل لوېدیځه افریقا، د یوې استثنا په توګه، لا هم د اصلي ماموریت تر شرایطو لاندې اداره کېده. د ملتونو د ټولنې (League of Nations) د ځایناستي په توګه، د ملګرو ملتونو سازمان بیا هم پر دې سیمه کې د څارنې رول په غاړه درلود. د ډانزیګ آزاد ښار (Free City of Danzig)، چې یو نیمه کورواکی یا خودمختاره دولت و او تر یوې اندازې د ملتونو د ټولنې لخوا څارل کېده، د پولنډ هېواد برخه وګرځېد.

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۸م کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه، چې "د ټولو خلکو او ټولو ملتونو لپاره د لاسته راوړنې د یو ګډ معیار" په توګه ومنل شوه. شوروي اتحاد د دغې اعلامیې په تصویب کې له رایې ورکولو ډډه وکړه. همدا راز متحده ایالاتو هم د ټولنیزو او اقتصادي حقونو برخې نه دي تصویب کړې.[۳]

پنځو سترو متحدینو ته د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې دایمي غړیتوب ورکړل شو. دایمي غړي کولی شي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هر پرېکړه‌لیک ویټو کړي، د ملګرو ملتونو هغه یوازېنۍ پرېکړې چې له نړیوال قانون سره سم الزامي دي. د رامنځته کېدو پر مهال یې دا پنځه قدرتونه: د امریکا متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، شوروي اتحاد او د چین جمهوریت وو. د چین جمهوریت (Republic of China) د چین کورنۍ جګړه وبایلله او په ۱۹۵۰م کال کې د تایوان ټاپو ته په شا شو خو د شورا دایمي غړیتوب ته یې دوام ورکړ، که څه هم د اصلي چین کنټرولوونکی اصلي دولت د چین د خلکو جمهوریت (PRC) و. دا بیا په ۱۹۷۱م کال کې هغه مهال بدل شو چې د چین د خلکو جمهوریت (PRC) ته دایمي غړیتوب ورکړل شو چې پخوا د چین جمهوریت (Republic of China) ته ورکړل شوی و. روسیې بیا په ۱۹۹۱م کال کې د پخواني شوروي اتحاد دایمي غړیتوب د دغه هېواد له منحل کېدو سره په میراث یووړ.

ناحل شوې شخړې سمول

لږ تر لږه تر ۱۹۷۴م کال پورې د ارام سمندر په بېلابېلو ټاپوګانو کې د جاپاني ځواکونو شتون دوام وکړ. که څه هم اوس ټولې دښمنۍ حل شوې دي، خو د کریل ټاپوګانو د شخړې (Kuril Islands dispute) له کبله د جاپان او روسیې ترمنځ د سولې کوم تړون هېڅکله هم نه دی لاسلیک شوی.

اقتصادي پایلې سمول

د جګړې په پای کې د اروپا اقتصاد له سقوط سره مخ شو او شاوخوا ۷۰٪ صنعتي بېخبناوې یې له منځه ولاړې. په شوروي اتحاد کې د شتمنۍ یا ملکیت په زیانونو کې د ۱۷۱۰ ښارونو او ښارګوټو، ۷۰۰۰۰ کلیو، او ۳۱۸۵۰ صنعتي تاسیساتو بشپړ یا جزوي ویجاړی شاملېږي. له دغې جګړې وروسته د اقتصادي بیا رغونې پیاوړتیا په ټوله نړۍ کې متفاوته وه، که څه هم په عمومي توګه، دا بهیر په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو کې خورا چټک و.[۴][۵]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Yoder, Amos. The Evolution of the United Nations System, p. 39.
  2. History of the UN Archived 2010-02-18 at the Wayback Machine.
  3. "Economic, Social and Cultural Rights: Questions and Answers" (PDF). Amnesty International. د کتاب پاڼې 6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 26 جون 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه 2 جون 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Who benefits from global violence and war: uncovering a destructive system". Marc Pilisuk, Jennifer Achord Rountree (2008). Greenwood Publishing Group. p.136. ISBN 0-275-99435-X
  5. The New York Times, 9 February 1946, Volume 95, Number 32158.