د دویمې الیزابت تاج ايښودنه
د دویمې الیزابت تاج ايښودنه د ۱۹۵۳ ز کال د جون په دویمه د لندن په ویست مینستر Westminsterکې تر سره شوه. هغه د خپل پلار شپږم جورج تر مړينې ( د ۱۹۵۲ ز کال د فبرورۍ په ۶) وروسته د ۲۵ کلونو په عمر دهغې د شخصي او اجرایي شورا ګانو له لورې د ملکې په توګه تر اعلانېدو وروسته د پا چایي تخت ته ورسېده. د تاج ايښودنې مراسم یو کال وروسته د هغه رسم له مخې چې باید د یوه پاچا له مړينې وروسته یوه موده تیره شي چې دا ډول جشن جوړ شي تر سره شول. دې ځنډ د مراسمو د پلان کميټې ته بشپړ وخت ورکړ چې دې تاج ايښودنې ته بشپړ چمتو والی ونیسی. په مراسمو کې هغې په داسې حال کې چې سلطنتي نښانونه ورپورې و، اوږده کالي یې اغوستي و او سپيڅلي غوړ پرې شیندل کیدل قسم یاد کړاو د انګلستان، کانادا، استرالیا، نوي زیلاند، جنوبې افریقا، پاکستان، سیلون ( اوسنۍ سریلانکا) ملکه شوه. [۱][۲][۳]
دا مراسم د همګټو په هېوادونو کې تر سرشول او یو یادګاري میډال هم صادر شو. دا په برتانیا کې د تاج ایښودنې یواځیني مراسم و چې په بشپړه توګه د تلویزیونو له خوا ترپوښښ لاندې راغلل ځکه په۱۹۳۷ز کال کې د هغې د موراو پلارد تاج ایښودنې په مراسمو کې کلیسا ته د تلویزیوني کمرو د وړلو اجازه نه وه. د دویمی الیزابت د تاج ایښودنې مراسم په شلمه پېړۍ کې د تاج ایښودنې څلورم او وروستي مراسم و. په دې مراسمو په اټکلي ډول ۱.۵۷ میلیونه پونده چې په ۲۰۱۹ کې ۴۳.۴۲۷.۴۰۰ پونډو ته رسیږي لګښت راغی.
چمتووالي
سمولد يوې ورځې مراسمو تر سره کیدلولپاره چمتوالي ۱۴ میاشتې وخت ونیو . د تاج ايښودنې د مراسمو د کمیسیون لومړی غونډه د ۱۹۵۲ زکال د اپرېل په میاشت کې دملکې د مېړه فلیپ د ادینبرګ د دک ( په انګلستان کې د اعیانو موروثي لقب دی) په مشرۍ تر سره شوه.نورې کمېتې هم لکه د تاج ايښودنې ګډه کمېټه او د تاج ایښودنې اجرایي کمېټه هم جوړې شوې. دا دواړه کمېټې د نورفولک د دک Duke of Norfolk تر مشرۍ لاندې وې چې د ایرل مارشال Earl Marshal په توګه د ټولو مراسمو مسؤلیت ور له غاړې و. فزیکي چمتووالی او د تګ لوري دیکور( ښکلي کول) د دیوید ایکسلس David Eccles د کارد وزیر مسؤلیت و. دیوید ایکسلس David Eccles خپل او د Earl Marshal رول داسې تشریح کاوه: ایرل مارېشال پرودیسر او زه د صحنې مدیر یم..... [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
کميټو د همګټو هېوادونو څخه کمېشنران هم ښکيل کول ترڅو د تاج ايښودنې ملي طبیعت منعکس کړي خود نورو همګټو هېوادونو چارواکو دې تاج ايښودنې کې د برخه اخیستلو بلنې رد کړې ځکه نوموړو هېوادونو دا مراسم یوډول مذهبي عرف وباله چې په برتانیا کې یې ساری نه درلود. د ساري په توګه د کانادا لومړي وزیر لویس سنت لورانت Louis St. Laurent په دې وخت کې وویل “زما په اند دا تاج ايښودنه د برتانیا د ملکې په توګه په تخت دهغې رسمې کېناستل دی، مونږ خوښ یو چې د برتانیا د تاج ايښودنې په مراسمو کې ګډون وکړو او شاهد واوسو خو موږ په دې ځانګړي کار کې مستقیم ګډونوال نه یو ". د تاج ايښودنې کمیسیون د جون په میاشت کې اعلان وکړچې تاج ايښودنه به د ۱۹۵۳ ز کال د جون په ۲ ترسره شي.[۱۰][۱۱]
د ملکې له خوا نورمان هارتنیل Norman Hartnell توظیف شو چې د هغې د تاج ايښودنې د اوږده کمیس په ګډون د شاهی کورنۍ لپاره کالي دیزاین کړي. هغه د ملکې د اوږده کمیس لپاره پنځه دیزاینونه وړاندیز کړل چې وروستی یې د هغه د خپل تحقیق پایله وه چې د دې دیزاین په اړوند یې له ملکې سره څو ځله ولیدل دا یوځانګړي ورښمین ګل لرونکی لباس وه چې په هغه وخت کې د همګټو هېوادونوګل لرونکي نښانونه په کې ګلدوزي شوي و لکه: د انګلند تدور ګلاب ( Tudor rose) ( دا په انګلند کې د څو اشرافي کهولونو داتحاد نښه ده)، د سکاتلند تیستل thistle (یوډول وحشي بوټی دی چې تیرې څوکې لزي او ګلان یې سپین اوبنفش رنګ لري) د ولش Welsh لیک leek ( ګندنې ته ورته سابه دی)َ، د شمالي آیرلند شمراک shamrock ( د یوه شاخ یا ساقې برخې ته ویل کیږې چې ګلان اوپاڼې لري اود دآیرلند نښان کې لیدل کیږي)، د آسترلیا واتل , wattle (څپره)، د کانادا د مپل ( یو ډول ونه ده چې کانادا کې ډیره لیدل کیږي)َ پاڼه، د نوي زیلاند نقره یی ډنډر بوتۍ ( یوډول بوټی دی چې ګلان نه لري او پاڼې یې لکه د وزرونو غوندې وي)، دشمالي افریقا پروتیا protea ( یوډول ګلان دي چې په شمالي افریقا کې ډیر موندل کیږي)، د هند اوسیلون لپاره دوه د لوټس ګلان ( لوټس هم د ګلانو یوډول دی)، اود پاکستان غنم، مالوچ او کتان .[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
الیزابت له خپلو افتخاري خدمتکارانو سره د دې مناسبت لپاره تمرینونه تر سره کړل. یوه تخته د بخملي قطار په ځای کارېدله او د چوکیو یو جوړښت د لېږد لپاره چمتو وه. هغې د ورځنیو کارونو تر سره کولو، د چای څښلو په وخت کې او ورځپانې د لوستلو په وخت کې دسترواکې دولتي تاج په سر کاوه ترڅو د هغه له وزن او احساس کولو سره عادت پیدا کړي. هغې د تاج ايښودنې د مراسمو لپاره دوه ځله د ۱۹۵۳ زکال د مې د میاشتې په ۲۲ او ۲۹ په هغه تمرین کې برخه واخیسته چې د ویست مینستر په کلیسا Westminster Abbey کې ترسره شول که څه هم ځينې سرچينی وایي چې هغې یو یا څو ځلې په دې اړوند تمرین کې برخه واخیسته. دچېس اف نور فولک ( یولقب وه چې میرمن لاونیا فیتزلان ته چې د اشرافو له ډلې یوه ښځه وه ورکړل شوی و) به معمولا د الیزابت د تمرین په مهال ولاړه وه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د ملکې نیا ملکې ماري چې د ۱۹۵۳ ز کال د مارچ په ۲۴ مړه شوې وه خپل وصیت کې ویلي و چې د هغې مړینه باید د الیزابت د تاج ايښودنې پلان باندې اغیزه و نه کړي نو له همدې امله له مهالوېش سره سم هرڅه په مخ لاړل. په اټکلي ډول په دې مراسمو ۱.۵۷ میلیون پونده چې په ۲۰۱۹ کې کابو ۴۱.۷۱۰.۰۰۰ پوندو سره معادل کیږي لګښت راغی چې دا پېسې د پرېټ تګ لورې کې د ۹۶۰۰۰ خلکو لپاره د نندارې کولو ځای برابرول، تشنابونو، دسړکونو په ښکلي کولو، جامو، د موټرو په کرایه کولو، د دولتې چوکیو په ترمیم او د ملکې الیزابت شاهانه لباس په تغیر ولګېدې. [۲۱][۲۲]
پېښه
سمولد دوهمې الیزابت د تاج ايښودنې مراسم له دې مخکې دنورو پاچایانواو ملکو ته په ورته والې سره د ویست مینستر Westminsterپه کلیسا کې تر سره شول او روحانیونو او اشرافو پکې ګډون کړی و خود دې مراسمو ځينې برخې د نورو تاج ایښودنې له مراسمو سره توپیر درلود.
تلویزیون
سمولپه میلیونونو خلکو په ژوندۍ بڼه د بي بي سي د تلویزیون له لارې د تاج ايښودنې د دې مراسمو ننداره وکړه، ډیرو خلکو د همدې پېښې د ليدلو لپاره تلویزیونونه واخیستل یا یې کرایه کړل. د تاج ايښودنې دا مراسم لومړني مراسم و چې په بشپړه توګه د تلویزیون له خوا تر پوښښ لاندې راغلل، دهغې دمور اوپلار د تاج ايښودنې په مراسمو کې چې په ۱۹۳۷ ز کې تر سره شول د بي بي سي کمرې د ویست مینستر Westminsterکلیسا ته پرې نښودل شوې بلکې هغوی له کلیسا بهرپه همدې مناسبت پرېټ تر پوښښ لاندې راووست. د همدې موضوع په اړوند په کابینه کې له لومړي وزیر وینستون چرچیل Prime Minister Winston Churchill سره بحثونه راولاړ شول، الیزابت دهغه توصیه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې مراسم تر کمرو د مخه تر سره شول او هغو کمرو چې فلمونه واخیستل هغه د 3D د تکنالوژۍ امتحانی کمرې وې. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د الیزابت تاج ایښودنه لومړنې ستره پېښه وه چې په نړيواله کچه د تلویزیون له خوا خپره شوه. د دې لپاره چې دا اطمینان تر لاسه شی چې د کانادا خلک کولای شی چې په همدې ورځ دا مراسم وویني، نو د کنبراس Canberras په نامه د شاهي هوایي قواوو یوې جټ الوتکې د بي بي سي له خوا د مراسمو اخیستل شوي فیلمی ریکاردونه د اتلنتیک د له سمندر څخه تیرول تر څو د کانادایي خپروونکي کارپورېشن له خوا خپاره شی دا د انګلستان او د کانادا ترمنځ لومړی نه تم کیدونکې الوتنه وه چې تر سره شوه. د کانادا د ګوس بې لابرادار Goose Bay, Labradorپه ښار ګوټي کې د دې فیلمونو لومړۍ ټولګه د کانادا د شاهي قواوو یوې CF-100 جنګي الوتکې ته وسپارل شوه چې مونتریل Montreal ته یې ولېږدوي. د کنبراس Canberras جټ الوتکې په ترتیب سره درې پروازونه تر سره کړل او د مراسمو د جریان فیلمونه یې په درې پروازونو کې مونتریول Montreal ته ورسول. په راتلونکې ورځ کې د مراسمو یوفلم د کانادا د وانکور Vancouver لویدیځ ته ورسول شو چې هلته د کانادایي خپرونکې کارپورېشن له خوا خپور شي. دا فلم د کانادا د شاهي سپرو پولیسو له خوا د سولې د طاق تر دوه لاري Peace Arch Border Crossing (د امریکا او کانادا په پوله پروت دوه لاری) پورې بدرګه شو او له هغه وروسته د واشنګتن د ایالتي ګزمې له خوا ترBellingham ښار ( په واشنګتن پورې تړلی یوبل ښار) پورې بدرګه شو او هلته لیدونکو د ا فلم یوه ورځ وروسته ولید . دې ځای کې د پرانستې مراسم د KVOS-TV تلویزیوني چنل له خوا چې زیګنالونه یې په کانادا کې د برتانوي کولمیبا تر لوور ماین لند Lower Mainland رسېدل خپاره کړي وه. [۲۸]
سرچينې
سمول- ↑ "1953: Queen Elizabeth takes coronation oath". BBC News. 2 June 1953. بياځلي په 29 May 2018.
- ↑ "60 Fascinating Facts About The Queen's Coronation". Royal Central. 1 June 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 July 2020.
- ↑ Museum of New Zealand. "The coronation and visit of Queen Elizabeth II". New Zealand Government. بياځلي په 18 January 2018.
- ↑ Bousfield, Arthur; Toffoli, Gary (2002). Fifty Years the Queen. Toronto: Dundurn Press. p. 74. ISBN 978-1-55002-360-2.
- ↑ Bousfield 2002, p. 100
- ↑ "Coronation June 2 Next Year". The Glasgow Herald. 29 April 1952. بياځلي په 19 March 2016.
- ↑ "Family's Ancient Right to Prepare for Coronation". The Age. 2 June 1953. بياځلي په 21 March 2016.
- ↑ "Staging Coronation Complex Problem". Ottawa Citizen. 1 June 1953. بياځلي په 19 March 2016.
- ↑ Herbert, A. P. (27 April 1953). "Here Comes the Queen". Life. p. 98. بياځلي په 19 March 2016.
- ↑ Trepanier, Peter (2006), "A Not Unwilling Subject: Canada and Her Queen", in Coates, Colin M. (ed.), Majesty in Canada, Hamilton: Dundurn Press, pp. 144–145, ISBN 9781550025866, بياځلي په 16 October 2012
- ↑ Bousfield 2002, p. 77
- ↑ Thomas, Pauline Weston. "Coronation Gown of Queen Elizabeth II: The Queen's Robes, Part 2". Fashion-Era. بياځلي په 18 December 2009.
- ↑ Cotton, Belinda; Ramsey, Ron. "By Appointment: Norman Hartnell's sample for the Coronation dress of Queen Elizabeth II". National Gallery of Australia. خوندي شوی له the original on 30 May 2012. بياځلي په 12 February 2010.
- ↑ Newbold, Alice (5 June 2020). "The Queen's Coronation Shoes Are Making A Comeback 67 Years Later". British Vogue. بياځلي په 26 September 2022.
- ↑ "The Coronation necklace 1858 - 1911". Royal Collection Trust. بياځلي په 26 September 2022.
- ↑ McDowell, Colin (1985). A Hundred Years of Royal Style. London: Muller, Blond & White. p. 70. ISBN 978-0-584-11071-5.
- ↑ Bradford, Sarah (1 May 1997). Elizabeth: A Biography of Britain's Queen. London: Riverhead Trade. p. 186. ISBN 978-1-57322-600-4.
- ↑ Brooke-Little, John (1980). Royal Ceremonies of State. London: Littlehampton Book Services Ltd. p. 52. ISBN 978-0-600-37628-6.
- ↑ "Diamond brooch given by Queen Elizabeth II as a thank-you for coronation duties". Antiques Trade Gazette. 30 May 2022. بياځلي په 20 June 2022.
- ↑ Thomas, Pauline Weston. "Coronation Gown of Queen Elizabeth II: The Queen's Robes, Part 2". Fashion-Era. بياځلي په 18 December 2009.
- ↑ Bousfield 2002, p. 77
- ↑ Morris, Bob (2018). Inaugurating a New Reign: Planning for Accession and Coronation. University College London. pp. 23–24. ISBN 978-1-903903-82-7.
- ↑ BBC Handbook 1938. London: British Broadcasting Corporation. 1938. pp. 38–39.
- ↑ "The Coronation of Her Majesty Queen Elizabeth II". Historic UK. بياځلي په 20 December 2009.
- ↑ "Early Color Television: British Experimental Field Sequential Color System". Early Television Museum. بياځلي په 23 June 2012.
- ↑ "Television reigns: Broadcasting Queen Elizabeth's coronation". Science Museum (in انګليسي). 29 October 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 January 2020.
- ↑ Szklarski, Cassandra (10 جون 2010). "Put on those specs, couch potatoes – 3D poised to reinvent TV: tech guru". News1130. خوندي شوی له the original on 17 جولای 2011. بياځلي په 11 اگسټ 2010.
- ↑ Canadian Broadcasting Corporation. "Society > The Monarchy > Canada's New Queen > Coronation of Queen Elizabeth > Did You Know?". CBC. بياځلي په 17 December 2009.