د دواړو لوریو یقیني تباهي

د دواړو لوریو یقیني تباهي [په انګلیسي: Mutual assured destruction (MAD)] د ملي امنیت پالیسۍ او د پوځي ستراتېژۍ یو اصل (دوکتورین) دی چې په کې، د یو بریدکوونکي له خوا، په اتومي وسله سمبال دفاع کوونکي باندې چې د دویم برید (د متقابل یا د برید په ځواب کې برید) وړتیا ولري، په بشپړه کچه د اتومي وسلې کارونه، د برید کوونکي او دفاع کوونکي دواړو د بشپړې تباهۍ سبب کېږي. دا اصل د منطقي مخنیوي تیورۍ په بنسټ ولاړ دی، نوموړې تیوري وایي چې، د دښمن په مقابل کې د درندو وسلو د کارولو ګواښ د دښمن د ورته وسلو د کارونې مخنیوی کوي. نوموړې ستراتېژي د نش تعادل (Nash equilibrium) یوه بڼه ده، چې یو ځل په وسله سمبال شي، یو لوری هم د جګړې پیلولو او د وسلې په ځمکه اېښودو ته زړه نه ښه کوي.     [۱]

"د دواړو لوریو یقیني تباهي" اصطلاح په عامه توګه یې لنډیز د "MAD" په بڼه لیکل کېږي، د یو ستراتېژي پوه ډونالډ برینېڼ چې په ۱۹۶۲ز کال کې یې د هیرمېن کان په هودسن انسټیټیوټ کې کار کاوه، رامنځته کړه. په هر ترتیب، برینېن دا مخفف طنزاً جوړ کړی و، چې د لیک ډول یې د انګلیسي ویي "mad" (لیوني) غوندې و، په دې دلیل چې، د داسې وسلو ساتل یا درلودل چې د ټولنې د بربادۍ سبب کېږي، په عقل برابر کار نه دی.   [۲][۳]

تیوريسمول

د MAD تر اصل لاندې، هر لوری د بل لوري د ویجاړولو یا له منځه وړلو لپاره په کافي اندازه اتومي وسله لري. له دواړو لوریو (طرفینو) څخه که پر هر یو، په هر دلیل، بل لوری برید وکړي، په مساوي یا زیاته کچه بدله به ورڅخه واخیستل شي. هغه پایله چې انتظار یې کېږي، د بدیداریو یو ډېر چټک، نه بدلېدونکی شدید جنګ چې، د دواړو جنګ کوونکو دوه اړخیزه، بشپړه او یقیني تباهي ده. نوموړی اصل غوښتنه کوي چې له دواړو خواوو څخه دې یو هم، کلک او په لویه کچه پناهځایونه نه جوړوي. که چېرې یو لوری د پناهځایونو یو مشابه سیستم جوړ کړ، نو د MAD په اصل به یې تېری کړی وي او حالت به بې ثباته کړي، ځکه چې دویم برید (د برید په ځواب کې برید) څخه به یې ډار لږ شي. د توغندیو دفاع په وړاندې هم د ورته اصل غوښتنه کېږي.[۴][۵][۶]

سربېره پر دې، نوموړی اصل فرضوي، چې له دواړو لوریو څخه به یو هم په برید کولو کې وړاندې والي ته زړه ښه نه کړي، ځکه چې مقابل لوری به ځوابي برید وکړي (همدارنګه وژونکې ماتې هم ورته ویل کېږي) او یا به د پاتې ځواکونو په وسیله (دویم برید وکړي) چې پایله یې، دواړو لوریو ته نه منونکي مرګ ژوبله ده. تمه وه او اوس هم ده چې د MAD د اصل ثمره به ترینګلې خو تلپاتې نړیواله سوله وي. په هر حال، ډېرو استدلال کړی چې د دواړو خواوو یقیني تباهي، نشي کولای د نا-اتومي جګړو، چې وروسته به نورې هم زیاتې شي، مخه ونیسي. سایبري-جاسوسي، د دولتونو نیابتي جګړې او د تېزو توغندیو ګواښونه، د فکر او عمل هغه نوې ساحې دي چې MAD یې د مخنیوي د ستراتیژۍ په توګه ناکامه کړې ده.[۷]

د یاد اصل څخه په عمل کې ابتدایي استفاده د ساړه جنګ(له ۱۹۴۰ز لسیزې څخه تر ۱۹۹۱ز) په اوږدو کې پیل شوه، په نوموړي جنګ کې MAD د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ د مستقیم او په بشپړ ځواک جنګ په مخنیوي کې مرسته وکړه، په داسې حال کې چې دواړه دولتونه د نړۍ په شاوخوا هېوادونو کې سره په وړو-وړو نیابتي جګړو کې ښکېل وو. نوموړی جنګ همدارنګه د وسلو جوړولو د سیالۍ موجب شو، ځکه چې دواړو هېوادونو غوښتل یوشان اتومي قدرت ولري یا لږ تر لږه د دویم برید وړتیا ولري. که څه هم سوړ جنګ په ۱۹۹۰ز لسیزه کې پای ته ورسېد، خو د MAD اصل کارولو دوام پیدا کړ.

د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد د ستراتیژیک اصل د یوې برخې په توګه د MAD ملاتړ کوونکي په دې باور وو چې، په هغه صورت کې د اتومي جګړې مخه په ښه توګه نیول کېدای شي، که چېرې دواړه لوري د فعاله دولتونو په توګه د ټولې اتومي وسلې له منځه یوسي. لکه څرنګه چې د دې ډول ډاډ لپاره په دښمن باور حساس خطرناک دی، هر یو له دواړو لوریو مجبور و چې، د دوی د اتومي وسلو په ډېپوګانو پانګه اچونه وکړي، ان که د کارونې قصد یې هم و نه لري. سربېره پر دې، هيڅ یو د دواړو لوریو ځینې، تمه یا اجازه نه لرله چې په کافي اندازه د بل لوري د اتومي توغندیو په مقابل کې له خپل ځان څخه دفاع وکولای شي. چې دا کار د اتومي لېږدون سیستم د تنوع د را منځ ته کېدلو او سختېدلو دواړو سبب شو (لکه د اتومي توغندیو سیلو، تحت البحري بالیستیکي توغندي او اتومي بمب غورځوونکې الوتکې چې د خوندي-خرابۍ په نقطو کې ساتل کېدلې) او همدارنګه د بالیستیکي توغندیو د توغولو د بندیز تړون یې هم له منځه ویوړو.

د MAD دې سناریو ته ډېری وخت د اتومي وسلو منطقي مخنیوی وایي.  

د دواړو لوریو د یقیني تباهۍ تیوري

هغه وخت چې د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد تر منځ اتومي جنګ په حقیقت بدلېدلو پیل وکړ، تیوري پوهانو په دې فکر کول پیل کړل چې ښایي د دواړو خواوو یقیني تباهي تیوري د بل لوري د اتومي وسلې د کارولو د مخنیوي لپاره بسنه وکړي. یو امریکایي سیاسي ساینس پوه کینیت والټز باور درلود چې په حقیقت کې اتومي ځواک ګټور و، خو د دواړو لوریو د یقینی تباهۍ پر بنسټ، د نورو اټومي ګواښونو په مخنیوي کولو کې لا ډېر ګټور و. د دواړو لوریو د یقیني تباهۍ تیوري د مخنیوي خوندي لار وه، د دې فکر سره چې اتومې وسلې چې د جنګ د ګټلو د موخې لپاره کارول کېږي، عملي نه دي او ان ډېرې خطرناکې او ریسکي ګڼل کېږي، یې نور هم پرمختګ وکړ. ان اوس چې ۱۹۹۱ز کال کې د سړې جګړې د پای ته رسېدو شاوخوا ۳۰ کاله کېږي، د دواړو لوریو د یقیني تباهۍ تیوري، لاهم د اتومي وسلو د کارونې د مخنیوي خوندي لار ده.  [۸][۹]

تاریخسمول

له ۱۹۴۵ز کال څخه وړاندېسمول

یوه پېړۍ وړاندې د اتومي وسلو له جوړېدو څخه په ادبیاتو کې د MAD د مفهوم په اړه بحث شوی و. یوه له مخکنیو سرچینو څخه، په ۱۸۷۰ز کال کې د شمالي جرمني-فرانسوي (Franco-Prussian War) جنګ په اوږدو کې د برتانوي لیکوال ویلکي کولینس هغه ده چې، لیکي: "ما یوازې په یو مدنیت  باور پیل کړی دی ــ په دې ورځو کې د یو ډېر بد عامل کشف هغه دا چې جنګ د تباهۍ په معنا دی او د خلکو ډار به هغوی سولې کولو ته اړ کړي." دا مفهوم په ۱۸۶۳ز کال کي ژولس ویرن په خپل ناول پاریس په شلمه پېړۍ کې هم بیان کړی و، که څه هم نوموړی ناول تر ۱۹۹۴ز کال پورې خپور نشو. دغه کتاب په ۱۹۶۰ز کال کې بشپړ شو او د "د جنګ اسباب" یې تشریح کړي دي، چې ډېر اغېز یې و شیندلو، دا چې جنګ د تصور وړ نه دی او ټول هېوادونه د تلپاتې خنډ سره مخ دي.  [۱۰][۱۱]

MAD له یو څخه ډېرو د وسلو اختراع کوونکو لخوا کارول شوی دی. د مثال په توګه، ریچارډ جورډېن ګټلینګ په ۱۸۶۲ز کال کې په خپل نامه ګټلینګ توفنګچه په دې خاطر اختراع کړه چې خلکو ته د جنګ بې ګټې توب وښیي. همدارنګه الفرد نوبل په ۱۸۶۷ز کال کې د ډینامېت له اختراع کولو وروسته وضاحت ورکړ " هغه ورځ چې دوه پوځي لښکرې وکولای شي په یوه ثانیه کې یو-بل له منځه یوسي دا تمه کولای شو چې ټول متمدن هېوادونه له جنګه بېزاره دي او خپل پوځیان به له کاره ګوښه کړي." په ۱۹۳۷ز کال کې نیکولا تیسلا د چارج شویو ذرو تشعشعي سلاګانو په اړه، د طبیعي رسنیو له لارې د نه پاشل کېدونکې متمرکزې انرژۍ د ښودنې هنر تر عنوان لاندې یوه رساله خپره کړه. تسلا خپله آله د "پیاوړې وسله چې ټول جنګ ته به د پای ټکی کېږدي" په توګه تعریف کړه.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۱۹۴۰ز کال د مارچ فریسچ—پیرلس یادښت، د یوې عملي اتومي وسلې لومړۍ تخنیکي شرح وه، مخنیوي کولو ته یې د اصلي ,وسیلې په توګه د اتومی وسلو په واسطه د دښمن سره جنګ کولو باندې وړاندې والی ورکړ. [۱۶] 

سرچينېسمول

  1. Mutual Assured Destruction; Col. Alan J. Parrington, USAF, Mutually Assured Destruction Revisited, Strategic Doctrine in Question Archived 2015-06-20 at the Wayback Machine., Airpower Journal, Winter 1997.
  2. Jervis, Robert (2002). "Mutual Assured Destruction". Foreign Policy (133): 40–42. doi:10.2307/3183553. ISSN 0015-7228. https://www.jstor.org/stable/3183553. 
  3. Daniel., Deudney (1983). Whole earth security : a geopolitics of peace. Washington: Worldwatch Institute. د کتاب پاڼې 80. OCLC 9833320. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-916468-54-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2012-02-15 باندې). How did we forget about mutually assured destruction?. BBC News.
  5. Freeman Dyson, Disturbing the Universe, Chapter 13, The Ethics of Defense, Basic Books, 1981.
  6. Weapons and Hope, Freeman Dyson, Harper Collins, 1985
  7. Jones, Seth G.; Hicks, Kathleen H.; Cancian, Mark F.; Friend, Alice Hunt; Harrison, Todd; Hersman, Rebecca K.C.; Hunter, Andrew P.; Karako, Thomas et al. (2018). "The Return of Political Warfare". Defense Outlook 2018: 30–32. https://www.jstor.org/stable/resrep22448.10. 
  8. DELPECH, THÉRÈSE (2012), "Introduction", Nuclear Deterrence in the 21st Century, RAND Corporation, د کتاب پاڼي 1–8, JSTOR 10.7249/mg1103rc.5, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8330-5930-7, د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Danilovic, Vesna (2002). When the stakes are high :deterrence and conflict among major powers /. Ann Arbor : University of Michigan Press. د کتاب پاڼې 10. hdl:2027/mdp.39015056796371. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-11287-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Wilkie Collins and Mutually Assured Destruction". The Wilkie Collins Society. Spring 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Verne, Jules (1996). Paris in the twentieth century. Howard, Richard, 1929- (الطبعة first US). New York: Random House. OCLC 32854161. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-679-44434-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Paul Wahl and Don Toppel, The Gatling Gun, Arco Publishing, 1971.
  13. "Everything You Need to Know About the First Nobel Prizes". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Tesla, Nikola, The New Art of Projecting Concentrated Non-dispersive Energy through the Natural Media, System of Particle Acceleration for Use in National Defense, circa 16 May 1935.
  15. Seifer 2001, p. 454
  16. Brown, Andrew; Arnold, Lorna (2010-09-20). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Quirks of Nuclear Deterrence"] (in en). International Relations 24 (3): 293–312. doi:10.1177/0047117810377278.