د دوام وړ پرمختګ ۱۷ مه موخه


د دوام وړ پرمختګ ۱۷ مه موخه ((SDG 17 or Global Goal 17)) د موخو لپاره د مشارکت په اړه ده. د دوام وړ پرمختګ له ۱۷ موخو نه يوه يې په ۲۰۱۵ ز کې د ملګرو ملتونو له خوا رامنځته شوه، چې رسمي الفاظ يې: «د تطبيق يا پر لاره د اچونې چاره پياوړې کړئ او د دوام وړ پرمختګ لپاره نړيوال ګډون يا مشارکت بيا ژوندۍ کړئ». ذکر شوې موخه ۱۷ نښې لري چې تر ۲۰۳۰ ز پورې بايد ترلاسه شي، په پينځو ډلبنديو باندې وېشل شوی دی: مالي، ټيکنالوژي، ظرفيت لوړونه، سوداګري او سيستميک مسئلې. د نښو پر لور پرمختګ به د ۲۵ شاخصونو په واسطه اندازه کېږي. [۱][۲][۳]

د دوام وړ پرمختګ ۱۷ مه موخه (SDG 17) تر ۲۰۳۰ ز پورې د ټولو موخو په تعقيب يا کسب کې د منځني حد برخې او منځنۍ اندازې هېوادونو مرستې لپاره اړتيا ته راجع کېږي. دا د هېوادونو لپاره د کړنلارې د ترتيبولو په موخه يوه غوښتنه ده. SDG 17 د پرمختللې او يو څه زياتې عادلانه سوداګرۍ لپاره يوه نسخه او د پولو نه د باندې د دوام وړ پرمختګ ترقي کولو په موخه د همغږې پانګه اچونې نوښتونه دي. دا د پرمختللو او مخ پر وده دواړو ملي دولتونو تر منځ د مرستې د پياوړي کولو په اړه ده، چې SDGs د يو ګډ کاري چوکاټ او د راتلونکې مشترکې لارې د مشخص کولو په موخه د يوه ګډ ليد په توګه کاروي. دا موخه د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ غوښتنه کوي او له مخ پر ودې هېوادونو سره مرسته کوي، چې خپل صادرات زيات کړي، چې د قوانينو پر بنسټ د يوه طبيعي او د سوداګرۍ د عادلانه سيستم ډاډ ورکړي، چې مناسب، خلاص او د ټولو لپاره ګټور دی.[۴]

په ۵ ترېليونه امريکايي ډالرو نه تر ۷ ترېليونه امريکايي ډالرو پانګه اچونې د SDGs موخو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي، چې ټوله رسمي پرمختيايي مرسته په ۲۰۱۷ ز کې ۱۴۷،۲ بېليونه امريکايي ډالرو پورې ورسېده. دا که څه هم ثابت ده، د ټاکل شوې نښې نه ټيټه ده. په ۲۰۱۶ ز کې شپږو هېوادونو نړيواله نښه پوره کړه، چې د رسمي پرمختګ مرسته د کلني ناخالص عايد 0.7 يا له دې نه پورته سلنه وساتي. په ۲۰۱۷ کې نړيوالې تاديې (د پيسو لېږد) ۶۱۳ بېليونه امريکايي ډالر وګڼل چې ۷۶ سلنه يې په مخ پر وده هېوادونو کې پانګه اچول شوې وه. د دوام وړ سوداګرۍ لپاره د bond يا ضمانت بازار هم وده کوي. په ۲۰۱۸ ز کې نړيوال شنه ضمانتونه (green bonds) تر 155.5 بېليونه ډالرو يعنې له ۲۰۱۷ ز نه ۷۸ سلنه پورې ورسېدل. [۴]

انساني ناورينونه، چې د جګړې يا طبيعي آفتونو له امله رامنځته شوي دي، د زياتو مالي سرچينو او مرستو غوښتنو ته دوام ورکړ. ان دا چې زياتره هېوادونه د ودې او سوداګرۍ په موخه د رسمي پرمختګ مرستې غوښتنه هم کوي. د SDG 17 لپاره د نړيوال پرمختګ نقشه ښيي، چې د نړۍ په پراخه (زياته) برخه کې اغېزناک او ستر ګواښونه پاتې دي. د پياوړي اقتصادي حالت زياتره سيمې په زيات غريبانه ډول چارې تر سره کوي، لکه: د امريکا متحده ايالتونه او د اروپا زياتې سيمې. [۲][۴]

مخینه(شالید) سمول

د دوام وړ پرمختګ يوه بريالۍ خپرونه، د حکومتونو، خصوصي برخې او مدني ټولنې تر منځ د ګډون غوښتنه کوي. دا پراخ ګډون چې د اصولو او ارزښتونو، د يوه ګډ ليد او ګډو موخو پر بنسټ چې خلک او سياره په مرکز کې سره یو ځای کوي، جوړ شوی دی؛ په نړيواله، سيمه یيزه، ملي او محلي کچه ورته اړتيا ده. [۵]

د دوام وړ پرمختګ موخې د ۱۷ موخو يوه مجموعه ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا تنظيم شوي ډي او تر ۲۰۳۰ز  پورې بايد پر لار واچول شي.

د دوام وړ پرمختګ موخې په دې برخو پورې تړلې دي: فقر، لوږه، روغتيا، زده کړې، جنسيتي مساوات، انرژي، اقتصادي وده، صنعت، په ټولو کچو نابرابري، د دوام وړ ټولنې، مسؤل (ځواب ويونکی) لګښت، د اقليم بدلون، سمندري ژوندي موجودات، چاپيريال، ټولنيز عدالت او نړيوال ګډون يا مشارکت (SDG 17).

د دوام وړ ۱۷مه موخه، اوږدمهاله پانګه اچونې په نښه کوي، چې برخې يا سيکتورونه او اړمنې کمپنۍ پياوړې کړي؛ چې زياتره په پرمختيايي هېوادونو کې د تطبيق وړ ده. د دې اصلي موخه د يوه هېواد راتلونکو برخو ته پرمختګ ورکول دي، چې انرژي، زیربنا، د لېږد رالېږد سيستمونه، د اړيکو ټیکنالوژيو بېلابېلو کانالونو په اړه د معلوماتي ټيکنالوژۍ زېربنا په کې شاملېږي. [۶]

د پرمختګ کاري چوکاټ له اصولو او قوانينو سره د يوې برخې د ساختمان ارزونه او تعقيب رانغاړي، چې هېواد ته د پانګې اچونې لا زياتې پروژې جذب او په همدې ډول خپل اقتصادي معيارونه پرمختللي کړي. [۶]

دا ګډون يا مشارکت د ټولو سيمه یيزو، محلي او نړيوالو ټولنو د بشپړې مرستې په واسطه ژباړل (تعبير) شوی دی، چې د يوه معلوم ملت د اقتصادي او ټولنيزې ودې اندازې زياتې کړي. [۷]

نښې، شاخصونه او پرمختګ سمول

SDG 17 ۱۹ نښې او ۲۴ شاخصونه لري. په لاندې ډول د لنډې او اوږدې نسخې عنوان په لرلو سره د ټولو نښو يو لېست دی. د راتلونکو شاخصونو لپاره تر اوسه هېڅ معلومات د لاسرسي وړ نه دی: 17.5.1, 17.6.1, 17.7.1, 17.13.1, 17.14.1, 17.17.1.. د نورو ټولو شاخصونو لپاره د پرمختګ د مشاهده کولو په موخه معلومات او نړيواله نقشه د لاسرسي وړ ده. [۸][۹]

۱۷.۱ نښه: د کورني عايد د ټولګې د ودې په موخه سرچينې چمتو کول سمول

۱۷.۱ نښه، په دې ډول جوړه شوې ده: «د کورني عايد د ټولګې (راټولوونې يا وصول) د ودې په موخه سرچينې برابرول: د نړيوال ملاتړ په واسطه مخ پر ودې هېوادونو لپاره د کورنۍ سرچينې چمتو کوونه پياوړې کړئ، چې د ماليې او نور عايداتې وصول (راټولوونې) لپاره کورنی ظرفيت وده وکړي.  [۸]

دا نښه دوه شاخصونه لري: [۹]

  • ۱۷.۱.۱ شاخص: د کلني ناخالص عايد د تناسب په توګه د سرچينې له مخې د ټول حکومت عايد.
  • ۱۷.۱.۲ شاخص: د کورنۍ بوديجې تناسب، چې د کورنيو مالياتو په واسطه یې ملاتړ شوی دی.

۱۷.۲ نښه: د پرمختګ د مرستې ټولې ژمنې پر لاره اچول. سمول

۱۷.۲ نښه په دې ډول جوړه شوې ده: «ټولې د پرمختګ د مرستې ژمنې عملي کول: پرمختللي هېوادونه دې په بشپړ ډول خپل د پرمختګ د مرستې رسمي ژمنې د دې ژمنې په ګډون عملي کړي، چې زياتره پرمختللو هېوادونو د رسمي پرمختګ مرستې لپاره (رسمي پرمختګ مرسته پر ناخالص ملي عايد باندې) مخ پر ودې هېوادونو ته د ملي ناخالص عايد 0.7 سلنه نښې  او د رسمي پرمختګ مرستې پر ناخالص ملي عايد له 0.15 نه تر 0.20 سلنه پورې د لږو پرمختللو هېوادونو لپاره ترلاسه کولو ژمنه کړې ده. د رسمي پرمختګ مرستې چمتوکوونکي هڅول کېږي، چې د لږو پرمختللو هېوادونو په برخه کې لږ تر لږه د (رسمي پرمختګ مرستې او ناخالص ملي عايد د نسبت 0.20 سلنه د برابرولو په موخه د يوې نښې تنظيمول په پام کې ونيسي. [۸]

دا نښه يو شاخص لري: ۱۷.۲.۱ شاخص «ټولو خورا لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د اقتصادي مرستې او پرمختګ سازمان (OECD) او د پرمختيايي مرستې کمېټې د مالي ملاتړ کوونکو ناخالص ملي عايد (GNI) د يوه تناسب په توګه د خالص رسمي پرمختګ مرسته». [۹]

۱۷.۳ نښه: د مخ پر ودې هېوادونو لپاه مالي سرچينې چمتو کول. سمول

۱۷.۳ نښه په دې ډول ده: د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي سرچينو برابرول: له ګڼو سرچينو نه د مخ پر ودې هېوادونو لپاره اضافي مالي سرچينې برابرول». [۹]

دا نښه دوه شاخصونه لري:[۸]

  • ۱۷.۳.۱ شاخص: باندنۍ مستقيمه پانګه اچونه، د رسمي پرمختګ مرسته او د سهيل - سهيل (South-South) مرسته د ناخالص ملي عايد د يوه تناسب په توګه.
  • ۱۷.۳.۲ شاخص: د تاديې يا د پيسو د لېږد حجم (د امريکا په متحده ايالتونه کې ډالر) د ټول ناخالص ملي عايد د تناسب په توګه.

د COVID 19 ځيني تطبيقات، تر ۲۰۱۹ ز پورې له ۵۵۴ بېليونه ډالرو نه په ۲۰۲۰ ز کې د ۴۴۵ بېليونه امريکايي ډالرو پورې د تاديې غورځېدنې پورې تړلي دي. دا حالت به د ټيټ او منځني عايد هېوادونه او غريبې کورنۍ اغېزمنوي. [۱۰]

۱۷.۴ نښه: د پور د دوام وړتيا په تر لاسه کولو کې له مخ پر ودې هېوادونو سره مرسته کول. سمول

۱۷.۴ نښه په دې ډول ده: « د پور د دوام وړتيا په تر لاسه کولو کې له مخ پر ودې هېوادونو سره مرسته کول: د همغږي شوو کړنلارو په واسطه له مخ پر ودې هېوادونو سره د اوږدمهاله پور د دوام وړتيا ترلاسه کولو کې مرسته کول، چې د پور مالياتو د خپرونو، د پور مرستې يا ملاتړ او د پور د بيا جوړونې موخه لري او د زياتو پوروړو هېوادونو بهرنی پور مخاطب کوي، چې د پور خطرونه يې لږ کړي دي. [۸]

دا نښه يو شاخص لري: ۱۷.۴.۱ شاخص، د «د توکو او خدمتونو د صادراتو د يوه تناسب په توګه د پور خدمت» دی. [۹]

سرچینې سمول

  1. United Nations official website on SDGs: https://sustainabledevelopment.un.org/sdg17
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Pierce, Alan (26 November 2018). "SDG Indicators: why SDG 17 is the most important UN SDG". Sopact. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "#Envision2030Goal17: Partnerships for the goals". United Nations Department of Economic and Social Affairs (UNDESA). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ "Goal 17: Partnerships for the goals". United Nations Development Programme (UNDP). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Sustainable Development Goal 17: Revitalize the global partnership for sustainable development". SDG Tracker. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ One Tree Planted (2020). "Sustainable Development Goal 17". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Global Partnerships (2020). "Goal 17: Revitalize the global partnership for sustainable development". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ United, Nations (10 July 2017). Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017: Work of the statistical commission pertaining to the 2030 Agenda for sustainable development (PDF). United Nations General Assembly. د کتاب پاڼي 1–25. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ ۹٫۴ Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 17) SDG-Tracker.org, website (2018)
  10. "Goal 17: Revitalize the global partnership for sustainable development". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)