د دنمارک هېواد دویمه مارګاریت
د دنمارک دویمه مارګاریت (په دنمارکي ژبه: [mɑˈkʁeˀtə]؛ Margrethe Alexandrine Þórhildur Ingrid، چې د ۱۹۴۰ کال د اپرېل ۱۶مه زېږېدلې) د دنمارک هېوادو ملکه ده. هغې له ۵۰ کلونو څخه ډېر د دنمارک د شاه په توګه واکمني کړې ده چې په نړۍ کې یواځینۍ فعلي ملکه او تر ټولو اږودمهال لپاره د دولت فعلي ښځينه رئیسه ده.
مارګاریت چې د اولدنبورګ کرړې د کادتي څانګې په ګلوکسبورګ کورنۍ کې نړۍ ته راغلې، د نهم فریدریک او ملکې اینګرید مشره بچۍ ده. هغه په ۱۹۵۳ کال کې کله چې د اساسي قانون تعدیل ښځو ته دا اجازه ورکوله چې تاج او تخت په میراث کې ترلاسه کړي، د خپل پلار وارثه شوه. مارګاریت د خپل پلار تر مړینې وروسته د ۱۹۷۲ کال د جنوري په ۱۴مه د خپل پلار ځای ناستې شوه. د هغې د واکمنۍ پر مهال هغه د لومړنۍ مارګاریت له واکمنۍ راهیسې چې د ۱۳۷۶- ۱۴۱۲ کلونو تر منځ د کالمار اتحادیې په دوران کې د سکندیناویایي پاچاهیو واکمنه وه د دنمارک لومړنۍ ښځينه پاچا شوه. هغې په ۱۹۶۷ کال کې له هېنري ډي لابورډ ډي مونپزات سره واده وکړ چې له هغه څخه د دوو زامنو مور شوه: ولیعهد فریدریک او شهزاده یواکیم. [۱]
مارګاریت له لرغونپوهنې سره د خپلې شدیدې علاقې له امله پېژندل شوې ده او د ایټالیا، مصر، دنمارک او سویلي امریکا په څوګونو اکتشافاتو کې يې برخه اخیستې ده. هغې دا علاقه له خپل نیکه شپږم ګوستاف ادولف سوئدي سره شریکه کړه چې په ۱۹۶۲ کال کې یې اتروریا ته نږدې له هغه سره څه موده د لرغونو اثارو په کشف کې تېره کړه. [۲]
تر ۲۰۲۳ کال پورې مارګاریت د یوې خپلواکې حاکمې په توګه ۴۲ د رسمي لیدنو بلنې ترلاسه کړې او هغې پهخپله له ۵۲ خارجي هېوادونو څخه لیدنه کړې. هغې او شاهي کورنۍ څو نورې خارجي لیدنې هم تر سره کړې دي. په دنمارک کې له شاهي واک څخه ملاتړ په مداوم ډول شاوخوا له ۸۲ سلنه څخه لوړ پاتې شوی لکه څنګه چې خپله د مارګاریت شخصي محبوبیت هم همداسې دی. [۳][۴][۵]
د ژوند لومړي کلونه
سمولشهزادګۍ مارګاریت د ۱۹۴۰ کال د اپرېل په ۱۶مه د اتم فریدریک په ماڼۍ کې د کپنهاګ په پلازمېنه کې د فردریکستان په سیمه کې د شاهي کورنۍ په اصلي مېشت ځای کې د امالینبورګ د ماڼیو په مجتمع کې د خپل مور او پلار په مېشتځای کې نړۍ ته راغله. هغه د ولیعهد شهزاده او ولیعهدې شهزداګۍ (چې وروسته پاچا نهم فریدریک او ملکه اینګرید شول) لومړۍ ماشومه وه. پلار یې د وخت د ستر پاچا لسم کریستین مشر زوی و، حال دا چې مور یې د سویډن د ولیعهد (وروسته پاچا شپږم ګوستاف ادولف) یواځینۍ لور وه. د هغې زېږون یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه پېښ شو چې نازي المان د ۱۹۴۰ کال د اپرېل په ۹مه پر دنمارک برید وکړ. [۶]
مارګاریت ته د مې په ۱۴مه نېټه د هولمن په کلیسا کې د تمعید غسل ورکړل شو. د شهزادګۍ تمعیدي والدین پاچا لسم کریستین (پلارنی نيکه)؛ د دنمارک مورثي شهزاده کنود (تره/کاکا)؛ د دنمارک اکسل شهزاده (د هغې د پلارني نیکه لومړنی د تره زوی)؛ د سویډن پاچا پنځم ګوستاف (مورني -غورنیکه)؛ د سویډن ولیعهد شهزاده ګوستاف اډولف (مورنی نیکه)؛ د ویستربوتن دوک شهزاده ګوستاف ادولف (د هغې ماما) او د کانات او ستراثارن دوک شهزاده ارتور (د هغې مورنی غور نیکه) وو.
هغه د خپلې مرحومې مورنۍ انا د سویډن ولیعهدې شهزداګۍ مارګاریت او پلرنۍ انا ملکې الکساندرین او او خپلې مور اینګرید له نوم څخه په اخیستلو مارګاریتا ونومول شوه. دا چې د هغې پلرنی نیکه هم ایسلنډي پاچا و په دې وجه هغې ته د Þórhildur ایسلنډي نوم هم ورکړل شو. [۷]
په ۱۹۴۴ کال کې کله چې مارګاریت ۴ کلنه وه، د هغې کشرۍ خور شهزادګۍ بندیکت نړۍ ته راغله. شهزادګۍ بندیکت وروسته د برلبورګ – ویتګنشتاین له شهزاده ریچارډ سین سره واده وکړ او له څه مودې په المان کې ژوند کوي. د هغې دویمه خور شهزداګۍ ماري په ۱۹۴۶ کال کې نړۍ ته راغله. هغې ماري بیا وروسته د یونان له پاچا دویم کنستانتین سره واده وکړ او اوسمهال په یونان کې ژوند کوي.
مارګاریت او خویندي يې په پلازمېنه کپنهاګ کې په امالینبورګ کې د اتم فریدریک د ماڼۍ په اپارتمانو کې او په شمالي نیوزیلانډ کې د فردنسبورګ په ماڼۍ کې لویې شوې. هغې د اوړې رخصتیانې له شاهي کورنۍ سره د خپل مور او پلار په اوړني مېشت ځای کې د ګراستن په ماڼۍ کې په سویلي یوتلنډ کې تېرې کړې. د ۱۹۴۷ کال د اپرېل په ۲۰مه پاچا لسم کریستین ومړ او د مارګاریت پلار نهم فردریک د پاچا په توګه د واک پر تخت کېناست.
کورنۍ او ملګري یې مارګاریت له مینې د «دیزي» په نوم پېژني. [۸]
احتمالي وارثوالی
سمولد هغې د زېږون پر مهال د هغو بدلونونو له امله چې په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د ځای ناستۍ په قوانینو کې د ګلوکزبورګ څانګه د ځای ناستۍ لپاره وټاکل شوه، یواځې نارینهوو کولی شوی چې د دنمارک هېواد د تاج او تخت واک ترلاسه کړي. دا چې مارګاریت هېڅ ورور نه درلود، احتمال دا و چې د هغې تره شهزاده کنود به یوه ورځ تاج او تخت ترلاسه کړي.
د اساسي قانون د بدلون بهیر په ۱۹۴۷ کال کې لږ ځنډ وروسته له هغه پیل شو چې د مارګاریت پلار پر تخت کېناست او دا مشخصه شوه چې ملکه اینګرید به نور بچي ونه لري. د فریدریک او د هغه د لوڼو شهرت او په دنمارکي ژوند کې د ښځو مخکښ رول د اساسي قانون د بدلون پېچلې لړۍ پیل کړه. د دې قانون لپاره لازمه وه چې دا وړاندیز د دوو پرلپسې پارلمانونو او وروسته د ۱۹۵۳ کال د مارچ په ۲۷مه د یوې ټولپوښتنې پهواسطه تصویب شوی وی. د ځای ناستۍ نوي قانون د دنمارک پر تاج او تخت د ښځینهوو ځای ناستۍ ته د نارینهوو جنسیتي لومړیتوبونو ته په پام اجازه ورکوله، چې په هغه کې ښځه یواځې هغه وخت واک ته رسېدلی شي چې ورور ونه لري. په دې توګه شهزادګۍ مارګاریت فرضي/احتمالي وارثه شوه. په ۲۰۰۹ کال کې د ځای ناستۍ قانون له مطلق لومړیتوب سره سم شو. [۹][۱۰]
د ۱۹۵۸ کال د اپرېل په ۱۶مه د هغې د ۱۸ کلنۍ په کلیزه کې مارګاریت ته په ایالتي شورا کې یوه چوکۍ ورکړل شوه. ورپسې هغې د پاچا د موجودیت په حالت کې د غونډو مشري پر غاړه لرله. په ۱۹۶۰ کال کې یې د سویډن او ناروې له شهزادګیو سره په ګډه متحده ایالاتو ته سفر وکړ چې له لاس انجلس ښار څخه لیدنه په کې شامله وه او د پارامونت سټیدیو ته لاړه دا هغه پېژندل شوی ځای و چې د جری لوئیس او الویس پریسلي په څېر نامتو څېرو سره یې وکتل. [۱۱][۱۲]
زدهکړې
سمولمارګاریت په کوپنهاګ کې د ن. زحله په خصوصي ښوونځي کې زدهکړې وکړې چې په ۱۹۵۹ کال کې ترې فارغه شوه. هغې یو کال د انګلستان په همپشایر کې د شمالي فورلینډ لاج د نجونو په لیلیه ښوونځي کې تېر کړ او وروسته یې د ۱۹۶۰-۱۹۶۱ کلونو په بهیر کې د کمبرېج په ګیرټون کالج کې تر تاریخ مخکې لرغونپوهنه ولوسته، د ۱۹۶۱ او ۱۹۶۲ کلونو په بهیر کې یې د ارهوس په پوهنتون کې سیاسي علوم ولوستل، په ۱۹۶۳ کال کې د سوبرن پوهنتون ته لاړه او په ۱۹۶۵ کال کې د لندن د اقتصاد په ښوونځي کې وه. هغه د لندن د لرغونو اثارو د ټولنې غړې ده. [۱۳][۱۴][۱۵]
مارګاریت په دنمارکي، فرانسوي، انګلیسي، سویډني او الماني ژبو بشپړه بلدتیا لري او د فارويي ژبې محدوده پوهه لري. [۱۶][۱۷]
واده او بچیان/ماشومان
سمولپه لندن کې د شهزادګۍ مارګاریت د اوسېدلو په بهیر کې هغې له فرانسوي دیپلومات هېنري- ماري – ژان – اندره ډي لابورد ډي مونپزات سره چې په لندن کې د فرانسې سفارت منشي و ولیدل. د هغوی کوژده د ۱۹۶۶ کال د اکتوبر په ۵مه اعلان شوه. هغوی د ۱۹۶۷ کال د جون په ۱۰مه په کوپنهاګ کې د هولمن په کلیسا کې واده وکړ او د واده مراسم د فردنزبورګ په ماڼۍ کې ترسره شول. لابورد ډي مونپزات د دنمارک د تاج او تخت د احتمالي وارثې د خاوند په توګه د خپل نوي موقف له امله د «د دنمارک د هنریک شهزاده عالي سلطنتي» نوم او سبک ترلاسه کړ. هغوی ۵۰ کاله واده شوی ژوند وکړ تر هغه چې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۳مه ومړ. [۱۸]
سرچينې
سمول- ↑ Scocozza, Benito (1997). Politikens bog om danske monarker (1. udg ed.). København: Politiken. pp. 204–205. ISBN 87-567-5772-7. OCLC 57288915.
- ↑ Montgomery-Massingberd, Hugh, ed. (1977). Burke's Royal Families of the World. MCMLXXVII. Vol. I. London: Burke's Peerage Limited. pp. 62–63. ISBN 0-85011-023-8. OCLC 18496936.
- ↑ "Stats- og officielle besøg" [State and official visits]. Kongehuset (په ډنمارکي). 2020-08-04. Archived from the original on 2021-06-25. نه اخيستل شوی 2021-06-23.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Statsbesøg til Forbundsrepublikken Tyskland" [State visit to the Federal Republic of Germany]. Kongehuset (په ډنمارکي). 2021-09-22. نه اخيستل شوی 2021-11-11.
- ↑ Stjer, Christian (2012-06-02). "Danskerne er vilde med kongehuset | Voxmeter" (په ډنمارکي). Archived from the original on 2022-10-05. نه اخيستل شوی 2021-06-23.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. Archived from the original on 7 February 2012. نه اخيستل شوی 11 December 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Navnet til den ny prinsesse..." nfi.ku.dk. Nordisk Forskningsinstitut, University of Copenhagen. 18 مې 2012. Archived from the original on 2 فبروري 2017. نه اخيستل شوی 23 January 2017.
- ↑ Morris, Chris (13 January 2012). "Denmark's Queen Margrethe marks 40 years". BBC News.
- ↑ "The Royal House - The Danish Monarchy". www.kongehuset.dk. Danish Royal Court. Archived from the original on 8 February 2014. نه اخيستل شوی 22 December 2013.
- ↑ "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. Archived from the original on 7 February 2012. نه اخيستل شوی 11 December 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Elvis Presley with Princesses Margrethe of Denmark, Astrid of Norway, and Margaretha of Sweden". Elvispresleymusic.com.au. 7 جون 1960. Archived from the original on 9 سپټمبر 2015. نه اخيستل شوی 11 ډيسمبر 2014.
- ↑ "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. Archived from the original on 7 February 2012. نه اخيستل شوی 11 December 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Princess Margrethe, who is fifteen and is heir presumptive to the Danish throne, is to study for a year in England at North Foreland Lodge, a girls' boarding school near Basingstoke, in Hampshire...". The Illustrated London News. Vol. 227, no. 2. 1955. p. 552.
- ↑ "Margrethe and Henrik Biography". Royalinsight.net. 16 April 1940. Archived from the original on 30 October 2011. نه اخيستل شوی 3 February 2012.
- ↑ "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. Archived from the original on 7 February 2012. نه اخيستل شوی 11 December 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. Archived from the original on 7 February 2012. نه اخيستل شوی 11 December 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Margrethe and Henrik Biography". Royalinsight.net. 16 April 1940. Archived from the original on 30 October 2011. نه اخيستل شوی 3 February 2012.
- ↑ "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. Archived from the original on 7 February 2012. نه اخيستل شوی 11 December 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help)