د خپلوۍ انتخاب

د خپلوۍ انتخاب (Kin selection) هغه تکاملي ستراتیژي ده چې د یو ارګانېزم د خپلوانو د بارورۍ د بریا په ګټه ده، آن هغه مهال چې خپله د ارګانېزم د بقا او د مثل د تولید په بیه پرېوزي. د خپلوۍ له مخې د بشردوستۍ ډول کېدای شي دوستانه ډول چلن ته ورته وي چې تکامل یې هم د خپلوان د انتخاب په واسطه هدایت کېږي. د خپلوۍ انتخاب د غړو د جامع تناسب ډول دی چې له مخې یې د تولید شوي نسل شمېر د هغه نسل له شمېر سره ترکیب کېږي چې یو کس کولای شي د نورو لکه د خور او ورور په ملاتړ یې تضمین کړي.

چارلز داروین په ۱۸۵۹ زکال کې د نوعو د منشا (On the Origin of Species) په نامه خپل کتاب کې د خپلوۍ د انتخاب د مفهوم اړوند بحث کړی دی، چېرې چې هغه د عقیمو ټولنیزو حشراتو لکه د شاتو د مچیو اړوند بحث کړی چې د مثل تولید خپلو میندو ته پرېږدي او استدلال یې کړی چې دغه ډول انتخاب د ورته ارګانېزمونو لپاره ګټمن دی، چې د یوې داسې ځانګړنې تکامل ته لار برابروي چې ګټه له ځان سره لري خو ورته مهال هماغه ارګانېزم هم ورسره له منځه ځي. رونالډ فیشر په ۱۹۳۰ زکال او جان هالدین په ۱۹۳۲ زکال کې د خپلوۍ د انتخاب محاسبه مطرح کړه او هالدین په شوخي ډوله توګه وویل چې دوی په ډېری خوښۍ سره د خپلو دوه وروڼو یا اته د کاکا زامنو لپاره مري. په ۱۹۶۴ زکال کې ویلیام ډونالډ همیلټون دغه مفهوم او د هغو د ریاضیکي محساباتو اړوند د جورج آر. پرایس له خوا رامنځته شوې ښکارنده دود کړه چې بیا د همیلټون په قانون یې شهرت وموند. همدغه کال جان مینارد سمیت د لومړي ځل لپاره «د خپلوۍ د انتخاب یا kin selection» اصطلاح وکاروله.

د هملیټون د قانون له مخې، د خپلوۍ انتخاب د ژنونو د فریکونسي د زیاتوالي لامل ګرځي چې له عامل سره د اخیستونکي ژنټیکي اړیکه د ترلاسه کوونکي له ګټې سره څو چنده زیاتېږي چې د عامل د مثلي تولید له لګښت څخه زیاته ده. همیلټون د خپلوۍ د انتخاب لپاره دوه میکانېزمونه وړاندې کړل؛ لومړی دا چې د خپلوۍ پېژندنه دغه امکان شونی کوي چې خپل خپلوان وپېژني. دویم دا چې په سرېښ کېدونو جمیعتونو کې، هغه جمیعتونه چې د زیږون له ځای څخه یې د ارګانېزمونو حرکت نسبتا ډېر کمرزوی دی، سیمه ئیز افعال د هغو د غړو ترمنځ له وړاندې ټاکل شوي دي. د چسپناک جمیعت میکانېزم د خپلوانو انتخاب او همدارنګه ټولنیزه همکاري د خپلوانو د پېژندو په غیاب کې شونې کوي. په دغه قضیه کې، د خپلوۍ پالنه یا د خپلوانو په توګه د افرادو ګڼل کېدل د ګډ ژوند کولو له مخې دي چې د خپلوانو د ټاکلو په برخه کې د جمعیت د تیتوالي اړوند معقول فرضیات ورته کفایت کوي. پام مو وي چې د خپلوۍ انتخاب د ډله ئیز انتخاب په څېر نه دی چېرې چې دا باور شتون لري چې طبیعي انتخاب پر ټولې ډلې اغېز کوي. [۱][۲]

په انسانانو کې بشردوستي د نا اړوندو افرادو پر ځای په لوی مقیاس او لیوالتیا لرونکې توګه له خپلو خپلوانو سره شتون لري؛ د بېلګې په توګه، انسان تر ډېره پورې خپل زیات مهال دې ته په پام له هغو کسانو سره تېروي چې هغوی څومره له اخیستونکي سره نږدې اړیکې لري. یو شمېر نورې نوعې لکه ورویت شادیانې له والدینو پرته له ماشوم پالنې (allomothering) څخه کار اخلي، چېرې چې د دوې د نوې زېږدلې شادي پالنه د هغو د خپلوانو لکه مشرو خویندو یا انۍ ګانو له خوا د هغوی د خپلوۍ پر بنسټ ترسره کېږي.

تاریخي لنډه کتنهسمول

چارلز داروین لومړنی کس و چې د خپلوی د انتخاب مفهوم یې (له دغې اصطلاح څخه له ګټنې پرته) د نوعو د منشا په نامه خپل کتاب کې تر بحث لاندې ونیو. [۳]

په انسانانو کېسمول

دې ته له پام کولو پرته چې د همیلټون قانون تل د پلي کېدو وړ دی او که نه، خو انسانان د بشردوستۍ په برخه کې ډېره لیوالتیا لري چې د غیر مرتبطو کسانو پر ځای له خپلو خپلوانو سره غوره چلن ولري. ډېری انسانان په خپل ژوند کې خپل نږدې خپلوان ټاکي، غوره ډالۍ له یوبل سره مبادله کوي او په خپلو وصیتونو کې تر ډېره خپلوان د خپل لطف له مخې په پام کې نیسي. [۴]

تجربي څېړنې، مرکې او نظر پوښتنېسمول

له څو سوه ښځینه و سره په لاس انجلس کې مرکې وښووله چې په داسې حال کې چې نه خپلوان ملګري له یو بل سره د مرستې کولو لیوالتیا لري، خو د هغوی مرسته تر ډېره پورې متقابله وه. ورته مهال د راپورونو له مخې ډېری غیرمتقابلې مرستې د خپلوانو له خوا کېږي. له دې سربېره نږدې خپلوان د لرې خپلوانو په پرتله د مرستې په برخه کې د لویو سرچینو په توګه په پام کې نیول کېږي. ورته مهال د امریکايي کالج له زده کوونکو څخه نظر پوښتنې وښووله چې کسان په ډېر احتمال سره د خپلو خپلوانو سره مرسته هغه وخت پر ځان منی چې د دې احتمال لا زیات وي چې ارتباط او ګټه یې د لګښت څخه زیات ارزښت ولري. په دغه نظرپوښتنه کې ګډون کوونکو د پردیو پر ځای له خپلو خپلوانو سره د مرستې پر موخه زیات احساس درلود. همدارنګه څرګنده شوه چې ګډون کوونکو تر ډېره پورې له خپلو نږدې خپلوانو سره د مرستې کولو لیوالتیا لرله. د خپلوانو ترمنځ شخصي اړیکې د پردیو سره د اړیکو پر نسبت په ټولیز ډول ملاتړ کوونکې او په لږ کچه ماکیولي وې. [۵][۶]

په یوه ازموینه کې (له دواړو بریتانیا او د سویلي افریقا له زولس) څخه ګډون کوونکو د اوږد مهال لپاره له ستونزو ډکه د سکي لوبه ترسره کړه، د ګډون کوونکو د خپلو خپلوانو له خوا ورته په زیاته کچه پیسې او خوراکي توکي را رسېدلې. د ازموینې ترسره کوونکو دغه ازموینې د خپلوۍ د بېلابېلو اړیکو له مخې تکرار کړې (والدینو او خویندو وروڼو د مرستې کچه r=.5 وه په داسې حال کې چې د نیکه او انۍ، خوریانو او ورویرونو د مرستې کچه r=.25 او په همدې ډول د نورو وه). د دغو ازمینو پایلو وښوده چې دغه ځایګی هغه ګډون کوونکو د اوږد مهال لپاره وساته چې د مرسته کوونکو سره یې نږدې اړیکې لرله. [۷]

مشاهده وي څېړنېسمول

د خوړو د شریکولو په ډولونو باندې په ایفالوک کارولین لویدیځو تاپوګانو کې څېړنو وښووله چې په دغه جزیره کې د خلکو ترمنځ د خوړو شریک کول تر ډېره دود چاره ده، احتمالا له دې امله چې د دغې جزایرو د استوګن وګړو ترمنځ اړیکې د نورو جزایرو د خلکو ترمنځ سره نږدې دي. هغه مهال چې خواړه د جزایرو ترمنځ ویشل کېدل، هغه فاصله چې د ګډون کوونکو له خوا طی کېدله د اخیستونکي اړیکې ته اړونده وه – ډېره فاصله په دې معنی وه چې اخیستونکی د ویشونکي له نږدې خپلوانو څخه دی. دغې چارې د دې ښکارندويي کوله چې د افرادو ارتباط او همدارنګه هلته د تلو اړتیا وړ قوې د تلو پر مهال د له لاسه تلونکې انرژي او خوړو د لګښت څخه ډېر اهمیت درلود. [۸]

انسانان کېدای شي د مادي توکو او شتمنۍ د ارث پر وړلو سره وکولای شي د خپل ځان د جوړولو لپاره ګټنه وکړي. نږدې خپلوانو ته د ارثي شتمنۍ په وړاندې کولو سره یو کس کولای شي د خپلو خپلوانو د ودې کولو فرصتونه زیات کړي او آن له مړینې وروسته د هغو د ودې په برخه کې مرسته وکړي. د زرګونو وصیتونو لوستنې دا ښولې چې له ارث څخه ډېره ګټه هغه کسان کوي چې د وصیت لیکونکي سره نږدې د خپلوۍ اړیکې لري. لرې خپلوان له ارث څخه لږ برخه ترلاسه کوي او په ډېره کمه کچه ارث هم پردیو کسانو ته پاتې کېږي. [۹][۱۰][۱۱]

د روسیې په شمال کې د دولګان ښکارچیانو مشاهدې څرګندوله چې د دوی ترمنځ له خپلو خپلوانو سره په مکرر ډول او پریمانه کچه د خوړو راکړې ورکړې شتون درلود. په ډېر احتمال سره په غیرمتقابلو میلمستیاو کې تر ډېره له خپلو خپلوانو څخه هرکلی کېږي، په داسې حال کې چې پردي کسان په دغو میلمستیاو کې ځای نه لري. په پایله کې هغه مهال چې د کورنیو ترمنځ د خوړو متقابل شراکت رامنځته کېږي، دغه کورنۍ تر ډېره پورې یو بل ته نږدې دي او لومړني ګټه اخیستونکې ترې هم د دغو کورنیو غړي دي. [۱۲]

په کورنیو کې تاوتریخوالي هغه مهال زور اخلي چې میرني والدین شتون لري دا په دې معنی چې «ژنټیکي نږدیوالی د شخړو د کمښت سره مل دی او یو بل ته ښکاره ارزښت ورکول په سیستماتیک ډول د دواړو لورو د بارورۍ ارزښتونو ته اړوند دي». [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينېسمول

  1. Hamilton, W. D. (1964). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Genetical Evolution of Social Behaviour"]. Journal of Theoretical Biology 7 (1): 1–16. doi:10.1016/0022-5193(64)90038-4. PMID 5875341. Bibcode1964JThBi...7....1H. 
  2. Hamilton, W. D. (1964). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Genetical Evolution of Social Behaviour. II"]. Journal of Theoretical Biology 7 (1): 17–52. doi:10.1016/0022-5193(64)90039-6. PMID 5875340. Bibcode1964JThBi...7...17H. 
  3. Darwin, Charles (1859). The Origin of Species. د کتاب پاڼي Chapter VIII. Instinct: Objections to the theory of natural selection as applied to instincts: neuter and sterile insects. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cartwright, J. (2000). Evolution and human behavior: Darwinian perspectives on human nature. Massachusetts: MIT Press.
  5. Essock-Vitale, S. M.; McGuire, M. T. (1985). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Women's lives viewed from an evolutionary perspective. II. Patterns in helping"]. Ethology and Sociobiology 6 (3): 155–173. doi:10.1016/0162-3095(85)90028-7. 
  6. Barber, N. (1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Machiavellianism and altruism: Effects of relatedness of target person on Machiavellian and helping attitudes"]. Psychological Reports 75: 403–22. doi:10.2466/pr0.1994.75.1.403. 
  7. Madsen, E. A.; Tunney, R. J.; Fieldman, G. et al. (2007). "Kinship and altruism: A cross-cultural experimental study". British Journal of Psychology 98 (Pt 2): 339–359. doi:10.1348/000712606X129213. PMID 17456276. http://portal.research.lu.se/ws/files/5315300/4091559.pdf. 
  8. Betzig, L.; Turke, P. (1986). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Food sharing on Ifaluk"]. Current Anthropology 27 (4): 397–400. doi:10.1086/203457. 
  9. Smith, M.; Kish, B.; Crawford, C. (1987). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Inheritance of wealth as human kin investment"]. Ethology and Sociobiology 8 (3): 171–182. doi:10.1016/0162-3095(87)90042-2. 
  10. Davis, J. N.; Daly, M. (1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolutionary theory and the human family"]. Quarterly Review of Biology 72 (4): 407–35. doi:10.1086/419953. PMID 9407672. 
  11. Anderson, K. G. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Relatedness and investment: Children in South Africa"]. Human Nature—An Interdisciplinary Biosocial Perspective 16 (1): 1–31. doi:10.1007/s12110-005-1005-4. PMID 26189514. 
  12. Ziker, J.; Schnegg, M. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Food sharing at meals: Kinship, reciprocity, and clustering in the Taimyr Autonomous Okrug, northern Russia"]. Human Nature—An Interdisciplinary Biosocial Perspective 16 (2): 178–210. doi:10.1007/s12110-005-1003-6. PMID 26189622. 
  13. Daly, M.; Wilson (1988). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolutionary social-psychology and family homicide"]. Science 242 (4878): 519–524. doi:10.1126/science.3175672. PMID 3175672. Bibcode1988Sci...242..519D. 
  14. Hames, R. (1979). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Garden labor exchange among the Ye'kwana"]. Ethology and Sociobiology 8 (4): 259–84. doi:10.1016/0162-3095(87)90028-8. 
  15. Bereczkei, T. (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Kinship network, direct childcare, and fertility among Hungarians and Gypsies"]. Evolution and Human Behavior 19 (5): 283–298. doi:10.1016/S1090-5138(98)00027-0. 
  16. Grayson, D. K. (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Differential mortality and the Donner Party disaster"]. Evolutionary Anthropology 2 (5): 151–9. doi:10.1002/evan.1360020502. 
  17. Dunbar, R. (2008). "Kinship in biological perspective". In N. J. Allen; H. Callan; R. Dunbar; W. James (المحررون). Early human kinship: From sex to social reproduction. New Jersey: Blackwell Publishing. د کتاب پاڼي 131–150. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)