د خټکو نڅا
پروفيسر راج ولي شاه خټک وايي: خټک ډانس اوس يو کلتوري روايت پورې محدود شوی خو يو وخت د دې د ارزښت نور اړخونه هم و، ښکاري داسې چې خټک ډانس د خټک قبيلې مخصوص رسم په توګه له همدې قبيلې څخه سرچينه اخلي، د خټک قبيلې بنيادي استوګنه د وزيرستان په شوال غرونو کې وه، له شوال نه بنو ته او بيا همداسې هوارو سيمو ته راښکته شول، بيا داسې راغلل، کرک او ميانوالې پورې، پښتانه جنګيالي و چې په خپلو منځونو کې يې هم جګړې کولې او له اغيارو سره يې هم جنګونه کول، دا اتڼ ډېر فزيکي قوت غواړي، کله چې ډول او سورنی راغلل نو په دې اتڼ کې هنري اړخ راپيدا شو، اوس د دې اصل رنګ د موسيقۍ په نورو سازونو هم کيږي، خو اصل يې په ډول او سورني سره دی، هغه وخت به دوی د پټکي په لونګۍ ملاتړله او د خټکو څڼې مشهورې دي، د سر د وجود د فکر او د پښو تر منځ يو زبردست توازن و. په دې کې به مشرانو بوډاګانو او ځوانانو ټولو برخه اخسته، چې په دې ډانس کې نارينه رنګ ډېر جوت دی او په چا کې چې مردانه صفت نه وي هغه يې نشي کولای.
خټک ډانس د پښتنو د تشخص يو ځانګړی هنر دی، چې هم هنري رنګ او هم کلتوري ارزښت لري، چې په پاکستان کې د ملي نڅا په توګه هم منل شوی، په دې نڅا کې د پښتون تشخص اظهار کيږي، د دې ډانس مقبوليت دومره دی چې دا په ټولو پښتنو کې مشهور دی او که څه هم چې نوم يې خټک ډانس دی خو يواځې په خټکو پورې محدود نه دی پاتې شوی.
په دې کې يو روحاني اړخ هم شته، د مولانا روم چې کوم رقص سما ده په هغې کې يوه معنی ده، چې د لاسونو په ښکته پورته کولو او انداز کې يې د کائناتو په اړه يوه معنی پرته ده، نو خاصکر په خټک ډانس کې هم دغه اړخ شته، خو په دې لا کار نه دی شوی، چې روحانی ارزښت يې څومره دی، د وجود او روح در منځ د توازن راوستو لپاره څومره پکار راتلی شي، نو بايد د دې نڅا په روحاني اړخ هم خبرې وشي، ځکه د دې ټول حرکتونه هم ډېرې معنی ګانې لري.[۱]