د خيرخانې کوتل

د خير خانې کوتل يا د لمر نمانځني يوزراووه سوه کلن لرغونۍ معبد سمول

خير خانه مينه د اوسني کابل ښار شمالي برخه ده ، چي د ښاروالۍ د اداري ويش له مخي ورته يولسمه ناحيه وايې . د کابل ښار له همدي برخي څخه د هيواد شمالي ولايتونو ته پخوانۍ ترانسپورتي لاره بيله سوې وه . شمالي ولاياتو ته د دي لاري په پيل کي يوه مخ لوړه ( کوتل ) سته چي د خير خاني کوتل په نوم ياديږي . داسيمه د خيرخانې د پخوانيو اوسيدونکو لرغونۍ مذهبي ټاټوبۍ او د عبادت ځاي وو .

د لومړي ځل لپاره په 1934 ميلادي کال د خيرخانې کوتل د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا سروې او وسپړل سو. د دي سپړني په نتيجه کي د لمر نمانځني ( افتاب پرستي ) معبد پبداسو ، چي دري اتافونه او هغو ته د ورننوتلو منظمي لاري يې درلودې .د اتاقونو په وړاندي يو دالان جوړ سوۍ وو چي ښايې د عبادت کونکو له خوابه تر عبادت وړاندي دتياري لپاره کارول کيدۍ . په اتاقونو کي دننه د عبادت کونکو له خوا د مراسمو پرځاي کولو لپاره ځانگړوځايونونښانې څرگندي سوې . د هر اتاق په دننه کي په يو شان او يوه اندازه دري ډبرين څلي اباد سوي وه چي د عبادت کونکو لپاره يې لازمي اسانتياوي درلودې .

د لرغونپوهانو له نظره په معبد کي د دريو ډبرينو څلو شته والۍ داڅرگنده وي چي ښايې د هر څلي يا سکو پر سر د لمر رب النوع يوه مجسمه ايښودل سوې وه .د يو شمير نورو اثارو تر څنگ د ماتو شويو مجسمو ټوټې هم د سپړنو په جريان کي تر لاسه شويدي . په داسي حال کي چي د دې معبد څخه د سوريا يوه نسبتا مکمله مجسمه هم تر لاسه شول . د لرغونپوهانو له خوا د دي مجسمي کشف او د دي تر څنگ د نورو اثارو د تر لاسه کيدو ورسته په ډاگه کړل چي د خير خانې کوتل د لمر نمانځونکو يو لرغونۍ معبد دۍ چي تاريخي قدامت يې لږ تر لږه ( 1700 ) يو زراو اوسه کاله پخوا زمانو ته رسيږي .

د خير خانې د کوتل څخه تر لاسه سوې د سوريا مجسمه د سپيني مرمريني ډبري څخه جوړه سوې ده . په مجسمه کي د لمر رب النوع په يو روان تخت ناست دۍ چي د دوو اسونو له خوا وړاندي بيول کيږي . دوتنه د سوريا په ښۍ او کيڼه خواکي ليدل کيږي ، چي د سهار او ماښام د ستورو استازيتوب کوي .دا دوه تنه د سوريا هغه مريدان يا پيروان دي چي د دندا (Danda ) او پنگالا(Pangala ) په نومونو يې شهرت درلود .

د خير خانی په کوتل کي سپړني هغسي چي بايد پای ته رسيدلي وای ، بشپړي نه سوې ، يوازي د ځينو برخو په سپړلو بسنه وسوه او د پوره څيړني او کيندني لپاره يې د يوه تفصيلي پلان د جوړيدو پريکړه وسوه . پريکړه وسوه ،خوعملي نه سوه ، او داسيمه له نظره ولويدل . خو د روسي پوځونو د تاړاک پر مهال د خير خانې کوتل د يوه سترا تيژيک مورچل په توگه د روسي ځواکونو د څلويښتم اوردو د يوي ميکانيزه قطعي له خوا په 1981 ميلادي کال اشغال سو . په کوتل کي د نظامي ودانيو د جوړولو پر مهال يو شمير اثار او مجسمې په نامنظمه توگه وموندل سوې او بيا هغه اثار د يو سلسله تشريفاتي مراسيمو په ترځ کي د افغانستان ملي موزيم ته وسپارل سوه .

د سوريا مرمرينه مجسمه د فرانسوي لرغونپوهانو او په ځانگړي توگه د ښاغلي مسو الن دوگان په وسيله ترميم او ننداري ته کښيښودل سوه . د سوريا مجسمي ټولي برخي په هم هاغه شان ترميم سوي چي په پخوا کي وه ، يوازي دوه هغه د ليتوس گلان چي بايد د سوريا په لاسونو کي وای ، تر لاسه نه سول او د سوريا مجسمي د کوپړۍ شاتنۍ وړوکې برخه هم ونه موندل سوه . د دي مجسمي نوري برخي په پوره مهارت او علمي صلاحيت له سره ترميم او بيا جوړي سوې ، او په ملي موزيم کي تر 1993 ميلادي کال پوري وساتل سوې . له بده مرغه د خپل منځي جگړو پر مهال د ملي موزيم د نورو اثارو تر څنگ د سوريا دا مرمرينه او تاريخي مجسمه هم چور اوتالان سوه .

پوهنوال باوري