د خونديتابه خوځښت

د خونديتابه تحريک چې د طبيعيت د خونديتوب په نوم هم پېژندل کېږي، يو سياسي، چاپېريالي او ټولنيز خوځښت دی، کوم چې هڅه کوي ژوي، فنګس او د بوټو انواع او تر څنګ يې په راتلونکي کې د دوی د استوګنځايونو په څېر طبيعي سرچينې مديريت او خوندي کړي. خونديپالان د چاپېريال له اوسني حالت څخه په ښه وضعیت کې د پرېښودو په اړه اندېښمن دي، په کوم حالت کې چې دوی دا چاپېريال موندلی دی. د شواهدو پر بنسټ خونديتوب، د خونديتابه د هڅو د لا زياتو اغېزناکو کولو لپاره د لوړ معيار ساينسي شواهدو د کارولو هڅه کوي.[۱]

د خونديتابه ابتدايي خوځښت د طبيعي سرچينو لکه کب نيونه، د ځنګلي ژوند مديريت، اوبه، ځمکه او تر څنګ يې د ځنګلونو ساتنه او پايښت د اړتيا څخه منځ ته راغی. د ژونديو موجوداتو د تنوع ساتنې د شاملولو لپاره د طبيعي سرچينو د پايدلي توليد د استعمال او سارايي سيمو د ساتنې په اړوند ابتدايي خوځښت په پیاوړتيا سره د خونديتوب اوسنی خوځښت پراخه شو. ځینې په دې باور دي چې د خونديتوب خوځښت د پراخه او زیات اغېز چاپېريالي خوځښت يوه برخه ده، په داسې حال کې چې ځينې نور بيا دليل وړاندې کوي چې دا دواړه ځانګې په تيورۍ او عمل کې سره توپير لری. په ځانګړي ډول په متحده ايالاتو کې، خونديتوب د چاپېريال پالنې څخه جلا بلل کېږي او دا په عام ډول يو لرغونپال مکتب فکر دی، د کوم موخه چې د انسان په مټ په څرګند ډول د خپلواک استعمال لپاره د طبيعي سرچينو خوندي کول دي. له متحده ايالاتو څخه د باندې، د خونديتوب اصطلاح کې په ډېرې پراخې کچې چاپېريال پالنه شامله ده. [۲]

تاريخ سمول

ابتدايي تاريخ سمول

د خونديتوب د خوځښت تاريخ د جان ايولين په ثارو کې موندل کېدای شي، کوم چې په ۱۶۶۲ زکال کې شاهي ټولنې ته د يوې لیکنې په توګه وړاندې شوی و. دا لیکنه چې دوه کاله وروسته د يو کتاب په بڼه خپره شوه، د ځنګلونو په اړه تر ټولو زیات اغېزناک خپور شوی کتاب و. په هغه وخت کې د لرګي سرچينې تر خطرناک حد پورې مخ په ختمېدو وې او ايولين د ځنګلونو د کمېدو د کچې د مديريت لپاره او د پرې شويو ونو د ځای بيا ډکولو د ډاډمن کولو سره د ځنګلونو د خونديتوب د اهميت پلوي وکړه.[۳]

د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې دې ډګر وده وکړه، په ځانګړي ډول په پروشيا او فرانسه کې، چېرته چې د ځنګلونو علمي طريقې جوړې شوې وې. دا طريقې په لومړي ځل د نولسمې پېړۍ له لومړيو څخه په برتانوي هندوستان کې په سختۍ سره پلې کړای شوې. حکومت د ځنګلونو د توليد په استعمال کې ليوالتيا درلوده او په ځنګل کې د اور لګېدو د ګواښ کمولو لپاره يې د ګامونو پورته کولو تر څنګ د ځنګلونو مديريت پيل کړی و، څو د طبيعت «کور» خوندي کړي، کوم څه ته چې هغه مهال همدا نوم ورکړل شوی و.دا ابتدايي چاپېريال اند د «ساچ» (ساګ يا ټيک لرګی) د نازکې ونې د ودې خوندې کولو لپاره پيدا شوی و، کومه چې د شاهي سمندري ځواک لپاره يوه مهمه سرچينه وه.

د ۱۷۹۹ او ۱۸۰۵ زکلونو په لومړيو کې، کله چې سمندري ځواک د «ناپوليني» جګړو پر مهال د پراخېدو په حال کې و، نو د ساچ د کمښت په اړوند اندېښنې پيدا شوې؛ د همدې فشار په پايله کې په لومړي ځل د خونديتوب رسمي قانون جوړ شو، کوم قانون چې د ساچ د کوچنيو ونو پر پرې کولو بنديز ولګولو. په ۱۸۰۶ز کال کې لومړی د ځنګلونو آمر مقرر شو، څو د بېړيو جوړولو لپاره اړينې ونې مديريت او خوندي کړي.[۴]

دا هيله بښونکی پيل په ۱۸۲۰ او ۳۰ په لسيزو کې له يو لړ ستونزو سره مخ شو، کله چې د ازاد بازار اقتصادونو او د خصوصي ځمکې مالکانو څخه شکايتونو د ابتدايي خونديتوب هڅې ختمې کړې. په ۱۸۳۷ز کال کې، امريکايي شاعر «جارج پوپ مورس» د « Woodman, Spare that Tree!» په عنوان شعر خپور کړ، دا يو رومانوي شعر و چې يو لرګی خرڅونکی يې هڅولو، څو د بلوط له ونې ډډه وکړي، کومې ونې چې يو احساساتي ارزښت درلود. د همدې کال په وروستيو کې د «هنري رسل» له خوا همدا شعر په موسيقۍ کې ترتيب شو. د همدې سندرې ځينې کرښې د چاپېريال پالونکو له خوا نقل شوي دي.[۵]

د نوي خونديتوب د خوځښت پيل سمول

د هندوستان په ځنګلونو د ساينسي خونديتوب د اصولو د لومړي ځل پلي کولو سره د نولسمې پېړۍ منځنیو کلونو کې خونديتوب بيا پر ځای کړای شو. کله چې د خونديتوب اخلاقياتو جوړېدل پيل شول، په دې کې درې بنسټيز اصول شامل وو: دا چې د انسانانو فعاليتونو چاپېريال ته زيان رسولی، دا چې د راتلونکي نسل لپاره د چاپېريال ساتنه يوه مدني دنده ده او دا چې د علم او تجربې پر بنسټ طريقې بايد د دې لپاره پلې شي، څو ډاډ تر لاسه شي چې دا دنده تر سره شوې ده. «سر جيمز رينالډ مارټن» دې اند ته د ودې ورکولو په برخه کې څرګند شخص و، ګڼ طبي ټوپوګرافيکي راپورونه يې خپرول، کومو چې په پراخه کچه د ځنګلونو د پرې کولو او وچېدو په مټ د کېدونکي زيان اندازه څرګندوله او په برتانوي هندوستان کې د ځنګلونو د ادارو د جوړولو په مټ يې د ځنګلونو د خوندي کونکو فعاليتونو د مديريتي کولو لپاره په پراخه کچه تبليغات کول. «ايډوارډ پرسي سټيبنګ» د هندوستان د سارايي کېدو په اړه خبرداری ورکړی و. په ۱۸۴۲ز کال کې د مدراس د عايد پلاوي په سیمه ييزه کچه د خونديتوب هڅې پيل کړې چې مشري يې يو مسلکي بوټي پېژندونکي «اليګزينډر ګبسن» کوله، چا چې د ساينسي اصولو پر بنسټ د ځنګلي خونديتوب پروګرام په منظم ډول خپل کړ. دا په نړۍ کې د دولت له خوا د ځنګلونو د مديريت لومړۍ پېښه وه.[۶][۷]

په تدريجي ډول دې سيمه ايزو هڅو ته برتانوي حکومت زياته پاملرنه وکړه، ځکه چې په نا منظم ډول د ونو د پرې کولو چاره په پرله پسې ډول روانه وه. په ۱۸۵۰ز کال کې، په اډنبرا کې برتانوي ټولنې د ډاکټر «هيو کليګورن» په وينا د ځنګلونو د ويجاړېدو د څېړنې لپاره يوه کمېټه جوړه کړه، څوک چې د خونديتوب د نوي زېږېدلي خوځښت مخکښ و.

هغه په ۱۸۴۷ز کال کې په ميسور کې د ځنګلونو د خونديتوب په برخه کې لېوالتيا پیدا کړه او په هندوستان کې د کرنې د ناکامۍ په اړوند يادې ټولنې ته يې ګڼې ويناې وکړې. دې ويناوو د ګونر جنرال «راډ ډلهوزي» تر واکمنۍ لاندې حکومت تر اغېز لاندې راوست او په ۱۸۵۵ز کال کې يې په نړۍ کې د لومړي خپلواک او پراخې کچې ځنګلونو خونديتوب پروګرام متعارف کړ، دا يوه نمونه وه چې ډېر ژر نورو مستعمرو او تر څنګ يې متحده ايالاتو ته هم خپره شوه. په همدې کال کې، «کليګورن» د مدراس د ځنګلونو اداره جوړه کړه او په ۱۸۶۰ز کال کې دې ادارې د اصلي ونو پر پرې کولو او د هغې پر ځای د نورو فصلونو د کرنو په استعمال بنديز ولګولو. د کليګورن د ۱۸۶۱ز کال لارښود چې د سويلي هندوستان ځنګلونه او باغونه په نوم دی، په دې موضوع يو پرېکنده اثر وګرځېد او په ټوله هندي نيمه لويه وچه کې د ځنګلونو د مرستيالانو له خوا په پراخه کچه کار ځينې اخيستل کېدو. په ۱۸۶۱ز کال کې، د ځنګلونو ادارې خپل واکونه تر پنجاب پورې وغزول.[۸][۹][۱۰]

د ځنګلونو الماني ماهر «سر ډايټرک برينډيس» په ۱۸۵۶ز کال کې په ختيځه برما کې د «پيګو» سيمې د ساچ د ځنګلونو د څارونکي په توګه په برتانوي خدمت کې شامل شو. هغه مهال د برما د ساچ ځنګلونه د وسله والو کيرن قبيلو تر واک لاندې وو. نوموړي د «ټنګيا» نظام متعارف کړ، په کوم کې چې «کيرن» کليوالو د ساچ د باغونو په پاکولو، کرلو او وښو ټولولو کې مزدوري کوله. په برما کې داوو کلونو له تېرولو وروسته، «برینډس» په هندوستان کې د ځنګلونو د عمومي محقق په توګه وټاکل شو، نوموړي په دې دنده کې د شلو کلونو لپاره کار وکړ. هغه د ځنګلونو نوي قانونونه جوړ کړل او څېړنيزې او روزنيزې ادارو په جوړولو کې يې مرسته وکړه. په دهرادون کې د ځنګلونو امپيريل ښوونځی هغه جوړ کړی. [۱۱][۱۲][۱۳]

المانيان د برتانوي هندوستان د ځنګلونو په مديريت کې پیاوړي وو. همدا راز برينډس، برتولډ ربينټرپ او سر وليام پي ډي شلچ هندوستاني خونديتوب ته نوې طريقې وروپېژندلې، وروستی شخص په ۱۸۸۳ز کال کې هغه مهال عمومي مفتش وټاکل شو، کله چې برينډس استعفا ورکړه. شلج په ۱۸۷۴ز کال کې د انډين فارسټر مجلې په بنسټ اېښودنه کې مرسته وکړه او په ۱۸۸۵ز کال کې په کوپرز هل کې د انګلستان د لومړي ځنګلاتي ښوونځي بنسټګر مدير شو. هغه په پنځو جلدونو کې د ځنګل پالنې لارښود ولیکه (۱۸۸۹-۹۶)، کوم چې د ونو د کرلو، ځنګلونو دمديريت، ځنګلونو د خونديتوب او ځنګلونو څخه د ګټې اخيستنې په اړوند دی، کوم چې د ځنګلونو د برخې د زده کړيالانو لپاره معياري او تلپاتې درسي کتاب وګرځېد.[۱۴]

سرچينې سمول

  1. Harding, Russ. "Conservationist or Environmentalist?". Mackinac Center for Public Policy (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gifford, John C. (1945). Living by the Land. Coral Gables, Florida: Glade House. د کتاب پاڼې 8. ASIN B0006EUXGQ. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. John Evelyn, Sylva, Or A Discourse of Forest Trees ... with an Essay on the Life and Works of the Author by John Nisbet, Fourth Edition (1706), reprinted London: Doubleday & Co., 1908, V1, p. lxv; online edn, March 2007 [۱], accessed 29 Dec 2012. This source (John Nisbet) states: "There can be no doubt that John Evelyn, both during his own lifetime and throughout the two centuries which have elapsed since his death in 1706, has exerted more individual influence, through his charming Sylva, ... than can be ascribed to any other individual." Nisbet adds that "Evelyn was by no means the first [author] who wrote on [forestry]. That honour belongs to Master Fitzherbert, whose Boke of Husbandrie was published in 1534" (V1, p. lxvi).
  4. "History of forests in India". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Best remembered poems (په انګرېزي ژبه کي). Martin Gardner. New York: Dover Publications. 1992. د کتاب پاڼې 118. OCLC 26401592. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-27165-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link) صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. Stebbing, E.P (1922)The forests of India vol. 1, pp. 72-81
  7. Barton, Greg (2002). Empire Forestry and the Origins of Environmentalism. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139434607. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په Nov 5, 2007 باندې). A life for forestry. The Hindu.
  9. Cleghorn, Hugh Francis Clarke (1861). The Forests and Gardens of South India (الطبعة Original from the University of Michigan, Digitized Feb 10, 2006). London: W. H. Allen. OCLC 301345427. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Oliver, J.W. (1901). "Forestry in India". The Indian Forester. v.27 (الطبعة Original from Harvard University, Digitized Apr 4, 2008). Allahabad: R. P. Sharma, Business Manager, Indian Forester. د کتاب پاڼي 617–623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. King KFS (1968). "Agro-silviculture (the taungya system)". University of Ibadan / Dept. of Forestry, Bulletin no. 1, 109
  12. Weil, Benjamin (1 April 2006). "Conservation, Exploitation, and Cultural Change in the Indian Forest Service, 1875-1927". Environmental History. 11 (2): 319–343. doi:10.1093/envhis/11.2.319. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Madhav Gadgil and Ramachandra Guha, This Fissured Land: An Ecological History of India (1993)
  14. Burley, Jeffery, et al. 2009. "A History of Forestry at Oxford", British Scholar, Vol. 1, No. 2., pp.236-261. Accessed: May 6, 2012.