د خوراکي توکو او درملو تاريخچه

دا مقاله په متحده ايالاتو کې د خوراکي توکو او درملو په اړوند ده.

د خوراکي توکو او درملو تاريخچه (FDA) سمول

د خوراکي توکو د تنظيم فدرالي بنسټ سمول

تا قرن بیستم، قوانین اندکی در ایالات متحده وجود داشت که، به استثنای یک مورد، قانون کوتاه مدت واکسین در سال 1813 میلادی، محتویات و فروش مواد غذایی و دوایی تولید داخلی را تنظیم کند. مجموعه‌ی از قوانین ایالتی درجه‌های مختلفی از محافظت را در برابر شیوه‌های فروش غیراخلاقی مانند ارائه نادرست مواد تشکیل‌دهنده محصولات غذایی یا مواد درمانی، ارائه می‌کرد. تاریخچه FDA را می‌توان در اواخر قرن نوزدهم و بخش کیمیای وزارت زراعت ایالات متحده (بعدها اداره کیمیا – Bureau of Chemistry) دنبال کرد. تحت رهبری هاروی واشنگتن وایلی، که در سال 1883 میلادی به عنوان کیمیادان ارشد منصوب شد، بخش کیمیا تحقیقاتی را در مورد تقلب و نام تجاری نادرست غذا و دوا در بازار آمریکا آغاز نمود. اگرچه آن‌ها هیچ قدرت تنظیمی نداشتند، این بخش یافته‌های خود را از سال 1887 تا 1902 میلادی در یک مجموعه ده قسمتی با عنوان غذاها و متقلبین غذایی منتشر کرد. وایلی از این یافته‌ها و اتحاد با سازمان‌های مختلف مانند تنظیم‌کننده‌های ایالتی، فدراسیون عمومی باشگاه‌های زنان و انجمن‌های ملی پزشکان و فارمسیست‌ها برای لابی‌کردن به قانون جدید فدرال به منظور تعیین استانداردهای یک‌سان برای غذا و دواها برای ورود به تجارت بین‌ایالتی استفاده کرد. مدافع وایلی، زمانی صورت گرفت که عموم مردم در برابر اضرار بازار توسط روزنامه‌نگاران کودکاو مانند آپتون سینکلر برانگیخته شده بودند و بخشی از روند عمومی افزایش مقررهای فدرال را در مسائل مربوط به امنیت عمومی در عصر ترقی‌خواهی شد. قانون کنترل بیولوژیک در سال 1902 میلادی پس از جمع‌آوری آنتی توکسین دیفتری از اسبی به نام جیم که به تیتانوس مبتلا بود و منجر به مرگ چند تن شد، وضع گردید. مرگ بسیاری از مردم در دهه 1930 میلادی، از جمله مرگ ایبن بایرز در سال 1932 در اثر مصرف رادیتور و بسیاری از زنان، که برخی از آن‌ها به نام دختران رادیوم شناخته می‌شوند، سبب شد تا اداره غذا و دوا به سازمان بسیار قدرت‌مندتری که امروزه می‌شناسیم، تبدیل گردد.[۱][۲][۳][۴]

تر شلمې پېړۍ پورې، له يو قانون څخه پرته چې په ۱۸۱۳ز کال کې د واکسين لنډ مهالی قانون و، په متحده ايالتو کې ډېر کم داسې قوانين وو چې د خوراکي توکو او درملو د داخلي توليد د محتوياتو پير او پلور منظم کړي. د ايالتي قوانينو يو ټولګې د نا اخلاقي پلور په وړاندې يوه اندازه خونديتوب برابر کړی و، لکه  د هغو موادو ناسم وړاندې کول له کومو چې خوراکي يا درمليز توکي جوړېږي. د FDA تاريخچه د نولسمې پېړۍ وروستيو او د متحده ايالاتو د کيميايي کرنيزې برخې ادارې ته ورګرځي (چې وروسته يې نوم د کيميا په اداره واوښت). د هاروي واشنګټن وايلي د مشرتابه پر مهال، څوک چې په ۱۸۸۳ز کال کې مشر کيمياپوه ټاکل شوی و، دې ادارې د امريکا په بازار کې د خوراکي توکو او درملو په برخه کې د جعلکارۍ او ناسم سوداګريز نوم په اړه څېړنې پيل کړې. که څه هم دوی تنظيمونکی ځواک نه درلود، دې برخې له ۱۸۸۷ز کال څخه تر ۱۹۰۲ز کال پورې په لسو برخو کې يو لړ موندنې خپرې کړې چې نوم يې خوراکي توکي او د خوراکي توکو سرغړوونکي و. وايلي دا موندنې له ډول ډول ادارو سره په شريکه وکاورلې لکه ايالتي منظموونکي، د ښځو د کلبونو عمومي فدراسيون او د ډاکټرانو او درمل جوړوونکو ملي ټولنې، چې د نوي فدرالي قانون لپاره تبليغات وکړي، تر څو د ايالتونو تر منځ د خوراکي توکو او درملو لپاره يو شان معيارونه کېږدي. د ويلی وکالت په داسې حال کې پيل وکړ چې ولس په بازار کې د اپټون سينکنلير په څېر رسوا کوونکو ژورنالستانو په و اسطه راپارول شوي وو او د پرمختګ په پړاو کې د عومي  خونديتابه اړوند د فدرالي تنظيم لپاره د عمومي ميلان برخه وګرځېد. په ۱۹۰۲ز کال کې د بيالوژيکي کنترول قانون هه مهال کېښودل شو کله چې د جيم په نوم له يو اس څخه انتي توکسين ديفتري تر لاسه شول چې په تيتانوس اخته شوی و او بيا له همدې څخه ومړ. په هغه ځواکمن سازمان د FDA د بدلېدو په برخه کې چې نن ورځ يې موږ پېژنو، ډېره ونډه په ۱۹۳۰ز  کلونو کې د ډېری خلکو مرګونو درلودله،، په ۱۹۳۲ز کال کې د ايبن بايرس د مرګ په ګډون چې د راډيټور د مصرف له کبله و او ډېرې  ښځې چې ځينې يې د راډيوم انجونو په نوم پېژندل کېږي.

په ۱۹۰۶کال کې د سوچه خوراکي توکو او درملو قانون او د FDA رامنځ ته کېدل سمول

د ۱۹۰۶ز کال د جون په میاشت کې ولسمشر تيودور روزولټ د خوراکي توکو او درملو قانون لاسليک کړ، چې د دې قانوني د اصلي مدافع په نوم «د وايلي قانون» په نوم هم پېژندل کېږي. دې قانون د توکو د ضبط تر جرمانې لاندې، د ايالتونو تر منځ د خوراکي توکو انتقال چې «په جعل لړلي» و بند کړل، په دې ډول چې دا اصطلاح د کم «معيار او  ځواک» ډکوونکو توکو، يا رنګه کولو ته اشاره کوي تر څو «زيان يا کموالی» پټ کړي، له زياتېدونکي سره د جوړولو کوم چې «د روغتيا لپاره زيان لري»، يا له «خوسا، تجزيه شويو يا خرابو شويو» توکو څخه ګټه اخستل. دې قانون همدې ته ورته جريمه د ايالتونو ترمنځ د «جعلي» درملو لپاره پر بازاز موندنو هم لګولې وه، په کوم چې د فعالو موادو «د ځواک، څرنګوالي يا پاکۍ معيار» ته يا په نښه کې څرګند ځای نه و ورکړل شوی، يا د متحده ايالاتو د د رملو جوړولو يا ملي نوملړ کې يې يادونه شوې وه. دې قانون همدا راز د خوراکي توکو او درملو «ناسم سوداګريز ن وم» بند کړ. د خوراکي توکو او درملو د داسې «جعلکارۍ» يا «ناسم سوداګريز نوم» د ازمويلو مسئوليت د وايلي د USDA د کيميا ادارې ته ورکړل شوی و.[۵]

وايلي د څارني دا نوي و اکونه په سختۍ سره د هغو خوراکي توکو د جوړوونکو پر ضد وکارول چې کيمياوي مواد لري، خو ډېر ژر د کيمياوي ادارې و اکونه د قضايي پرېکړو او  همدا راز په ۱۹۰۷ او ۱۹۰۸ز کلونو کې د USDA په داخل کې په پرله پسې دول د د خوراکي توکو او درملو د پلټڼې د يو پلاوي او او د سيانسي ماهرينو سره دمشورې د يو څارونکي پلاوي په واسطه چې جلا ادارې وې، و ارزول شول. په ۱۹۱۱ز کال کې د سترې محکمې يوې پرېکړې دا اصل کېښود چې د ۱۹۰۶ز کال قانون د درملنې د ګټې پر درواغجنو ادعاوو نه عملي کېږي، د دې په ځواب کې د ۱۹۱۲ز کال تعديل د «ناسم سوداګريز نوم» په تعريف کې د «درملنې يا د درملنې د اغېزو» «ناسم او له جعل ډکې» ادعاوې هم ورزیاتې کړې. په هرحال، محکمې د دې واکونو لنډ تعريف کوي، کوم چې د جعلکارۍ د نيت د ثبوت لپاره لوړ معيارونه ټاکي. په ۱۹۴۷ز کال کې، د USDA، خوراکي توکو، درملو او خوځنده وژونکو په نوم د يو نوي جوړښت لاندې د کيمياوي ادارې تنظيمونکي ځواکونه بيا منظم کړای شول. درې کاله وروسته دا نوم د خوراکي توکو او درملو ادارې (FDA) په ډول نور هم رالنډ کړای شو.[۶][۷]

د ۱۹۳۸ کال د خوراکي توکو، درملو او سينګار توکو قانون سمول

په ۱۹۳۰ لسیزه کې، پارونکو ژورنالستانو، د مصرف کوونکو د خونديتابه سازمانونو او فدرالي ترتيبوونکو د زيان رسوونکو توليداتو د يو نوملړ په خپرولو سره چې د ۱۹۰۶ز کال د قانون سره سم اجازه ورکړل شوې وه، د پياوړي تنظيمونکي ځواک د جوړولو لپاره کار پيل کړ، په دې توکو کې راډيو اکټيو د څښاک توکي، او د بڼو رنګ چې د ړندېدو لامل ګرځېدو او د شوګر او تبرکلوز لپاره بې ارزښته درملنه شامل وو. په پايله کې وړاندې شوي قانون ونه شول کولای چې د پنځو کلونو لپاره د متحده ايالاتو له کانګريس څخه تصويب شي، خو په ۱۹۳۷ز کال کې د اليکساير سولفانيل اميد د ناورين څخه وروسته د اعتراضونو له کبله چې له سلو زيات کسان پکې د زهري موادو څخه د جوړو شوو درملو له کارولو وروسته مړه شول، دا قانون ډېر ژر تصويب شو، دا مواد يو ډول مايع و چې ازمويل شوي نه و. يوازينۍ لاره چې FDA کولای شول  توليدات ضبط کړي د ناسم سوداګريژ نوم کارولو ستونزه وه: يو «Elixir» د يو ډول درملنې په توګه تعريف شوې وه چې په ايتانول کې حل شوي، نه هغه ډياتيلين ګليکول له کومو چې په اليکسير سولفانيل اميډ کې ګټه اخستل شوې وه. ويل کېږي که چېرې دې ته «حل» وويل شي، نو دې ادارې به هيڅ اقدام نه شو کولای تر څو هغه درمل تعقيب او ضبط کړي کوم چې د عامو خلکو په لاس کې پاتې دي.[۸]

له ۱۹۳۸ کال وروسته د انساني درملو ا و طبي وسايلو برابرښت سمول

د FD&C قانون لومړی تعديل: ۱۹۳۸-۱۹۵۸ سمول

د ۱۹۳۸ز کال د قانون تر تصويب وروسته، FDA ځينې ځانګړي درمل يوازې د يو متختصص ډاکټر تر څارنې لاندې د کارولو لپاره خوندي وبلل او د «يوازې د نسخې» د درملو ډله په ۱۹۵۱ز کال کې د ډورهام-همفري په تعديل کې په قانون کې ځای ورکړل شو. په داسې حال کې چې د FD&C د قانون تر مخې له بازار څخه مخکې د درملو د اغېزمنتيا ازمېشت ته اجازه نه وه ورکړل شوې، وروستي تعديلات لکه د انسولين سمونه او د پنسيلين سمونه، د ژوند د ژغورلو ځانګړو درمل جوړولو د تشکيل لپاره د ځواک ازمېښت لازمي وګرځولو. FDA د درمل جوړونکو په وړاندې د خپلو نوو واکونو پر عملي کولو پيل وکړ، چا چې ونه شول کولای چې د خپلو جوړو کړو درملو د اغېزمتيا ادعاوې ثابتې کړي او د متحده ايالاتو په وړاندې د اربرټي د خوراکي توکو د توليد شرکت (۱۹۵۰) په نهمه دايره کې د متحده ايالاتو د استئناف محکمې وموندله چې د درملو دا توليدونکي نه شي کولای چې د ۱۹۳۸ز کال د قاون د «ناسمو درملنو ادعاوو» له مقررو څخه يوازې په دې دليل وتښتي چې د درملو له نښې څخه يوازې موخه کارول ړنګ کړي. دې پرمختګونو د FDA لپاره پراخه واکونه تاييد کړل تر څو وکولای شي له بازار موندنې مخکې بې اغېزې درمل بېرته راوغواړي. په دې پير کې د FDA ډېری تنظيمونکې څارنې د ايمفتامين او باربيتورات ناسم کارولو ته متوجه وې، خو دې ادارې د ۱۹۳۸ز او ۱۹۶۲ز کلونو تر منځ نږدې ۱۳،۰۰۰ نوي درملو عملي کېدلو ارزونه هم وکړه. په داسې حال کې چې د دې پړاو په پيل کې د زهري موادو د پېژندنې علم په لومړيو کې و، په دې پړاو کې د FDA تنظيموونکو او نورو له خوا د خوراکي موادو په محتوياتو او درملو د خونديتابه په ازموينه کې په تېزۍ سره تجرباتي پرمختګ وکړ. [۹]

په ۱۹۴۰ز کال کې FDA د کرنې له وزارت څخه د فدرالي خونديتابه ادارې ته متقل کړای شو او کله چې په ۱۹۵۳ز کال کې د روغتيا، زده کړې او سوکالۍ وزارت رامنځ ته شو، بيا د دې وزارت برخه پاتې شوه.[۱۰]

سرچینې سمول

  1. "The Radioactive Death of Eben Byers". Medical Curiosities. 2010-12-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Medical Curiosities". The Radium Girls. /. 2010-12-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Radithor Radioactive Health Water!". Esmeralda's Quiet Life. 2010-04-07. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Medicine: Radium Drinks". Time Magazine. 11 April 1932. د اصلي آرشيف څخه پر November 13, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Original Text of the 1906 Food and Drugs Act and Amendments
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. کينډۍ:Cite court
  8. Hamowy, Ronald (February 2010). "Medical Disasters and the Growth of FDA" (PDF): 7. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).