امام ابن خلد ون رحمت الله علیه خلافت داسې تعريف کړی چې : دټولوخلکو داخروي او دنيوي ګټو دلاس ته راوړلو لپاره داسلامي نقطې نظرسره سم عمل کول دي....همدا دشارع څخه ددين دساتلو او دنيايي کارونو دچلولو په اړوند نيابت دی .[5][سمول]
نو همدارنګه په يو هيواد کې دامام نوم په اوچت پاچا ايښودل روادي اوشرط ندي چې دنړي دټولو مسلمانانو عمومي امام دوي ، ځکه چې عام امامت له ډيرې پخوا زماني څخه ختم شوی، او پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرما يلي دي : عن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((اسمعوا وأطيعوا، وإن استُعمل عليكم عبدٌ حبشي، كان رأسه زبيبة)) رواه الامام البخاری رحمت الله علیه [7].[سمول]
ددي حديث شرح چي : عن آبی هریرة عن النبيُّ ﷺ:قال : مَن خَرَجَ مِنَ الطَّاعَةِ، وفارَقَ الجَماعَةَ فَماتَ، ماتَ مِيتَةً جاهِلِيَّةً........... [9]رواه امام مسلم رحمه الله.[سمول]
يقول الحافظ ابن حجر في شرح هذا الحديث وما في معناه: أي كموت أهل الجاهلية، وليس معناه أنه كافر، ولكن مات كما يموت أهل الجاهلية، كل منهم يكون وحده لا إمام له، ولا له جماعة ينتمي إليها؛ لأنهم كانوا لا يعرفون ذلك فيموتون على الضلال، وليس المراد أنه يموت كافراً، بل يموت عاصياً، ويحتمل أن يكون التشبيه على ظاهره، ومعناه: أنه يموت مثل موت الجاهلي، وإن لم يكن هو جاهلياً.[سمول]
قر يشو اطاعت يي و کړ، که چيرې دا مسآله دقريشواو نورو خلکو په هکله کوم فرض او واجب نه وي چې د خلافت مسآله په قر يشو او نورو خلکو باندې هم واجب نده نو ستا سو دتنازل او وروسته والي څه لامل دی په داسې کار کې چې واجب هم نه وي دومره جنجال څه ګټه لري .او کله چي ابوبکر صديق رضی الله عنه ته مرګ راورسيد عمر رضی الله عنه ته يي د امامت وصيت وکړ او هيچاورته ونه ويل چې دا په موږ او يا تا واجب دي نودايي په واجب کيدو دلا لت کوي او دا ددين د هغو ارکا نو څخه يو رکن دی چې دمسلما نا نو جوړ ښت پرې راځي يوا زې هغه الله جل جلاله ته حمد او ثناه ده چې دټول مخلوق پالونکی دی .[14].[سمول]
امام ابويعلي رحمت الله علیه ويلي دي : دامام ټاکل واجب دي ،امام احمد رحمت الله علیه ويلي دي : کله چې امام موجود نه وي ترڅو دخلکو کارونه سمبال کړي نو دا کار پخپله فتنه ده لامل یی دادی چې: کله په سقيفه بني ساعده کې دصحابه کرامو ترمنځ اختلاف راغی انصارو وويل : یو امیر د زمو ږ او بل امير دستا سې وي . [سمول]
ددوي دا قول ابوبکر اوعمر رضی الله عنهما ردکړی او ويلی دي : عرب پرته ددغه کلي دقر يشو څخه بل چاته غاړه نه ايږدي پدې کې ډيراثار او احاديث شته نو که چيرې دامامت تعين او ټاکل واجب نه وای پدې اړه به دا دومره جنجال او منا ظره روا نه وه چې ترسره شوه نوحتما بۀ يو چا ويلي وای چې دامامت شتون نه په قريشو او نه په نورو خلکو کې واجب او لازم دي .[19][سمول]
محمد بن علي القلعي ويلي : ټول اسلامي امت پرته له هغه چاڅخه چې مخا لفت يي کومه اغيزه نه لري پدې متفق دي چې دامام ټاکل واجب دې اګر که په شرطونو او صفتو نو کې اختلاف لري [20] امام ابن خلدن رحمت الله علیه پخپله مقدمه کې ويلې دي: په اسلا مي شريعت کې دخليفه ټا کلو وجوب د صحابو کرامو او تابعینوداجماع څخه څرګنده شوې او پيژندل شوي دي ځکه چې صحابه کرامو د هغه صلی الله عليه وسلم دوفات سره سم د ابوبکر رضی الله عنه بيعت ته ورودانګل تر څوپخپلوکارونو کې دهغه رای او نظر ته تسليم شي او پيروي يې وکړي همدا رنګه دده څخه وروسته په هره زمانه اووخت همدا کار تکرار شوی دی او په هيځ وخت کې يي دا کارنه دی پريـښی چې دهمدې کار په دوام او استقرار سره دامام دټاکل کيدو پر واجبيدلو اجماع ده. [21][سمول]
مګردامامت او خلافت اهميت اوارزښت لدينه څرګنديږي چې په غیاب کې يي محرابونه او منبرونه د کار خخه لويږي او معطل کيږي ، د اسلام احکام او شرايع ټپي کيږي ،احکام وروسته کيږي اوله منځه ځي،د يتيمانو حقوق ضايع کيږي په بيت الله شريفه حج نه کيږي او دجهاد بيرغ نه پورته کيږي که چيري پاچا نه وي خلک به په عجيبه کش مکش کې را ګيروي ځينو به ځني نورخوړلي وای شاعرڅومره ښه ويلي دي :[سمول]
په يقيني ډول عثمان رضی الله عنه ويلي دي : کوم خلک چې الله جل جلاله دپاچا په وسيله د ګناه او محرماتو څخه منع کوي تر هغو خلکو ډير دي چې دقرانکريم په وسيله محرمات پريږدي .اوهمدارنګه ويل کيږي چې دين اساس او تهداب دی پاچايي ساتونکی دی کوم شی چې اساس ونلري ړنګ او خرابيږي او کوم شی چې ساتونکی ونلري هغه ضايع او له منځه ځي.[سمول]