د خاورې علم
د خاورې علم د ځمکې پر سطحه د یوې طبیعي سرچینې په توګه د خاورې څېړنه ده چې د خاورې جوړښت، ډلبندي او نقشه اخیستنه؛ د خاورې فزیکي، کیمیایي، بیولوژيکي او حاصلاتي خواص؛ او د خاورې له کارولو او مدیریت سره د دغو خواصو اړیکه په کې شاملېږي.[۱]
هغه اصطلاحات چې د خاوره پوهنې څانګو ته کارېږي لکه پېډولوژي (د خاورې جوړښت، کیمیا، مورفولوژي او طبقهبندي) او اډافولوژي (له ژوندیو موجوداتو په ځانګړي ډول نباتاتو سره د خاورې د تعامل ډول) له خاوره پوهنې سره مترادف دي. د دغې څانګې د نومونو د بېلابېلوالي دلیل دا دی چې له بېلابېلو برخو سره تړاو لري. انجنیران، د کرنې متخصصان، کیمیاپوهان، ځمکپوهان، فزیکي جغرافیه پوهان، ایکولوژېستان، بیولوژېستان، مایکروبیولوژېستان، ځنګل کاران، روغتیایي متخصصان، لرغونپوهان او د سیمهييزې پلانونې متخصصان ټول د خاورې له لا ډېرې پوهې او د خاوره پوهنې له پرمختګ سره مرسته کوي.[۱]
د خاورې د علم پوهانو د خاورې او په مخ پر وده نفوس لرونکې نړۍ کې د کرنې وړ ځمکو د ساتنې د څرنګوالي، په راتلونکي کې د اوبو د احتمالي ناورین، د سړيسر خوړو د مصرف د ډېروالي او د ځمکې د تخریب په اړه ځینې اندېښنې مطرح کړې دي.[۲]
نقشه اخیستنه
سمولد خاورې سروې او د خاورې نقشه اخیستنه په یوه ټاکلې سیمه کې د خاورې د ډولونو او نورو خواصو د ډلبندۍ پروسه ده. د خاورې د علم اصول کاروي او له جیو مورفولوژۍ، د خاورې د جوړښت له تیوریو، فزیکي جغرافیې او د نباتاتو د پوښښ له تحلیلونو څخه سرچینه اخلي. د خاورې د سروې لپاره لومړنۍ ډېټا د ساحوي بېلګو اخیستنو او له لرې څخه د ځمکې له کتنو څخه ترلاسه کېږي. ریموټ سېنسېنګ یا له لرې څخه د ځمکې کتنه هوايي عکاسي کاروي، خو د لیډار (LiDAR) او نورو ډيجيټل تخنیکونو محبوبیت د ډېرېدو په حال کې دی. پخوا به یوه ساینسپوه خاوره، د هوايي عکسونو هارډ کاپیانې، ټوپو پاڼې او د نقشه اخیستنې تڼۍ له ځان سره ساحې ته وړلې. دا مهال د خاورې ډېری ساینسپوهان یو کلک کمپیوټر او جي.پي.اېس له ځان سره ساحې ته وړي. په دغه کلک کمپيوټر کې ښايي ډيجیټل هوايي عکسونه، لیډار، ټوپوګرافي، د خاورې جغرافيايي بېسونه، د نقشه اخیستنې تڼۍ او نور شیان لوډ شي.
«د خاورې سروې» اصطلاح ښايي د نامه په توګه د خپرو شویو پایلو لپاره هم وکارول شي. یو وخت په متحدو ایالتونو کې دغه سروېګانې د کتاب په بڼه د اېن.سي.اېس.اېس پروګرام لهخوا خپرې شوې. دا مهال د خاورې سروې ګانې د کتابونو په بڼه نه خپرېږي. دا ډول سروې ګانې په وېبپاڼه کې خپرېږي او په (NRCS Web Soil Survey) کې د لاسرسي وړ دي چې دلته یو شخص کولای شي د خاورې یوه خپلخوښې سروې رامنځته کړي. دغه چاره کارن ته د خاورې د وروستیو چټکو معلوماتو د جریان شونتیا برابروي. پخوا به د یوې کاغذي سروې خپرېدو کلونه کلونه وخت نیوه. دا مهال بدلونونه یوازې په څو شېبو کې د عمومي لاسرسي وړ ګرځي. د دې تر څنګ د مسلکي مشورې د شرکتونو او پوهنتونونو په څېر د جي.ای.اېس د پرمختللو کارنانو لپاره په (NRCS Web Soil Survey) کې د خاورې د ډېټا د ډانلوډ په پاڼه کې د خاورې د سروې تر ټولو نوې ډېټا هم د لاسرسي وړ ده.
کروندګر او مالداران ښايي د خاورې په یوه سروې کې موجود معلومات د دې لپاره وکاروي چې پوه شي ایا خاوره د کرنیزو محصولاتو یا مالدارۍ لپاره مناسبه ده که نه او د خاورې څه ډول مدیریت ته اړتیا ده. یو معمار یا انجنیر ښايي د خاورې انجنیري خواص د دې لپاره وکاروي چې پوه شي ایا د جوړښت او ودانۍ لپاره مناسبه ده که نه. د یوه کور څښتن ښايي دغه معلومات د خپل بڼ، انګړ یا کور د ساتنې یا جوړولو وکاروي.
د خاورې د سروې معلومات د خاورې د محدودیتونو د اټکل یا تخمین لپاره کارولی شو. د خاورې سروې د هغو معلوماتو یوه مهمه برخه ده چې د ځمکې د مدیریت لپاره د تطبیقي پروګرامونو د جوړولو لپاره کارول کېږي. معلومات باید په داسې ډول تفسیر شي چې د مسلکي پلانوونکو او نورو کسانو لپاره د کارولو وړ وي. د خاورې پر سروې ګانو ولاړې وړاندوېینې له کوچنیو سیمو نیولې تر څو میلیون هکتاري سیمو پورې د ځمکې د مدیریت د ډول په اړه د قضاوت د بنسټ په توګه عمل کوي. دغه وړاندوېینې باید له اقتصادي، ټولنیزو او چاپېریالي ملاحظاتو سره په اړیکه کې وارزول شي تر څو د ځمکې د کارولو او مدیریت په موخه د معتبرو سپارښتنو د وړاندې کولو لپاره وکارول شي.
تاریخچه
سمولد خاورې د ډلبندۍ لومړنی پېژندل شوی سیستم د چین اړوند دی چې په «یو ګونګ» (۵مه مخزېږده پېړۍ) کتاب کې څرګند شوی دی. دلته خاوره د رنګ، جوړښت او هایدرولوژۍ له مخې په درېیو کټګوریو او نهو ډلو وېشل شوې ده.[۳]
د خاورې د معاصرو علومو جرمنی بنسټګر «فرډریش البرټ فالو» او د خاورې د معاصرو علومو روسی بنسټګر «واسیلي ډوکوچایف» دواړه د لومړنیو هغو کسانو له ډلې دي چې خاوره یې د یوې داسې سرچینې په توګه وپېژندله چې په مفهومي لحاظ له ځمکپوهنې څخه جلا کېدو ته اړتیا لري. فالو د خاورې د علم د یوه بنسټګر په توګه د وخت په لحاظ لومړیتوب لري. فالو د «ډوکوچایف» تر زیږېدو وړاندې د خاورې پر منشاء څېړنې کولې، خو له دې سره سره د «ډوکوچایف» څېړنې پراخې وې او د خاورې د معاصرې تیورۍ لپاره د فالو تر څېړنو مهمې دي.
پخوا به خاوره د ډبرو د کیمیايي اوښتونونو محصول او داسې مړ بستر بلل کېده چې نباتات خپل غذايي توکي ترې ترلاسه کوي. خاوره او د ډبرو بنسټ سره برابر وو. ډوکوچایف خاوره داسې طبیعي جسم ګڼي چې منشاء او د ودې تاریخچه لري، داسې جسم چې پېچلې او څو شکلي پروسې په کې جاري دي. خاوره د ډبرو له بنسټ سره توپیر لري. د ډبرو بنسټ د خاورې د جوړېدو د یو شمېر عواملو (اقلیم، نباتي پوښښ، هېواد او عمر) تر اغېز لاندې پر خاوره بدلېږي. د ده په وینا، خاوره باید ډول یا بڼې ته له کتو پرته د ډبرو بیروني افقونه وبلل شي. دوی په طبیعي ډول د اوبو، هوا او بېلابېلو ژوندیو او مړو موجوداتو د ګډې اغېزې له امله بدلېږي.[۴]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Jackson, J. A. (1997). Glossary of Geology (4. ed.). Alexandria, Virginia: American Geological Institute. p 604. ISBN 0-922152-34-9
- ↑ H. H. Janzen; et al. (2011). "Global Prospects Rooted in Soil Science". Soil Science Society of America Journal. 75 (1): 1. Bibcode:2011SSASJ..75....1J. doi:10.2136/sssaj2009.0216.
- ↑ Arnold, R. et al. (2009) A Handbook of Soil Terminology, Correlation and Classification Earthscan, London, England.
- ↑ Krasilnikov, N.A. (1958) Soil Microorganisms and Higher Plants Archived 12 November 2004 at the Wayback Machine.