د خاورې جوړښت
د خاورې جوړښت (Soil formation) چې د پیډوجینېسس (pedogenesis) په نامه هم یادېږي، د خاورې د پیدایښت پروسه ده چې د ځای، چاپېریال او تاریخ د اغېزو په مرسته تنظیمېږي. بایوجیوکیمیاوي پروسې په خاوره کې د نظم (انیسوټروپي) رامنځته کولو او ویجاړولو دواړو لپاره کار کوي. دا بدلونونه د لایو یا پوړونو د پراختیا لامل کېږي چې د خاورې د افق په نامه یادېږي او د رنګ، جوړښت، ترکیب او کیمیايي تفاوتونو په مرسته له یو بله توپیرېږي. دا ځانګړنې د خاورې د ډولونو د وېش یا توزېع په الګوګانو یا نمونو کې رامنځته کېږي او د خاورې په جوړوونکو فکټورونو کې د توپیرونو په غبرګون کې منځته راځي.[۱]
پیډوجینېسس د پیډولوژۍ یا خاورې پېژندنې د علم د یوې څانګې په توګه لوستل کېږي. پیډولوژي په طبیعي چاپېریال کې د خاورې په اړه څېړنې او مطالعې ته ویل کېږي. د پیډولوژۍ نورې څانګې د خاورې د مورفولوژۍ مطالعه او د خاورې طبقه بندي ده. د پیډوجینېسس مطالعه په اوسني (د خاورې جغرافیه) او تېرو (پیلوپیډولوژي) جیولوژیکي دورو کې د خاورې د وېش پر الګوګانو یا نمونو د پوهېدو لپاره مهمه ده.
ټولیزه کتنه
سمولخاوره د یو لړ بدلونونو له لارې وده کوي. د پیل ټکی یې د تازه راټولو شویو اصلي یا لومړنیو موادو هواوهنه یا ورستوالی دی. د خاورې بېلابېل ډوله میکروبونه (باکتریا، ارکیا، فنجي) له هغو ساده مرکباتو (غذایي موادو) څخه تغذیه کېږي چې د هواوهنې له لارې ازادېږي؛ او عضوي اسیدونه او تخصصي پروټینونه تولیدوي چې په دې توګه په معدني هواوهنه کې رول لوبوي. دوی همدا راز هغه عضوي پاتې شوني هم شا ته پرېږدي چې د هوموس یا تورې خاورې په جوړولو کې مرسته کوي. د نبات ریښې له خپلو سمبیوټیک مایکورریزال فنجي سره د دې وړتیا هم لري چې له ډبرو څخه غذايي مواد استخراج کړي.[۲][۳][۴]
نوې خاورې د هواوهنې یا ورستوالي او نور رسوب په ترکیب سره خپل ژوروالی زیاتوي. د هواوهنې په پایله کې د خاورې د تولید کچه په کال کې نږدې ۱۰/۱ ملي متره ده. نوې خاوره همدا راز د دوړو او ګردونو د رسوب په پایله کې هم لا ډېره ژورېږي. خاوره په تدریجي ډول د نباتاتو او حیواناتو د لوړو بڼو د ملاتړ وړتیا مومي چې له مخکښو ژوندیو نوعو پیلېږي او د ایکولوژیکي ځایناستۍ په امتداد تر ډېرو پېچلو نباتي او حیواني ټولګیو رسېږي. پورتنۍ یا سطحي خاوره د لوړو نباتاتو او د خاورې د میکروبونو له مړو پاتې شونو څخه د هوموس یا تورې خاورې په راټولولو سره لا ژورېږي. دا همدا راز له هوا وهل شویو یا ورستو منرالونو سره د عضوي موادو د مخلوط کولو له لارې هم ژورېږي. کله چې خاوره وده کوي، دوی د خاورې افقونو ته وده ورکوي ځکه عضوي مواد راټولېږي او معدني هواوهنه او خامېدل رامنځته کېږي.[۵][۶][۷][۸]
د خاورې د جوړښت فکتورونه
سمولد خاورې جوړښت لږ تر لږه د پنځو هغو کلاسیکو فکتورونو تر اغېزې لاندې دی چې د خاورې په تکامل کې سره نغښتي دي. دا فکتورونه لومړني یا اصلي مواد، اقلیم، توپوګرافي (د راوتلو نقاطو بدلونونه)، ژوندی موجودات یا ارګانېزمونه او وخت دي. کله چې په اقلیم، ارګانېزمونو، راوتلو نقاطو، اصلي موادو، او وخت کې بیا تنظیم شي، دوی په یوه ځای د CLORPT مخفف تشکیلوي.[۹][۱۰]
اصلي مواد
سمولهغه معدني مواد چې خاوره ترې جوړېږي، د اصلي یا مور موادو په نامه یادېږي. ډبره، که اصلیت یې انګاري، رسوبي یا میټامورفیک وي، په هر صورت د خاورې د ټولو منرالي موادو اصلي سرچینه ده او د نایتروجن، هایدروجن او کاربن په استثنا سره د ټولو نباتاتو د غذايي موادو سرچینه هم ده. دا چې اصلي یا مور مواد په کیمیاوي او فزیکي توګه هواوهل شوي، لېږدول شوي او رسوب شوي وي، په دې توګه پر خاوره بدلېږي.[۱۱]
د خاورې اصلي منرالي مواد دا دي:[۱۲]
- کوارټز: SiO2
- کالسیټ: CaCO3
- فېلډسپار: KAlSi3O8
- میکا (بایوټایټ): K(Mg,Fe) 3(AlSi3O10)(F,OH) 2
اصلي توکي د خپل رسوب د څرنګوالي له مخې ډلبندي کېږي. پاتې شوي مواد هغه معدني یا منرالي مواد دي چې له لومړنۍ بستر ډبرې څخه ځای په ځای هواوهلي یا وراسته شوي وي. لېږدول شوي مواد هغه دي چې د اوبو، باد، یخ یا جاذبې په مرسته رسوب شوي وي. کمولوز مواد بیا هغه عضوي مواد دي چې وده یې کړې او ځای پر ځای راټولېږي.[۱۳]
هوا وهنه یا ورستېدل
سمولد مورنیو یا اصلي موادو هواوهنه یا ورستېدل د فزیکي هواوهنې (تجزیې)، کیمیاوي هواوهنې (انحلال) او کیمیاوي بدلون بڼه لري. هواوهنه معمولاً د جیولوژیکي موادو تر څو مترو پورې محدوده وي، ځکه چې فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي فشارونه او نوسانات عموماً له ژوروالي سره کمېږي. فزیکي انحلال یا تجزیه هغه مهال پیلېږي چې د ځمکې په ژورو کې جامدې شوې یا ټینګې شوې ډبرې سطحې ته نږدې له ټیټ فشار سره مخ کېږي او پړسېږي او له میخانیکي پلوه بې ثباته کېږي. کیمیاوي انحلال بیا د منرالونو د محلولیت یوه تابع ده چې سرعت یې د تودوخې له هرو ۱۰ سانتي ګراد درجو لوړېدو سره دوه برابره کېږي، خو د کیمیاوي بدلونونو د اغېزو لپاره شدیداً په اوبو پورې تړلی دی. هغه ډبرې چې په ګرمسېر اقلیم کې په څو کلونو کې تخریبېږي، په دښتو کې بیا د زریزو یا زرګونه کلونو لپاره له کوم بدلون پرته پاتې کېږي او نه بدلېږي. جوړښتي بدلونونه د هایدرېشن، اکسیډېشن او کمښت پایله ده. کیمیاوي هواوهنه تر ډېره د باکتریا او فنجي په مرسته د عضوي اسیدونو او چیلیټینګ مرکبونو د اخراج پایله ده چې ګومان کېږي تر اوسنیو ګلخانهيي اغېزو لاندې به زیاتوالی ومومي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
اقلیم
سمولهغه اصلي اقلیمي بدلونونه چې د خاورې پر جوړښت اغېزه کوي، اغېزناک ورښت (یعنې د ورښت منفي تبخیر) او تودوخه ده چې دواړه د کیمیاوي، فزیکي او بیولوژیکي پروسو پر کچه اغېزه کوي. تودوخه او رطوبت دواړه د خاورې د عضوي موادو پر محتوا د لومړني تولید او تجزیې تر منځ پر توازن د دوی د اغېزو له لارې تاثیر کوي: هر څومره چې اقلیم سوړ یا وچ وي، په اتومسفیر کې لږ کاربن د عضوي موادو په توګه ثابت پاتې کېږي، حال دا چې لږه عضوي ماده تجزیه کېږي.[۱۹][۲۰]
ټوپوګرافي
سمولتوپوګرافي یا د راوتلو او برجسته نقاطو بدلونونه د ځمکې د رېوندوالي یا میلان (slope)، لوړوالي او د ځمکې د لوري (اړخ) په مرسته مشخصېږي. ټوپوګرافي د ورښت یا د اوبو د سطحي جریان کچه او د خاورې د سطحې د پروفایل د جوړښت یا تخریب کچه ټاکي. ټوپوګرافیک ترتیب کېدای شي د اقلیمي ځواکونو کار ګړندی یا ځنډنی کړي.[۲۱]
ارګانېزمونه
سمولهره خاوره د میکروبونو، نباتاتو، حیواناتو او انساني اغېزو یو ځانګړی ترکیب لري چې پر هغې اغېزې ښندي. مایکرو ارګانېزمونه په ځانګړي ډول د هغو منرالي بدلونونو په برخه کې اغېزناک دي چې د خاورې د جوړولو د پروسې لپاره مهم دي. سربېره پر دې ځینې باکتریاوې کولی شي د اتومسفیر نایتروجن تنظیم کړي او ځینې فنجي ګانې بیا د خاورې د ژور فاسفورس په استخراج او د ګلومالین په بڼه د خاورې د کاربن د کچې په لوړولو کې اغېزناک دي. نباتات خاوره د تخریب پر ضد ساتي او د نبات راټول شوي مواد د خاورې د هوموس یا تورې خاورې کچه جوړوي. د نبات د ریښو ترشح له میکروبي فعالیت سره مرسته کوي. حیوانات د نباتاتو د موادو د تجزیې او د بایوټربېشن له لارې د خاورې د ګډولو لپاره کار کوي.[۲۲][۲۳]
سرچينې
سمول- ↑ Buol, Stanley W.; Southard, Randal J.; Graham, Robert C.; McDaniel, Paul A. (2011). Soil genesis and classification (Sixth ed.). Hoboken, New Jersey: Wiley-Blackwell. ISBN 978-0-813-80769-0. نه اخيستل شوی 26 September 2021.[مړه لينکونه]
- ↑ Jenny, Hans (1994). Factors of soil formation: a system of quantitative pedology. New York, New York: Dover. ISBN 978-0-486-68128-3. Archived (PDF) from the original on 25 February 2013. نه اخيستل شوی 26 September 2021.
- ↑ Samuels, Toby; Bryce, Casey; Landenmark, Hanna; Marie-Loudon, Claire; Nicholson, Natasha; Stevens, Adam H.; Cockell, Charles (2020). "Microbial weathering of minerals and rocks in natural environments". In Dontsova, Katerina; Balogh-Brunstad, Zsuzsanna; Le Roux, Gaël (eds.). Biogeochemical cycles: ecological drivers and environmental impact. Hoboken, New Jersey: Wiley-Blackwell. pp. 59–79. doi:10.1002/9781119413332.ch3. ISBN 978-1-119-41331-8. S2CID 216360850. نه اخيستل شوی 26 September 2021.
- ↑ Augusto, Laurent; Fanin, Nicolas; Bakker, Mark R. (2019). "When plants eat rocks: functional adaptation of roots on rock outcrops". Functional Ecology. 33 (5): 760‒61. doi:10.1111/1365-2435.13325. S2CID 164450031. نه اخيستل شوی 26 September 2021.
- ↑ Scalenghe, Riccardo; Territo, Claudio; Petit, Sabine; Terribile, Fabio; Righi, Dominique (2016). "The role of pedogenic overprinting in the obliteration of parent material in some polygenetic landscapes of Sicily (Italy)". Geoderma Regional. 7 (1): 49–58. doi:10.1016/j.geodrs.2016.01.003. Archived from the original on 26 September 2021. نه اخيستل شوی 26 September 2021.
- ↑ Mirsky, Arthur (1966). Soil development and ecological succession in a deglaciated area of Muir Inlet, Southeast Alaska (PDF). Columbus, Ohio: Ohio State University Research Foundation. نه اخيستل شوی 3 October 2021.
- ↑ Lisetskii, Fedor N.; Ergina, Elena I. (2010). "Soil development on the Crimean Peninsula in the Late Holocene". Eurasian Soil Science. 43 (6): 601–13. Bibcode:2010EurSS..43..601L. doi:10.1134/S1064229310060013. S2CID 128834822. نه اخيستل شوی 3 October 2021.
- ↑ Wilkinson, Marshall T.; Humphreys, Geoff S. (2005). "Exploring pedogenesis via nuclide-based soil production rates and OSL-based bioturbation rates". Australian Journal of Soil Research. 43 (6): 767–79. doi:10.1071/SR04158. Archived from the original on 3 October 2021. نه اخيستل شوی 3 October 2021.
- ↑ Jenny, Hans (1941). Factors of soil formation: a system of qunatitative pedology (PDF). New York: McGraw-Hill. Archived (PDF) from the original on 8 August 2017. نه اخيستل شوی 10 October 2021.
- ↑ Johnson, Donald Lee; Domier, Jane E. J.; Johnson, Diana N. (2005). "Reflections on the nature of soil and its biomantle". Annals of the Association of American Geographers. 95 (1): 11–31. doi:10.1111/j.1467-8306.2005.00448.x. S2CID 73651791. Archived from the original on 20 October 2022. نه اخيستل شوی 24 May 2022.
- ↑ Weil, Ray R.; Brady, Nyle C. (2016). The nature and properties of soils (Fifteenth ed.). London, United Kingdom: Pearson. ISBN 978-1292162232. نه اخيستل شوی 10 October 2021.[مړه لينکونه]
- ↑ Donahue، Miller او Shickluna 1977، مم. 20–21.
- ↑ "Organic environment". University of British Columbia and Agriculture and Agri-Food Canada. نه اخيستل شوی 17 October 2021.
- ↑ Gilluly, James; Waters, Aaron Clement; Woodford, Alfred Oswald (1975). Principles of geology (4th ed.). San Francisco, California: W.H. Freeman. ISBN 978-0-7167-0269-6.
- ↑ "Weathering". University of Regina. نه اخيستل شوی 7 November 2021.
- ↑ Andrews, Jeffrey A.; Schlesinger, William H. (2001). "Soil CO2 dynamics, acidification, and chemical weathering in a temperate forest with experimental CO2 enrichment". Global Biogeochemical Cycles. 15 (1): 149–62. Bibcode:2001GBioC..15..149A. doi:10.1029/2000GB001278. S2CID 128612522. نه اخيستل شوی 7 November 2021.
- ↑ Uroz, Stéphane; Calvaruso, Christophe; Turpault, Marie-Pierre; Frey-Klett, Pascale (2009). "Mineral weathering by bacteria: ecology, actors and mechanisms". Trends in Microbiology. 17 (8): 378–87. doi:10.1016/j.tim.2009.05.004. PMID 19660952. Archived from the original on 7 November 2021. نه اخيستل شوی 7 November 2021.
- ↑ Landeweert, Renske; Hoffland, Ellis; Finlay, Roger D.; Kuyper, Thom W.; Van Breemen, Nico (2001). "Linking plants to rocks: ectomycorrhizal fungi mobilize nutrients from minerals". Trends in Ecology and Evolution. 16 (5): 248–54. doi:10.1016/S0169-5347(01)02122-X. PMID 11301154. نه اخيستل شوی 7 November 2021.
- ↑ Epstein, Howard E.; Burke, Ingrid C.; Lauenroth, William K. (2002). "Regional patterns of decomposition and primary production rates in the U.S. Great Plains". Ecology. 83 (2): 320–27. doi:10.2307/2680016. JSTOR 2680016. نه اخيستل شوی 28 November 2021.
- ↑ Mosier, Arvin R. (1998). "Soil processes and global change" (PDF). Biology and Fertility of Soils. 27 (3): 221–29. doi:10.1007/s003740050424. S2CID 44244791. نه اخيستل شوی 28 November 2021.
- ↑ Griffiths, Robert P.; Madritch, Michael D.; Swanson, Alan K. (2009). "The effects of topography on forest soil characteristics in the Oregon Cascade Mountains (USA): implications for the effects of climate change on soil properties". Forest Ecology and Management. 257: 1–7. doi:10.1016/j.foreco.2008.08.010. Archived from the original on 12 December 2021. نه اخيستل شوی 12 December 2021.
- ↑ Van Breemen, Nico; Buurman, Peter (2003). Soil formation (Second ed.). Dordrecht, The Netherlands: Kluwer Academic Publishers. نه اخيستل شوی 16 January 2022.[مړه لينکونه]
- ↑ Wang, Wenjie; Zhong, Zhaoliang; Wang, Qiong; Wang, Humei; Fu, Yujie; He, Xingyuan (2017). "Glomalin contributed more to carbon, nutrients in deeper soils, and differently associated with climates and soil properties in vertical profiles". Scientific Reports. 7 (13003): 13003. Bibcode:2017NatSR...713003W. doi:10.1038/s41598-017-12731-7. PMC 5636888. PMID 29021579.