د حیواناتو مهاجرت

معمولاً د موسمونو د بدلون په بنسټ د بېلابېلو حیواناتو نسبتاً اوږد-واټن تګ د حیواناتو مهاجرت بلل کېږي. دا په اېکولوجي کې د مهاجرت ترټولو عامه بڼه ده. د الوتونکو، تي-لرونکو، کبانو، خاپوړنو، دوه-ژوندیو، حشراتو او کلک پوستکو په ګډون، یاد مهاجرت د حیواناتو په ټولو سترو کورنیو کې ترسترګو کېږي. د مهاجرت لامل ښایي ځایي اقلیم، ځایي خوړو ته لاسرسی، د کال موسم یا د جفتېدنې لپاره، وي.

د دې لپاره چې ځایي تیت و پرک کېدنه یا په یوه سیمه کې د حیواناتو د شمېر یو-ناڅاپي زیاتېدنه نه، بلکې د واقعي مهاجرت په توګه وګڼل شي، د حیواناتو تګ باید یوه کلنۍ یا موسمي پېښه وي، یا باید د دوی د ژوند د برخې په توګه د استوګنځي یو ستر بدلون وي. د ژمي لپاره د شمالي نیمې کرې د الوتونکو مهاجرت سویلي هغې ته یا د موسمي څرېدو لپاره د افریقایي غرڅه کلنی مهاجرت، د کلني مهاجرت بېلګې دي. د کوچني اتلانتیکي ماهي یا مار ماهي د هغه سیند پرېښودل چېرې زېږېدلی وي، کله چې یې جسامت یو څو اینچونو ته ورسېږي، د استوګنځي د ستر بدلون یوه بېلګه ده. د انسانانو د مهاجرت ځینې دودیزې بڼې د یادې بېلګې سره تطابق لري.

د دودیزو تشخیصونکو الو لکه د الوتونکو ګوتمۍ یا د څارنې مستقیمې الکترونیکي آلې، په کارونې سره مهاجرتونه مطالعه کولای شو. د حیواناتو د مهاجرت په اړه له پوهېدنې وړاندې به خلکو د ځینو نوعو د را څرګندېدلو یا غیبېدلو لپاره فولکوریک وضاحتونه ورکول، لکه دا چې سپین مخې قازې یا بتې په بېړیو باندې له نښلېدونکي کوچیني قاز ډوله اوبني ژوي (goose barnacles) څخه تکثیر کوي.

عمومی کتنه سمول

مفاهیم سمول

مهاجرت په بېلابېلو نوعو کې بېلابېل ډولونه لري او همدارنګه د لاملونو تنوع لري. په دې بنسټ، د مهاجرت لپاره هیڅ ساده او ټول-منلی تعریف وجود نه لري. یو تعریف چې د زولوجېسټ جي. ایس. کینډي لخوا وړاندیز شوی دی، دا دی:[۱][۲][۳][۴][۵]

مهاجرتي رفتار د حیواناتو د خپلو حرکي غړو په مټ یا د لېږد د کومې وسیلې په واسطه یو مداوم او مستقیم حرکت دی. یاد مهاجرت د ځایي خوړو په لنډ مهاله کمښت پورې اړه لري، خو په پایله کې د یادې کړنې د تکرار لامل کېږي. [۵]

مهاجرت څلورو اړوند مفاهیم شاملوي: مستقیم مداوم تګ؛ د دوی د عادي ورځنیو فعالیتونو په پرتله په زیاته کچه (په دواړو فضا او وخت کې) د یو فرد لېږدېدنه؛ د دوه سیمو ترمنځ د یو نفوس موسمي تګ-راتګ او هغه تګ چې د یو نفوس ترمنځ د افرادو د بیا-وېش لامل کېږي. مهاجرت کېدای شي اجباري وي، په دې معنا چې، افراد باید مهاجرت وکړي یا اختیاري وي، په دې معنا چې افراد کولای شي د مهاجرت کولو یا نه کولو انتخاب وکړي. په مهاجرت کوونکو نوعو یا ان په یو جلا نفوس کې، زیاتره وخت ټول افراد مهاجرت نه کوي. کله چې ټول افراد مهاجرت وکړي دا ډول مهاجرت بشپړ مهاجرت بلل کېږي او قسمي مهاجرت هغه مهاجرت ته وایي چې ځیني ژوي مهاجرت وکړي په اسې حال کې چې ځینې یې پاتې شي او تفاضلي مهاجرت هغه مهاجرت دی چې د مهاجرت کوونکو او نه کوونکو افرادو ترمنځ توپیر د لیدو وړ ځانګړتیاوو لکه عمر او جنسیت په بنسټ وي. غیر منظم (غیر نوبتي) مهاجرتونه لکه په یوه سیمي کې د حیواناتو د شمېر یو-ناڅاپي ډېرښت د قحطۍ دباو، د ځایي نفوس ډېرښت یا ځینې نورو پېچلو لاملونو له امله پېښېږي. [۴][۵][۶]

موسمي سمول

موسمي مهاجرت د کال په اوږدو کې له یوه استوګنځي څخه بل هغه ته د بېلابېلو نوعو تګ ته وایي. سرچینو ته د لاسرسي بدلونونه په موسمي نوساناتو پورې اړه لري، چې د مهاجرت بېلګې اغېزمنوي. ځینې نوعې لکه د اتلانتیک سېلمون (سوربخونی کب) د تولید لپاره مهاجرت کوي؛ دوی د جفتېدنې لپاره په اوبو کې پورته خوا ځي او بېرته سمندر ته را ستنېږي. تودوخه د مهاجرت یو مهم فکتور دی چې، د کال سره تړاو لري. زیاتره نوعې، په ځانګړې توګه الوتونکي د ژمي په اوږدو کې د چاپېریال د نامناسبو شرایطو له امله ګرمو ځایونو ته مهاجرت کوي.    [۷][۸]

سیرکېډیَن (بیولوژیکي بهیرونه چې په یوه شپه-ورځ کې پېښېږي.) سمول

سیرکېډین مهاجرت هغه وخت ترسره کېږي چې، الوتونکي له شپه-ورځني دوران (circadian rhythm) څخه په پسرلي او مني کې د هجرت د تنظیم کولو لپاره ګټه اخلي. په سیرکېډین مهاجرت کې، کله چې الوتونکي له یوه ځای څخه بل ځای ته مهاجرت کوي په وخت او فضا دواړو کې د مرغانو د لوري د تشخیصولو لپاره، د سیرکېډن (ورځنی) او سیرکېنول (کلنی) بېلګو د وخت اندازه دواړه مقیاسونه کارول کېږي. دا ډول مهاجرت هغو الوتونکو ته چې په ژمي کې د استوا کرښې ته نږدې پاتې کېږي، ډېر ګټمن دی او همدارنګه د مهاجرت د کوچني ځای حفظولو لپاره د الوتونکي د سمعي او فضایي مغز د حافظې د نظارت امکان مهیا کوي. یاد الوتونکي د وخت د تعیین کولو میکانېزمونه هم لري، چې دوی سره د دوی تر مقصد پورې د فاصلې په تشخیصولو کې مرسته کوي.    [۹]

څپه ییز سمول

څپه ییز مهاجرت په دوراني توګه له یوه استوګنځي څخه بل هغه ته د لېږدېدنې په پار د ژوندیو موجوداتو په واسطه د څپو کارونه ده. د مهاجرت دا ډول زیاتره وخت د خوړو او جوړو د پیدا کولو لپاره کارول کېږي. څپې ښایي ارګانیزمونه له څو نانومترونو څخه ان تر څو سوه کیلومترونو پورې په عمودي او افقي توګه انتقال کړي. د څپه ییز مهاجرت ډېره عامه بڼه د ورځنۍ څپه ییزې دورې په اوږدو کې ساحلي مد و جزر ته تګ راتګ دی. یادې سیمې زیاتره وخت د بېلابېلو نوعو ګڼ نفوس او قوي غذایي موادو څخه برخمنې وي. د چنګاښ، نیممېټډونو (یو ډول چینجي دي) او کوچنیو کبانو په څېر ارګانیزمونه، معمولاً په هرو دولسو ساعتونوکې یو وار، د څپو د کښته او پورته کېدلو سره د دې سیمو دننه او بهر ته حرکت کوي. دوراني حرکتونه د سمندري او الوتونکو نوعو د خوړو پیدا کولو هڅې سره مله وي. معمولاً د سمندر د جزر په اوږدو کې، وړې یا کوچنۍ نوعې د خوړو د پیدا کولو هڅې لپاره راوځی، ځکه چې په لږو اوبو کې ژوندي پاتې کېدلای شي او د ښکار کېدو لږ چانس لري. د اوبو د لوړېدو په وخت کې، د ژورو اوبو او د موجي حرکتونو له امله د مغذي اوبو د پورته راجګېدو له امله سترې نوعې په کې موندلی شو. څپه ییز حرکتونه کله د سمندري بهیرونو په واسطه اسانه کېږي.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ډیل (ورځني) سمول

په داسې حال کې چې اکثره مهاجرتي حرکتونه په یوه کلنه دوره کې پېښېږي، ځینې ورځني حرکتونه هم د مهاجرت په توګه توصیف کېږي. د اوبو زیات شمېر حیوانات عمودي ورځنی مهاجرت کوي او د اوبو له سطحې څخه څو سوه متره کښته او پورته حرکت کوي، په داسې حال کې چې ځینې سمندري ستوري (کبان) د ورځې څو سوه متره افقي مهاجرت کوي.[۱۴][۱۵]

په ځانګړو ډلو کې سمول

د حیواناتو بېلابېل ډولونه په بېلابېلو طریقو مهاجرت کوي.

په الوتونکو کې سمول

د الوتونکو د ۱۰۰۰۰ نوعو له ډلې شاوخوا ۱۸۰۰ نوعې یې د کال د موسمونو پر وړاندې د غبرګون په توګه، هر کال ډېر لرې مهاجرت کوي. د یادو هجرتونو لوری زیاتره وخت له شماله سویل خواته وي، چې نوعې په اوړی کې په لوړو شمالي عرض البلدونو کې خواړه خوري او تولید مثل کوي او د ژمي لپاره د سویل لور ته سلګونه کیلومتره حرکت کوي. ځینې نوعې دا ستراتېژي د شمالي او سویلي نیمو کرو ترمنځ د کلني مهاجرت لپاره غځوي. قطبي ترن (سپین سمندري مرغه دی چې شا یې خړه او سر یې تور وي) د الوتونکو ترمنځ ترټولو اوږد سفر کوي: یاد مرغه هر کال له خپلې نسلي سیمې شمالي قطب څخه سویلي قطب ته پرواز کوي او هر کال بېرته خپلې اصلي ځایي سیمې ته را ګرځي، چې لږ تر لږه ۱۹۰۰۰ کیلومتره (۱۲۰۰۰ مایله) واټن کېږي، چې دا سفر یاد ژوي ته هر کال دوه اوړي مهیا کوي.[۱۶][۱۷][۱۸]

د الوتونکو مهاجرت په بنسټیزه توګه د ورځې د اوږدوالي په واسطه کنترولېږي، چې د الوتونکو په بدن کې د هورموني بدلونونو له لارې په نغوته کېږي.

په هجرت کې، الوتونکي د متعددو حواسو په کارولو سره لار او لوری پیدا کوي. ډېری الوتونکي یو لمریز قطب نما کاروي، دا لور ښوونکی دوی ته امر کوي چې د لمر د بدلېدونکي موقعیت سره د ورځې وخت پرتله کړي. لور-ښوونه د مقناطیسي ساحې د تشخیص په وړتیا باندې مشتمله ده.      [۱۹][۲۰][۲۱]

په کبانو کې سمول

د کبانو د اکثره نوعو حرکت نسبتاً محدود وي، په یوه واحده جغرافیایي سیمه کې پاتې کېږي او د ژمي تېرولو، هګۍ اچونې یا تغذیې لپاره لنډ مهاله هجرتونه کوي. په ځینو حالاتو کې څو سوه نوعې په زرګونه کیلومتره اوږد واټن مهاجرت کوي. شاوخوا ۱۲۰ نوعې د سلمون کورنۍ د کبانو په ګډون د مالګینو او خوږو اوبو ترمنځ مهاجرت کوي (دوی دیادرموس 'diadromous' دي.) [۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. Attenborough, David (1990). The Trials of Life. London: Collins/BBCBooks. د کتاب پاڼې 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-219940-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Silva, S.; Servia, M. J.; Vieira-Lanero, R.; Cobo, F. (2012). "Downstream migration and hematophagous feeding of newly metamorphosed sea lampreys (Petromyzon marinus Linnaeus, 1758)". Hydrobiologia. 700 (1): 277–286. doi:10.1007/s10750-012-1237-3. ISSN 0018-8158. S2CID 16752713. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. National Geographic. Why Animals Migrate Archived 28 July 2011 at the Wayback Machine.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Dingle, Hugh; Drake, V. Alistair (2007). "What is migration?". BioScience. 57 (2): 113–121. doi:10.1641/B570206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Kennedy, J. S. (1985). "Migration: Behavioral and ecological". In Rankin, M. (المحرر). Migration: Mechanisms and Adaptive Significance: Contributions in Marine Science. Marine Science Institute. د کتاب پاڼي 5–26. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite Americana
  7. "About Pacific Salmon". Pacific Salmon Commission. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Basics of Bird Migration: How, Why, and Where". All About Birds. 1 January 2007. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gwinner, E (1996). "Circadian and circannual programmes in avian migration". Journal of Experimental Biology. 199 (Pt 1): 39–48. doi:10.1242/jeb.199.1.39. ISSN 0022-0949. PMID 9317295. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gibson, R. (2003). "Go with the flow: tidal migration in marine animals". Hydrobiologia. 503 (1–3): 153–161. doi:10.1023/B:HYDR.0000008488.33614.62. S2CID 11320839. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hufnagl, M.; Temming, A.; Pohlmann, T. (2014). "The missing link: tidal-influenced activity a likely candidate to close the migration triangle in brown shrimp Crangon crangon (Crustacea, Decapoda)". Fisheries Oceanography. 23 (3): 242–257. doi:10.1111/fog.12059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Brenner, M.; Krumme, U. (2007). "Tidal migration and patterns in feeding of the four‐eyed fish Anableps anableps L. in a north Brazilian mangrove" (PDF). Journal of Fish Biology. 70 (2): 406–427. doi:10.1111/j.1095-8649.2007.01313.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  13. Gibson, R. N. (2003). "Go with the Flow: Tidal Migration in Marine Animals". Hydrobiologia. 503 (1–3): 153–161. CiteSeerX = 10.1.1.463.6977 10.1.1.463.6977. doi:10.1023/B:HYDR.0000008488.33614.62. S2CID 11320839. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hamner, W. M.; Hauri, I. R. (1981). "Long-distance horizontal migrations of zooplankton (Scyphomedusae: Mastigias)". Limnology and Oceanography. 26 (3): 414–423. Bibcode:1981LimOc..26..414I. doi:10.4319/lo.1981.26.3.0414. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. McLaren, I. A. (1974). "Demographic strategy of vertical migration by a marine copepod". The American Naturalist. 108 (959): 91–102. doi:10.1086/282887. JSTOR 2459738. S2CID 83760473. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sekercioglu, C. H. (2007). "Conservation ecology: area trumps mobility in fragment bird extinctions". Current Biology. 17 (8): 283–286. doi:10.1016/j.cub.2007.02.019. PMID 17437705. S2CID 744140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Berthold, Peter; Bauer, Hans-Günther; Westhead, Valerie (2001). Bird Migration: A General Survey. Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-850787-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Cramp, Steve, المحرر (1985). Birds of the Western Palearctic. د کتاب پاڼي 87–100. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-857507-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Fusani, L.; Cardinale, L.; Carere, C.; Goymann, W. (2009). "Stopover decision during migration: physiological conditions predict nocturnal restlessness in wild passerines". Biology Letters. 5 (3): 302–305. doi:10.1098/rsbl.2008.0755. PMC 2679912. PMID 19324648. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lockley, Ronald M. (1967). Animal Navigation. Pan Books. د کتاب پاڼې 136. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Heyers, D.; Manns, M. (2007). Iwaniuk, Andrew (المحرر). Luksch, H; Güntürkün, O; Mouritsen, H. "A Visual Pathway Links Brain Structures Active during Magnetic Compass Orientation in Migratory Birds". PLOS ONE. 2 (9): e937. Bibcode:2007PLoSO...2..937H. doi:10.1371/journal.pone.0000937. PMC 1976598. PMID 17895978. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Harden Jones, F. R. Fish Migration: strategy and tactics. pp139–166 in Aidley, 1981.
  23. Myers, George S. (1949). "Usage of Anadromous, Catadromous and allied terms for migratory fishes". Copeia. 1949 (2): 89–97. doi:10.2307/1438482. JSTOR 1438482. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)