د حکومت پېژندنه او ډولونه

حکومت د هغه افرادو او ګروپ څخه عبارت دئ چي د دې ځواک لري څو پر يوه ځانګړي قلمرو باندي د قانون مطابق حکم وکړي. دا قلمرو کېدای سي يوه مځکه، يو هيواد، يو ايالت او يا هم په هيواد کي دننه يوه ساحه کي وي.

⇐ حکومت قوانين، مقررې او لايحې جوړوي، ماليې راټولوي او پيسې چاپوي.

⇐ حکومتونه قضايي سيستمونه لري چي د قانون پر ضد عملونه يا فعاليتونه فهرستوي او د قانون مطابق يې مجازات شرح کوي.

⇐ حکومت د اجرايوي ضمانت لپاره د پوليسو ځواکونه لري تر څو د خلکو له اړخه د قانون پېروي کولو ډاډ حاصل سي، او ټول خلک د قانون پېروي کولو ته اړ باسي.

⇐ حکومت ډيپلوماټان لري چي د نورو هيوادونو په رسمي ناستو کي د خپل هيواد اړيکي د نورو هيوادونو سره سمي وساتي. او هڅي وکړي ترڅو مشکلات او يا اختلافات د دوو هيوادونو ترمنځ حل کړي، او کولی سي د هيوادونو سره مرسته وکړي ترڅو د جنګ څخه مخنيوی وکړي، سوداګريز تړونونه لاسليک کړي ترڅو سوداګريزي، کلتوري  او يا ټولنيزي اړيکي د يو بل سره ولري.

- حکومت پوله ساتي ځواکونه او پوځ لري ترڅو پر پولو د نورو هيوادونو څخه د خپل هيواد ساتنه وکړي او يا په هيواد کي دننه د پرديو هيوادونو کړيو سره مقابله وکړي.


د حکومت ډولونه سمول

==

حکومتونه پر لاندي پنځو برخو وېشل سوي دي چي د هر يوه څخه به يې په لنډه توګه يادونه وکړو:

1-ډموکراسي

2-سلطنت

3-آريستوکراسي

4-ديکتاتوري

5-اليګارشي

ډموکراسي سمول

تر ټولو مروج حکومت په غربي نړۍ او همدارنګه ډېرو نورو هيوادونو کي چي د ډموکراسۍ په نوم يادېږي. په ډموکراسي کي، د يوه هيواد ټول خلک کولی سي چي د ټاکنو له لاري، نماينده ګانو او يا سياسي ګوندونو ته رايه ورکړي ترڅو نماينده ګان او سياسي ګوندونه حکومتي رهبر وټاکي او هم کولی سي چي هر فرد په جلا ډول په  ټاکنو کي برخه واخلي. خلک په ډموکراسۍ کي کولی سي چي د پارلمان غړي او ولسمشر د خپلواکو ټاکنو له لاري انتخاب کړي.

سياسي ګوندونه او متشکله سازمانونه د بېلابېلو ذهنيتونو پراساس چي څه ډول بايد يو هيواد يا يوه سيمه اداره سي، حق لري. بېلابېل سياسي ګوندونه په دې اړه چي څه ډول بايد حکومت مختلفي ستونزي حل او لاسرسی ورته وکړي بېلابېل ذهنيتونه لري، او ډموکراسي لاندي شعار سره بدرګه کېږي.

ډموکراسي د ولس حکومت، د ولس په وسيله او د ولس لپاره.

سلطنت سمول

هغه حکومت ته ويل کېږي چي د يوه پاچاه يا يوې ملکې په واسطه اداره کېږي. پاچاه او ملکه د سلطنت موقف د خپلي کورنۍ لخوا چي شاهي کورنۍ نومېږي ترلاسه کوي. سلطنت پر دوه ډوله دئ: مطلقه سلطنت او مشروطه سلطنت. په مطلقه سلطنت کي واکمن پخپل قدرت کي هيڅ ډول محدوديت او شرط نه لري او نه يې مني. خو په مشروطه سلطنت کي د پاچا واکونه د قانون په چوکاټ کي محدودېږي.

=== آريسټوکراسي

===

دا ډول حکومت د ښو او بهترينو افرادو لخوا اداره کېږي. کوم افراد چي په يوه آريسټوکراسي نظام کي حکم ورکوي، آريسټوکراسان بلل کېږي. آريستوکراسي د ښو حکمرانانو له پلوه توپير لري. د ښو حکمرانانو حکومت په دې مانا دئ چي يو حکمران حکم کوي خو آريسټوکراسي په بل ډول ده چي څو او يا هم په ډېر شمېر واکمنان حکم کوي او يا هم د بېلابېلو لارو څخه حاکمان ټاکل کېږي.

ديکتاتوري

  ديکتاتوري د يوه کس له لوري د يوه هيواد پر ټولو خلکو قدرت چلوي او اداره کوي يې. روم جمهوريت ديکتاوري مينځته راوړه ترڅو واک د جنګ او زور په مټ لاس ته راوړي او اداره وکړي. د روم ديکتاتورۍ همېشه بدي نه وې. د روم ديکتاتوريو يوازي د لنډو مودو لپاره قدرت ساتئ، په نوي پېر کي به د ديکتاتورۍ واک د کوم قانون، اساسي قانون يا نورو ټولنيزو او سياسي ادارو لخوا پر مخ ولاړ نه سي، ځکه چي قوانين هر څه محدودوي او ديکتاتوري خو بېخي له منځه وړي. د دوهم نړيوال جنګ وروسته د لاتيني امريکا،  اسيا او افريقا ډېر حکومتونه د ديکتاتورانو لخوا چلول کېدل. آيدي امين، معمر قذاقي او صدام حسين د دغو ديکتاتورانو نمونې دي.

اليګارشي سمول

اليګارشي هغه حکومت ته ويل کېږي چي د يوه کوچني ګروپ ځواکمنو خلکو لخوا اداره کېږي. يوه اليګارشي حکومت د يوه ديموکراتيک حکومت سره په بشپړه مانا توپير لري  ځکه چي لږ شمېر کسانو ته چانس ورکول کېږي چي سياسي اړخونو ته بدلون ورکړي. يو اليګارشي بايد ارثي نه وي او نه هم د پلار څخه زوی ته انتقالېږي. اليګارشي يو ځانګړی حاکم نه لري بلکي د څو ځواکمنو کسانو لخوا اداره کېږي. د بېلګي په ډول د زړو اليګارشيو څخه د پخواني شوروي اتحاديې او د سويلي افريقا پخواني سپاهيدونو نومونه اخيستلی سو.

د حکومت په اړه نظريې سمول

(۱) حکومت نظام دئ چي تر واک لاندي يې يوه ټولنه يا يو هيواد اداره کېږي، حکومتداري هغه وسيله ده چي له مخي يې د حکومت پاليسي تطبيق کېږي، او پاليسي جوړونکی هم دئ او هم د هيواد ستراتيژي ټاکي. په يو هيواد کي بېلابېل سياسي سيستمونه، مؤسسې، وسايط او نور په حکومت پوري اړه لري او د همدې حکومت له لوري ادراه کېږي چي معمولاّ درې برخي لري: مقننه قوه، اجرايه قوه او قضا.

(۲) ټول هيوادونه د حکومتونو له لوري اداره کېږي، هر حکومت چي د بل حکومت پر ځای راځي، د افرادو انډول ساتي، سياسي پرېکړي کوي او د پلي کولو څارنه يې کوي. د دوی دنده دا ده چي قوانين جوړ او نافذ کړي څو د شخړو په حالت کي يې پر ښکېلو غاړو عملي کړي. په ځينو ټولنو کي دا حکومتونه د چارو ابدي او مراثي کنټرول لري. خو په نورو ټولنو کي چي ډموکراسي يو مهم رول لوبوي، سياسي رول پر ځای پاته دئ، مګر د هغو کسانو ترمنځ شتون لري چي په دې رول او ځای کي دي.

خو په هره بڼه حکومت کي، حکومت د خلکو پر ټولو فعاليتونو باندي خورا مهم رول لري. په همدې دليل د سياسي علومو عالمان په عمومي توګه استدلال کوي چي حکومت بايد يوازي مطالعه نه کړل سي، بلکي د دې سره سره  بايد د انټرولوژي، اقتصاد، تاريخ، فلسفې، ساينس او ټولنپوهني علوم هم مطالعه کړل سي. ژباړه او زیاتونه: نورايل کليوال

دا هم وګورئ سمول

امارت

سرچينې سمول