د حقوقو بنسټونه

د حقوقو بنـسټونه:

سمول

د حقوقو تعريف

سمول
تر اوسه حقوق پوهان په دې نه دي توانېدلي چې د حقوقو لپاره يو داسې تعريف وړاندې کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي، نو له همدې کبله ده چې په لومړيو کې حقوق په دوه برخو وېشل کيږي.

لومړی عندي حقوق او دوهم افاقي حقوق.

حقوق او اخلاق:

سمول

پخوا دواړه په يوه معني او يو ځاي استعماليده خو په دريمه پيړئ کي سر ه جدا شو. فرانسوي عالم ژان ژاک روسو ويل چي په هغه وخت کي حقوقي قواعدو ته هثڅ ضرورت نه ؤ ځکه چي د هغه وخت تمام امور ديني او اخلاقي قواعدو تنظيمول. په دريمه پيړئ کي سره بيل شو او علت يي دا ؤ چي حقوقي قواعدو جبري او اخلاقي غير الزامي اړخ ونيوه.او بله دا چي حقوق د تمامي ټولني او اخلاق د فرد د شخصي وضعي او صورت حال پوري ارتباط درلوده. ددي سره يي بل فرق دادي چي داخلاقي دايري نه وتونکي او تخلف کولونکي يواځي ا ويواځي د روحي عذاب او د وګړو د کرکي او نفرت نه بل څه نه دي مګر د حقوقو د لايحي نه سرغړونکي ددولت له خوا په تاکلي جزا توبيخ او مجازات کيږي.

د حقوقو اوتقليدي ( مجاملاتي ) قواعدو تر منځ فرق:

سمول

هغه قواعد دي چي په ټولنيزو اړيکو کي پري عمل کيږي لکه د سلام ورکول ، د خوښئ په مراسمو کي خوښي او د ماتم په مراسمو کي غمشريکي.

ټول علوم په دوه برخو ويشل شوي دي: طبيعي علوم اجتماعي علوم د حقوقو علم په ډيرو پراخو مواردو کي د زوند د نورو اړخونو، فنونو او علمونو سره ارتباط لري : اقتصاد

سياست

تاريخ

روحيات

ټولنپوهنه


دطبيعي علومو سره د حقوقو ارتباط:

· طب

· کيميا


د حقوقو د علم څانګي

سمول

تحقيقي يا څيړنيز علم:

سمول

دي حقوقو ته موضوعه حقوق هم وايي. د ا هغه حقوق دي چي په عمل کي تطبيق شي. د قانون، عرف اوقضايي رويي په وسيله تحقيقي حقوق ګڼل کيږي.

طبيعي حقوق:

سمول

پخوا ويل کيدل چي ټول موجودات په کي ګډ وي. اوسنئ نظريه وايي چي چي هغه قواعد دي چي تل ثابت د بدلونونو تابع نه وي.هر هغه څه چي ښه وي او عقل يي مني.

د منابعو له پلوه د حقوقو ويش:

سمول

هغه حقوق دي چي د دولت له خوا نه وضع کيږي او نامدون ورته واي او د عرف پوري ارتباط لري.

مدون حقوق:

سمول

چي په ټولنه کي د ټولنيز ژوند د تامين په خاطر وضع کيږي او اجباري شکل لري او مثال يي قانون دي .

افاقي حقوق :

سمول

جبري تطبيق کيږي او هغه قواعد دي چي په ټولنه کي نظم تامينوي .

کورني يا ملي حقوق:

سمول

د يو هيواد د وګړو ډول ډول اړيکي يوله بله سره څيړئ.دځانګړ ي دولت او ملت پوري اړه لري چي نظم ساتي .

عمومي حقوق( عامه حقوق):

سمول

هغه قواعد دي چي د وګړو او ټولني ، يا دولت تر منځ مناسبات سره ټينګوي تاو تنظيموي .او لاندي برخي لري:

اساسي حقوق:

سمول

هغه قواعد دي چي د دولت بنسټيز او اساسي مسايل څثړي لکه د دري ګونوقؤ واک ،وظايف او مسوليتونه ، د وګړو د ګدون طرز او بڼه او د دوي په وړاند ي د دولت د ازاديو نه بحث کوي .

اداري حقوق:

سمول

د ولتي تشکيلاتو، ادارو،وزارتونو ، ښارواليو او د خلکو د تر منځ په اړيکو غږيږي.

مالي حقوق:

سمول

چي څنګه د هيواد د وګړو څخه ماليات راغونډ کړل شي او څنګه د عمومي بوديجي څخه د هيواد په وګړو پيسي وويشي تر څو خپلي دندي په مخ بوزي.

د جزا حقوق:

سمول

د اشخاصو د جزا څرنګوالي يي په غاړه ويز هغه اعمال چي عامه نظم ته زيان رسوي دولت د هغي په مقابل کي جزا تعين کوي .

د کار حقوق:

سمول

چي د کارګر او کارفرما تر منځ وي په هغه روابطو غږيږي.

خصوصي حقوق:

سمول

ذات البيني اړيکي څيړي.د زماني په تيريدو دا اصطلاح په مدني حقوقو تبديل شوه په تيره بيا فرانسوي عالم دوماپه دي هکله څانګړي تاليفات وکړل . د فرانسوي د انقلاب نه وروسته په کال ١٧٨٩ کي دي اصطلاح ډيره وده وکړه لکه جي د ناپليون د ١٨٠٤ کال کي دا اصطلاح د فرانسي د مدني قانون په نامه ونومول شوه.کوچنئ برخي يي دادي:

د تجارت حقوق:

سمول

د سوداګريزو هڅو څخه بحث کوي او د بايع او مشتري تر منځ اړيکي څيړي.

کورني حقوقک

سمول

چي د يو فرد اړيکي د هغه د کورنئ سره څيړي:

د وجايبو حقوق:

سمول

چي د وګړو ترمنځ يو د بل په وړاندي وجائب تاکي.؛

عيني حقوق:

سمول

چي د څيزونو سره د افرادو مناسبات څيړي.

ميراث حقوق:

سمول

چي د متوفي نه په متروکه کي د هغي د وارثانو برخي يا سهميي څيړي.

نړيوال يا بين المللي حقوق:

سمول

چي د دولتونو تر منځ اړيکي څيړي او همدارنګه د نړيوالو سازمانونو سره د بيلابيلو دولتونو د وګړو اړيکي څيړي.

== نړيوال عمومي حقوق: ==

هغه قواعد دي چي د د ولتونو او نړيوالو سازمانونواو کله ناکله د وګړو تر منځ په نړيوال ډګر کي اړيکي تنظيموي.

نړيوال خصوصي حقوق:

سمول

په نړيوال ژوندانه کي د شخص حقوق تنظيموي. کله چي د فرد په اړيکو کي د بهرني لامل موجود وي دا حقوق يي څيړي. اړونده موضوعات يي لاندي دي:

تابعيت:

سمول

د دولت سره د فرد ساسي، معنوي، او حقوقي رابطه څيړي.

د بهرنيانو حقوق:

چي په پردي خاوره کي ژوند کوي

== د قوانينو تعارض. ==

د جزا نړيوال حقوق:

سمول
نړيوال جرمي عنصر د جزا لاندي نيسي.

عندي ، نفسي او ذاتي حقوق:Subjective Law:

سمول

هغه قواعد دي چي د افرادو عمل ، جزااقتدار او امتياز ټاکي. پورته اصطلاح په حقوقو کي د Rights په نامه ياديږي.

سياسي حقوق:

سمول
هغه اختيارات دي چي شخص يي د دولت په عمومي قواو او دد ولت په  سازمان کي د ګډون لپاره لري.لکه د انتخابيدو حق او د انتخابولو او تابعيت حق.

عمومي حقوق:

سمول
چي د خلکو په شخصيت او ددولت  او خلکو پر اړيکو ناظر دي.لکه د ژوند حق.

خصوصي حق:

سمول
چي هر شخص يي د نورو په وړاندي لري لکه د مالکيت حق او ابوت او بنوت حق.

نامالي حق :

سمول
چي د انسان د عاطفي او اخلاقو پوري ارتباط ولري.

مالي حق:

سمول

چي د يو شخص حقو دندي، شتنمني او ديون ټاکي چي د غه حقوق په پيسو د محاسبي وړ دي .په دوه برخو ويشل شوي دي :

عيني حق :

سمول

چي يو شخص يي په شيانو لري.

عيني اصلي حق :

سمول

چي شخص ته د يو شي د استعمال يا انتفاع کامل يا ناقص حق ورکړل شي.د انتفاع او ارتفاق حقوق د مالکيت د څانګو څخه دي.

د انتفاع حق :

سمول

چي شخص د هغه په بنسټ کولاي شي د هغه نه ګټه واخلي.

د ارتفاق حق :

سمول

هغه حق دي چي د يو هيواد څښتن کولاي شي ، د خپل ملکيت په اعتبار د بل چا له ملک څخه کار واخلي لکه د عبور حق .

عيني تبعي حق :

سمول

چي د معين عين د طلب وثيقه وګرځي او حق غوښتونکي ته حق ورکړي.

شخصي يا ديني حق:

سمول

د هغه حقوقو مجموعه ده چي يو شخص يي په بل لري لکه د داين ا و مديون اړيکي..

معنوي يا مانيز حق :

سمول

چي نه مادي او نه شخصي ماهيت او ارزشت ولري بلکي يوه زهني زيږنده وي لکه د يو ه شاعر شعر .

د حقوقو سرچيني:

سمول

د افاقي حقوقو سرچينه :

سمول

ددي حقوقو سرچيني ٤ دي : o قانون o عرف o قضايي رويه o دکتورين

١:قانون:

سمول

په يوناني کي ورته Cannon وايي. د روم په قانون کي ورته Lex وايي. په فرانسوي کي ورته Loi وايي

د قانون تعريف:

سمول

د هغه معقول او صريح تجويز څخه عبارت دي چي د ذيصلاح مرجع له خوا په الزامي دول تطبيقيږي.

د قانون ځانګړتياوي:

سمول

o د ذيصلاح مرجع له خوا وي o بايد مجرد او عمومي وي يعني د کسانو د نومونو نه پرته بايد وضع شي. o تلپاتي او مسلسل وي . o بايد کتبي او مؤيده ولري. o تسويد:هغه مرحلي ته وايي چي د اړتيا په صورت کي چي يو ه قانوني پروژه د موظفو څانګو له خوا جوړيږي. o تصويب: o توشيح:د رئيس جمهور د امضا کولو دوره. o نشر: o انفاذ.

د قوانينو سلسله مراتب:

سمول

اساسي قوانين:

سمول
عمده او اساسي مسائل په نظر کې نيسي 

فرعي يا عادي قوانين:

سمول

چي د اساسي قوانينو څخه الهام اخلي.

٢: عرف:

سمول

هغه قواعد دي چي په تدريج او په خپله د ټولو يا يوي ډلي خلکو په منځ کي شوي او الزامي ځانګړتيا يي ځانته غوره کړي وي . د عرف د پايښت لپاره اړين عناصر: الف: مادي عنصر: o عمومي والي o دايمي والي. ب: رواني عنصر:

٣:د قضاتو رويه:

سمول

د قضاتو د رايو مجموعه چي د کومي موضوع د حل په خاطر يي عملي کړي وي او يا يي د پورته منابعو نه د مسلي په حل کي تفسير کړي وي . o قانوني تفسير: چي د پارلمان له خوا تفسير کيږي. o شخصي تفسير:هغه تفسير چي ددي علم د پوهانو له خوا تفسير کيږي چي هيڅ ارزښت نه لري. o قضايي تفسير:د ا د قضايي ارګان صلاحيت دي چي د خپلو صلاحيتونو په حدودو کي پري د قانون خلا دکوي.

قضايي رويه شوني ده چي په لاندي مواردو کي پلي شي:

سمول
  • د قانون د نقض په صورت کي:هغه حالت دي چي د حقوقي پيښو په صورت کي هغي ته ځواب نه وي ويل شوي .
  • د قانون د سکوت په صورت کي :چي قانون د يوي مسلي په هلکه څه نه وي ويلي او ساکت پاتي شوي وي .
  • د قانون د نيمګرتيا په صورت کي : که چيري د قوانينو په متنونو کي مغايرت او فرق وي.

٤: دکتورين:

سمول

د حقوقو په ساحه کي معمولاْ د علماء نظريي ته دکتورين ويل کيږي .

د عندي حقوقو سرچيني:

سمول

په ٢ ډوله دي:

  • حقوقي کارونه
  • حقوقي پيښي

حقوقي کارونه: د ١، ٢ او يا څو ارادو تبارز ته ويل کيږي چي حقوقي پايلي يا اثار رامنځته کړي. او په دوه ډوله دي :

  • عقود:د ٢ ا و يا څو ارادو توافق ته وايي چي چي دندي رامنځته کړي. لکه د نکاح عقد، شرکت.
  • ايقاعات :هغه حقوقي کار دي چي د هغي د پايلي لپاره يو اځي يو ه اراده کفايت وکړي. په دي کي يو ه اراده ضرور ده لکه طلاق

٢: حقوقي پيښي :

سمول

هغه پيښي دي چي د ارادي څخه پرته حقوقي پايلي ولري . په دي معني چي شايد چي ښايي حقوقي پيښي ارادي وي لکه غصب او همدارنګه لکه مړينه او د شخص زيږيدنه غيري ارادي دي .

د حقوقي قواعدو ظرفيت :

سمول

په مکان کي د حقوقو قلمرو:

سمول

يعني د توشيح شوي قانون د انفاذ لپاره معين قلمرو ته ضرورت دي:

  • د شخصي احوالو په قوانينو پوري اړوند :
  • د مالونو ا پريکړه ليکونو په هکله قوانين :
  • د اسنادو د تنظيم پوري ړوند قوانين:
  • په عمومي نظم پوري اړوند :

په زمان کي د حقوقو قلمرو:

سمول

مانا دا چي قانون تر کوم وخت پوري د اعتبار او تنفيذ وړ دي ؟

په زمان کي د قوانينو تعارض:
 په تيرو پيښو دقوانينو اغيز:
نوي قانون په تيرو پيښو اغيز نه لري مګر په راتلونکو پيښو ئي لري. لاندي ٢ اصول د څيړلو وړ دي :

په راتلونکي د قانون اغېز: ١: سوال : که يوه ستونزه داسي وخت پيښه شي چي د هغي نښي نښاني د نوي قانون د انفاذ سره دوام پيدا کړي او يا دا چي يوه پيښه د دواړو قوانينو د حکومت په وخت دوام پيدا کړي، دغه ستونزه څنګه لري کيدي شي؟ ځکه چي د مخکينيو اصولو په رڼا کي ياني پر راتلونکي د قانون اغيز او د قانو ن فوري اغيز ، دلته بايد نوي قانون په مطلق ډول تطبيق شي. په دي وخت کي د پخواني قانون څخه هر هغه څه چي د مظنون په ګټه وي هغه عملي کيږي او که په تاوان يي نو صرف نظر تر ي کيږي . ٢: سوال : که چيري د ٢ کسانو تر منځ يوه شخړه پيدا شي اړ د زوړ قانون د اوامرو په اساس دا شخړه بايد د ولسواليئ په ابتداييه محکمه کي حل شي او دي ابتداييه محکمي ددي شخړي د حل په خاطر بعضي کارونه هم کړي وي مګر د نوي قانون د انفاذ په اثر دا شخړه بايد د ولايت په مرافعه محکمه کي حل شي. سوال دلته دي چي که چيري د نوي قانون په اثر په مرافعه محکمه کي حل شي نو پخواني تمام مراحل بايد د نظر نه وغورځول شي او بايد د سر نه مرحلي طي شي په داسي حال کي چي د مخاصمينو وخت هم ضايع کيږي او د هغوي د نارضايتئ سبب ګرځي ، نو دلته د کوم قانون نه بايد کار واغستل شي؟ بايد هم قاعده او هم بايد استثاآت مراعت شي يعني په دي معني چي څومره مراحل چي ابتداييه محکمي طئ کړي وي هغه ته اعتبار ورکړل شي او نور مراحل بايد مرافعه طئ شي. د پريکړه ليکونو راتلونکي اغېز: