د حضرت اسماء بنت ابوبکر رضی الله مدرسه

دحضرت أسماء بنت أبی بکر الصدیق رضی الله عنها دارالحفاظ سمول
دغه دارالحفاظ په ۱۳۸۷هـ ش کال په یو ډیرستونزمن چاپیریال کی جورکړل شو چی دیوی خوا نوی هیواد ته راستانه شوی وه اودبلی خوا بیلابیلی ستونزی وی چی دالله جل جلاله په فضل سره حل شوی چی په نتیجه کی دغه دارالحفاظ د جمعیت خیریه تحفیظ قرآن کریم سره وتړل شو چی اوس مهال تقریبا ۳۰۰ کسان زده کوونکی لری  چی تراوسه ئی دری دوری فارغان ټولنی ته وړاندی کړی  ، چی داټول د قدرمنی استاذی حافظی .... په سختیو او زحمتونوګاللو سره چی هره ورځ پرته له کوم تأخیر او یارخصتی څخه دسهار له لمانځه پیل او دمازدیګرترلمانځه پوری په دوامدارډول سره ئی ترسره کوی دغه حد ته سیدلی دی الله جل جلاله دورته په دارینوکی اجرعظیم ورکړی اوالله جل جلاله دورته صدقه جاریه وګرځوی ،  او سندونه د حج او اوقافو وزارت لخوا ورکول کیږی دیادونی وړده چی دغه دارالحفاظ مکمل دنجونی دی ، د قرآن کریم دحفظ ترڅنګ لاندی کتابونه هم تدریس کیږی چی : دقرآن کریم ترجمه او تفسیر، توحید ، حدیث شریف ، فقه ، تجوید ، اسانه لمونځ ، نورانی قاعده . داپه لنډ ډول ددغه دارالحفاظ پیژندپاڼه وه                                                                شبیه سازی سمول
آدرس دارالحفاظ: شهر کابل، ناحیه 5، نزدیک مکتب نیازبک، ضلع شرقی مسجد حاجی یعقوب. سمول