د جیمي کارتر ولسمشري

د متحده ایالاتو د ۳۹ م ولسمشر په توګه د جیمي کارتر کاري دوره د ۱۹۷۷ ز کال د جنوري په ۲۰ مه نېټه د هغه په لوړې کولو سره پیل او د ۱۹۸۱ ز کال د جنوري په ۲۰ مه نېټه پای ته ورسېده. له جورجیا څخه دیموکرات کارتر وروسته له هغه چې برحاله جمهوري غوښتونکي ولمسشر جرالد فورډ ته یې د ۱۹۷۶ ز کال په ټاکنو کې ماته ورکړه، واک ته ورسېد. د هغه ولمسشري وروسته له هغه چې د ۱۹۸۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د جمهوري غوښتونکي نوماند رونالډ ریګان له خوا ماته وخوړه، پای ته ورسېده.

کارتر د اقتصادي پړسوب د اوج پر مهال واک ته ورسېد، اقتصاد کمزورې وده لرله او په لوړه کچه پړسوب(انفلاسیون )شتون درلود. د هغه بودیجوي سیاستونو د دولت په لګښتونو کې په سپما سره د بودیجې د کسر راکمولو له موخې د پړسوب په کمولو تمرکز درلود. د انرژۍ اړوند اندېښنو په غبرګون کې چې د ۱۹۷۰ مې ز لسیزې په اوږدو کې یې شتون درلود، د هغه ادارې د انرژي ملي پالیسي پلې کړه چې د انرژۍ د زېرمه کولو او د هغو د ځای نیونکو منابعو د ودې په موخه طراحي شوې وه. د کارتر د سیاستونو سربېره دغه هېواد په ۱۹۷۹ ز کال کې د انرژۍ له کړکېچ سره مخ شو، چې ورپسې د ۱۹۸۰ ز کال لوی کړکېچ هم رامنځته شو. کارتر د هوساینې، روغتیا پالنې او مالیاتي سیستمونو په برخو کې یو شمېر اصلاحات رامنځته کړل، خو تر ډېره له دې امله چې له کانګرس سره یې چندان پیاوړې اړیکې نه لرلې، په خپلو پلانونو کې پاتې راته.

کارتر په داسې حال کې چې د سړې جګړې په نیمايي کې واک ته ورسېد، د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسي مخ یې په بشري حقونو باندې د ټینګار لوري ته بدل کړ. هغه د سړې جګړې په برخه کې د خپلو پخوانیو ځایناستو پخلاینې غوښتونکو پالیسیو ته دوام ورکړ، له چین سره یې اړیکې عادي کړې او له شوروي اتحاد سره یې د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت خبرو ته دوام ورکړ. د عربو-اسرائیلو ترمنځ شخړې د پای ته رسولو په برخه کې هغه د اسرائیلو او مصر ترمنځ د کمپ ډېوېډ هوکړې د تنظیم کولو په برخه کې مرسته وکړه. په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له برید وروسته، هغه له شوروي اتحاد سره د پخلاینې پالیسۍ پرېښودې او نظامي پیاوړتیا او په مسکو کې له المپیک لوبو څخه د وتلو په څېر دیپلماتیکو فشارونو ته یې مخه کړه.

د کارتر د ولسمشرۍ دورې وروستۍ ۱۵ میاشتې په ایران کې د یرغمل کولو او اقتصادي کمزورتیا په ګډون د ګڼ شمېر لویو کړکېچونو شاهدې وې. مخکښ لیبرال دیموکرات ټېډ کنډې چې د کارتر د ملي روغتیايي بیمې له سیسټم سره مخالف و د ۱۹۸۰ ز کال د دیموکراتیک ګوند په مقدماتي ټاکنو کې د هغه سیال و. خو د ۱۹۷۹ ز کال په وروستیو او د ۱۹۸۰ ز کال په لومړیو کې د هغه له سیاستونو څخه د عامه ملاتړ له امله هغه وکولای شول چې کنډې ته ماته ورکړي او بیاځلي نوماندي وګټي. په عمومي ټاکنو کې کارتر د کالیفورنیا له پخواني محافظه کاره والي ریګان سره مخ شو. ریګان په پرېکنده ډول ټاکنې وګټلې. د تاریخ لیکونکو او سیاست پوهانو د نظر پوښتنو له مخې کارتر په معمول ډول د منځنې کچې د ټېټې پوړۍ ولسمشر بلل کېږي، خو د ولسمشرۍ له دورې وروسته، د هغه د بشرپالنې اړوند چارو له امله په ټوله نړۍ کې مثبت کس ګنل کېږي.

بهرنۍ چارې سمول

په داسې حال کې چې په پیل کې بهرني سیاست د هغه په لومړیتوبونو کې نه و، خو د کړکېچونو رامنځته شوې لړۍ په مخ پر زیاتېدونکي ډول د هغه پام شوروي اتحاد، افغانستان، ایران او د انرژۍ نړیوالو ستونزو ته واړاوه.[۱]

یمن سمول

په ۱۹۷۹ ز کال کې، شوروي اتحاد د یمن په دویمه جګړه کې لاسوهنه وکړه. له سویلي یمن څخه د شوروي ملاتړ، د ایران د انقلاب په خوا کې یو «کوچنی شاک» و. دغه ګام د شوروي اتحاد پر وړاندې په قاطعانه ډول د کارتر د لیدلوري د بدلېدو لامل وګرځېد، هغه بدلون چې د شوروي افغان جګړې پر مهال څرګند شو. [۲]

افغانستان سمول

افغانستان د سړې جګړې په لومړیو کې بې پلوه و، خو د ۱۹۷۳ ز کال کودتاه په دغه هېواد کې د لویدیځ پلوه دولت د رامنځته کېدو لامل وګرځېده. پنځه کاله وروسته، د نورمحمد ترکي تر مشرۍ لاندې کمونیستانو واک ترلاسه کړ. نوی رژیم – چې د ترکي د سخت دریځه خلقي ډلې او معتدله پرچم ډلې ترمنځ وېشل شوی و – د ۱۹۷۸ ز کال په ډسمبر میاشت کې له شوروي اتحاد سره د ملګرتیا هوکړه لاسلیک کړه. د سیکور زده کړو او د ځمکې د بیاځلي وېش اړوند د ترکي هڅې د افغانستان په تاریخ کې د هغه د سیاسي مخالفینو له زیاتې کچې اعدامونو او ځپلو سره مل وې، چې د افغان مجاهدینو بغاوت یې رامنځته کړ. د ۱۹۷۹ ز کال په اپرېل میاشت کې د یوه عمومي پاڅون وروسته، د ترکي حکومت د هغه د خلقي سیال حفیظ الله امین له خوا په سپټمبر میاشت کې له منځه یووړل شو. شوروي مشران له دې وېرېدل، چې په افغانستان کې اسلام پالی دولت به شوروي اتحاد ته د اړوندې مرکزي آسیا کنټرول له ګواښ سره مخامخ کړي، له همدې امله شوروي اتحاد د نا آرامیو په زیاتېدو سره ۳۰۰۰۰ سرتېري د شوروي – افغان پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړل. تاریخ لیکونکی جورج سي. هرینګ څرګندوي چې: کارتر او برژنسکي دواړو افغانستان د یوه پیاوړي دام په توګه ګاڼه، چې کولای یې شو، د شوروي اتحاد زېرمې په یوه بې پایله جګړه کې تشې کړي، له همدې امله متحده ایالاتو د ۱۹۷۹ ز کال په نیمايي کې له افغان مجاهدینو سره مرسته کول پیل کړل. په ورته مهال په ۲۰۲۰ ز کال کې د کانر توبین له خوا په دیپلماتیک هیسټري نومي مجله کې د متحده ایالاتو د یو شمېر محرمو اسنادو بیا کتنه ښيي چې: «د کارتر ادارې نه هم د شوروي اتحاد مداخله غوښته او نه یې د هغو تمه لرله ... په کوچنۍ کچه نفوذي پروګرام چې د شوروي د نفوذ په غبرګون کې یې وده وکړه، د شوروي د نظامي مداخلې په حالت کې د احتمالي طرحې یوه برخه وه چې واشنګټن ته یې ځانګړی موقعیت برابر کاوه او د شوروي لپاره یې د ځایګي موندلو شرایط سخت کول، خو دغه طرح د مداخلې لپاره نه وه جوړه شوې». په ډسمبر میاشت کې د امین دولت د هېواد په ډېرو برخو واک له لاسه ورکړ او شوروي اتحاد ته یې زمینه برابره کړه، څو په افغانستان برید وکړي، امین ووژني او د پرچم ډلې مشر ببرک کارمل د ولسمشر په توګه په چوکۍ کښېنوي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

کارتر په افغانستان باندې د شوروي اتحاد برید حیران کړ، ځکه په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ ز کلونو کې د متحده ایالاتو استخباراتي ټولنه دې پای ته رسېدلې وه چې مسکو به له زورنه کار وانخلي. د سي آی اې چارواکو معلومات ترلاسه کړي و چې شوروي اتحاد په شوروي افغان پوله سرتېري ځای پر ځای کړي، خو دا باور یې نه درلود چې برید دې وکړي. کارتر باور درلود چې د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان نیول به د فارس خلیج سیمې پر وړاندې جدي ګواښونه رامنځته کړي او په کلکه سره یې د هغه څه پر وړاندې چې هغه یو خطرناک ګواښ باله غبرګون وښود. کارتر د یوې تلویزیوني وینا په ترڅ کې په شوروي اتحاد بندیزونه اعلان کړل، له پاکستان سره یې یوځل بیا د مرستو اعلان وکړ او د کارتر دکتورین یې بیان کړل چې له مخې یې متحده ایالاتو د شوروي اتحاد له خوا د فارس خلیج د کنټرول کولو اړوند ټولې هڅې شنډولې. پاکستاني رهبر محمد ضیاالحق له دې وړاندې له کارتر سره د پاکستان د اټومي پروګرام او د ذوالفقار علي بوټو د اعدامولو له امله کمزورې اړیکې لرلې، خو په افغانستان د شوروي اتحاد برید او په ایران کې بې ثباتۍ د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ دودیزې اړیکې یوځل بیا پیاوړې کړې. کارتر د سعودي عربستان او د پاکستاني د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) سره په همکارۍ د سی آی اې د سایکلون عملیاتو په ترڅ کې له افغان مجاهدینو سره مرستې زیاتې کړې. کارتر وروسته اعلان وکړ چې: متحده ایالات په مسکو کې د ۱۹۸۰ ز کال کې د اوړي المپیک سیالۍ تحریم کوي او هم یې شوروي اتحاد ته د امریکايي غنمو په لېږد بندیز ولګاوه. دغه بندیز د شوري اتحاد اقتصاد ته د زیان پر ځای امریکايي کروندګرو ته زیات زیان واړاوه، چې د کارتر له ولسمشرۍ وروسته لغوه شو. له افغان مجاهدینو څخه د متحده ایالاتو ملاتړ، په ۱۹۸۹ ز کال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو دوام وکړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچینې سمول

  1. John Dumbrell, American foreign policy: Carter to Clinton (Macmillan International Higher Education, 1996).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Kaplan, Robert D. (2008). Soldiers of God: With Islamic Warriors in Afghanistan and Pakistan. Knopf Doubleday. د کتاب پاڼي 115–117. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780307546982. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kepel, Gilles (2006). Jihad: The Trail of Political Islam. I.B. Tauris. د کتاب پاڼي 138–139, 142–144. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845112578. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Herring, pp. 852–853
  6. Weiner, pp. 422–423
  7. Herring, pp. 853–854
  8. Tobin, Conor (April 2020). "The Myth of the "Afghan Trap": Zbigniew Brzezinski and Afghanistan, 1978–1979". Diplomatic History. Oxford University Press. 44 (2): 237–264. doi:10.1093/dh/dhz065. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Riedel, Bruce (2014). What We Won: America's Secret War in Afghanistan, 1979–1989. Brookings Institution Press. د کتاب پاڼي ix–xi, 21–22, 93, 98–99, 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0815725954. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Weiner, pp. 423–425
  11. Kaufman and Kaufman, 2006, p. 197
  12. Gates, Bob (2007). From the Shadows: The Ultimate Insider's Story of Five Presidents and How They Won the Cold War. Simon and Schuster. د کتاب پاڼي 145–147. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781416543367. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Herring, pp. 853–855
  14. Nicholas Evan Sarantakes, Dropping the torch: Jimmy Carter, the Olympic boycott, and the Cold War (Cambridge UP, 2010).
  15. Robert L. Paarlberg, "Lessons of the grain embargo." Foreign Affairs 59.1 (1980): 144-162. online