د جورج ډبليو بوش ولسمشري

د متحده ايالتونو د ۴۳ ولسمشر په توګه د جورج ډبليو بوش د واک دوره، د ۲۰۰۱ ز کال د جنوري پر ۲۰ مه نېټه په لومړنۍ پرانيستې مراسمو سره پيل او د ۲۰۰۹ ز کال د جنوري پر ۲۰ مه پای ته ورسېده. جمهوري غوښتونکي بوش چې له تکزاس څخه دی، له خپل ديموکراتيک لازم مرستيال ولسمشر Al Gore څخه د ۲۰۰۰ ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې له يوې حساسې او نازکې بريا څخه وروسته واک تر لاسه کړ. څلور کلونه وروسته د ۲۰۰۴ ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ديموکرات ډلې نوماند John Kerry ته ماتې ورکړه او يو ځل بيا ولسمشر شو. بوش د ۲۰۰۸ ز کال ولسمشريزې ټاکنې جمهوري غوښتونکي Barack Obama ته وبايللې او نوموړی يې ځايناستی شو. ۴۳ ولسمشر بوش د متحده ايالتونو د ۴۱ ولسمشر George H. W. Bush تر ټولو مشر زوی دی.

يوه پرېکنده پېښه چې د بوش ادارې ته يې نوې بڼه ورکړه، د ۲۰۰۱ ز کال سپټمبر پر ۱۱ باندې تروريستي بريدونه وو. د بريدونو په پايله کې د امريکا پارلمان د متحده ايالتونو د کورني امنيت څانګه رامنځته کړه او بوش د تروريزم پر وړاندې نړيواله جګړه اعلان کړه. نوموړي د طالبانو او القاعده تروريستې ډلې د له منځه وړلو او اسامه بن لادن د نيولو لپاره پر افغانستان باندې د يرغل امر وکړ. هغه د شکمنو تروريستانو څارنې ته د واک ورکولو په موخه د هېواد پالنې کړکېچن قانون هم لاسليک کړ. بوش په ۲۰۰۳ ز کال کې د عراق د بريد امر وکړ، چې دليل يې د صدام حسين نظام د عامه ويجاړۍ وسلو درلودل و. د بوش پر ادارې سخته نيوکه هغه مهال راپورته شوه، چې نه په عراق کې د WMD زېرمې وموندل شوې او نه له القاعده سره د عملياتي اړيکو جوت ثبوت. د سپټمر له ۱۱ مې څخه وړاندې، بوش د ۱،۳ تريليون مالي کسر خپرونې او د No Child Left Behind Act [هيڅ کوچنی د قانون تر شا نه دی پاتې] په نوم د زده کړو د ستر بيل له امله تر فشار لاندې راغلی و. نوموړی په ټولنيز ډول د محافظه کارو هڅو، لکه Partial-Birth Abortion Ban Act او د برخليک پر بنسټ د مرستندويه نوښتونو لپاره هم تر فشار لاندې و. همدارنګه نوموړي په ۲۰۰۳ ز کې Medicare Prescription Drug [د طبي پاملرنې] درملو، د هغې ودې او د عصري کولو قانون لاسليک کړ، چې د طبي پاملرنې D برخه يې (Medicare Part D) رامنځته کړه.

د خپلې دويمې دورې پر مهال، بوش د خپلواکې سوداګرۍ ګڼو هوکړو ته ورسېده او په برياليتوب سره يې John Robert او Samuel Alito سترې محکمې ته نوماندان کړل. نوموړي د ټولنيز خونديتوب او کډوالۍ قوانينو اړوند ستر بدلونونه غوښتل، مګر دواړه هڅې يې بې پايلې شوې. په افغانستان او عراق کې جګړې دوام وکړ او په ۲۰۰۷ ز کال کې  یې پرېمانه ځواکونه عراق ته واستول. Hurricane Katrina او د متدحه ايالتونو د وکيلانو شخړې اېستلو [اخراج] پر وړاندې د بوش ادارې ځواب د تاييد اندازو په لوېدنو تر نيوکې يا بريد لاندې راغی. په مالي بازارونو کې يوې نړيوالې ماتې، د نوموړي دندې وروستۍ ورځې تر تسلط لاندې راوړې. په دې ورځو کې تګلاره جوړوونکو د يوه ستر اقتصادي ناورين د مخنيوي په اړه فکر وکړ او ولسمشر بوش، له مالي بنسټونو څخه د زهري پانګو پېرلو په موخه، د Troubled Asset Relief Program (TARP) [د کړکېچنې پانګې د هوساينې خپرونه] رامنځته کړه.

د ۲۰۰۰ ز کال ټاکنې

سمول

د متحده ايالتونو د ۴۱ ولسمشر George H. W. Bush مشر زوی جورج ډبليو بوش د تکزاس ايالت د ۱۹۹۴ ز لومړنيو ټاکنو کې په خپلې بريا سره په خپل حق کې د ولسمشريز سيال په توګه راڅرګند شو. د تکزاس ايالت د ۱۹۹۸ ز کال لومړنيو ټاکنو کې په ستر توپير له بيا ټاکنې ګټلو څخه وروسته، بوش د ۲۰۰۰ ز کال ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ډلې نوماندۍ لپاره سيالۍ کې په پراخ ډول تاييد شوی مقابل سيال شو. د ۲۰۰۰ ز کال له ټاکنو څخه وړاندې کلونو کې بوش د ملاتړ اړخ اقتصاد ساتندوی (مدافع وکيله) Lawrence B. Lindsey او د باندينۍ تګلارې متخصصې Condoleezza Rice په ګډون د سلاکارانو د يوه ثابت بنسټ کېښود. ولسمشر بوش د Karl Rove او Ken Mehlman په مشرۍ مالي ډلې سره د نورو راتلونکو جمهوري غوښتونکو نوماندانو په خلاف لارښوده مالي ګټه جوړه کړه. که څه هم ځينو نامتو جمهوري غوښتونکو د بوش پر وړاندې له سيالۍ لاس واخيست، مګر د اريزونا سناتور McCain يوه ژوندۍ سيالي پيل کړه، چې د زياتو اعتدال غوښتونکو او د باندينۍ کړنلارې مشرانو له لوري يې ملاتړ وشو. په سويلي کارولينا کې د McCain د لومړنيو پايلو بايلنې په اغېزناک ډول د ۲۰۰۰ ز کال جمهوري غوښتونکو لومړنۍ پایلې پای ته ورسولې او بوش د جمهوري غوښتونکي ملي کنواسيون،د  ۲۰۰۰ ز کال ولسمشرۍ لپاره په رسمي ډول نوماند شو. نوموړي د دفاع پخوانی منشي Dick Cheney د خپلو ټاکنيزو مبارزو ملګری [مشر] وټاکه. که څه هم Cheney لږې ټاکنيزې ويناوې وکړې او روغتيايي ستونزې يې لرلې، مګر بوش باور درلود چې د چيني پراخه تجربه به نوموړی [چيني] يو د ارزښت وړ واکمن ملګری جوړ کړي. [۱][۲]

ديموکراتانو د ولسمشر بېل کلېنټن په محدودې دورې سره مرستيال ولسمشر Al Gore د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ. د بوش ټاکنيزو مبارزو، د کلينټن سرچپه د خپلو نوماندانو په ځانګړتيا باندې ټينګار وکړ، چې ښاغلی کلېنټن د Lewinsky په رسوايۍ ورګډ شوی و. بوش په اکتوبر کې له وروستۍ مناظرې څخه وروسته تر لاسه کړيو ځينو pools کې يو بنسټيزه مشري تر لاسه کړه، مګر د بوش د ۱۹۷۶ DUI نيولو رابرسېره کېدنې د نوموړي د ټاکنېزې مبارزې د حرکت ځواک له پښو وغورځاوه. د ټاکنو د شپې په پای کې فلورېدا په ټاکنو کې د مهم يا کليدي ايالت په توګه راښکاره شوه او هر نوماند چې دا ايالت ګټلی وی، کېدای شي ولسمشري يې ګټلی وی. بوش د ټاکنو د شپې په پای کې په رايه کې يوه خورا نرۍ يا حساسه مشري تر لاسه کړه، چې د خپل کارې بيا شمېرنې تر سره کولو غوښتنه يې کوله. د فلوريدا سترې محکمې د يوې برخې د لاسي بيا ګڼلو (بيا شمېرنې) امر وکړ، مګر متحده ايالتونو سترې محکمې په اغېزناک ډول د بوش او Gore په قضيه کې د مساوي خونديتوب پر برخو باندې د پړاو د پای ته رسولو امر وکړ، چې بوش يې په ايالتي او عمومي دواړو ټاکنو کې بريالی پرېښود [اعلان کړ]. که څه هم Gore له نږدې څخه د ټول هېواد د عمومي رايې له ډلې ډېرې رايې وګټلې، مګر بوش د نوموړي د ۲۶۶ رايو پر وړاندې د ۲۷۱ رايو په ګټلو سره ولسمشريزې تاکنې وګټلې. د همدې وخت په پارلماني ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو په مجلس کې په پرتليز ډول لږ زيات اکثريت تر لاسه کړ، مګر په سنا کې يې ۵ چوکۍ له لاسه ورکړې، چې په دې سره يې په سنا کې د ۵۰ جمهوري غوښتونکو او ۵۰ ديموکراتانو جوړېدلو سره د غړو توازن رامنځته کړ. [۳]

اداره

سمول
د بوش کابينه
دنده نوم دوره
ولسمشر George W. Bush 2001–2009
مرستيال ولسمشر Dick Cheney 2001–2009
د دولت وزير Colin Powell 2001–2005
Condoleezza Rice 2005–2009
د خزانې وزير Paul H. O'Neill 2001–2002
John W. Snow 2003–2006
Henry Paulson 2006–2009
د دفاع وزير Donald Rumsfeld 2001–2006
Robert Gates 2006–2009
لوی څارنوال John Ashcroft 2001–2005
Alberto Gonzales 2005–2007
Michael Mukasey 2007–2009
دکورنیو چارو وزير Gale Norton 2001–2006
Dirk Kempthorne 2006–2009
د کرنې وزير Ann Veneman 2001–2005
Mike Johanns 2005–2007
Ed Schafer 2008–2009
د سوداګرۍ وزير Donald Evans 2001–2005
Carlos Gutierrez 2005–2009
د کار وزير Elaine Chao 2001–2009
د روغتيايي او انساني خدمتونو وزير Tommy Thompson 2001–2005
Mike Leavitt 2005–2009
د کور جوړونې او ښاري ودې وزير Mel Martínez 2001–2003
Alphonso Jackson 2003–2008
Steve Preston 2008–2009
د لېږد رالېږد (ترانسپورت) وزير Norman Mineta 2001–2006
Mary Peters 2006–2009
د انرژي وزير Spencer Abraham 2001–2005
Samuel Bodman 2005–2009
د پوهنې وزير Rod Paige 2001–2005
Margaret Spellings 2005–2009
د ديپلوماتيکو چارو وزير Anthony Principi 2001–2005
Jim Nicholson 2005–2007
James Peake 2007–2009
د کورني امنيت وزير Tom Ridge 2003–2005
Michael Chertoff 2005–2009
د چاپيريال ساتنې استازولۍ اداره Christine Todd Whitman 2001–2003
Mike Leavitt 2003–2005
Stephen Johnson 2005–2009
د ادارې او بودېجې دفتر رئيس Mitch Daniels 2001–2003
Joshua Bolten 2003–2006
Rob Portman 2006–2007
Jim Nussle 2007–2009
د متحده ايالتونو د سوداګرۍ استازولي Robert Zoellick 2001–2005
Rob Portman 2005–2006
Susan Schwab 2006–2009
د ملي درمل اداره کولو تګلارې د دفتر رئيس John Walters 2001–2009
د دفتر رئيس Andrew Card 2001–2006
Joshua Bolten 2006–2009


د سپينې ماڼۍ د يوه پياوړي دفتر رئيس د نظريې په رد کولو سره بوش د لوړ پوړو چارواکو راپور درلود، چې د دفتر رئيس Andrew Card په پرتله هغه ته ډېر په سيده ډول و. مرستيال ولسمشر Cheney په خپله د بوش تر څنګ په سپينې ماڼۍ کې د تر ټولو پياوړي شخص په توګه راڅرګند شو. بوش سپينې ماڼۍ ته د جګپوړي قانونپوه Karen Hughes، جګپوړي سلاکار Karl Rove، حقوقي سلاکار Alberto Gonzales او د دفتر منشي Harriet Miers په ګډون ځيني هغه اشخاص راوړل، چې په تکزاس کې يې د ده ترلاس  لاندې کار کړی و. د سپينې ماڼې په نورو مهمو ګومارنو کې Margaret Spellings د کورنۍ تګلارې سلاکار په توګه، Michael Gerson د مشر ويناليکونکي په توګه او Joshua Bolten او Joe Hagin د سپينې ماڼۍ د دفتر مرستيال رئيسانو په توګه ټاکل شاملېږي. Paul H. O’Neill چې د Gerald Ford تر لاس لاندې يې د OMB د مرستيال رئيس په توګه خدمت کړی و، د خزانې رئیس په توګه ټاکل شوی و، په داسې حال کې چې د Messouri ايالت سناتور John Ashcroft لوی څارنوال ټاکل شوی و. [۴][۵][۶]

دا چې بوش د بانديني سياست لږه تجربه لرله، نو ګومارنې به يې کېدای شي، د خپلې دورې پر مهال د متحده ايالتونو باندينۍ تګلارې ته په بڼې ورکولو کې يوه مهمه ونډه ولوبوي. د بانديني سياست يا تګلارې لپاره د نوموړي غوره ګومارل شوي اشخاص، د هغه د پلار په اداره کې هم کار کړی و: مرستيال ولمشر Cheney د دفاع وزير و، د ملي امنيت سلاکاره کونډوليزا رايس د ملي امنيت شورا کې خدمت کړی و او مرستيال رئيسانو Paul Wolfowitz او Richard Armitage هم په مهمو برخو کې خدمت کړی و. د دولت وزير Colin Powell د لومړي بوش په دوره کې د Joints Chiefs of Staff [د دفتر ګډ رئيس] په توګه خدمت کړی و. بوش د پاول ډېره ستاينه کړې وه او مخکينی عمومي د ياد موقف لپاره د بوش لومړنۍ ټاکنه وه. د دفاع وزير Donald Rumsfeld چې د Ford ادارې پر مهال يې په همدې دنده کې خدمت کړی و، د ملي امنيت په ډله کې د مهمو يا کليدي څېرو په توګه يو ځل بیا راوګرځېد. Cheney او Rumsfeld چې دواړو د Ford اداره خدمت کړی و، د بوش د لومړۍ دورې پر مهال د بانديني سياست مخکښو څېرو په توګه راڅرګند شول. [۷][۸][۹]

O’Neill چې د عراق جګړې مخالفت يې وکړ او وېرېده، چې د بوش له لوري د ماليې کمښت به د عاېداتو د کسر سبب شي، پر ځای يې د ۲۰۰۳ ز کال په فبروري کې John W. Snow وټاکل شو. Colin Powell چې د بوش ادارې د پرېکړو په ځانګړي ډول د عراق جنګ تر سره کولو خوابدی کړی و، د ۲۰۰۴ ز له ټاکنو څخه وروسته يې دنده پرېښوده. Rice د نوموړي ځايناستې شوه، په داسې حال کې چې وروسته د ملي امنيت مرستيال سلاکار Stephen Hadley د راېس پخوانۍ دنده تر لاسه کړه. د ۲۰۰۴ ټاکنو څخه وروسته، د بوش ډېری لوړ پوړي غړي پر خپلو دندو پاتې شول، که څه هم Spellings د پوهنې وزير په توګه له کابينې سره يو ځای شو او Gonzales د Ashcroft پر ځای لوی څارنوال شو. د ۲۰۰۶ ز کال په لومړيو کې Card د Duai Ports World [دوبۍ بندرونو نړۍ] کړکېج او د سپينې ماڼۍ د ځينو ناخوښه نوښتونو له امله سپينه ماڼۍ پرېښوده او پر ځای يې Joshua Bolten وټاکل شو. Bolten د Rove ځيني مسؤليتونه رابرسېره کړل او د Goldman Sachs مشر Henry Paulson يې د Snow پر ځای، د خزانې وزير په توګه دندې کولو ته وهڅاوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۲۰۰۶ ز کال له ټاکنو څخه وروسته، د Rumsfeld پر ځای د مرکزي استخباراتو ( CIA) رئيس Robert Gates وټاکل شو. د کارکوونکو راپارونو Rice د بوش اداره کې يو له نامتو اشخاصو څخه کړه او نوموړې د بوش د دويمې دورې بانديني سياست په لارښوونه کې پياوړې ونډه ولوبوله. Gonales او Rove دواړو په ۲۰۰۷ ز کال کې، د متحده ايالتونو د وکيلانو د ګوښه کولو په پام کې نيولو سره، وروسته له کړکېچ څخه دندې پرېښودې او د فدرال پخوانی قاضي Michael Mukasey د ګونزېلس ځايناستی شو. [۱۶][۱۷][۱۸]

هغه پخواني چارواکي او سلاکاران چې د کابينې غړي نه وو

سمول
  • د ولسمشر جګپوړی سلاکار: Karl Rove (2001–2007), Barry Steven Jackson (2007–2009)
  • قانونپوه يا د ولمسشر ګټندوی وکيل: Karen Hughes (2001–2002), Dan Bartlett (2002–2007), Ed Gillespie (2007–2009)
  • د ملي امنيت سلاکار: – Condoleezza Rice (2001–2005), Stephen Hadley (2005–2009)
  • White House Deputy Chief of Staff – Joe Hagin (2001–2008), Joshua Bolten (2001–2003), Harriet Miers (2003–2004), Karl Rove (2005–2007), Joel Kaplan (2006–2009), Blake Gottesman (2008–2009)
  • د سپينې ماڼې د دفتر مرستيال رئيس: Joe Hagin (2001–2008), Joshua Bolten (2001–2003), Harriet Miers (2003–2004), Karl Rove (2005–2007), Joel Kaplan (2006–2009), Blake Gottesman (2008–2009)
  • د سپينې ماڼې د اړيکو رئيس: – Karen Hughes (2001), Dan Bartlett (2001–2005), Nicolle Wallace (2005–2006), Kevin Sullivan (2006–2009)
  • د سپينې ماڼۍ کونسل: – Alberto Gonzales (2001–2005), Harriet Miers (2005–2007), Fred Fielding (2007–2009)
  • د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتو وزير: Ari Fleischer (2001–2003), Scott McClellan (2003–2006), Tony Snow (2006–2007), Dana Perino (2007–2009)
  • د اقتصادي سلاکارانو د شورا مشر: Glenn Hubbard (2001–2003), Greg Mankiw (2003–2005), Harvey S. Rosen (2005), Ben Bernanke (2005–2006), Edward Lazear (2006–2009)
  • په ملګرو ملتونو کې د متحده ايالتونو استازی: John Negroponte (2001–2004), John Danforth (2004–2005), John Bolton (2005–2006), Zalmay Khalilzad (2007–2009)
  • د ملي استخباراتو رئيس: John Negroponte (2005–2007), Mike McConnell (2007–2009)
  • د مرکزي استخباراتو رئيس: George Tenet (2001–2004), John E. McLaughlin (acting, 2004), Porter Goss (2004–2006), Michael Hayden (2006–2009)
  • د فدرالي څېړنو اداره: Louis Freeh (2001), Thomas J. Pickard (acting, 2001), Robert Mueller (2001–2009)
  • د FCC رئيس: Michael Powell (2001–2005), Kevin Martin (2005–2009)

سرچینې

سمول
  1. Mann (2015), pp. 31-37
  2. Draper (2007), pp. 5–6
  3. Mann (2015), pp. 35-42
  4. Smith (2016), pp. 134-135
  5. Draper (2007), pp. 94–95
  6. Smith (2016), pp. 152-156
  7. Herring (2008), pp. 938–939
  8. Smith (2016), pp. 129-134
  9. Mann (2015), pp. 53-54, 76-77
  10. Smith (2016), pp. 389-390
  11. Smith (2016), pp. 382-383
  12. Smith (2016), pp. 417-418
  13. Draper (2007), pp. 278–280, 283
  14. Draper (2007), pp. 363–367
  15. Draper (2007), pp. 369–371
  16. Smith (2016), pp. 515-517
  17. Herring (2008), p. 959
  18. Smith (2016), pp. 572-575