د جوبایډن د ولسمشرۍ لېږد

په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ لېږد هغه بهیر ته ویل کېږي چې له مخې یې یو منتخب ولسمشرپه عمومي توګه د خروج په حال کې دولت له همکارۍ سره د واک اداره کولو لپاره چمتو کېږي. دا لېږد معمولاً د لسو اونیو په بهیر کې د ټاکنو او تحلیف تر منځ د نومبر په لومړۍ اونۍ کې يې ټاکنې او د جنوري په ۲۰ يې لوړه ترسره کېږي. د جوبایډن د لېږد دوره لږ څه لنډه شوه، ځکه د ټرامپ ګوښه‌کېدونکي دولت د نومبر تر ۲۳ مې پورې ظاهراً بايډن د ټاکنو د ګټونکي په توګه په رسمیت ونه پېژانده.

بایډن د ۲۰۲۰ ز کال په اپریل کې له دیموکراتیک ګوند نه د ولسمشرۍ احتمالي نوماند شو او د اګست په مياشت کې یې رسمي نوم‌ لیکنه ومنله. د بایډن د لېږد ټيم له وړاندې د جون په ۲۰ مه د ټېډ کافمن په مشري اعلان شوی و. نور شریک رئیسان د سپټمبر په میاشت کې د کافمن تر څنګ له ټیم سره یوځای شول.

د ۲۰۲۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې د نومبر په درېیمه تر سره شوې. د هم‌هغې ورځې په ماښام برحال ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حضوري رایو په جدول کې د خپل لومړي مخکښ‌توب پربنسټ ځان د ټاکنو ګټونکی اعلام کړ، دا هغه حالت و چې په پراخ ډول يې وړاندوینه کېده، خو په چټکۍ سره بې باوره کېده، ځکه رایې شمېرل کېدې. هغه مهال د وروستیو مجموعي رایو د شمېر استازي نه وو او د ټولو رایو شمېرلو څو ورځې وخت ونیوه. ټرامپ په خپلې بریا ټینګار درلود او له هېڅ کوم ثبوت پرته یې ادعا کوله چې د بایډن مخ پر زیاتېدونکی پرمختګ د پراخې درغلۍ، فساد او ګڼو نورو ناسمو چلندونو له امله دی. هغه په دغه ډول قضايي دوسیه کې په څو ایالتونو کې پایلې وګواښولې، چې هېڅ یوه یې د اساسي بریا لامل نه شوه. د ټرامپ د انکار له امله، له بايډن سره د هغه او د هغه د  ټیم د محدودې همکارۍ له پیل نه مخکې څو اونۍ ځنډ شته و.  [۱][۲][۳][۴]

د رایو تر شمېرلو درې نیمې ورځې وروسته د نومبر په اوومه په ختيځ وخت شاوخوا د سهار ۱۱:۳۰ بجې اشوشېد پرېس له لویو تلویزیوني شبکو، لکه: CNN, ABC News, CBS News, NBC News او Fox News سره لوبه د بایډن په ګټه اعلام کړه. له هغه وروسته ډېری سرچینو جوبایډن د منتخب ولسمشر په توګه وپېژانده. په هر حال، ايملي مورفي د GSA  (د عمومي خدماتو اداره) مدیره، چې د ټرامپ له خوا ګومارل شوې وه، د نومبر تر ۲۳مې نېټې په تمه وه، تر څو د ظاهري ګټونکي په توګه د بایډن د پېژندنې لیک صادر کړي، په دې اساس ټرامپ لا هم د ټاکنو پایلې له مناقشې سره مخامخ کړې وې. دا وینا د واک د لېږد رسمي پيل ښيي او د بايډن د ټيم په واسطه يې نه ترلاسه کېدل د دې لامل شول، چې هغوی ۶.۳ میلیون ډالر، اداري فضا، د دولتي وېب سايټ حالت او ادارو ته له لاسرسي نه بې برخې شي. بايډن په جلا ډول د ملي امنیت د توجیهي غونډو له دایرولو نه چې په ورځنۍ توګه طبقه بندي شوې وې، ډډه وکړه، تر هغه چې د نومبر په ۲۴ د ټرامپ ادارې بایډن ته د دغه راز توجیهي غونډو لاسرسۍ په رسمي توګه تصویب کړ.  [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۲۰۲۰ ز کال د ډېسمبر په ۱۴مه د متحده ایالتونو ټاکنیز کالج  بایډن د ولسمشر او کامله هریس د مرستیالې ولسمشرې په توګه اعلامولو لپاره غونډه ترسره کړه. پایلې باید د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶ مه د کنګرې په ګډه جلسه کې تایئد شوې وې، خو د کنګرې پر ودانۍ د یرغل او تخریب له لارې د پایلو د لغوې لپاره د ټرامپ د پلویانو د هڅو له امله تصدیق د جنوري تر ۷ نېټې پورې بشپړ نه شو. د بايډن لېږد د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري پر ۲۰ مه د ختیځ وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو د هغه له تحلیف سره پای ته ورسېد، چې له همدغه ځایه د هغه ولسمشري پیل شوه.  [۱۳][۱۴][۱۵]

د احتمالي جنجالي ټاکنو لپاره تیاری سمول

د ۲۰۲۰ ز کال د اوړي موسم په لومړیو کې ولسمشر ټرامپ د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکنو تر پوښتنې لاندې راوستل پيل کړل او ویې ویل چې پوستي/بريښنايي رایې به په ټاکنو کې د پخوانیو ټاکنو په پرتله له درغلیو سره مل ټاکنو لامل شي. له دې امله ډېری د نظر خاوندان او د سرمقالو لیکوالان ټينګار کوي چې، بایډن باید په غوڅه توګه بریالی شي، تر څو د ټرامپ له خوا د پایلو له ننګونو نه مخنیوی وشي. له درغلۍ نه د مخنیوي په موخه د ترامپ تورونه د دې لامل شول چې ځینې خلک په دې اړه فکر وکړي، که چېرې هغه په لږ اختلاف له ماتې سره مخامخ شي، څه به پېښ شي. ټرامپ په بيلابېلو ټکو کې له خپل لوی څارنوال وېلیم بار نه وغوښتل چې د بایډن او د هغه د زوی هانټر په اړه څېړنه وکړي. له دې سره ټرامپ په مکرر ډول ټينګار کاوه چې د هغه مخالف باید په زندان کې وي.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

روسا بروکس چې د اوباما په اداره کې یې د دفاع په وزارت کې کار کاوه. د لېږد د بشپړتیا پروژه (TIP) جوړه کړه، چې د ۲۰۲۰ ز کال په جون کې يې د احتمالي ټاکنو او لېږد سناریوګانې "د جګړې د لوبې" په نوم د سپړلو لړۍ پیل  کړه. TIP د ۲۰۲۰ ز کال په اګست کې یو راپور خپور کړ، چې په پراخ ډول پرې بحث وشو او د متحده ایالتونو د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکنو لپاره د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکڼو د کړکېچ سناریوانځورولو څلورمه لړۍ وه.  هغه سناریوګانې چې د TIP له خوا وارزول شوې، یوه د بایډن غوڅه بریا، یوه د ټرامپ غوڅه بریا، یوه د بایډن محدوده بریا او تر ټاکنو وروسته یوه د نه ډاډ اوږده دوره په کې شاملې وې. نورو اکادمیکو شخصیتونو، لکه: لاورېنس ډاګلاس په خپل کتاب: ایا هغه به لاړ شي؟: په ۲۰۲۰ ز کال کې د ټاکنو احتمالي ګډوډي او ټرامپ او هم یې د احتمالي ماتې  په حالت کې د ټرامپ د انکار  په اړه بحث وکړ چې وروسته په حقیقت بدل شو.[۲۴][۲۵][۲۶]

د شلمې قانوني لایحې سره سم، د ولسمشر مرستیال باید د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶مه  د کنګرې په ګډه غونډه کې ټاکنیزې رایې وشمېري. دا د ۱۸۸۷ ز د ټاکنیزو رایو د شمېرنې قانون له خوا اداره کېږي، چې ۱۸۷۶ او ۷۷ ز کلونو په څېر کړکېچونو د مخنیوي په موخه تصویب شوی. په داسې حال کې چې  کارول شوي قوانین هېڅکله په ریښیني ډول نه دي ازمویل شوی.[۲۷]

د بایډن حقوقي ټيم دې ته چمتو و چې د TIP له خوا مطرحه شوې او بلې هرې احتمالي دعوا ته تیار جوړ شوي ځوابونه ولري. له شپېتو نه زیاتو مواردو کې یوازینۍ قضیه چې په بې ساري ډول نه وه رد شوې، د پوستي/ برېښنایي رایې پاڼو ځنډنۍ رسېدنه وه.[۲۸][۲۹]

د لېږد په پیل کې ځنډ سمول

که څه هم جوبایډن د ۲۰۲۰ ز کال د نومبر په ۷ مه په عمومي توګه منتخب ولسمشر وټاکل شو، د عمومي خدماتو د ادارې رئیس امیلي مورفي منتخب ولسمشر ته د لېږد بهیر له پیل نه ډډه وکړه او په پایله کې يې د هغه ټيم ته د بودیجې او اداري فضا له ورکړې نه انکار وکړ.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

مورفي د هغه احقاق ليک له امضا کولو نه ډډه وکړه چې د بایډن انتقالي ټیم ته يې اجازه ورکوله، تر څو په رسمي ډول د منظم لېږد د اسانتیا له لارې خپل کار پيل کړي. هغې د بایډن انتقالي ټیم د اجازه لیک له ردولو سره د ادارې فضا ته د راتلونکې ادارې له لاسرسي، د کابینې د احتمالي نوماندانو د مخینې ارزونې او هغه طبقه بندي شویو معلوماتو ته له لاسرسي نه، چې ښايي د دولت بېړنيو شرایطو ته په ځواب کې د تصدۍ د مسؤلیت لپاره ورته اړتیا پېښه شي مخنیوی وکړ. د مورفي له خوا د ليک (ځنډولو) د بایډن منتخب انتقالي دولت ته د حقوقو او ګڼو نورو لګښتونو لپاره، د دولتي ایمل ادرسونو له رامنځته کولو او د اړتیا وړ مالي افشا کونو، د دولتي اخلاقو له ادارې سره د کار کولو لپاره د فدرال لېږد میلیونونه ډالرو بودیجې او د راتلونکو نوماندانو لپاره د ګټو د تضاد فورمو ته له لاسرسي نه هم مخنیوی وکړ. مورفي د هغه عامه انګېرنو له مخې چې ښايي د هغې انکار ملي امنیت او عامې روعتیا ته زیان ورسوي، د خپل ځان لپاره د دندې لټون پيل کړ او په ۲۰۲۱ ز کال کې يې د شته کاري موکو په اړه څېړنه وکړه.  [۳۵][۳۶][۳۷]

سرچینې سمول

  1. Blake, Aaron (November 11, 2020). "Trump lawyers suffer embarrassing rebukes from judges over voter fraud claims". The Age. مؤرشف من الأصل في November 16, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Trump claims millions of his were 'deleted' by election system". The New Daily. November 12, 2020. مؤرشف من الأصل في November 13, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tomazin, Farrah (November 13, 2020). "'Most secure in history': Security agencies refute Trump's election fraud claims". The Age. مؤرشف من الأصل في November 15, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kaitlan Collins; LeBlanc. "Trump fires director of Homeland Security agency who had rejected President's election conspiracy theories". CNN. مؤرشف من الأصل في November 18, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Holmes, Kristen; Herb, Jeremy (November 23, 2020). "First on CNN: Key government agency acknowledges Biden's win and begins formal transition". CNN. مؤرشف من الأصل في November 23, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. . A little-known Trump appointee is in charge of handing transition resources to Biden — and she isn't budging.
  8. "Biden camp calls for GSA to recognize victory to begin transition". The Jerusalem Post. مؤرشف من الأصل في November 16, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Biden to bring in national security experts after briefings denied". The Jerusalem Post. مؤرشف من الأصل في November 17, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. (په 2020-11-18 باندې). Denied Briefings by Trump, Biden Meets With Former National Security Officials. The New York Times.
  12. (په November 25, 2020 باندې). White House has signed off on Joe Biden getting the President's Daily Brief. CNN
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. (په January 6, 2021 باندې). Live updates: Hundreds storm Capitol barricades; two nearby buildings briefly evacuated; Trump falsely tells thousands he won.
  15. Hooks, Scott Rodd, Kris. "Trump Supporters, Proud Boys Converge On California's Capitol To Protest Electoral College Count". www.capradio.org. مؤرشف من الأصل في January 6, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Freedland, Jonathan (July 17, 2020). "Trump will cling to power. To get him out, Biden will have to win big | Jonathan Freedland". مؤرشف من الأصل في October 29, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020 – عبر www.theguardian.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bruni, Frank (August 22, 2020). "Opinion | Why Biden Needs a Landslide Just to Win". مؤرشف من الأصل في October 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020 – عبر NYTimes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په October 23, 2020 باندې). A Day-By-Day Guide to What Could Happen If This Election Goes Bad. Politico.
  19. "AP FACT CHECK: Trump's view of flawed voting is baseless". AP NEWS. July 30, 2020. مؤرشف من الأصل في October 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Cohen, Marshall. "Trump spreads new lies about foreign-backed voter fraud, stoking fears of a 'rigged election' this November". CNN. مؤرشف من الأصل في October 25, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Piven, Frances Fox; Bhargava, Deepak (August 11, 2020). "What If Trump Won't Leave?". The Intercept. مؤرشف من الأصل في October 31, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gellman, Barton (September 23, 2020). "The Election That Could Break America". The Atlantic. مؤرشف من الأصل في October 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په October 21, 2020 باندې). Trump ups pressure on Barr to probe Bidens as election nears. AP News.
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. "Democrats challenge Ohio electoral votes". www.cnn.com. January 6, 2005. مؤرشف من الأصل في May 11, 2016. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Goldmacher, Shane (September 14, 2020). "Biden Creates Legal War Room, Preparing for a Big Fight Over Voting". مؤرشف من الأصل في November 6, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020 – عبر NYTimes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Donovan Slack; Joel Shannon. "Election challenges live updates: Pennsylvania officials must separate ballots that arrived after Election Day". USA TODAY. مؤرشف من الأصل في December 8, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په November 10, 2020 باندې). Biden Transition Team Calls on Federal Agency to Declare Winner. Bloomberg.
  31. (په November 9, 2020 باندې). Biden campaign pushes GSA chief to approve transition. The Hill.
  32. (په November 16, 2020 باندې). THE TRUMP APPOINTEE BLOCKING BIDEN'S TRANSITION IS REPORTEDLY TRYING TO LINE UP A NEW JOB FOR 2021.
  33. (په November 9, 2020 باندې). In Unprecedented Move, Key Federal Agency Hesitates On Declaring Biden Winner.
  34. . Alarm grows over Trump administration acting 'more akin to a dictatorship' as he denies election defeat. CNN
  35. "GSA official blocking Biden's transition appears to privately plan post-Trump career". ABC News. مؤرشف من الأصل في November 17, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Trump official Emily Murphy blocking Biden transition looks for new job". Business Insider. March 13, 2019. مؤرشف من الأصل في November 16, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Why Donald Trump's tweet about Emily Murphy, head of the GSA, matters in the US election - ABC News". Abc.net.au. مؤرشف من الأصل في November 16, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)