د جوبايډن ادارې چاپېريالي کړنلاره
د جوبايډن ادارې چاپېريالي کړنلاره د قوانينو، مقرراتو او خپرونو يوه لړۍ شاملوي، چې د متحده ايالتونو د ولسمشر جوبايډن له خوا د هغه وخت راهيسې چې په ۲۰۲۱ ز جنوري کې يې واک تر لاسه کړ، معرفي شوې ده. د جوبايډن د ادارې له خوا زيات تر سره شوو عملونو د خپل وړانديني (ډونالډ ټرمپ) کړنلارې سرچپه کړې دي.
د بايډن د اقليم بدلون سياست، د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدنې په کمښت باندې تمرکز کوي، لکه: د اوباما د اداري تر کړنلارې لاندې چې و. په دفتر کې د نوموړي په لومړنۍ ورځ د پاريس له تړون سره بيا يو ځای شو. د ۲۰۲۱ ز په اپریل کې نوموړي د نړۍ د څلوېښتو مشرانو د اقليم د يوې مجازي ناستې کوربه توب وکړ. د ۲۰۲۱ز په نومبر کې بايډن او د نړۍ نورو مشرانو د نړيوالې تودوخې د کمولو په اړه د موخو د بحث کولو په پار د ملګرو ملتونو د اقليم بدلون د ۲۰۲۱ ز کال په ناسته کې وکتل. د مخکيني ولسمشر د څلورو کالونو نه شتون نه وروسته، متحده ايالتونو وغوښتل چې يو ځل بيا خپل باور تر لاسه کړي. د بايډن د ادارې د اقليم بنسټيزه نښه تر ۲۰۵۰ ز پورې د متحده ايالتونو له خوا د ګلخانه يي ګازونو تر سوچه صفر پورې راکمول دي. جان کيري د اقليم لپاره د ځانګړي استازي په توګه د يادې هڅې مشري کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
په دفتر کې د هغې په لومړۍ ورځ جوبايډن د چاپېريال ساتنې په موخه د کړنلارې بدلونونه جوړول پيل کړل. نوموړي د ملي چاپېريالي سياست قانون (National Environmental Policy Act (NEPA)) کره کول او پياوړي کول پيل کړل او د پخوانۍ ادارې د چاپېريالي کړنلارو د بيا کتنې يا له منځه وړلو په برخه کې يې د ژوو د ساتنې، د کېسټون زياتې پراخه نل ليکې (Keystone XL pipeline) او په فدرالي ځمکو کې د تېلو او ګاز لپاره د برمه کوونې په ګډون يې د يو شمېر اجرائيوي اوامرو حکم وکړ. هغه ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ ز پورې ځنګلونو پرې کول او د ځمکې نابرابري له منځه يوسي. پر لږ پرمختللو ملتونو باندې د اقليم بدلون په پېژندنه کې د لومړي پړاو په توګه، چې په پراخه توګه د ملتونو له خوا د چاپېريالي بدلون د کالونو پايله ده، بايډن د ساتنې او ځای پر ځای کوونې لپاره د اختياراتو په ګډون په کډوالۍ باندې د اقليم د بدلون د اغېزو د څېړنې په موخه يو اجرائيوي امر لاسليک کړ. بايډن (Pete Buttigieg) د لېږد رالېږد (ټرانسپورټ) د منشي په توګه وټاکه او له نوموړي نه تمه کېږي، چې له ادارې سره، لکه د پرمختللي عامه لېږد رالېږد، د برېښنايي ګاډي چارجرونو د يوې ملي شبکې په جوړولو او د ګلخانه يي ګازونو د توليد کمولو په موخه کړنلارو په شان پلانونو سره د کاربن توليد لږ کړي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د جوبايډن ادارې کانګرس ته د ماليې يو پلان وړاندې کړ، چې د فوسيل سون توکو د مالي مرستو (fossil fuel subsidies) د پیل موخه لري، چې د شنې انرژۍ د توليد پيلولو لپاره مالي مرستې په انګېزو سره بدلوي.د نوموړي وړانديز شوې بوديجه د پاکې انرژې په څېړنه او پرمختګ کې ٪۳۰ زياتوالی شاملوي، ۲ بېليون امريکايي ډالر به د شنې انرژۍ په پروژو کې پانګه اچونه کېږي او ۶،۵ بېليون ډالر ټولنو ته پور ورکول کېږي، چې کليوالي ټولنو ته يې د اضافي شنې انرژۍ په ملاتړ، د انرژي د زېرمې او د لېږد پروژو په برخو کې پور ورکړي. بايډن امر کړی دی، چې له ساحل نه د لرې بادي توربينونو نه توليد شوې د انرژي اندازه دې تر ۲۰۳۰ز پورې دوه برابره شي. [۱۳][۱۴][۱۵]
د اقليم بدلون
سمولد بايډن د ادارې وروستۍ نښه، تر ۲۰۵۰ ز پورې په متحده ايالتونو کې د کاربن خنثی (صفر) ته رسېدل دي. جوبايډن د اقليم بدلون ته د يوه شته ګواښ په توګه ګوري، هغه نظريه چې په علمي ټولنه کې د زياتو له خوا يې ملاتړ شوی دی. ولسمشر بايډن د خپلې پرانيستې په مراسمو کې وويل: «د ژوندي پاتې کېدلو لپاره يوه چيغه په خپله له سيارې نه راځي، يوه چيغه چې نوره نااميده يا روښانه نه شي اوسېدلی». که څه هم ځينو فعالانو د آفتي اقليم بدلون د مخنيوي په برخه کې د نابسيا اوسېدلو له امله د بايډن د ادارې کړنلارې نقد کړې دي. د متحده ايالتونو د کانګریس ديموکراتيک واک هغه موکې زياتوي، چې اداره به د اقليم اړوند قانون جوړونې د تصويبولو وړ وي، که څه هم ځيني غړي، لکه : د مشرانو جرګې غړی جومېنکن (Senator Joe Manchin) د کليدي رايې موقفونه ونيول او د مشرانو جرګې له مجلس نه يې د وړانديز شوي بيل تېرېدل منع کړی شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د بايډن د اقليم پلان په ۲۰۲۰ ز کال کې په څرګند ډول بدل شو. په پيل کې د ګڼو چاپېريالي ډلو له خوا نقد شو، ځکه چې بس تېری کوونکی نه و، يا ان د اقليم په اړه د مخکينيو طريقو چپه (برعکس زيان رسوونکی) و. بايډن له دوی سره په بنسټيز ډول د (Biden-Sanders Unity Task Forces) په واسطه مشوره وکړه او په خپلو پلانونو کې يې د دوې زياتې سپارښتنې شاملې کړې، چې له دې نه وروسته يې زيات ملاتړ تر لاسه کړ. [۲۳]
د جوبايډن ادارې تر ۲۰۳۵ز پورې د انرژي له برخې نه د صفر ګازونو توليد يوه نښه ترتيب کړه. د پام وړ ګازونو د توليد نورې برخې کرنه او ساختمان دي. د بايډن د اقليم پلان په شنو ودانيو کې پياوړی زياتوالی شاملوي. د پلان له مخې په متحده ايالتونو کې ۴ ميليونه ودانۍ بايد لوړې وي او په راتلونکو څلورو کالونو کې ۲ ميليونه ودانۍ بايد هوا ورکړل شوې weatherized وي. تمه ده چې دا به يو ميليون شنې دندې رامنځته کړي. د اقليم بشپړ پلان ته تمه ده، چې ۱۰ ميليونه شنې دندې رامنځته کړي. دا ګڼه، لکه د (Green New Deal) په پرتله کوچنۍ ده، چې د هر امريکايي لپاره د يوې دندې د ضمانت غوښتنه کوي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
بايډن د ملي استخباراتو رئيس (Avril Haines) ته امر وکړ چې د اقليم د بدلون د اغېزو په اړه يو راپور چمتو کړي. نوموړي د اقليم ځانګړی استازی جان کيري هم د ملي امنيت په شورا کې شامل کړ. نوموړي يو د اقليم ملي کاري ځواک (National Climate Task Force) او د سپينې ماڼۍ د دفتر د کورني اقليم کړنلاره جوړه کړه. هغه وويل: «زما په نظر، موږ د اقليم له دې کړکېچ سره د معاملې په برخه کې وار له مخه ډېر زيات انتظار کړی دی او نور انتظار نه شو کولی». نوموړي همداراز وويل چې : د اقليم عمل د نوموړي د خپرونې له نورو اړخونو، لکه روغتيا، دندو او امنيت سره تړلی دی. [۲۹]
لکه د ۲۰۲۱ ز د اګسټ ځيني محاسبې فرض کوي، چې د بنسټيز (زېربنا) بيل، د بوديجې د روغې بيل، که چېرې تېر (تصويب) شي؛ تر ۲۰۳۰ پورې به ٪۴۵ د ګازونو توليد پرې کړي. د بايډن له اړخه اداري امرونه او ځيني دولتونه بايد کمښت تر ٪۵۰ زيات کړي. [۳۰]
د ۲۰۲۱ ز په ډسمبر کې EPA په ۱۵ کلونو کې تر ٪۸۵ د (hydrofluorocarbon (HFC)) ګازونو د توليد د کمښت په اړه د خپل وروستي قانون خپرول پلان کړل. HFCs ګلخانه يي ګازونه دي، چې د کاربن ډای اکسايد په پرتله په زرګونو ځله زيات پياوړي دي. [۳۱]
د ۲۰۲۱ ز په ډسمبر کې بايډن يو اجرائيوي امر لاسليک کړ، چې د متحده ايالتونو حکومت ته يې د انرژي د بسياينې، برېښنايي ګاډو او د نوي کېدو وړ انرژي په ګډون په بېلابېلو معيارونو سره تر ۲۰۳۰ ز پورې، د خپلو ګازاتو د توليد تر ٪۶۵ پورې د پرې کولو (کمښت) لارښوونه کوله. [۳۲]
د کاربن ټولنيز لګښت
سمولبايډن د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ يو امر لاسليک کړ، چې د اوباما وخت کړنلارې د ټولنيز کاربن لګښت په پام کې نيولو ته د نوو مقرراتو د عملي کولو په وخت کې د بېرته ورګرځېدلو لارښوونه يې کوله؛ هغه تمرين چې د ټرمپ ادارې په ۲۰۱۷ کې نفې کړ. د ۲۰۲۱ ز په فبروري کي، بايډن په امريکا کې د کاربن ټولنيز لګښت د يوه ټن لپاره ۵۱ امريکايي ډالرو ته لوړ کړ، د ټرمپ د ادارې د اټکلونو پر ځای هغه اټکلونه، چې د ولسمشر اوباما تر امر لاندې يې وده کړې وه. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سرچینې
سمول- ↑ Ritter, Bill (13 January 2021). "Biden plans to fight climate change in a way no U.S. president has done before". The Conversation.
- ↑ "Biden returns to Obama-era greenhouse gas calculation". The Hill. February 26, 2021.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Goldfuss, Christy; Gout, Elise; Hardin, Sally (2021-02-11). "How the Biden Administration Can Modernize Environmental Review". Center for American Progress (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-05-15.
- ↑ "The Biden Administration Environmental Agenda So Far". The National Law Review (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-05-15.
- ↑ Mahtani, Melissa; Wagner, Meg; Macaya, Mellisa (2021-04-22). "These are the 40 world leaders that the US invited to today's summit". CNN (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-22.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "Biden cabinet: John Kerry named climate envoy as inner circle get key posts". BBC News (په انګليسي). 2020-11-24. نه اخيستل شوی 2021-06-18.
- ↑ "Biden Administration Announces Major Steps to Protect Climate, Wildlife". Center for Biological Diversity (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-07-06.
- ↑ Bradner, Eric (January 20, 2021). "Biden targets Trump's legacy with first-day executive actions". CNN. نه اخيستل شوی January 20, 2021.
- ↑ Rott, Nathan; Detrow, Scott; Wise, Alana (27 January 2021). "Biden Hits 'Pause' On Oil And Gas Leasing On Public Lands And Waters". نه اخيستل شوی 4 March 2021.
- ↑ "Hoyer introduces $9B bill bolstering Biden's deforestation vow at COP26". The Hill. November 3, 2021.
- ↑ Aton, Adam. "Biden Pushes U.S.—and the World—to Help Climate Migrants". Scientific American. نه اخيستل شوی December 12, 2021.
- ↑ Denny, Emily (3 February 2021). "What Does Pete Buttigieg's Transportation Secretary Role Mean for the Climate?". Ecowatch. نه اخيستل شوی 4 February 2021.
- ↑ Gardner, Timothy (2021-04-07). "Biden tax plan replaces U.S. fossil fuel subsidies with clean energy incentives". Reuters (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-07-01.
- ↑ "Biden proposes more than $2B for clean energy infrastructure, $14B+ increase in climate spending". Utility Dive (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-07-01.
- ↑ McGrath, Matt (28 January 2021). "Biden signs 'existential' executive orders on climate and environment". BBC. نه اخيستل شوی 28 January 2021.
- ↑ Choi, Joseph (20 January 2021). "Macron to Biden and Harris: "Welcome back to the Paris Agreement!"". The Hill. نه اخيستل شوی 20 January 2021.
- ↑ QUINN, MELISSA (28 January 2021). ""It's time to act": Biden rolls out new actions on climate change". CBC News. نه اخيستل شوی 28 January 2021.
- ↑ "World Scientist's Warning to Humanity" (PDF). Union of Concerned Scientists. Union of Concerned Scientists. نه اخيستل شوی 11 November 2019.
- ↑ Ripple, William J.; Wolf, Christopher; Newsome, Thomas M.; Galetti, Mauro; Alamgir, Mohammed; Crist, Eileen; Mahmoud, Mahmoud I.; Laurance, William F. (December 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125.
- ↑ J Ripple, William; Wolf, Christopher; M Newsome, Thomas; Barnard, Phoebe; R Moomaw, William (5 November 2019). "World Scientists' Warning of a Climate Emergency". BioScience. biz088. doi:10.1093/biosci/biz088.
- ↑ Germanos, Andrea (21 January 2021). "Youth Climate Leaders Say Global Future Depends on Biden Being Bold". Ecowatch. نه اخيستل شوی 27 January 2021.
- ↑ KAPLAN, SARAH; GRANDONI, DINO (25 January 2021). "One coal-state senator holds the key to Biden's ambitious climate agenda. And it's not McConnell".
- ↑ BERARDELLI, JEFF (5 October 2020). "How Joe Biden's climate plan compares to the Green New Deal". CBC News. نه اخيستل شوی 2 February 2021.
- ↑ "Biden's $2 trillion climate plan aims to reframe debate". ABC News (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-06-23.
- ↑ November 17; Shahyd, 2020 Lauren Urbanek Khalil. "Biden Plan Promises Better Buildings, for Climate and Equity". NRDC (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-06-23.
- ↑ "Joe Biden unveils aggressive $2tn climate and jobs plan". the Guardian (په انګليسي). 2020-07-14. نه اخيستل شوی 2021-06-23.
- ↑ Freidman, Lisa (21 February 2019). "What Is the Green New Deal? A Climate Proposal, Explained". nytimes.com. نه اخيستل شوی 4 March 2021.
- ↑ Teale, Chris. "Green buildings 'unheralded hero' in emissions fight, experts say". Smart Cities Dive. نه اخيستل شوی 2 February 2021.
- ↑ QUINN, MELISSA (28 January 2021). ""It's time to act": Biden rolls out new actions on climate change". CBC News. نه اخيستل شوی 28 January 2021.
- ↑ "Climate measures in reconciliation, infrastructure bills will mostly meet Biden's emissions goals, Schumer says". CNN. 25 August 2021. نه اخيستل شوی 27 August 2021.
- ↑ D'Angelo, Chris (2021-09-23). "Biden Administration Finalizes Rule To Slash Super-Pollutant HFCs". HuffPost (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-23.
- ↑ Collins, Michael (8 December 2021). "More electric vehicles, modern buildings: Biden aims to cut federal greenhouse gas emissions by 65%". USA today. نه اخيستل شوی 9 December 2021.
- ↑ Sommer, Lauren (20 January 2021). "Biden Moves Quickly On Climate Change, Reversing Trump Rollbacks". NPR. نه اخيستل شوی 20 January 2021.
- ↑ "A Return to Science: Evidence-Based Estimates of the Benefits of Reducing Climate Pollution". The White House. 2021-02-26. نه اخيستل شوی 17 September 2021.
- ↑ Chemnick, Jean (2021-03-01). "Cost of Carbon Pollution Pegged at $51 a Ton". Scientific American.
- ↑ Meredith, Sam (2021-05-18). "Why the world's largest carbon market is experiencing a boom like never before". CNBC (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-06-22.
- ↑ Kikstra, Jarmo S; Waidelich, Paul; Rising, James; Yumashev, Dmitry; Hope, Chris; Brierley, Chris M (2021-09-06). "The social cost of carbon dioxide under climate-economy feedbacks and temperature variability". Environmental Research Letters. 16 (9). doi:10.1088/1748-9326/ac1d0b. نه اخيستل شوی 12 September 2021.