د جنیټيکي انجنیرۍ تاریخچه

جنیټيکي انجنیري د یوه ژوندي موجود په جنیټيکي موادو کې د لاسوهنې علم دی. لومړنۍ مصنوعي جنیټيکي اصلاح ټرانس جین وه چې د بیوټکنالوژۍ په مرسته وشوه. ټرانس جین له یوه موجود څخه بل موجود ته د جینونو لېږد ته ویل کېږي او په لومړي ځل په ۱۹۷۳ ز کال کې «هربرټ بویر» او «سټنلي کوهن» وکړه. دا په هغو تخنیکونو کې د یو لړ پرمختګونو پایله وه چې د جینوم د مستقیمې اصلاح شونتیا یې برابره کړه. په مهمو پرمختګونو کې د محدودوونکو انزایمونو او د ډي.اېن.اې د لېګازونو کشف، د پلیمرېز د ځنځیزي غبرګون او تسلسل ټاکنې په څېر ټکنالوژیو او د پلازمېډونو د طراحۍ وړتیا شاملېږي. له جنیټیکي پلوه لومړنی اصلاح شوی حیوان هغه موږک و چې په ۱۹۷۴ ز کال کې «روډولف یانیش» جوړ کړ. په ۱۹۷۶ ز کال کې دا ټکنالوژي د داسې اصلاح شویو باکټریاوو په راوتلو سره سوداګریزه شوه چې سوماټوسټاټین یې تولیدول، ورپسې په ۱۹۷۸ کال کې انسولین تولید شول. په ۱۹۸۳ ز کال کې تمباکو ته د انټي بیوټیک مقاومت لرونکی جین داخل شو او په دې سره له جنیټیکي پلوه لومړنی اصلاح شوی نبات تولید شو. ورپسې داسې پرمختګونه وشول چې پوهانو ته یې د لاسوهنې او ژوندیو موجوداتو ته یې د جینونو د ور اضافه کولو شونتیا برابره کړه. نباتات د لومړي ځل لپاره د ویروس له مقاومت لرونکي تمباکو سره سوداګریز شول چې په ۱۹۹۲ ز کال کې په چین کې وړاندې شول. لومړني اصلاح شوي خواړه «فلاور ساور» بانجان وو چې په ۱۹۹۴ ز کال کې بازار ته وړاندې شول. تر ۲۰۱۰ ز کال پورې ۲۹ هېوادونو د بیوټکنالوژۍ سوداګریز محصولات وکرل. په ۲۰۰۰ ز کال کې په «ساینس» مجله کې یوې خپرې شوې مقالې طلايي وریژې معرفي کړې، دا لومړني خواړه وو چې لوړ غذايي ارزښت یې درلود.

کرنه سمول

جنیټیکي انجنیري د بیوټکنالوژۍ د ځانګړو تخنیکونو په مرسته د یوه ژوندي موجود په جینوم کې مستقیمې لاسوهنې ته ویل کېږي چې یوازې له ۱۹۷۰یمې ز لسیزې را وروسته موجوده ده. د انسان له‌خوا جنیټیکي لاسوهنه ډېره پخوا کېده او د نباتاتو او حیواناتو په اهلي کولو سره د مصنوعي انتخاب له لارې پیل شوه. سپی لومړنی اهلي شوی حیوان بلل کېږي چې احتمالاً د لېوه له ګډو اجدادو یا نیکونو څخه را پیدا شوی او د لرغون‌پوهنې شواهد یې تر میلاد مخکې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کال ته ور ګرځي. تر تاریخ په وړاندې دوران کې د نورو اهلي شویو غوښه خوړونکو حیواناتو په ډله کې پیشو یادولی شو چې ۹۵۰۰ کاله پخوا یې له انسان سره ژوند کاوه. د لرغون‌پوهنې شواهد ښيي چې مېږه، غوا، خوګ او وزه د ۹۰۰۰ او ۸۰۰۰ مخزېږدو کلونو تر منځ په ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] کې اهلي شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

په سوېل‌لوېديځه اسیا کې د نویو ډبرو د زمانې په کلیو کې د یو دانه‌يي او دوه دانه‌يي غنمو د اهلي کېدو اړوند موندل شوي لومړني شواهد د شاوخوا ۱۰۵۰۰ او ۱۰۱۰۰ مخزېږدو کلونو تر منځ مهال ته رسېږي. د لوېديځې اسیا ښېرازه هلال، مصر او هند په طبیعت کې د موجودو نباتاتو د کرنې لومړني ځایونه وو. کرنه په خپلواک ډول د چین په شمال او سوېل، د افریقا په ساحل، نیوګینه او د امریکا لویې وچې په ګڼو سیمو کې رامنځته شوه. د نویو ډبرو د دورې اته محصوله (دوه دانه‌يي غنم، یو دانه‌يي غنم، اوربشې، چڼې، نسک، ترخې مۍ، نخود او کتان) ټول تر میلاد شاوخوا ۷۰۰۰ کاله مخکې را څرګند شول. بڼوالي د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۶۸۰۰ او ۶۳۰۰ مخزېږدو کلونو تر منځ د مسو په دوره کې په شام کې پیل شوه. د نرمو نسجونو په دلیل د لومړنیو نباتاتو لرغوني شواهد کم دي. د نباتاتو تر ټولو پخواني پاتې‌شونې د مصر په غارونو کې موندل شوي دي چې لرغونوالی یې تر میلاد مخکې دویمې زریزې ته رسېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

جنیټیک سمول

د جنیټیکي انجنیرۍ په پراختیا کې بېلابېل جنیټیکي اکتشافات اړین وو. جنیټیکي وراثت د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۵ ز کال کې د «ګریګور منډل» له‌خوا او پر چڼو له شویو ازمېښتونو وروسته کشف شو. که څه هم ۳۴ کاله ډېر له پامه لوېدلی و، خو ده د ارثي جلاوالي لومړني شواهد وړاندې کړل. په ۱۸۸۹ ز کال کې «هوګو ډو وریس» تر دې فرضیې وروسته چې ذرات د خصوصیاتو د وراثت مسؤول دي، د «جین» نوم وړاندې کړ او «جنیټیک» اصطلاح بیا په ۱۹۰۵ ز کال کې «ویلیم بیټسون» رامنځته کړه. په ۱۹۲۸ز کال کې «فرډریک ګریفیت» د یوه داسې «شکل بدلوونکي اصل» شتون ثابت کړ چې په وراثت کې ښکېل دی، وروسته بیا «اوېري»، «مک لیوډ» او «مک کارټي» دغه اصل ډي.اېن.اې وباله. «اډوارډ لوري ټاټوم» او «جورج ولز بیډل» په ۱۹۴۱ ز کال کې باور څرګند کړ چې جینونه د پروتینونو لپاره کودونه کوي. د ډي.اېن.اې غبرګ منحني جوړښت په ۱۹۵۳ ز کال کې «جېمز واټسون» او «فرانسېس کریک» وپېژانده.[۱۱][۱۲][۱۳]

د ډي.اېن.اې د کار د څرنګوالي پر کشف سربېره باید داسې وسایل هم جوړ شوي وای چې په ډي.اېن.اې کې یې د لاسوهنې شونتیا برابرولای. په ۱۹۷۰ ز کال کې «همېلټون سمېټ لابراتوار» داسې محدودوونکي انزایمونه کشف کړل چې له ډي.اېن.اې سره یې مرسته کوله تر څو په ځینو مشخصو ځایونو کې پرې شي. دغې چارې له ساینس‌پوهانو سره مرسته وکړه چې د یوه ژوندي موجود له جینوم څخه جینونه جلا کړي. د ډي.اېن.اې لیګازونه (DNA ligases) چې پرې شوې یا ماتې شوې ډي.اېن.اې ګانې سره نښلوي، مخکې له مخکې په ۱۹۶۷ کال کې کشف شوي وو او د دغو دوو انزایمونو په یوځای کېدو سره د ډي.اېن.اې د نوي ترکیب لپاره د ډي.اېن.اې د لړیو «پرې کول او نښلول» ممکن شول. پلازمېډونه (Plasmids) چې په ۱۹۵۲ ز کال کې کشف شول، د حجرو تر منځ د معلوماتو لېږدولو او د ډي.اېن.اې د لړیو د تکثیر لپاره پر مهمو وسایلو بدل شول. په ۱۹۷۷ ز کال کې «فرډریک سانګر» د ډي.اېن.اې د تسلسل ټاکنې لپاره یو مېتود جوړ کړ چې د څېړونکو د لاسرسي وړ جنیټيکي معلومات یې ډېر زیات کړل. پلیمرېز ځنځيري غبرګون (Polymerase chain reaction) چې په ۱۹۸۳ ز کال کې «کري مولیس» جوړ کړ، د ډي.اېن.اې کوچنیو برخو ته یې د تکثیر شونتیا برابره کړه او د جنیټيکي موادو له پېژندلو او جلا کولو سره یې مرسته وکړه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له جنیټیکي پلوه لومړني اصلاح شوي ژوندي موجودات سمول

په ۱۹۷۲ ز کال کې «پاول برګ» د نوترکیبې ډي.اېن.اې د لومړنیو مالیکونو د جوړولو لپاره محدودوونکي انزایمونه او د ډي.اېن.اې لېګازونه وکارول. ښاغلي برګ د بیزو د «اېس‌وي۴۰» (SV40) ویروس ډي.اېن.اې له «لامبډا» ویروس سره ترکیب کړه. «هربرټ بویر» او «سټنلي نورمن کوهن» د ښاغلي برګ کار یو ګام نور هم پراخ کړ او نوترکیبه ډي.اېن.اې یې باکټري حجرې ته ور ګډه کړه. کوهن پر پلازمېډونو څېړنه کوله، خو د بویر په څېړنو کې محدودوونکي انزایمونه هم شامل وو. دوی د خپل کار بشپړ ماهیت تشخیص کړ او په ۱۹۷۲ ز کال کې یې ګډ کار وکړ. دوی په ګډه یو محدودوونکی انزایم پیدا کړ چې «پي‌اېس‌سي۱۰۱» (pSC101) پلاسمېډ یې په یوه نقطه کې غوڅاوه او هغه جین یې درز ته ننویستلی او پیوندولی شوای چې له کانامایسین انټي بیوټیک سره یې مقاومت کاوه. کوهن تر دې مخکې داسې مېتود جوړ کړی و چې په هغه کې باکتریاوو کولی شوای چې پلازمېډ جذب کړي، دوی د همدغه مېتود په مرسته یوه داسې باکټریا جوړه کړای شوه چې د کانامایسین په شتون کې هم ژوندۍ پاتې کېدای شوای. دا له جنیټیکي پلوه لومړنی اصلاح شوی ژوندی موجود و.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لومړنی نبات تمباکو و چې جنیټيکي لاسوهنه په کې وشوه او په ۱۹۸۳ ز کال کې یې راپور ورکړل شو. دا بوټی د «مایکل بېوان»، «ریچارډ فلاول» او «مري-ډېل چیلټون» له‌خوا د یوه کایمریک جین په جوړولو سره پراخ شو چې له اګروباکټریوم څخه یې پلاسمېډ ټي۱ ته د انټي بیوټیک یو مقاومت لرونکی جین نښلاوه. په اګروباکټریوم بدل شوي تمباکو په دغه پلاسمېډ ککړ شول او بالاخره کایمریک جین بوټي ته دننه شو. د نسج کرنې د تخنیکونو له لارې یو حجروي تمباکو انتخاب شو چې یو جین او له هغه څخه یو جوړ شوی نبات یې درلود.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Jackson, DA; Symons, RH; Berg, P (1 October 1972). "Biochemical Method for Inserting New Genetic Information into DNA of Simian Virus 40: Circular SV40 DNA Molecules Containing Lambda Phage Genes and the Galactose Operon of Escherichia coli". PNAS. 69 (10): 2904–09. Bibcode:1972PNAS...69.2904J. doi:10.1073/pnas.69.10.2904. PMC 389671. PMID 4342968. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Larson, Greger; Karlsson, Elinor K.; Perri, Angela; Webster, Matthew T.; Ho, Simon Y. W.; Peters, Joris; Stahl, Peter W.; Piper, Philip J.; Lingaas, Frode (2012-06-05). "Rethinking dog domestication by integrating genetics, archeology, and biogeography". Proceedings of the National Academy of Sciences. 109 (23): 8878–83. Bibcode:2012PNAS..109.8878L. doi:10.1073/pnas.1203005109. PMC 3384140. PMID 22615366. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Montague, Michael J.; Li, Gang; Gandolfi, Barbara; Khan, Razib; Aken, Bronwen L.; Searle, Steven M. J.; Minx, Patrick; Hillier, LaDeana W.; Koboldt, Daniel C. (2014-12-02). "Comparative analysis of the domestic cat genome reveals genetic signatures underlying feline biology and domestication". Proceedings of the National Academy of Sciences. 111 (48): 17230–135. Bibcode:2014PNAS..11117230M. doi:10.1073/pnas.1410083111. PMC 4260561. PMID 25385592. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Zeder, Melinda A. (2008-08-19). "Domestication and early agriculture in the Mediterranean Basin: Origins, diffusion, and impact". Proceedings of the National Academy of Sciences. 105 (33): 11597–604. Bibcode:2008PNAS..10511597Z. doi:10.1073/pnas.0801317105. PMC 2575338. PMID 18697943. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. the history of maize cultivation in southern Mexico dates back 9,000 years. New York Times, (2010-05-25)
  7. Colledge, Sue; Conolly, James (2007). The Origins and Spread of Domestic Plants in Southwest Asia and Europe. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1598749885. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kingsbury, Noel (2009). Hybrid: The History and Science of Plant Breeding. University of Chicago Press. ISBN 0226437051.
  9. Zohary، Hopf او Weiss، م. 5.
  10. Zohary، Hopf او Weiss، م. 6.
  11. Hartl, D. L.; Orel, V. (1992). "What Did Gregor Mendel Think He Discovered?". Genetics. 131 (2): 245–25. doi:10.1093/genetics/131.2.245. PMC 1205000. PMID 1644269. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Vries, H. de (1889) Intracellular Pangenesis [۱] ("pan-gene" definition on page 7 and 40 of this 1910 translation in English)
  13. Creative Sponge. "The Bateson Lecture". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Roberts, R. J. (2005). "Classic Perspective: How restriction enzymes became the workhorses of molecular biology". Proceedings of the National Academy of Sciences. 102 (17): 5905–08. Bibcode:2005PNAS..102.5905R. doi:10.1073/pnas.0500923102. PMC 1087929. PMID 15840723. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lederberg, J (1952). "Cell genetics and hereditary symbiosis" (PDF). Physiological Reviews. 32 (4): 403–30. doi:10.1152/physrev.1952.32.4.403. PMID 13003535. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Weiss, B.; Richardson, C. C. (1967). "Enzymatic breakage and joining of deoxyribonucleic acid, I. Repair of single-strand breaks in DNA by an enzyme system from Escherichia coli infected with T4 bacteriophage". Proceedings of the National Academy of Sciences. 57 (4): 1021–28. Bibcode:1967PNAS...57.1021W. doi:10.1073/pnas.57.4.1021. PMC 224649. PMID 5340583. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mandel, Morton; Higa, Akiko (1970). "Calcium-dependent bacteriophage DNA infection". Journal of Molecular Biology. 53 (1): 159–62. doi:10.1016/0022-2836(70)90051-3. PMID 4922220. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Cohen, S. N.; Chang, A. C. Y.; Hsu, L. (1972). "Non chromosomal Antibiotic Resistance in Bacteria: Genetic Transformation of Escherichia coli by R-Factor DNA". Proceedings of the National Academy of Sciences. 69 (8): 2110–14. Bibcode:1972PNAS...69.2110C. doi:10.1073/pnas.69.8.2110. PMC 426879. PMID 4559594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wirth, Reinhard; Friesenegger, Anita; Fiedlerand, Stefan (1989). "Transformation of various species of gram-negative bacteria belonging to 11 different genera by electroporation". Molecular and General Genetics. 216 (1): 175–77. doi:10.1007/BF00332248. PMID 2659971. S2CID 25214157. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Zambryski, P.; Joos, H.; Genetello, C.; Leemans, J.; Montagu, M. V.; Schell, J. (1983). "Ti plasmid vector for the introduction of DNA into plant cells without alteration of their normal regeneration capacity". The EMBO Journal. 2 (12): 2143–50. doi:10.1002/j.1460-2075.1983.tb01715.x. PMC 555426. PMID 16453482. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Nester, Eugene (2008). "Agrobacterium: The Natural Genetic Engineer (100 Years Later)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Jackson, D. A.; Symons, R. H.; Berg, P. (1972). "Biochemical Method for Inserting New Genetic Information into DNA of Simian Virus 40: Circular SV40 DNA Molecules Containing Lambda Phage Genes and the Galactose Operon of Escherichia coli". Proceedings of the National Academy of Sciences. 69 (10): 2904–09. Bibcode:1972PNAS...69.2904J. doi:10.1073/pnas.69.10.2904. PMC 389671. PMID 4342968. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Genome and genetics timeline – 1973". Genome news network. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Arnold, Paul (2009). "History of Genetics: Genetic Engineering Timeline". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Cohen, Stanley N.; Chang, Annie C. Y. (1973). "Recircularization and Autonomous Replication of a Sheared R-Factor DNA Segment in Escherichia coli Transformants". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 70 (5): 1293–97. Bibcode:1973PNAS...70.1293C. doi:10.1073/pnas.70.5.1293. JSTOR 62105. PMC 433482. PMID 4576014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Jaenisch, R.; Mintz, B. (1974). "Simian virus 40 DNA sequences in DNA of healthy adult mice derived from preimplantation blastocysts injected with viral DNA". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 71 (4): 1250–54. Bibcode:1974PNAS...71.1250J. doi:10.1073/pnas.71.4.1250. PMC 388203. PMID 4364530. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 2016-11-02 باندې). 'Any idiot can do it.' Genome editor CRISPR could put mutant mice in everyone's reach.
  28. Gordon, J.; Ruddle, F. (1981). "Integration and stable germ line transmission of genes injected into mouse pronuclei". Science. 214 (4526): 1244–46. Bibcode:1981Sci...214.1244G. doi:10.1126/science.6272397. PMID 6272397. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Costantini, F.; Lacy, E. (1981). "Introduction of a rabbit β-globin gene into the mouse germ line". Nature. 294 (5836): 92–94. Bibcode:1981Natur.294...92C. doi:10.1038/294092a0. PMID 6945481. S2CID 4371351. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Brownlee, C. (2004). "Inaugural Article: Biography of Rudolf Jaenisch". Proceedings of the National Academy of Sciences. 101 (39): 13982–184. Bibcode:2004PNAS..10113982B. doi:10.1073/pnas.0406416101. PMC 521108. PMID 15383657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)