د جغرافيوي معلوماتو سيستم

د جغرافيوي معلوماتو سيستم “GIS” د ډېټابېس يو ډول دی، چې جغرافيوي معلومات لري (په دې معنا چې د هغو ښکارندو په اړه تشرېحات لري، چې درک يا موقعيت ورته اړين دی او د دې معلوماتو د منظم کولو، تحليل کولو او څرګندولو لپاره نرمغال يا سافټوير وسايلو څخه کار اخلي. د يو پراخه مفهوم له مخې يو څوک کولی شي دې ډول سيستم کې د انساني کارونکو او ملاتړ کاري ډلې، تګلارو او کاري بهيرونو، د اړوندو مفاهيمو او لارو چارو د پوهې اصلي ماده او بنسټيزې ادارې يا سازمانونه شامل کړي. [۱]

د دې اصطلاح د بې شمېره جمعې بڼه (د جغرافيوي معلوماتو سيستمونه) چې لنډيز يې “GIS” دی، د دې سيستمونو اړوند د صنعت او مسلک لپاره تر ټولو عامه اصطلاح ده. دا اصطلاح د ځمکې د معلوماتو “geoinformatics” او د يو څه پراخه «د ځمکې فضايي» څانګې له يوې برخې سره نږدې ورته ده، چې “GPS”، د ليرې واټن ادراک او داسې نور هم رانغاړي. د جغرافيوي معلوماتو پوهه چې هغه پوهنيزه روزنه ده، چې ياد سيستمونه او د هغوی بنسټيز جغرافيوي اصول څېړي، هم “GIS” په بڼه لنډيز کېدلی شي، مګر د جغرافيوي معلوماتو څرګنده پوهه يو څه زياته عامه ده. د جغرافيوي معلوماتو پوهه د تخنيکي جغرافيې په څانګه کې د جغرافيې يوه څېرمه يا فرعي روزنه ګڼل کېږي. [۲]

د جغرافيوي معلوماتو سيستمونه په ګڼو تکنالوژيو، بهيرونو، تخنيکونو او مېتودونو کې کارول کېږي. دوی له بېلابېلو عمليو او ګڼو کاريالونو سره تړلي دي، چې په انجنيرۍ، پلان جوړولو، مديريت، لېږد رالېږد/لوژستيک، بيمې، مخابراتو او سوداګرۍ پورې اړه لري. د دې دليل له امله “GIS” او د موقعيت ځيرکه کاريالونه د موقعيت د ښکاره کولو خدمتونو بنسټ جوړوي، چې په جغرافيوي تحليل او څرګندولو باندې تکيه کوي. [۳]

د جغرافيوي معلوماتو پوهه «د مهم شاخص بدلېدونکي» د موقعيت په کارولو سره د پخوانيو نا اړوند معلوماتو د تړاو وړتيا برابروي. هغه درکونه او اندازې چې د ځمکې په فضايي وخت کې موندل کېږي، د وړاندې کولو د نېټې او وخت، طول البلد يا اوږدوالي “x”، عرض البلد “y” او لوړوالي يا ارتفاع “z” له لارې د ثبت کېدلو وړتيا لري. د موقعيت او اندازې ټول د ځمکې پر بنسټ، فضايي او لنډمهالي سرچينې بايد يو له بل سره او په پای کې له يو رښتيني فزيکي موقعيت يا پراخوالي [اندازې] سره د تړاو وړ وي. د ځمکې د جغرافيوي پوهې دې مهمې ځانګړتيا د پوهنيزې پلټنې او څېړنو د نويو لارو پرانېستل پيل کړي دي.

تاريخچه او پرمختګ سمول

په داسې حال کې چې د ګڼيال يا ډيجيټل “GIS” تاريخ د ۱۹۶۰ز لسيزې د نيمايي هغه وخت ته رسېږي، چې روګر توملېنسن په لومړي ځل د «جغرافيوي معلوماتو سيستم» عبارت رامنځته کړ، نو زياتره جغرافيوي مفکورې او لارې چارې چې د جغرافيوي معلوماتو پوهه يا “GIS” يې خپل کاری (اتومات) کوي، لسيزې د مخه تاريخ لري. [۴]

يو له لومړنيو بېلګو څخه چې فضايي شننه يا تحليل په کې کارول شوی و، په ۱۸۳۲ز کال « Rapport sur la marche et les effets du choléra dans Paris et le département de la Seine» نومي راپور کې له اپيډيمولوژي څانګې څخه رامنځته شوه. فرانسوي جغرافيه پوه او نقشه کښونکي چارلس پېکويټ يوه نقشه جوړه کړه، چې پاريس کې ۴۸ ولسوالۍ يا سيمې يې په ډاګه کولې او د کولرا له امله د هرو ۱۰۰۰ تنو اوسېدونکو د راپور شوې مړينې د ګڼې په انځوريز [د ليدلو وړ بڼې] د وړاندې کولو په موخه يې له پيکه رنګونو څخه کار واخېست. [۵]

په ۱۸۵۴ز کال کې جان سنو “John Snow” چې د اپيډيمولوژي پوه او ډاکتر و، د فضايي شننې په کارولو سره وکولی شول لندن کې د کولرا د خپرېدنې سرچينه معلومه کړي. سنو دا کار د سيمې پر نقشه باندې د هرې سببيت د اوسېدنې د ځای او همدا راز د اوبو د نږدې سرچينو په نښه کولو له لارې تر سره کړ. يو ځل به چې دا ټکي په نښه شول، نوموړي به کولی شول په يوه ډله يا کلسټر کې د اوبو هغه سرچينه مشخص کړي، چې د ناروغۍ د خپرېدنې ځواب ويونکې وه. دا په اپيډيمولوژي کې د يوې خپرېدنې د سرچينې په نښه کولو کې د جغرافيوي ميتودولوژي له برياليو لومړيو کارونو څخه وه. په داسې حال کې چې د نقشه کښلو او موضوع بنسټيزو عناصر وار له مخه په نقشه کښنه کې وو، مګر د سنو نقشه په انځوريزه بڼه د معلوماتو د وړاندې کولو سربېره په جغرافيوي ډول د ناخپلواکو ښکارندو د تحليل په موخه، د نقشه کښنې د لارو چارو د کارونې له امله بې سارې وه.

د ۲۰ پېړۍ لومړي وختونه د فوټوزنکوګرافۍ د پرمختګ شاهد وو، چې نقشو ته يې په پوړونو يا طبقو د وېش لاره هواره کړه؛ د بېلګې په ډول: يو پوړ د زرغونوالي لپاره او بل هغه د اوبو لپاره. دا په ځانګړي ډول د طرحو يا خاکو د چاپ لپاره کارول کېده، چې رسمول يې يو سخت کار و، مګر په بېل پرت کې د دوی دردل په دې معنا سره وو، چې له نورو پرتونو سره د نقښه کښ له ګډوډېدلو پرته پرې کار کېدلی شو. دا کار په لومړيو کې د ښيښې په تختو کې کښل شوی و، مګر وروسته پلاستيکي فلمونه جوړ شو، چې د نورو څيزونو په پرتله يو څه روښانه و، د زېرمه کولو لږ ځای يې نيوه او او يو څه ژر ماتېدونکی يا کړسن و. کله به چې ټول پرتونه بشپړ شول، د اوږد بهير يا پروسس کېمرې په کارولو سره به په يو انځور کې يو ځای کېدلې. کله چې رنګه چاپ رامنځته شو، د پرتونو نظريه د هر رنګ لپاره د بېلو چاپي پلېټونو د جوړولو لپاره هم وکارول شوه. په داسې حال کې چې د پرتونو کارول وروسته له اوږدې مودې څخه د جغرافيوي معلوماتو د معاصرې پوهې له ځانګړو بڼو څخه شوه، هغه انځوريز بهير چې شېبه د مخه تشرېح شو، په خپله يو “GIS” ځکه نه ګڼل کېږي، چې نقشې يوازې انځورونه وو او هيڅ ډيټابېس يې نه درلود، چې دوی ته ورسره اړيکه ورکړي.

د جغرافيوي معلوماتو د پوهې په لومړيو ورځو کې دوه نور پرمختګونه د يادونې وړ دي، چې يو د ايان مک هارګ د «له طبيعت سره ډيزاين» نومې خپرونه يا اثر او د هغه د نقشې د پوښښ مېتود و او بل د متحده ايالتونو د احصايې د ادارې د دوه ګوني خپلواکې نقشې د جوړولو سيستم «» کې د سړک د يوې شبکې معرفي کول وو. [۶][۷]

هغه لومړنی اثر چې د نقشه کښلو د اسانولو په موخه يې د کمپيوټر کارولو په اړه پراخه معلومات وړاندې کول، په ۱۹۵۹ز کال کې د والډو توبلير له لورې وليکل شو. د کمپيوټر د سخت غالي يا هارډوير نور پرمختګ د ذروي وسلو د څېړنې په واسطه راپورته شو، چې د ۱۹۶۰ ز لسيزې په لومړيو کې په يو څه پراخه کچه د عمومي موخو لپاره د کمپيوټري نقشه جوړونې لامل شوه. [۸][۹]

په ۱۹۶۰ ز کال کې د نړۍ لومړنی رښتينی عملياتي “GIS” د کاناډا د اونتاريو په اوتاوا کې د ځنګلاتو او کليوالي پرمختګ د فدرالي څانګې له لورې رامنځته شو. ياد سيستم چې د ډاکتر روګر توملېنسن له لورې جوړ شوی و، د کاناډا د جغرافيوي معلوماتو سيستم “Canada Geographic Information System” نومول شوی و او د کاناډا د ځمکو د شتون لښتليک لپاره د راټولو شويو معلوماتو د زېرمه کولو، تحليل کولو او تنظيم يا اداره کولو په موخه کارول کېده، چې د خاورو، کرنې، بياجوړونې، د حېواني ژوند، د اوبو مرغانو، ځنګلاتو او د ۱:۵۰۰۰۰ په کچه د ځمکې د کارونې په اړه د معلوماتو د نقشه ييز کولو په واسطه د کاناډا د کليوالي سيمو د ځمکنۍ وړتيا د مشخص کولو په موخه يوه هڅه وه. [۱۰][۱۱]

د کاناډا د جغرافيوي معلوماتو سيستم يا “CGIS” د کمپوټر په واسطه د نقشه کښلو د کاريالونو په پرتله يو پرمختګ ځکه و، چې دې سيستم د معلوماتو د زېرمه کولو، يو پر بل د پوښښ، اندازه کولو او د ګڼيال يا ډيجيټل کولو يا سکن کولو وړتياوې برابرې کړې. ياد سيستم د يو ملي منظم يا همغږي سيستم ملاتړ وکړ، چې ټوله لويه وچه يې تر پوښښ لاندې ونيوله، کرښې يې د جريبونو په بڼه کود کړې چې رښتينې ځای په ځای شوې نقشه پوهنه لري او نه بېلېدونکې او موقعيتي معلومات يې په بېلو دوسيو کې زېرمه کړل. د تاملېنسن د دې کار او په ځانګړي ډول د متمرکز جغرافيوي معلوماتو د فضايي تحليل په پورته کولو کې د پرتونو د کارولو له امله، نوموړی د جغرافيوي معلوماتو د پلار په توګه وپېژندل شو. د کاناډا د جغرافيوي معلوماتو سيستم تر ۱۹۹۰ز لسيزې بورې دوام وکړ او کاناډا کې يې د ځمکې سرچينې د پراخه ګڼيال ډېټابېس جوړ کړ. ياد ډيټابېس د مېن فريم کمپوټر پر بنسټ د فدرالي او ولايتي سرچينې د پلان جوړولو او مديريت په ملاتړ جوړ شوی و. د لويې وچې په کچه د ډيټابېس پياوړتيا د معلوماتو د پېچلو ټولګو تحليلول وه. “CGIS” يا د کاناډا د جغرافيوي معلوماتو سيستم هيڅکله په سوداګريز ډول د لاسرسي وړ نه و. [۱۲]

سرچينې سمول

  1. Chang, Kang-tsung (2016). Introduction to Geographic Information Systems (الطبعة 9th). McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-259-92964-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Goodchild, Michael F (2010). "Twenty years of progress: GIScience in 2010". Journal of Spatial Information Science (1). doi:10.5311/JOSIS.2010.1.2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Maliene V, Grigonis V, Palevičius V, Griffiths S (2011). "Geographic information system: Old principles with new capabilities". Urban Design International. 16 (1): 1–6. doi:10.1057/udi.2010.25. S2CID 110827951. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The 50th Anniversary of GIS". ESRI. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Rapport sur la marche et les effets du choléra dans Paris et le département de la Seine. Année 1832". Gallica. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. MacHarg, Ian L. (1971). Design with nature. Natural History Press. OCLC 902596436. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Broome, Frederick R.; Meixler, David B. (January 1990). "The TIGER Data Base Structure". Cartography and Geographic Information Systems. 17 (1): 39–47. doi:10.1559/152304090784005859. ISSN 1050-9844. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Tobler, Waldo (1959). "Automation and Cartography". Geographical Review. 49 (4): 526–534. doi:10.2307/212211. JSTOR 212211. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Fitzgerald, Joseph H. "Map Printing Methods". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "History of GIS | Early History and the Future of GIS - Esri". www.esri.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Roger Tomlinson". UCGIS. 21 February 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "GIS Hall of Fame – Roger Tomlinson". URISA. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)