د جرمني د ۱۹۱۸-۱۹۱۹ انقلاب
د جرمني د ۱۹۱۸-۱۹۱۹ انقلاب، چې د نومبر د انقلاب په نوم هم یادیږي، هغه پاڅون و چې د کارګرانو او سرتېرو له خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې تر سره شو. دې انقلاب په چټکۍ او پرته له کومې وینې تویوونې د جرمني سترواکۍ ته د پای ټکی کېښود، چې په دویم تر ټولو له تاوتریخوالي ډک پړاو کې د پارلماني جمهوریت پلویان پر هغو کسانو باندې برلاسه شول چې د شوروي په ډول یې د شورا جمهوریت غوښت. د چپيانو یا کېڼ اړخو د ځواکونو په ماتې سره د وایمار جمهوریت جوړولو ته لاره خلاصه شوه. د دې انقلاب د رامنځته کېدو اصلي عوامل دا وو: هغه درانه بارونه و چې د جرمني خلکو د جګړې په اوږدو کې وزغمل، د جرمني سترواکۍ د ماتې له لاسه اقتصادي او رواني اغېزې او د عامه خلکو او اشرافو او بوروژوازي طبقې د خلکو تر منځ ټولنیز تاوتریخوالی. [۱][۲]
دا انقلاب د ۱۹۱۸ کال د اکټوبر په وروستیو کې پر کیل باندې د کښتۍ چلوونکو په بغاوت سره پیل شو. په اوونۍ کې دننه، د کارګرانو شوراګانو او سرتېرو د رایش په زیاترو سیمو کې د دولتي او پوځي ادارو کنټرول په لاس کې واخیست. د نومبر په ۹مه نېټه جرمني د یوه جمهوریت په توګه اعلان شو. د میاشتې تر پایه پورې، ټوله حاکمه سلطنتي کورنۍ او سترواک دویم ویلهلم له دندې څخه لاس اخیستلو ته اړ شول. د نومبر په ۱۰مه نېټه، د جرمني د دوو سترو سویالیست ګوندونو د غړو له خوا د خلکو د استاوز شورا رامنځته شوه. د منځلارې اکثریت سوسیال دیموکرات (MSPD) ګوند د مشر فریدریش ایبرټ تر مشرۍ لاندې یادې شورا د لنډمهاله دولت په توګه د سترواک، لومړي وزیر او مقننه ځواک اختیارونه په لاس کې واخیستل. د سترواکۍ پخواني زیاتره افسران، اداري او قضايي چارواکي پر خپل ځای پاتې شول. یادې شورا د اوسنیو کړکېچنو د هواري لپاره د هغوی تخصص ته اړتیا درلوده او فکر یې کاوه چې د هغو تر شړلو د دوی د ساتلو اهمیت زیات دی تر څو یې ډاډ تر لاسه کړی وای چې نوې دیموکراسي د خپلو مخالفینو پر وړاندې ځانونه سم حاکم وګرځوي. [۳]
د خلکو د استازو شورا سمدلاسه د سترواک ځینې سخت بندیزونه لي کړل، لکه د بیان ازادي او په ورځ کې یې د اته ساعته کار او همداشان د لومړي ځل لپاره یې په ټولټاکنو کې د ښځو له خوا د رای ورکولو د حق ژمنه وکړه. د انقلاب کېڼ اړخو (چپیانو) هم غوښتل چې اصلي صنایع ملي شي، پوځ یموکراتیک شي او جمهوري شورا رامنځته شي، خو دا چې MSPD ګوند د کارګرانو او سرتېرو پر زیاترو شوراګانو باندې کنټرول درلوده نو هغوی ته یې اجازه ور نه کړه چې خپلو موخو ته ورسیږي.
د ۱۹۱۸ کال په وروستیو ورځو کې د منځلارو او بنسټ پالو سوسیالیستانو تر منځ انشعاب په شخړه بدل شو، چې اصلي جرقه یې د کښتۍ چلوونکو د معاش پر اړه اختلاف و چې له امله یې ۶۷ کسان ووژل شول. د ۱۹۱۹ کال د جنوري په لومړۍ نېټه، د کېڼ اړخو سپارټاکیسټانو د جرمني کمونیست ګوند جوړ کړ. څو ورځې وروسته، د ډیسمبر په پای کې د رامنځته شوي زورزیاتي له امله اعتراضونه په برلین کې د سترو لاریونونو لامل وګرځېدل چې په چټکۍ سره د سپارټاکیسټانو په پاڅون بدل شو او غوښتل یې چې یوه پرولټاریا دیکتاتوري رامنځته کړي. خو دا پاڅون د دولت او د فریکورپس سرتېرو په مټ د ۱۵۰ تر ۲۰۰ کسانو په وژل کېدو سره وځپل شو. له پاڅون وروسته، د سپارټاکیست مشران هر یو روزا لوکزامبورګ او کار لیبکنشټ د فریکورپس له خوا ووژل شول. د دې کال په پسرلي کې، د شوراګانو د جمهوریت او همداشان د لنډمهالو سیمه ییزو شوروي جمهوریتونو په شان د انقلاب د پر مخ وړلو لپاره هڅې وشوي په تېره بیا په باوریا (مونیخ)، بریمین او اورزبورګ کې، خو دا هم د ځاني زیانونو په لرلو سره ټول سخت وځپل شول.
د دې انقلاب د پای نېټه په عمومي توګه د ۱۹۱۹ کال د اګسټ ۱۱مه ټاکل شوې ده، هغه ورځ چې د وایمار اساسي قانون تصویب شو. خو بیا هم، دا انقلاب له ډېرو اړخونو څخه نیمګړی پاته شو. زیات شمېر مخالفین د واک په څوکیو کې پرېښودل شوي وو او نه يي وکولای شول چې په کېڼ اړخو کې د منځلارو سوسیالیستانو او کمونیستانو تر منځ درز له منځه یوسي. په پایله کې د وایمار جمهوریت له لومړي سر څخه د کېڼ اړخو مخالفانو او تر زیاتې کچې پورې د ښې اړخه ډلې تر منځ را ګېر و. د جرمني په کېڼ اړخو کې موجودې ستونزې چې د انقلاب په اوږدو کې تلپاته شوې وي د دې لامل شوې چې په ۱۹۳۳ کال کې اډولف هټلر په اسانۍ واک ته ورسیږي، چې که چېرې دوی سره متحد و نو دا کار به په سختۍ سره تر سره شوی وای.[۴]
شالید
سمولد جرمني سوسیالیست ګوندونه
سمولکله چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، د جرمني سوسیال دیموکراتیک ګوند (SDP) یوازینی سوسیالیست سیاسي ګوند و چې د جرمني په سترواکۍ کې یې اهمیت درلود او په همدې بڼه یې په انقلاب کې هم مهم رول درلود. دا ګوند له ۱۸۷۸ تر ۱۸۹۰ کال پورې ممنوع و او په ۱۹۱۴ کال کې همداشان د طبقاتي تضاد اصولو ته پابند و. دې ګوند د نورو هېوادونو له سوسیالیست ګوندونو سره اړیکې درلودي، چې له ایډیالوژيکي اړخه دا ټول د جګړې خلاف وو. خو سره له دې هم، کله چې جګړه پیل شوه نو هلته هېواد پالنې خپل پیاوړی زور ښکاره کړ او SDP ګوند هم خپل ملاتړ له پلرني هېواد سره اعلان کړ.
په ۱۹۱۷ کال کې، د ګوند په کېڼ لورې ځینې هومره د جګړې ضد شوي و چې له SPD ګوند څخه وشړل شول او د خپلواک سوسیال دیموکراتانو (USPD) ګوند یې جوړ کړ- چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ترې د جرمني د کمونیستانو ګوند ترې بېل شو. د انقلاب په لومړیو ورځو کې SPD او USPD هڅه وکړه چې په ګډه سره کار وکړي، خو د دوی تر منځ بېلابېلې موخې – پارلماني د شوراو د جمهوریت پر وړاندې – هېڅ د پخلاینې وړ نه ګرځېدل. د جرمني د سلطنت له نړیدو وروسته، د دریو سوسیالیست ګوندونو تر منځ مخ پر زیاتیدونکی تضاد د دې لامل شو چې د انقلاب د دویم پړاو تاوتریخوالی رامنځته شي.
SPD او نړیواله جګړه
سمولپه ۱۹۱۲ کال کې، سوسیال دیموکراتان په جرمني کې تر ټولو ستر سیاسي ګوند و، چې د هېواد په کچه یې ۳۵ سلنه رایې او په وروستي سترواکي ریشتاک کې یې ۱۱۰ څوکۍ درلودي. سره له دې چې دې ګوند پوره حاکمیت درلود، خو په سلطنتي حکومت کې یې هېڅ رول نه درلود. له ماکسیستي انقلابي سوسیالیزم څخه د هغه رسمي ملاتړ، د منځلارو او ښې اړخو ګوندونو بې اعتمادي را وپاروله او غړو ته به یې زیاتره د «پلرني ټاټوبې پرته مسافرینو» په توګه سپکېدل، ځکه چې د هغوی طبقاي تضاد له ملي پولو څخه ډېر لرې و.[۵][۶][۷]
د SPD ګوند په دویم انټرنشنل کانګریس کې چې په ۱۸۸۹ کال کې پیل شوی و، ګډون وکړ، چېرې چې هغوی پر هغې پریکړې باندې هوکړه کړې وه چې د جګړې د پیلیدو په صورت کې باید سوسیالیستان په ګډه توګه سره لاس په کار شي. ۱۹۱۴ کال په جون میاشت کې د ارشیډوک فرانز فردناند له ترور وروسته، SPD په اروپا کې د نورو سوسیالیست ګوندونو په څېر، د جولای د میاشتې د کړکېچ په اوږدو کې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې لامل وګرځېد، د جګړې ضد لاریونونه یې تر سره کړل.[۸]
د دې برخلاف چې په تحصیل لرونکو طبقاتو کې جګړې ته پراخه لېوالتیا موجوده وه (د ۱۹۱۴ کال روحیه)، د SPD ګوند زیاتره ورځپاڼې د جګړې خلاف وي، که څه هم چې ځینو بیا د هغه خطر له امله چې د روسیې سترواکۍ له خوا رامنځته شوی و، ترې ملاتړ وکړ، ځکه هغوی روسیه په اروپا کې تر ټولو ارتجاعي او سوسیالیستي ضد ځواک په توګه ورته کتل. لومړي وزیر تیوبولډ فون بټمان هالویګ د جګړې په پیل کې د لوړپوړو پوځي چارواکو له خوا د SPD ګوند د انحلال په اړه پلانونه رد کړل او د هغه د روسیې ضد دریځ نه په ګټې اخیستنې سره یې له هغو نه ناوړه ګټنه وکړه.[۹][۱۰]
سرچينې
سمول- ↑ Schaaf, Michael (2003). Der Brockhaus Zeitgeschichte vom Vorabend des Ersten Weltkrieges bis zur Gegenwart [Brockhaus Contemporary History from the Eve of the First World War to the Present Day] (په جرمني). Mannheim: F.A. Brockhaus. p. 237. ISBN 978-3765301612.
- ↑ Aus Politik und Zeitgeschichte Issues 28-53 [From Politics and Contemporary History Issues 28-53] (په جرمني). Bonn: Bundeszentrale für politische Bildung. 2004. p. 7.
- ↑ Sturm, Reinhard (November 2011). "Weimarer Republik". Informationen zur Politischen Bildung (په جرمني). 261: 9–12.
- ↑ Winkler, Heinrich August (May–June 1990). "Choosing the Lesser Evil: The German Social Democrats and the Fall of the Weimar Republic". Journal of Contemporary History. 25 (2/3): 219. doi:10.1177/002200949002500203. JSTOR 260730.
- ↑ "The Erfurt Program (1891)". German History in Documents and Images (GHDI). نه اخيستل شوی 16 April 2024.
- ↑ "Wahlen in Deutschland bis 1918: Reichstagswahlen" [Elections in Germany Until 1918: Reichstag Elections]. Wahlen in Deutschland (په جرمني). نه اخيستل شوی 7 January 2024.
- ↑ "Vaterlandlose Gesellen" [Men Without a Fatherland]. Friedrich Ebert Stiftung (په جرمني). 18 May 2012. نه اخيستل شوی 17 April 2024.
- ↑ Cinar, Meral Ugur; Cinar, Kursat (2014). "The Second International: The Impact of Domestic Factors on International Organization Dysfunction". Political Studies. 62 (3): 669–685. doi:10.1111/1467-9248.12062. S2CID 54019053 – via Sage Journals.
- ↑ Jeffrey, Verhey (2003). The Spirit of 1914. Militarism,Myth,and Mobilization in Germany (PDF). Cambridge, UK: Cambridge University Press. p. 20.
- ↑ Rathenau, Walter (1967). Pogge von Strandmann, Hartmut (ed.). Walther Rathenau Tagebuch 1907–1922 [Walther Rathenau Diary 1907–1922] (په جرمني). Düsseldorf: Droste. p. 162.