د جرمني تاریخ

په مرکزي اروپا کې د یوې بېلې سیمې په توګه د جرمني مفهوم کولای شو د رومي قومندان ژولیوس سزار له مخې ومومو، چې د راین ختیځ کې نا نیول شوې سیمې ته یې ژرمانیا ویل او په همدې توګه یې هغه له ګال (فرانسې) څخه بېله بلله. د توتوبورګ د ځنګله په جګړه کې د ژرمن قبایلو بریا (له زېږد وروسته په ۹ کال کې) وکولای شول چې له رومي سترواکۍ سره د هغوی له یو ځای کېدو مخنیوی وکړي، که څه هم د Germania Superior او Germania Inferior رومي ولایتونه د راین په څنډه کې رامنځته شول. د لویدیځ رومي سترواکۍ له نړیدو وروسته، فرانکانو د لویدیځ جرمني نور قبایل ونیول. کله چې د فرانک سترواکۍ د ستر چارلز د وارثانو تر منځ په ۸۴۳ ز کال کې ووېشل شوه، نو ختیځه برخه یې په ختیځه فرانسه باندې بدله شوه. په ۹۶۲ ز کال کې، لومړی اوټو (Otto I) د روم د سپیڅلې سترواکۍ یا د جرمني د منځنیو پېړیو د دولت لومړنی سپیڅلی رومي سترواک شو.

په وروستیو منځنیو عصرونو کې، سیمه ایزو ډوکانو، شهزادګانو او بیوشاپانو د سترواکانو په لګښت واک تر لاسه کړ. له ۱۵۱۷ ز کال وروسته ښاغلي مارټین لوتر په کاتولیک کلیسا کې د پروټیسټانو د سمونونو مشري وکړه، ځکه چې شمالي او ختیځ ایالتونه پروټیسټان شوي وو، په داسې حال کې چې زیاتره سویلي او لویدیځ ایالتونه لا کاتولیک پاتې وو. د روم د سپیڅلې سترواکۍ دوو برخو د ۳۰ کلنې جګړې (۱۶۱۸-۱۶۴۸) په ترڅ کې له یوه بل جګړه وکړه، چې په دواړو غاړو کې د مېشتو شل میلیون ملکي وګړو لپاره ډېره ویجاړونکې جګړه وه. دغې دیرش کلنې جګړې د جرمني لپاره پراخه وراني رامنځته کړه او د همدې جګړې له امله د جرمني د ایالتونو څخه باندې ۱/۴ برخه وګړي ووژل شول. د سپیڅلې رومي سترواکۍ ځینو سیمو د ویسټفالیا د سولې د تړون له لارې په پراخه کچه خپلواک شول او ځینې یې د دې جوګه شول چې خپلې بهرنۍ تګلارې په خپله پر مخ یوسي او له سترواکۍ بهر سیمې په اختیار کې ولري، چې په دې لړ کې یې ډېرې مهمې سیمې اطریش، پروشیا، باوریا او ساکسوني وي. د فرانسې د انقلاب او له ۱۸۰۳ تر ۱۸۱۵ ز کلونو پورې د ناپلیون د جګړو له امله فیوډالیزم د اصلاحاتو او د رومي سپیڅلې سترواکۍ په پای ته رسېدو له منځه ولاړ. له هغه وروسته لیبرالیزم او نشنلیزم له یوه بل سره په ټکر کې راغلل.له ۱۸۴۸ تر ۱۸۴۹ ز کلونو پورې د جرمنیانو انقلاب بریالی نشو. صنعتي انقلاب بیا د جرمني اقتصاد عصري کړ او د ښارونو د چټکې ودې او په جرمني کې د سوسیالیست خوځښت د رامنځته کېدو لامل وګرځېد. پروشیا، چې پلازمېنه یې برلین و ډېر واک تر لاسه کړ. د جرمني پوهنتونونه د علم او انساني مطالعاتو په برخه کې په نړیواله کچه په پيژندل شویو مرکزونو باندې بدل شول او موسیقي او هنر پکې وغوړېد. د جرمني یووالی (پرته له اطریش او د سویس د جرمني ژبې ویونکو سیمو خلکو) د چانسلر اوټو ون بیسمارک تر مشرۍ لاندې په ۱۸۷۱ ز کال کې د جرمني سترواکۍ په رامنځته کېدو تر سره شو. دا کار د Großdeutsche Lösung  (د ستر جرمني د حل لارې، له اطریش سره جرمني) پر ځای د Kleindeutsche Lösung (د کوچني جرمني د حل لارې، له اطریش برته جرمني) لامل وګرځېد. نوی ریشتاګ، یو منتخب پارلمان د سترواکۍ په حکومت کې ډېر محدود نقش درلود. جرمني له نورو هېوادونو سره په افریقا او ارام سمندرګي کې د مستمرو د پراختیا په کار کې یو ځای شو.

په ۱۹۰۰ ز کال کې، جرمني د اروپا په وچه کې یو حاکم ځواک و او په چټکۍ سره د هغه پراخېدونکي صنعت د بریتانیا له صنعت نه مخکې و او همداشان یې هغه د سمندري وسلو په سیالۍ کې وننګاوه. جرمني په لومړۍ نړیواله جګړه کې (۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸) د فرانسې، بریتانیا، روسیې، (په ۱۹۱۵ کې) د ایټالیا او (په ۱۹۱۷) کې د متحده ایالاتو پر وړاندې د مرکزي ځواکونو مشري پر غاړه درلوده. ماتې خوړلي او د ځینو برخو اشغال شوی جرمني اړ ایستل شوی و تر څو د وارسای د تړون له مخې د جګړې تاوان ورکړي او له خپلو مستعمرو څخه بېل او ان خپله اصلي خاوره بلجیم، فرانسې او پولنډ ته ورکړي او په اطریش کې له جرمن اوسېدونکو سره له یووالي کېدو څخه منع کړل شو. د جرمني د ۱۹۱۸-۱۹۱۹ انقلاب د فډرال مشروطه سلطنت ته د پای ټکی کېښود او د وایمار جمهوریت یې رامنځته کړ چې یوه بې ثباته پارلماني دیموکراسي یې لرله. د ۱۹۳۰ لسیزې په لومړیو کې ستر نړیوال رکود المان سخت وځاپه او له امله یې بېکارې زیاته شوه او خلکو پر دولت اعتماد له لاسه ورکړ. د ۱۹۳۳ ز کال د جنوري په میاشت کې اډولف هټلر د المان لومړی وزیر وټاکل شو. د هغه د نازي ګوند په چټکۍ سره یو توتالیتره رژیم رامنځته کړ او نازي جرمني په چټکۍ او تهاجمي بڼه د ځمکو پر غوښتلو پیل وکړ او چا چې به ورسره مخالفت کاوه نو هغو به یې پر جګړې ګواښل. په ۱۹۳۶ ز کال کې د رینلینډ بیا پوځي کېدل پیل شو، وروسته د ۱۹۳۸ ز کال د مونیخ د هوکړې له مخې د اطریش او د چکسلواکیا د الماني ژبو سیمو الحاق تر سره شو. د ۱۹۳۹ ز کال د سپټمبر په ۱ نېټه جرمني په اروپا کې پر پولنډ باندې د خپل تیري په تر سره کولو سره دویمه نړیواله جګړه پیل کړه. په ۱۹۳۹ ز کال کې یې له شوروي اتحاد سره د تړون له کولو وروسته هټلر او سټالین ختیځه اروپا په خپلو منځو کې سره ووېشله. د ۱۹۴۰ کال په پسرلي کې د «فوني جګړې» نه وروسته، جرمني ځواکونو په چټکۍ سره ډنمارک، ناروي، بلجیم، لوکزامبورګ، هالنډ او فرانسه ونیول او بریتانوي ځواکونه یې د لویدیځې اروپا له څنډو وشړل. په ۱۹۴۱ ز کال کې، د هټلر لښکرو پر یوګوسلاویا، یونان او شوروي اتحاد باندې یرغل وکړ.

تبعیض په تیره بیا له یهودو سره تبعیض د نازي رژیم اصلي ځانګړنه وه. په جرمني او په تیره بیا هغو هېوادونو کې چې جرمني اشغال کړي و د سیستماتیک نسل وژنې پروګرام چې د هالوکاسټ په نوم مشهور و، ۱۷ میلیونه وګړي یې ووژل چې له دې منځه ۶ میلیونه (د ۱۹۳۳ ز کال د اروپايي یهودانو ۲/۳ برخه) یې یهودان، پولنډیان، رومانیایان، روسان (روسان او غیرروسان)، معلولین، LGBTQ وګړي، جرمني یاغیان او نور و. په ۱۹۴۲ ز کال کې، پر شوروي اتحاد باندې د جرمني یرغل له ماتې سره مخ شو او کله چې د امریکا متحده ایالات د جګړې ډګر ته ور دننه شو، نو د المان ښارونه د متفقینو د پراخې بمبارۍ لاندې راغلل. اټکل کېږي چې د متفقینو د هوايي بمبارۍ له امله ۳۵۳۰۰۰ ملکي جرمنیان مړه او ۹ میلیونه نور یې بې کوره شول. پر نورمانډي باندې د متفقینو د برید نه وروسته (د ۱۹۴۴ جون میاشت)، د المان پوځ په ټولو جبهاتو کې ماتې وخوړه تر څو د ۱۹۴۵ ز کال په مۍ میاشت کې دا رژیم بشپړ نسکور او اطریش بېرته خپلواک هېواد وګرځېد. په دغه وخت کې د نازیانو تصفیه کاري پیل شوه او د سړې جګړې په ترڅ کې دا هېواد په دیموکراتیک لویدیځ المان او کمونیسټي ختځ المان باندې ووېشل شو. له ختیځ المان او ختیځې اروپا څخه په میلیونونه الماني توکمه وګړي وشړل شول. همداشان جرمنیان د کمونیستانو له سیمو څخه لویدیځ جرمني ته وتښتیدل، چېرې چې پراخ اقتصادي پرمختګ یې تجربه کړی و او په لویدیځه اروپا کې پر حاکم اقتصادي ځواک باندې اوښتی و. لویدیځ المان په ۱۹۵۰ لسیزه کې د ناټو سازمان تر څارنې لپاره هستوي وسلو ته له لاسرسي لرلو نه پرته یو ځل بیا وسله وال شو. د فرانسې او المان ملګرتیا په اروپايي ټولنه کې د لویدیځې اروپا د سیاسي ادغام بنسټ وګرځېد. [۱][۲]

په ۱۹۸۹ ز کال کې، د برلین دیوال ړنګ او ختیځ بلاک ونړید او په ۱۹۹۰ ز کال کې ختیځ جرمني له لویدیځ جرمني سره یو ځای شو. له ۱۹۹۸ تر ۱۹۹۹ ز کلونو پورې، جرمني د یوروزون یو له بنسټګرو هېوادونو څخه و. جرمني د اروپا یو له مهمو اقتصادي هېوادونو څخه و، چې د یوروزون د کلني خالص داخلي تولید یو پر څلورمه برخه یې جوړوله. د ۲۰۱۰ لسیزې په لومړیو کلونو کې، جرمني د یورو د کړکېچ په هواري کې مهم رول ولوباوه په تیره بیا د یونان او نورو سویلي اروپايي هېوادونو د اقتصاد په برخه کې. د همدې لسیزې په نیمايي کې، دا هېواد د اروپا د کډوالو له ناورین سره مخ شو چې له سوریې او د نړۍ له نورو ځورمنو هېوادونو څخه یې زیاتره شمېر پناه غوښتونکي ومنل.

سرچینې سمول

  1. "Jewish Population of Europe in 1945". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Richard Overy, The Bombers and the Bombed: Allied Air War Over Europe 1940–1945 (2014) pp. 306–7