د جرمني بیاځلي اتحاد

د جرمني بیاځلي اتحاد (په جرمني ژبه: Deutsche Wiedervereinigung) په ۱۹۹۰ زکال کې هغه بهیر و چې پر بنسټ یې د جرمني دیموکراتیک جمهوریت (GDR؛ په جرمني ژبه: Deutsche Demokratische Republik، DDR) د جرمني د فدرال حکومت (FRG؛ په جرمني ژبه: Bundesrepublik Deutschland،BRD) برخه وګرځېد او د جرمني متحد هېواد یې رامنځته کړ.

د اتحاد د بهیر رسمي پای د جرمني د اتحاد (Deutsche Einheit) په نوم پېژندل کېږي چې هر کال د اکتوبر میاشتې په دریمه نېټه د جرمني د یووالي د ورځې (Tag der deutschen Einheit) په توګه لمانځل کېږي. ختیځ او لویدیځ برلین په یو موټي ښار واوښتل او بیاځلي د متحد جرمني پلازمېنه شو.[۱]

د ختیځ جرمني دولت د ۱۹۸۹ زکال په مۍ میاشت کې هغه مهال له زوال سره مخ شو، کله چې د هنګري او اطریش ترمنځ پوله ئیز موانع لرې شول او په وسپنیزه پرده کې یې تشه رامنځته کړه. له پولې څخه د تېر په څېر په کلکه ساتنه کېدله، خو پان اروپايي چلن (Pan-European Picnic) او د ختیځ بلاک د حاکمانو غیر قطعي غبرګون د یو سوله ئیز بېرته نه راګرځېدونکي خوځښت لپاره لار برابره کړه. دغې چارې د ختیځ جرمني په زرګونو وګړو ته اجازه ورکړه څو د هنګري له لارې لویدیځ جرمني ته وتښتي. د ختیځو جرمنانو اعتراضات یا سوله ئیز انقلاب د ۱۹۹۰ زکال د مارچ په ۱۸ مه د جرمني د دیموکراتیک جمهوریت د لومړیو آزادو ټاکنو او د جرمني د دیموکراتیک جمهوریت او د جرمني د فدارل جمهوریت ترمنځ د مذاکراتو لامل وګرځېد چې په پایله کې د یو موټي توب هوکړه لاسلیک شوه. د دیموکراتیک جرمني، فدرال جرمني او څلورو اشغالګرو قدرتونو ترمنځ خبرې اترې د «دوه جمع څلور هوکړې» (جرمني ته په درناوي د وروستي حل او فصل هوکړه) د رامنځته کېدو لامل وګرځېدې چې له مخې یې د جرمني متحد دولت ته بشپړ حاکمیت وسپارل شو؛ هغه چې دوه برخې یې وړاندې له دې د دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د اشغالي سیمو په توګه د یو لړ محدودیتونو سره مخ وې. [۲][۳]

په لویدیځ جرمني کې د کنراد آدناور دولت د جرمني د بیاځلي اتحاد په موخه د بې پلویتوب د غوره کولو اړوند د ستالین د ۱۹۵۲ زکال په یاددښت کې وړاندې شوی وړاندیز رد کړ. د دې پر ځای دولت د لویدیځ جرمني د بیا مسلح کېدو سیاست غوره کړ او ورته مهال یې د انحراف د بهیر په پای ته رسولو د عمومي بخښنې اعلان وکړ. دغه چاره په ۱۹۵۲ زکال کې د لویدیځې اروپا د اتحادیې د تاسیس کېدو لامل وګرځېده او لویدیځ جرمني په ۱۹۵۵ زکال کې له ناټو سره مل شو.

له ۱۹۹۰ زکال وروسته متحد جرمني یو ځای ناستی دولت نه، بلکې په پراخه کچه د پخواني لویدیځ جرمني دوام و. پراخ شوي فدرال جرمني جمهوریت د اروپا په اقتصادي ټولنه (وروسته اروپايي اتحادیه)، ناټو او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون په نورو نړیوالو سازمانونو کې د لویدیځ جرمني څوکۍ وساتلې. همدارنګه یې په وارسا تړون او نورو هغو نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب ته پای ټکی کېښود چې ختیځ جرمني ورته اړوند و ځکه نور ختیځ جرمني شتون نه درلود.

بهرنی ملاتړ او مخالفتونه سمول

د څو لسیزو لپاره د لویدیځ جرمني متحدینو د بیاځلي اتحاد څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. د اسرائیلو لومړي وزیر اسحاق شامیر یو له هغو څو نړیوالو مشرانو څخه و چې په ښکاره ډول یې له اتحاد سره مخالفت وکړ؛ ځکه فکر یې کاوه هغه هېواد چې په هلوکاسټ کې یې «د میلیونونو یهوادونو د وژنې پرېکړه کړې وه کېدای شي دغه چاره بیا ترسره کړي». خو بیا هم له دې امله چې اتحاد په واقعي ډول شونی شو په شخصي بڼه د ناټو او اروپایانو مخالفتونه هم ورسره راڅرګند شول. [۴]

د ۱۹۹۰ زکال د جنوري په میاشت کې په څلورو هېوادونو کې یوې نظر پوښتنې وښودله چې ډېری امریکایانو او فرانسویانو چې په نظرپوښتنه کې یې ونډه لرله له بیاځلي اتحاد یې ملاتړ کوه په داسې حال کې چې ډېری بریتانویانو او پولنډیانو بیا ورسره مخالفت درلود: ۶۹ سلنه پولنډیانو او ۵۰ سلنه فرانسویانو او بریتانویانو څرګنده کړې وه چې له دې اندېښمن دي چې متحد جرمني به یو ځل بیا «په اروپا واکمن ځواک» شي. دغو ګډون کوونکو ګڼ شمېر اندېښنې لرلې چې جرمني به بیاځلي د خپل قلمرو د پراختیا لپاره هڅه وکړي، نازیسم به را ژوندی کړي او بېرته به د جرمني اقتصاد تر ټولو ډېر پیاوړی شي. په داسې حال کې چې بریتانویانو، فرانسویانو او امریکایانو په ناټو کې د جرمني له غړیتوب او همدارنګه ډېری پولنډیانو د متحد دولت اړوند له بې پلویتوب ملاتړ کاوه. [۵]

له دې سره کلیدي متحد یې د امریکا متحده ایالات و. په داسې حال کې چې ډېری لوړ پوړو امریکايي چارواکو له چټک اتحاد سره مخالفت درلود؛ خو د بهرنیو چارو وزیر جیمز بیکر او ولسمشر جورج ایچ. ډبلیو. بوش د کهل له وړاندیزونو څخه پیاوړی او پرېکنده ملاتړ وکړ. [۶][۷]

بریتانیا او فرانسه سمول

د برلین د دیوال له نړیدو وروسته، د بریتانیا لومړۍ وزیرې مارګاریت تاچر د شوروي اتحاد عمومي منشي میخایل ګورباچف ته وویل چې نه بریتانیا او د هغې په خبر نه هم لویدیځه اروپا د جرمني بیاځلي اتحاد غواړي. تاچر همدارنګه څرګنده کړه چې له شوروي رهبر څخه غواړي هر کار چې کوي له دغه اتحاد څخه د مخنیوي په موخه یې دې وکړي. هغې ګورباچوف ته وویل «موږ متحد جرمني نه غواړو». [۸][۹][۱۰]

تاچر چې په خپل لاسي بکس کې به یې د ۱۹۳۷ زکال پر مهال د جرمني د پولو نقشه نورو ته د جرمني د ستونزو د ښوولو په موخه له ځان سره ګرځوله، له دې وېریدله چې د جرمني «ملي شخصیت»، اندازه او په اروپا کې یې مرکزي موقعیت د دې لامل کېدای شي چې دغه هېواد «په اروپا کې د ثبات راوړونکی پر ځای بې ثبات کوونکی و اوسي». د ۱۹۸۹ زکال په ډسمبر میاشت کې هغې په ستراتسبورګ کې د جوړې شوې اروپايي شورا په ناسته کې چې کهل هم په کې ګډون درلود خبرداری ورکړ: «موږ جرمنان دوه ځله مات کړل! خو هغوی بیا را پورته شوي». په داسې حال کې چې تاچر په ۱۹۸۵ زکال کې د جرمنۍ له خودمختارۍ څخه ملاتړ کړی و خو اوس یې استدلال کاوه چې د جرمني متحدین له اتحاد ځکه ملاتړ کوي چې دوی باور نه لري دغه چاره دې ترسره شي. تارچر د بیاځلي اتحاد په موخه د یوې پنځه کلنې انتقالي دورې ملاتړې وه چې په ترڅ کې یې دواړه جرمني هېوادونه د جلا دولتونو په توګه پاتې کېدل. له دې سره چې هغې خپل مخالفت په تدریج سره راکم کړ خو د ۱۹۹۰ زکال د مارچ په وروستیو کې یې یو شمېر تاریخ پوهان او دیپلماتان د لومړي وزارت په چکرز ماڼۍ کې یو سیمینار ته راوغوښتل څو له هغوی وپوښتي «جرمنان څومره خطرناک دي؟»، په لندن کې د فرانسې سفیر وویل چې تارچر ورته ویلي، «فرانسه او لویه بریتانیا باید نن بیا د جرمني د ګواښونو پر وړاندې یو موټي شي».[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د دغو پېښو چټکټیا فرانسویان حیران کړي و ځکه د بهرنیو چارو وزارت یې د ۱۹۸۹ زکال په اکتوبر میاشت کې دې پایلې ته رسېدلی و چې بیاځلي اتحاد «اوس مهال شونی نه ښکاري». د راپورونو له مخې د فرانسې د ولسمشر فرانسوان میتران یو استازي ګورباچف ته وویل: «فرانسه هېڅکله د جرمني د یو موټي کېدو غوښتونکې نه ده، په داسې حال کې چې پوهېږي دغه چاره کېدونې ده». په ستراسبورګ ناسته کې میتران او تارچر د جرمني د تاریخي پولو د سیالتوب اړوند بحث وکړ. د ۱۹۹۰ زکال په جنوري میاشت کې میتران؛ تارچر ته وویل چې یو موټی جرمنی کولای شي «له هاغه ځای څخه چې اډولف درلود، زیات جوړ کړي». هغه وړاندوینه کوله چې «بد» جرمنان به بیا رامنځته شي، او کېدای شي له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني د پخواني قلمرو د بېرته نیولو هڅه وکړي او په ډېر احتمال سره هنګري، پولنډ او چکسلواکیا بیا ونیسي او «یوازې رومانیا او بلغاریا موږ ټولو ته» پرېږدي. له دې سره دغو دواړو مشرانو له یو موټي کېدو څخه مخه نیونکې هېڅ لار نه لرله، ځکه «دوی دواړو نه غوښتل د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړي». میتران له تاچر وړاندې دې پایلې ته رسېدلی و چې له اتحاد څخه مخنیوی ناشونی دی او خپل لیدلوري یې د هغو پر بنسټ تنظیم کړل: د هغې پر خلاف نوموړی هیله من و چې د یوه پولي واحد او نورو اروپايي بنسټونو په لرلو کېدای شي متحد جرمني کنټرول کړي. میتران همدارنګه غوښتل تاچر په ښکاره توګه له اتحاد سره مخالفت وکړي څو هغه له جرمني څخه په دې اړه ډېر امتیازات واخلي. [۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. "EinigVtr – Vertrag zwischen der Bundesrepublik Deutschland und der Deutschen Demokratischen Republik über die Herstellung der Einheit Deutschlands". www.gesetze-im-internet.de (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Brait, Andrea; Gehler, Michael (2014-07-06), "Grenzöffnung 1989 – Offene Grenzen?", Grenzöffnung 1989, Wien: Böhlau Verlag, د کتاب پاڼي 9–44, doi:10.7767/boehlau.9783205793236.9, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-205-79496-7, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sardemann, Gerhard (2010-08-01). "Die Welt aus den Angeln heben". TATuP: Zeitschrift für Technikfolgenabschätzung in Theorie und Praxis. 19 (2): 8–17. doi:10.14512/tatup.19.2.8. ISSN 2199-9201. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 29 September 2010 باندې). An Inside Look at the Reunification Negotiations.
  5. Skelton, George (په 26 January 1990 باندې). THE TIMES POLL : One Germany: U.S. Unfazed, Europeans Fret. Los Angeles Times.
  6. Watson, Geoffrey K.; Baker, James A. (1996). "The Politics of Diplomacy, Revolution: War and Peace, 1989–1992". International Journal. 51 (3): 214–216. doi:10.2307/40203129. ISSN 0020-7020. JSTOR 40203129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Smith, Kathleen E. (2019-10-01). "William Taubman. Gorbachev: His Life and Times". The American Historical Review. 124 (4): 1419–1422. doi:10.1093/ahr/rhz834. ISSN 0002-8762. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Michael Binyon (په 11 September 2009 باندې). Thatcher told Gorbachev Britain did not want German reunification. The Times.
  9. (په 29 September 2010 باندې). An Inside Look at the Reunification Negotiations.
  10. (په 28 October 2009 باندې). Margaret Thatcher's German war.
  11. (په 29 September 2010 باندې). An Inside Look at the Reunification Negotiations.
  12. Anne-Laure, Mondesert (AFP) (31 October 2009). "London and Paris were shocked by German reunification". Calgary Herald. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Peter Allen (په 2 November 2009 باندې). Margaret Thatcher was 'horrified' by the prospect of a reunited Germany. The Daily Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  14. (په 28 October 2009 باندې). Margaret Thatcher's German war.
  15. (په 29 September 2010 باندې). An Inside Look at the Reunification Negotiations.
  16. Michael Binyon (په 11 September 2009 باندې). Thatcher told Gorbachev Britain did not want German reunification. The Times.
  17. Knight, Ben (8 November 2009). "Germany's neighbors try to redeem their 1989 negativity". Deutsche Welle. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)