د جرمني اتحاد

د جرمني اتحاد د فدرال ځانګړنو په لرلو سره د پروس تر واکمنۍ لاندې ملي دولت په اډانه کې د جرمني د سترواکۍ رامنځته کېدل و.

له زرو کلونو څخه زیات مهال راهیسې د جرمني شاهزادګانو کنفدراسیوني قلمرو له یو شمېر نږدې نورو سیمو سره شتون درلود چې مخینه یې په ۸۴۳ زکال کې د ورډون هوکړې ته رسېده. ورته مهال تر ۱۸۰۰ زکال پورې هېڅ مخ پر ودې ملي جرمني هویت شتون نه درلود چې تر ډېره پورې د شاهزاده ګانو د خودمختاره دولتونو د ماهیت له امله و او ډېری استوګن کسان یې د روم سپېڅلې سترواکۍ ته اړوند و؛ همدارنګه د دوی سربېره دغې سیمې په مستقیم ډول د سترواک له خوا کنټرول کېدلې، خو استوګنو وګړو یې په ټولیزه توګه د سترواکۍ پر ځای ځانونه شاهزادګانو ته اړوند بلل. دغه ډول جوړښتونو ته «کوچني دولتونه» یا Kleinstaaterei ویل کېدل. په نوولسمه پېړۍ کې د لېږد را لېږد او ارتباطاتو په برخه کې پرمختګ دغه سیمې نورې هم له یوبل سره نږدې کړې. د روم سپېڅلې سترواکي په ۱۸۰۶ زکال کې د ناپلیوني جګړو پر مهال د ناپلیون بوناپارټ له برید وروسته د سترواک دویم فرانسېس په ګوښه کېدو سره منحل شوه. له دې وروسته ناپلیون د راین د کنفدارسیون په نامه خپل تابع جرمنی دولت رامنځته کړ چې ډېر ژر په ۱۸۱۳ زکال کې منحل شو.

له انحلال څخه د رامنځته شوو حقوقي، اداري او سیاسي اختلالاتو سربېره د لرغونې سترواکۍ جرمني ژب ویونکو وګړو مشترک ژبني، کلتوري او حقوقي دودونه لرل. اروپايي لیبرالېزم د ټولنیزو او سیاسي سازمانونو د سلسلوي او مطلق پالونکو موډلونو په ننګولو سره د اتحاد لپاره فکري بنسټ جوړ کړ؛ د هغو جرمني مانیفیست د دودونو، زده کړو او ژبني یووالي پر اهمیت ټینګار درلود. له اقتصادي پلوه په ۱۸۱۸ زکال کې د پروسي ګمرکي اتحاد (Zollverein) رامنځته کېدو او ورپسې د جرمني د کنفدراسیون ټولو دولتونو ته د هغو پراختیا د دغو دولتونو ترمنځ سیالۍ را کمې کړې. د ټرانسپورټي نوو لارو چارو رامنځته کېدو سوداګریز او تفریحي سفرونه اسانه کړل چې له امله یې په ټوله مرکزي اروپا کې د آلماني ژب ویونکو ترمنځ اړیکې او ځینې وختونه هم شخړې رامنځته شوې.

د دیپلماتیکو نفوذي حوزو موډل چې له ۱۸۱۴ زکال څخه تر ۱۸۱۵ زکال پورې له ناپلیوني جګړو وروسته د ویانا د کانګرس پایله وه، په مرکزي اروپا باندې یې د اتریش واکمني د جرمني کنفدراسیون د هابسبورګ واکمنۍ له مخې تائید کړه؛ هغه چې د روم د سپېڅلې سترواکۍ د ځای ناستې په توګه طراحي شوې وه. په وین کې مذاکره چیانو په کور دننه د پروس مخ پر زیاتوالي قدرت ته هېڅ پام ونکړ او د پروس تر نفوذ لاندې یې د جرمني ایالتونو د دویم ائتلاف له جوړولو ډډه وکړه؛ دوې هیڅکله دا فکر نه درلود چې پروس به د جرمني وګړو د رهبرۍ په موخه اتریش وننګوي. دغه دوه ګوني توب د اتحاد پر وړاندې ستونزو لپاره دوه حل لارې وړاندې کړې: د جرمني مسئله یا د کوچني جرمني حل لار (جرمني له اتریش پرته) او همدارنګه Großdeutsche Lösung یا د لوی جرمني حل لار (جرمني له اتریش سره)؛ چې بالاخره دغه خبرې د پراګ د سولې د پخوانۍ حل لارې په ګټه پای ته ورسېدې.

دغه بهیر په رسمي ډول د ۱۸۶۶ زکال د اګست په ۱۸مه د شمالي جرمني د کنفدراسیون په جوړېدو پیل شو، چې په پیل کې د پروس تر پاچاهۍ لاندې د جرمني پوځي اتحاد و او په راتلونکي کال کې په یو کنفدراسیوني دولت (په عملي توګه فدرال دولت) باندې واوښت چې د ۱۸۶۷ زکال له جولای میاشتې څخه یې د ۱۸۷۰ زکال تر ډسمبر میاشتې پورې شتون درلود او د جرمني د معاصر ملي دولت چې اوس مهال د جرمني د فدرال جمهوریت په توګه پېژندل کېږي قانوني دوامداره مخکښ دولت وګرځېد. د فرانسې او پروس د جګړې پر مهال د ۱۸۷۰ زکال په نومبر میاشت کې سویلي جرمني دولتونه؛ باوریا، وورتمبرګ او بادن (د هسن – دارمشتات د یو شمېر برخو په ګډون چې له کنفدراسیون څخه وتلي و) له شمالي جرمني کنفدراسیون سره یوځای شول. د ۱۸۷۰ زکال د ډسمبر په ۱۰مه د شمالي جرمني د کنفدراسیون رایشتاګ یا پارلمان نوی اساسي قانون تصویب کړ او لا یې هم د جرمني د کنفدراسیون له نوم (Deutscher Bund) ګټنه کوله په داسې حال کې چې هغو ته یې د جرمني د سترواکۍ یا قلمرو (جرمني رایش) نوی نوم وټاکه او د پروس پاچا ته یې د جرمني د سترواک لقب ورکړ او همدارنګه یې هغه د کنفدراسیون مشر وباله؛ دغه قانون د ۱۸۷۱ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه نافذ شو، خو یوازې ۴ میاشتې یې دوام وکړ. له فرانسې سره په جګړه کې له بریا وروسته د جرمني لوړ پوړو قوماندانانو او شاهزادګانو ویلهلم د ورسای د ماڼۍ د آینو په تالار (Hall of Mirrors) کې د «جرمني سترواک» وباله او هغه هم دغه لقب ومانه. دغه نېټه وروسته له دې د «جرمني د سترواکۍ د تاسیس» د ورځې په توګه په نمایشي بڼه لمانځل کېده، په داسې حال کې چې د اساسي قانون پر بنسټ یې کومه معنی نه لرله. د ۱۸۷۱ زکال د مارچ په ۳مه د نوي رایشتاګ (پارلمان) له ټاکل کېدو وروسته سترواکۍ ته د کنفدراسیون اوښتل بشپړ شول، دغه مهال د جرمني د سترواکۍ دائمي اساسي قانون حاکم و او د ۱۸۷۱ زکال د می تر څلورمې نیټې پورې د سلطنت د له منځه تلو تر مهاله اجرا وړ و؛ هغه مهال چې فرانسې د فرانکفورت د هوکړې پر بنسټ د ۱۸۷۱ زکال د می په ۱۰مه دغه سترواکي په رسمیت وپېژنده.

تاریخ پوهان دا بحث کوي چې آیا اوتو فون بیسمارک – د پروس لومړی وزیر – په ۱۸۶۶ زکال کې د جرمني د شمالي کنفدراسیون د پراختیا اړوند د واحد چتر لاندې د جرمني د خپلواکو نورو دولتونو د یوځای کېدو جامعه طرحه لرله او یا دا چې یوازې د پروس د پاچاهۍ د واک د پراختیا طرحه یې لرله. دوی دې پایلې ته ورسېدل چې د بیسمارک د واقعي سیاست د ځواک سربېره یو شمېر عواملو د معاصر سیاست لومړنۍ داسې ټولګه رامنځته کړه چې له مخې یې هغه د ۱۹مې پېړۍ پر مهال سیاسي، اقتصادي، پوځي او دیپلماتیکي اړیکې بېرته تنظیم کړې. د ډنمارکي او فرانسوي ملت پالنې انعکاس د جرمني یو موټي کېدو ته د ټولو پام واړوه. په دریو سیمه ئیزو جګړو کې د جرمنانو پوځي بریاوې – په ځانګړې توګه د پروس بریا – د جرمنانو ترمنځ شور او غرور رامنځته کړ او سیاستوالو وکولای شو له هغو څخه د یووالي د ترویج په موخه ګټنه وکړي. دغه تجربه په ناپلیوني جګړو په ځانګړې توګه د ۱۸۱۳ – ۱۸۱۴ زکال د ازادۍ د جګړې د لاسته راوړنو څرګندونکې وه. په ۱۸۷۱ زکال کې له اتریش پرته د جرمني جوړېدو او د هغو سیاسي او اداري یووالي لږ تر لږه د لنډې مودې لپاره د دوه ګوني توب ستونزه حل کړه.

اقتصادي همکاري: ګمرکي اتحادیه سمول

د جرمني دولتونو د یو موټي کولو په برخه کې یو له کلیدي بنسټونو څخه ګمرکي اتحادیه (Zollverein) وه چې د اقتصادي اتحاد د لوی احساس په رامنځته کولو کې یې مرسته وکړه. دغه ګمرکي اتحادیه چې په پیل کې د پروس د مالیې د وزیر هانس جراف فون بولو له خوا په ۱۸۱۸ زکال کې د پروسي ګمرکي اتحادیې په توګه انګېرل کېده، د پروس او هوهنزولرن ډېری قلمرونه یې له یو بل سره وتړل. په راتلونکو دېرشو کلونو (او له هغو څخه په زیاته موده) کې د جرمني ټول دولتونه په هغو کې ور ګډ شول. دغې اتحادیې د جرمني دولتونو ترمنځ اقتصادي ملاتړیز موانع را کم کړل، په ځانګړې توګه د خامو موادو او له هغو څخه د تولید شوو توکو لېږد را لېږد یې آسانه کړ او همدارنګه یې د خامو موادو د پېرلو، لېږد را لېږد او پلور اړوند یې لږ لګښتمنې لارې برابرې کړې. دغو چارو په ځانګړې توګه د نوو رامنځته شوو صنعتي مراکزو لپاره اهمیت درلود چې ډېری دغو د پروس په راینلنډ، سار او د روهر په درو کې موقعیت درلود. له سواحلو لرې دولتونه ډېر ژر په دغه ګمرکي اتحادیه کې ور ګډ شول. په دغه اتحادیه کې غړیتوب له نورو څخه ډېر د جرمني د سویلي دولتونو لپاره اهمیت درلود ځکه چې د ګمرکي اتحادیې خارجي تعرفې سواحلي ګمرکاتو ته د آزاد لاسرسي مانع ګرځېدلې هغه چې نړیوالو بازارونو ته یې لاسرسی برابر کاوه. له همدې امله تر ۱۸۳۶ زکال پورې یوازې له اتریش پرته د پروس ټول سویلي دولتونه له دغې ګمرکي اتحادیې سره مل شول. [۱][۲]

سرچينې سمول

  1. Wolfgang Keller and Carol Shiue, The Trade Impact of the Customs Union, Boulder, University of Colorado, 5 March 2013, pp.10 and 18
  2. Sheehan, pp. 465–467; Blackbourn, Long Century, pp. 106–107.