د جاپان فلسفه

د جاپان فلسفه د لرغونې شينټو او لويې وچې د دينونو ګډوله ده، لکه بودايي، تاويزم او کنفوسيوزم. پخووا تر ډېره بريده له چينايي او هندوستاني فلسفې څخه اغېزمنه وه، تر څنګ يې ميټوګاکو او زين هم پرې اغېز درلود، اوسمهال د جاپان ډېره فلسفه د لوېديځې فلسفې تر اغېز لاندې ده.

لرغونې او د منځنیو پېړیو ښونې سمول

مخکې تر دې چې په جاپان کې ملوک الطوايفي ځای ونيسي، بودايي مذهب د جاپاني فکر په اصلي لاره په واک کې نيولې وه. بودايي کلتور له سياسی اړخه شهزاده «شوتوکو» معرفي کړ او په «نارا» پړاو کې د «د هېواد د خوندي» فکر په ګرځولو سره بشپړ شو. کله چې هيان پړاو (۷۹۴-۱۱۸۵) پيل شو، د «هېواد د خوندي تفکر» د ګرځولو د بديل په توګه يو باطني بودايي بڼه چې په ټوليز ډول د « mikkyō» په نوم پېژندل کېدو په ټول هېواد کې خپور شو. خو په وروستۍ اصيل پړاو کې، کله چې «په دې باور چې بودايي مذهب به د نړۍ په وروستيو ورځو کې مخ په ځوړ روان شي»، ناهيلي (د ناهيلۍ اند هغه باور دی چې له دنيا او ژوند کرکه کوي او په بد نظر ورته ګوري) خپره وه، د سپېڅلې خاور خوځښتونه خپاره شول چې د «راتلونکي ژوند» په اړه به يې د تمې درلودلو لپاره کار کاوه او دا «په دې نړۍ کې د ژوند په وړاندې» له هيلۍ څخه د مقابلې لپاره يوه وسيله وه. د «کاماکورا» پړاو (۱۱۸۵-۱۳۳۳) په اوږدو کې، کله چې د سامورايي ډلې تر واک لاندې حکومت پيل شو، د نوې راپورته شوې ډلې (سامورايي) لپاره يو نوی بودايي دين راڅرګند شو.

د بودايي دين رسېدل او په جاپان کې لومړی نفوذ سمول

په لرغوني جاپان کې، د بودايي دين رسېدل د ملي جوړښت او ځواک د ملي متمرکز کېدو سره نژدې اړيکه لري. شهزاده «شوتوکو» او د «سوګا» کورنۍ له «مونونوبی» کورنۍ سره وجنګېدل او پر هغوی بريالي شول، چا چې لرغونی جاپانی دين سمبال کړی او د قانوني تګلارو د نظام او بدايي دين د يو ځای کولو پر بنسټ يې د د ملي حکومت لپاره پر يوه نقشه لاس پوری کړی و. له «سوګا» کورنۍ سره د همکارۍ پر مهال شهزاده «شوتوکو»، څوک چې د ملکې «سوکي» مرستيال يا نايب هم و، د بهرني بودايي دين په اړوند د ژورې پوهې څرګندونه وکړه او نيت يې درلود چې ملي سياستونه د بودايي دين د کارولو له لارې ټينګ کړي. هغه فکر چې ګوندې ملي سوله او امنيت د بودايي دين له ځواک څخه منځ ته راځي «د يو خوندي خوندي تفکر» جوړولو اند بلل کېږي. په نارا پړاو کې، په ځانګړي ډول د «شوميو» سترواک پر مهال، د « Kokubun-ji» عبادتځايونه او « Kokubun-ni-ji» عبادتځايونه په ټول هېواد کې جوړ شول او «Tōdai-ji» او «Daibutsu» عبادتځايونه به نارا کې جوړ شول. د نارا پړاو پر مهال د دولت بودايي تګلاره خپل اوج ته ورسېده، لکه چې د «ټانک» واکمنې لړۍ «جيانژن» وښودله چې « Todai-ji» عبادتځای ته يې د امپراتورۍ د مراسمو يو دريځ راوړ. [۱]

په داسې حال کې چې نارا بودايانو يواځې د هېواد د خونديتابه د فکر پيروي کوله، هيان بودايي نه يواځې دا چې ملي سوله او امنيت يې راووړ، بلکې شخصي دناوي ګټه يې هم راوړه. په داسې حال کې چې په هيان بوداييت عمل کونکو ډېر ځله سخت رياضت تر سره کاوه، په غرونو کې يې طلسمونه او عبادتونه کول؛ دې بودايت ته يې «mikkyō» وايه. د «Kūkai» په نوم يو بودايي راهب، هغه مهال چينايي باطيني بودايي دين زده کړ، کله چې هغه د چين دربار ته په يو ديپلوماتيک ماموريت تللی و، هغه جاپاني بودايي دين له چينايي باطيني دين له اعمالو سره يو ځای کړ، څو جاپانی «شينګو» بودايي دين جوړ کړ. د «Saichō» په نوم يو بل بودايي راهب چې هغه هم چین ته سفر کړی و، د چينايي «ډينډايي» ډلې عبادتونه يې زده او ادعا يې وکړه چې د «لوټس سوترا» لارښونې بايد د جاپاني بودايي دين مغز و اوسي.

د هيان پړاو په وروستیو کې، کله چې د هيان بودايي دين تمرکز په ځمکنيو چارو زيات شو، بودايي راهبانو «د ګنهګار عصر» اعلان وکړ، په کوم کې چې په دې نړۍ کې د ارامۍ شونتيا نه وه او په همدې بنسټ له مړينې وروسته د بودايانو جنت کې د بيا زېږېدو د تمې تمايلات راپورته شول. سربېره پء دې، دا نوی اند چې «د دې نړۍ په وروستيو ورځو کې به بودايي دين مخ په ځوړ ولاړ شي» د سپېڅلې ځمکې خوځښت راپورته کېدو ته لاره هواره کړه. « Kūya» د دې خوځښت مشري کوله، څوک چې د سپېڅلې ځمکې بوداييت پيرو و، « Amitābha» ته يې د دې عقيدې تبلیغ وکړ او دا يې وښودله چې ټول خلک کولای شي بودايي جنت ته ورسېږي، نه يواځې بودايي راهبان.

کاماکورا بوداييت سمول

د « Jōdo» عقيده، کومه چې د هيان بړاو په وروستيو کې د جوډو تر اغېز لاندې راغلې وه، د « Amitābha» د خېرغوښتنې له لارې په ژغورل کېدو تکيه لري اود هغې په ځواک ارام مومي. « Hōnen» چا چې د بودايي مذهب د جوډو فرقه پنځولې ده، په ټوله معنا يې نور زاهدانه کارونه په بشپړ ډول پرېښودل. هغه خپلو زده کوونکو ته وروښوده چې په « Amitābha» باور ولري او په ريښتيني معنا د «namu-amida-butsu» عبادت وکړي، او په دې ډول به دوی جنت ولاړ شي. د هغه زده کوونکی «Shinran » چې د سپېڅلې ځمکې بودايي دين يې پيل کړی و، په ريښتيني معنا د « Hōnen» په په ښوونو  عمل وکړ او د مطلق انحصار تبليغ يې وکړ. سربېره پر دې «Shinran » د دی پلوی و چې د « Amitābha» د مرستې موخه جرمي ده، څوک چې د يو چا د دنياوي او هيله مند جرمي حالت څخه خبر و. «Ippen» چې د «Jishu » په نوم فرقه يې پيل کړه، د «مذهبي نڅا او سرود» پيل يې وکړ.

د « Jōdō» له عقيدې سره په توپیر، « Zen» بوداييت هڅه وکړه چې د «زين مراقبې» له لارې په روحاني ډول خپله بيدار و اوسي. « Eisai» په چين کې « Rinzai» فرقې زده کړې  وکړې. هغه خپلو زده کونکو ته يوه سخته ستونزه ورکړه او هغوی یې په حل کولو قادر کړل، تر څو هغوی په خپله منورين شي. « Rinzai Zen» د «کاماکورا» پړاو پر مهال د لوړې ساموريا طبقې له پراخ ملاتړ څخه برخمن و. « Dōgen» په چين کې د « Sōtō » فرقه زده کړه. د « Eisai » سره په مخالفت کې هغه د جدي مراقبه کېدو د ناستې په مټ د روښانتيا لور ته تبليغ وکړ (zazen). سيمه ييزو ساموريانو د « Soto Zen » ملاتړ کاوه.[۲]

د نيچرن بوداييت (په جاپاني کې: Hokke-kei Bukkyō) ډېری ښوونځي کشيش او ښوونکي « Nichiren » ته د خپل بنسټګر پلار په سترګه ګوري. هغه په خپلو ښوونو کې په خپل ذهن کې د « Lotus Sutra» برتري راڅرګنده کړې. هغه د يو چا په ټول ژوند کې دبوداييت د تر لاسه کولو ملاتړ وکړ او د « mappō» قانون د وروستۍ ورځۍ لپاره يې د بوداييت څخه خپل تشریحات د هغې سمه بڼه وبلله. « Rissho Ankoku Ron» (د ځمکې د سولې لپاره د سمو ښوونکو د منځ ته راوړلو په اړوند) يوه د هغه له سترو مقالو څخه ده. د « Namu Myōhō Renge Kyō» « Mantra» زمزمه کول تر نن ورځې د نږدې ټولو نيچيرين بودايانو د ښوونځيو او سازمانونو مرکزي عمل دی.

نوي لومړي افکار سمول

په داسې حال کې چې د جاپان لرغوني او د منځنیو پېړيو اندونه له بوداييت سره نژدې تړلي وو، د جاپان لومړي نوي اندونه تر ډېره بريده «کنفيوشس» يا «نوي-کنفيوشس ايزم» و، کوم چې د « Tokugawa shogunate» له خوا د رسمي زده کړو لپاره جوړ شوي وو. د دې تر څنګ، عقلي «کنفيوشس ايزم» له منځني ايډو پړاو وروسته « Kokugaku»، « Rangaku» او نارسمي منلی فکر په خوځښت راوست. 

کنفيوشس ايزم سمول

په « Edo» پړاو کې، کنفيوشس ايزم جواز لرونکې زده کړه وه. د نوي کنفويشس ايزم ډېر ښوونځي مشهور و.

د نيو کنفيوشس ايزم د « Zhu Xi» ښوونځي د کورنۍ په ډول د ملوک الطوايفۍ له نظم څخه ملاتړ کاوه چې له ټاکلو ټولنيزو موقعيتونو څخه برخمن و. « Hayashi Razan» د « Zhu Xi» د نوي کنفيوشس ايزم ښوونځی د « Tokugawa shogunate» لپاره د نظري بنسټ په توګه فرض کړی دی. د ملکي حکومت د اصل له لارې، کنفيوشس ايزم  ته ډالۍ « Yushima Seidō» جوړ شو. د « Kansei» د سمونونو له لارې، د « kugawa shogunate » له خوا د نيو-کنفيوشس ايزم د « Zhu Xi » ښوونځي لا زیات پياوړي شول. سربېره پره پر دې، د « Zhu Xi» د نيو-کنفيوشس ايزم ښوونځي پر هغه سياسي خوځښت زیات اغېز پرېښود چې د سترواک د درناوي او د وروستي « Tokugawa » د پرديو د شړلو پلوی يې کاوه.

سرچينې                                                                         سمول

  1. See Sangyo Gisho and Seventeen-article constitution.
  2. For a philosophical study of Dōgen's concept of language cf. Ralf Müller: Dōgens Sprachdenken: Historische und symboltheoretische Perspektiven [Dōgen’s language thinking: Systematic perspectives from history and the theory of symbols], Welten der Philosophie, vol. 13. Freiburg/München: Verlag Karl Alber, 2013; reviewed by Steffen Döll in Philosophy East & West Volume 65, Number 2 April 2015 636–639.