د جاپان جنګي جرمونه

د جاپان امپراتورۍ د جاپان د امپریالیزم دورې په بهیر کې د اسیا – ارام سمندر په ډېری هېوادونو کې، په ځانګړي ډول د جاپان او چين د دویمې جګړې او ارام سمندر د جګړو په بهیر کې د بشریت خلاف جنګي جرمونه ترسره کړل. دا پېښې د اسیايي هلوکاسټ (ټولوژنې) په توګه تشرېح کېږي. جاپاني پوځي پرسونل ځینې جنګي جنایتونه د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې تر سره کړل خو ډېری یې د شووا د دوران په لومړۍ برخه کې ترسره شول او دا هغه نوم دی چې د سترواک هیروهیتو واکمنۍ ته ورکړل شوی.  [۱][۲]

د سترواک هیروهیتو د واکمنۍ پر مهال د جاپاني سترواکۍ پوځ (IJA) او د جاپاني سترواکۍ سمندري ځواکونو (IJN) د بشریت خلاف بېلابېل جنګې حنایات ترسره کړل چې میلیونونه کسان په کې ووژل شول. بېلابېل جرمونه لکه جنسي غلامي/کنیزتوب، ټولوژنه، انساني ازمويښتونه، لوږه او جبري کار په کې شامل وو او په پراخ ډول په مستقیمه توګه د جاپان دولت او جاپاني پوځ له‌خوا ترسره شوي او یا پرې سترګې پټې شوې دي. پخوانيو جاپاني سرتېرو پر جنګي جرمونو اعتراف کړی او شفاهي او کتبي شهادتونه یې ورکړي چې جنګي خاطرې او جنګي مجلې په کې شاملېږي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د جاپان سترواکۍ هوايي ځواک د چین او جاپان د دویمې جګړې او دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې پر ملکي وګړو د کیمیاوي او بیولوژیکي بریدونو په ترسره کولو کې برخه لرله. له دغه ډول وسلو څخه ګټه اخیستنه د ټولو هغو نړیوالو تړونو په‌واسطه په بشپړ ډول منعه شوې وه چې جاپان لاسلیک کړي وو. له ډلې يې د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۷ کلونو د هاګ کنوانسیون یادولی شو چې د زهري او مسمومونکو وسلو کارول یې منع کړي وو.  [۱۱][۱۲]

د جاپان دولت لوړپوړو چارواکو له ۱۹۵۰مې لسیزې راهیسې د جنګي جرمونو لپاره بېلابېل بښن‌لیکونه صادر کړل. د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د دویمې نړیوال جګړې په بهیر کې په ځانګړي ډول نانجېنګ ته د IJA د ننه کېدلو پر مهال چې په ترڅ کې يې جاپاني سرتېرو ګڼ شمېر ملکيان ووژل او په چور او جنسي تېري کې يې برخه واخیسته د «لوی درد او زیان» په رامنځته کولو کې د جاپان رول مني. که څه هم د جاپان په دولت کې د لېبرال دیموکراتیک ګوند ځینې غړو لکه پخوانیو لومړيو وزیرانو جونیچرو کویزومي او شینزو ابه، په یاسکوني معبد (دا هغه معبد دی چې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د کورنیو جنګي پېښو د قربانیانو لپاره جوړ شوی، ژباړن) کې دعا وکړه؛ دا موضوع ټولو جاپانیانو ته د بحث وړ موضوع وه ځکه دا زیارت‌ځای د جنګي جرمونو د اې کلاس مجرمانو په ګډون ټول هغو جاپانیانو ته درناوی دی چې د جګړې په بهیر کې مړه شوي دي. د جاپان د تاریخ ځیني درسي کتابونه جنګي جرمونو ته یوه لنډه اشاره وړاندې کوي او د لېبرال دیموکرات ګوند غړي د «هوسا مېرمنو» [دا د جنسي کنیزو لپاره یوه اصطلاح ده]، په توګه د خدمت کولو لپاره د ښځو د تښتولو په څېر ځینو جنګي جرمونو کې د دولت لاس لرل ردوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تعریف سمول

د توکیو منشور جنګي جرمونه «د جګړې د دود یا قوانینو تر پښو لاندې کول» تعریفوي، چې د دوښمن د جنګیالیو او ملکي افرادو پر وړاندې جرمونه په کې شاملېږي. د بې‌پرې هېوادونو پر ملکیتونو او اوسېدونکو قصدي بریدونه هم په جنګي جرمونه کې شاملېږي، ځکه هغوی د جنګیالیو په ټولي کې نه شاملېږي، لکه پر پرل هاربل د برید په قضیه کې. [۱۷][۱۸][۱۹]

د جاپان سترواکۍ پوځي پرسونل د نولسمې پېړۍ له وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د جاپان د امپریالیزم په دوره کې د دغه ډول ډېرو کړنو په ترسره کولو محکوم شوي دي. د جاپان پوځ سرتېرو په ختیځه اسیا او د ارام سمندر په لویدیځه سیمه کې د جګړې د بندیانو او ملکيانو پر وړاندې یو شمېر د بشري حقونو د سرغړاوې کړنې ترسره کړې دي. دا پېښې د چین او جاپان د دویمې جګړې (۱۹۳۷-۴۵) په بهیر کې او په دویمه نړیواله جګړه کې پر ارام سمندر او اسیايي لښکرلېږدونو کې خپل اعظمي حد ته رسېدلي.

نړیوال او جاپاني قوانین  سمول

جاپان په ۱۹۲۹ کال کې د جګړې د بندیانو د جینوا کنوانسیون او د جګړې د ناروغانو او ټپیانو په اړه د جنوا د ۱۹۲۹ کال کنوانسیون لاسلیک کړ، خو جاپان د جګړې د بندیانو قانون (POW) له تصویبولو څخه ډډه وکړه. د جاپان دولت په ۱۹۴۲ کال کې اعلان وکړ چې د میوټاډېس میوټېنډس/حتمي بدلونونه     (د هغه څه بدلول چې باید بدل شي) کنوانسیون شرایطو ته به پابند وي. ترسره شوي جرمونه هم تر ډېره د جاپان او نړیوالو قوانینو په نورو اړخونو کې راځي. د مثال په ډول د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د جاپاني پرسونل په‌واسطه ترسره شويو جرمونو د جاپان قوانین تر پښو لاندې کړل او د هم‌هغه قوانینو پر بنسټ پوځي محکمې ته وړاندې شول. سترواکۍ د هاګ کنوانسیون (۱۸۹۹ او ۱۹۰۷) د مقرارتو لکه د جګړې د بندیانو ملاتړ او د کیمیاوي وسلو پر کارولو بندیز، د ۱۹۳۰ کال د جبري کار کنوانسیون چې جبري کار يې منعه کاوه، په ۱۹۲۱ کال کې د ښځو او ماشومانو له قاچاق څخه د ۱۹۲۱ مخنیوي کنوانسیون په ګډون چې پر انساني قاچاق يې بندیز لګولی و له نور تړونونو څخه هم سرغړونه وکړه. د جاپان دولت همدارنګه د کیلوګ-برېنډ (۱۹۲۹) تړون هم لاسلیک کړ او په دې توګه يې له ۱۹۳۷ څخه تر ۴۵ کلونو پورې د سولې خلاف خپل جرمونه محکوم کړل، هغه فرمان چې د جګړې د «اې کلاس/ډلې» د څارلو لپاره د توکيو په محکمه کې مطرح شو. په «بي کلاس/ډله» کې هغه مجرمان شامل وو چې په‌خپله يې جنګي جرمونه ترسره کړي و او په «سي کلاس ډله» کې هغه کسان شامل و چې د بشریت ضد جرمونه يې ترسره کړي وو. د جاپان دولت د جګړې تر پای وروسته په ۱۹۴۵ کال کې د پوستدام اعلامیې په‌واسطه تعیین شوي شرایط هم ومنل، د سزا د لسمې مادې په ګډون چې د «جګړې ټولو مجرمانو ته د هغو ټولو په ګډون سزا ورکول شامل دي چې زموږ پر بندیانو یې ظلمونه کړي.» د جاپان قوانین هغه کسان د مجرم په توګه نه تعریفوي چې له ۱۹۴۵ کال وروسته محاکمو کې محکوم شوي، له دې سره سره چې د جاپان دولت په ۱۹۵۲ کال کې په محکمو او د سانفرانسیکو په تړون کې صادر شوي احکام مني. پخواني لومړي وزیر شینزو ابه له دې موضوع څخه دفاع کړې وه چې جاپان د توکیو محکمه او د هغې احکام د جګړې د پای شرایطو په توګه منلي دي، خو احکام يې له داخلي قوانینو سره هېڅ اړیکه نه لري. د ابه په وینا هغه کسان چې د جنګي مجرمانو په توګه محکومیږي د جاپان له قوانینو سره سم مجرم نه شمېرل کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

جغرافیايي او تاریخي پراخوالی/وسعت   سمول

له جاپان څخه خارج بېلابېلې ټولنې چې د جاپان جنګي جرمونه تعریفوي په پراخ ډول بېلابېلې مهالنۍ دورې یا وختونه کاروي. د مثال په ډول په ۱۹۱۰ کال کې  جاپان کوریا خپله ضمیمه کړه چې جاپاني پوځيان په کې ځای پرځای شول او کوریا یې د چوسون کورنۍ له واکمنۍ څخه د جاپان امپراتورۍ سیاسي سیستم ته بدله کړه. په دې توګه شمالي او سويلي کوریا دواړه د «جاپان جنګي جرمونو» ته د هغو پېښو په توګه اشاره کوي چې د جاپان د واکمنۍ پر مهال د کوریا په دوره کې پېښې شوې دي.  [۲۷]

د قیاس له مخې لویدیځ متحدین تر ۱۹۴۱ کال پورې له جاپان سره په پوځي نښته کې ښکېل نه شول او شمالي امریکایان، استرالیایان، سویل ختيځ اسیایان او اروپایان ښايي د « جاپان جنګي جرمونه » د هغو پېښو په توګه په پام کې ونیسي چې د ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ کال پورې پېښې شوې دي. [۲۸]

سرچينې سمول

  1. (په 7 March 1999 باندې). The World: Revisiting World War II Atrocities; Comparing the Unspeakable to the Unthinkable. The New York Times.
  2. (په 4 August 1995 باندې). Breaking Silence: Exhibit on "Forgotten Holocaust" Focuses on Japanese War Crimes. Los Angeles Times.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. (په 21 October 2009 باندې). What is a war crime?. BBC News
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. (په 25 January 2001 باندې). Japan bombed China with plague-fleas. BBC News.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. . Japan's Abe: No Proof of WWII Sex Slaves.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. See, for example: Wai Keng Kwok, 2001, "Justice Done? Criminal and Moral Responsibility Issues In the Chinese Massacres Trial Singapore, 1947" Archived 14 June 2007 at the Wayback Machine. (Genocide Studies Program Working Paper No. 18, Yale University), p. 27. Access date: 23 April 2007.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. (په 7 October 2006 باندې). Under Japanese law, 14 at Yasukuni not criminals: Abe. The Japan Times.
  27. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  28. See, for example: Craig Symonds, "War, Politics, and Grand Strategy in the Pacific, 1941–1945", Air University Review, November–December 1979 Archived 4 October 2006 at the Wayback Machine. (Access date: 15 February 2007): "most American historians, date the war from December 1941". See also Edward Drea, "Introduction", in Edward Drea, Greg Bradsher, Robert Hanyok, James Lide, Michael Petersen & Daqing Yang, 2006, Researching Japanese War Crimes Records Archived 3 March 2016 at the Wayback Machine. (National Archives and Records Administration, Washington D.C.; p. 15): "The atrocities at Nanjing occurred four years before the United States entered the war. At that time, the U.S. government did not have a large military or diplomatic intelligence network in China. A handful of trained military or embassy personnel reported on events, sometimes second-hand; compared with the sensational press coverage, the official U.S. documentation was scant. As a result, with the exception of the records produced during the postwar Class A war crimes trial of the commanding general of Japanese forces deemed responsible for the Rape of Nanking, there are few materials on this subject at the National Archives." See also, Ben-Ami Shillony, "Book Review, Book Title: A History of Japan, 1582–1941 Internal and External Worlds, Author: L. M. Cullen Professor of History, Trinity College, Dublin", (Institute of Historical Research, February 2004) Archived 28 September 2006 at the Wayback Machine. (Access date: 15 February 2007); Grant K. Goodman, "Review 'The Kempei Tai in the Philippines: 1941–1945' by Ma. Felisa A. Syjuco" Pacific Affairs, v. 64, no. 2 (Summer 1991), pp. 282–83 (Access date: 15 February 2007); United Nations Human Rights Committee, "Fifty-Ninth Session, 24 March – 11 April 1997, Decisions, Communication No. 601/1994" (3 April 1997) (Access date: 15 February 2007);Gary K. Reynolds, 2002, U.S. Prisoners of War and Civilian American Citizens Captured and Interned by Japan in World War II: The Issue of Compensation by Japan(Congressional Research Service, The Library of Congress, 17 December 2002) Archived 14 December 2011 at the Wayback Machine. Access date: 15 February 2007.