د جاپان تاریخ

د جاپان په ټاپوګانو (مجموع الجزایر) کې د انسان لومړۍ هستوګنه له میلاد نه ۳۰۰۰۰ کاله پخوا، تاریخ وړاندې دورې ته اړوندېږي. د جومون له دورې وروسته چې د نوم (ناف) د بند نښه لرونکو خټینو لوښو (cord-marked pottery) له مخې نومول شوې، له میلاد نه وړاندې لومړۍ زریزه کې یایوی وګړي (Yayoi people) هغه مهال لپاره راپیدا شول چې په آسیا کې نوي نوښتونه معرفي شول. د دغې دورې پر مهال جاپان ته اړوند لومړني لیکل شوي منابع په لومړۍ میلادي پېړۍ کې په چینايي کتاب هان کې ثبت شوي.

له میلاد نه څلور پېړۍ وړاندې، یایويي وګړي له دغې لویې وچې نه د جاپان ټاپوګانو ته کډه شول او هلته یې د اوسپنې ټکنالوژي او کرنیز تمدن معرفي کړ. له دې امله چې دوی یو کرنیز تمدن درلود، یایويي تمدن په چټک ډول ودې کولو پیل وکړ او په جامون وګړو (Jōmon people) باندې یې چې د جاپان د ټاپوګانو اصلي وګړي او ښکاریان و؛ واک وموند. د ۴ مې او نهمې پېړۍ ترمنځ د جاپان ګڼ شمېر پاچهۍ او قبیلې د یوه مرکزي دولت تر واک لاندې سره یوموټۍ شوې او یوازې په اسمي ډول د جاپان د سترواک له خوا کنټرول کېدلې. له هغه مهال نه تاسیس شوې سترواکه لړۍ تر نن ورځې پورې دوام لري، خو نږدې بشپړ تشریفاني رول لري. په ۷۹۴ ز کال کې د نوې سترواکۍ پلازمېنه په هیان کیو(معاصر کیوتو) کې جوړه شوه، چې د هیان دورې (Heian period) د پیل نښه ده، چې تر ۱۱۸۵ ز کال پورې یې دوام وکړ. هیان دوره د جاپان په کلاسیک کلتور کې طلایي دوره ګڼل کېږي. د جاپانیانو مذهبي ژوند له دغه مهال وروسته د شینتو (Shinto) بومي دودونو او بودیزم ترکیب و.[۱][۲]

په راتلونکو پېړیو کې، د سترواکې کورنۍ واک په پیل کې د غیرنظامي اشرافو/ارستوکراتانو – په ځانګړې توګه، د فوجي وارا- او وروسته د هغوی د پوځي قبایلو او سامورايي ځواکونو پر وړاندې را کم شو. له ۱۱۸۰ ز کال نه تر ۱۱۸۵ ز کال پورې په جینپي جګړه کې د میناماتو نویوریتمو تر مشرۍ لاندې میناماتو قبیلې خپلې پوځي سیالې قبیلې تایرا ته ماتې ورکړه. د واک له ترلاسه کولو وروسته یوریتومو خپله پلازمېنه په کاماکورا کې جوړه کړه او د شوګان لقب یې ځانته ځانګړی کړ. شوګانات کاماکورا د مغولو د دوو بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړ، خو په ۱۳۳۳ ز کال کې د شوګانات له مدعیانو نه د یو له خوا راوپرځول شو او موروماچي دوره پیل شوه. د دغې دورې پر مهال د دایمیو په نوم جنګ سالاران د شوګان د لګښتونو په پایله کې واک ته ورسېدل، چې په پایله کې د جاپان کورنۍ جګړه رامنځته شوه. د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو کې، جاپان د مخکښ دایمیو اودا نوبونګا او د هغه د ځای ناستي تویوتومي هیدیوشي تر مشرۍ لاندې بېرته یو موټی شو. په ۱۵۹۸ ز کال کې د تویوتومي له مړینې وروسته، توکوګاوا لیاسو واک ته ورسېد او د سترواک له خوا د شوګان په توګه وټاکل شو. شوګانات توکوګاوا چې له اېدو (معاصرې توکیو) نه  یې واک چلاوه، د اېدو دورې (۱۶۰۰-۱۸۶۸ ز کال) په نوم په یوې سوکاله او سوله ییزه دوره کې یې واک وچلاوه. توکوګاوا په جاپاني ټولنه کې یو سخت طبقاتي سیسټم پلی کړ او له نړۍ سره یې نږدې ټولې خپلې اړیکې  پرې کړې.

په ۱۵۴۳ ز کال کې پرتګال او جاپان له یوبل سره په اړیکه کې شول، هغه مهال پرتګالیان لومړني اروپایان و چې د جاپان سویلي ټاپوګانو ته ورسېدل. هغوی له جاپان سره په خپل لومړني محدود تعامل کې د ګرمو وسلو په معرفي کولو په جاپان د پام وړ اغېز وکړ. په ۱۸۵۳-۵۴ ز کال کې امریکايي پری لښکر کشۍ (American Perry Expedition) په بشپړ ډول د جاپان انزوا ته د پای ټکی کېښود؛ دغې چارې په ۱۸۶۸ ز کال په بوشین جګړه کې د شوګانات له سقوط او واک ته د سترواک له بیا رسېدو سره مرسته وکړه. په میجي دوره کې نوې ملي رهبري، منزوي شوی فئوډالي ټاپوئیز هېواد په سترواکۍ واړاوه چې له نږدې نه یې له لویدیځو موډلونو ګټنه کوله او په یو پیاوړي ځواک واوښت. په داسې حال کې چې د تایشو په دوره کې (۱۹۱۲- ۱۹۲۶ زکال) کې دیموکراسي وده وکړه او معاصر غیرنظامي کلتور پرمختګ وکړ، خو د جاپان پیاوړي پوځ په پراخه کچه آزادۍ لرلې او په ۱۹۲۰ مه او ۱۹۳۰ مه لسیزه کې د جاپان غیرنظامي واکمنان یې تر واک لاندې و. جاپاني پوځ په ۱۹۳۱ ز کال کې په منچوري باندې برید وکړ چې له ۱۹۳۷ کال وروسته دغه برید له چین سره په اوږد مهاله جګړه واوښت. په ۱۹۴۱ ز کال کې په پرل هاربر باندې د جاپان برید له متحده ایالاتو او د هغه له متحدینو سره د جګړې لامل وګرځېد. د جاپان د ځواکونو کچې ډېر ژر وده وکړه او پوځ د متفقینو د هوايي بریدونو پر وړاندې چې د وګړو مرکزونو ته یې سخت زیان اړوه، مقاومت وکړ. د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په ۱۵ مه په ناګاساکي او هیروشیما باندې له اټمي بریدونو او په منچوریا باندې د شوري له برید وروسته سترواک هیروهیتو په جګړه کې د جاپان تسلیمي اعلان کړه.

متفقینو تر ۱۹۵۲ ز کال پورې جاپان اشغال کړ، دغه مهال په ۱۹۴۷ ز کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو او جاپان یې په یو مشروطه شاهي هېواد بدل کړ. له ۱۹۵۵ ز کال وروسته، جاپان د لیبرال دیموکرات ګوند تر مشرۍ لاندې د ډېرې لوړې اقتصادي ودې شاهد و چې دغه هېواد یې په یو اقتصادي نړیوال ځواک بدل کړ. د جاپان د سوځېدلې لسیزې یا ۱۹۹۰ مې لسیزې وروسته، اقتصادي وده کمزورې شوه. د ۲۰۱۱ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۱ مه نېټه جاپان د ریشتر ۹ درجې ځمک ښوېدنې او سونامي شاهد و، چې تر ټولو پیاوړې ثبت شوې ځمک ښوېدنه وه او له امله یې له ۲۰۰۰۰ زیات کسان ووژل شول، د فوکوشیما دایچي اټومي ناورین لامل هم وګرځېده.

دویمه نړیواله جګړه سمول

د ۱۹۴۱ ز کال په وروستیو کې، د لومړي وزیر جنرال هیدکي توجو تر مشرۍ لاندې جاپاني دولت پرېکړه وکړه چې د متحده ایالاتو بندیزونه د تسلیحاتي زور پر مټ له منځه یوسي. د ۱۹۴۱ ز کال د ډسمبر په اوومه نېټه، د جاپان د سترواکۍ سمندریزو ځواکونو د هاوايي په پرل هاربر کې په امریکايي پوځي بېړیو برید وکړ. دغه برید د جاپان پر وړاندې د امریکا او د هغو متحدینو د جګړې د پیل کېدو لامل وګرځېد. وروسته له هغه جاپان د فلیفین، مالایا، هانګ کانګ، سنګاپور، برما او د هالنډ د ختیځ هند په ګډون د متحده ایالاتو، بریتانیا او هالنډ په آسیایي مستعمرو بریالي بریدونه وکړل.[۳][۴]

د جګړې په لومړیو پړاوونو کې، جاپان پرله پسې بریاوو ته لاسرسی وموند. د ۱۹۴۲ ز کال په جون میاشت کې له مېډوې جګړې او ورپسې د ګودال کانال له جګړې وروسته، چې له امله یې سلومان ټاپوګان د متفقینو د ځواکونو له خوا د جاپان له کنټرول وایستل شول، په جګړه کې د جاپان د بریا ځایګي تغیر وموند. په دغه مهال کې جاپانی پوځ د جنګي جرمونو لکه له بندیانو سره د ناوړه چلند، د ملکي وګړو د عامې وژنې او له کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د کارونې مسئول ګڼل کېږي. په ۱۹۴۴ ز کال کې د جاپاني سترواکۍ سمندریزو ځواکونو د کامیکازی پیلوټانو ډلګۍ مؤظفه کړه، څو خپلې الوتکې د دښمن له بېړیو سره ټکر کړي.[۵][۶][۷]

د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په ۶ مه نېټه، متحده ایالاتو په هیروشیما باندې اټومي بم وغورځاوه ،چې له امله یې له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول. دا په تاریخ کې لومړنی اټومي برید و. د اګست په ۹ مه شوروي اتحاد له جاپان سره جګړه اعلان کړه او په منچوري او نورو قلمرونو یې برید وکړ؛ دویم اټومي بم په ناګاساکي وغورځول شو چې نږدې ۴۰۰۰۰ کسان یې ووژل شول. د اګست په ۱۴ مه متفقینو ځواکونو ته د جاپان د تسلیمۍ اعلان وشو او راتلونکې ورځ د سترواک هیروهیتو له خوا په ملي راډیو کې اعلان شو.[۸][۹][۱۰]

سرچینې سمول

  1. Shinya Shōda (2007). "A Comment on the Yayoi Period Dating Controversy". Bulletin of the Society for East Asian Archaeology. 1. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "'Jomon woman' helps solve Japan's genetic mystery". NHK World (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۶ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Henshall 2012، صص. 129–130.
  4. Henshall 2012، صص. 124–126.
  5. Henshall 2012، ص. 134.
  6. Henshall 2012، صص. 132–133.
  7. Henshall 2012، صص. 131–132, 135.
  8. Morton او Olenike 2004، ص. 188.
  9. Totman 2005، ص. 448.
  10. Perez 1998، صص. 147–148.