د جاذبې قوه


د جاذبې قوه(Gravity) د لاتيني ويی gravitas څخه اخېستل شوی دی، چې د وزن معنا لري يا هم د gravitation ویی دی چې «د جاذبې قوه» معنا لري. د جاذبې قوه يوه طبيعي ښکارنده ده، چې په واسطه يې د سيارو، ستورو، کهکشانونو او ان رڼا په ګډون ټوله کتله يا انرژي لرونکي شيان يو بل ته راښکل کېږي يا د يو بل پر لور ورجذبېږي. د جاذبې قوه پر ځمکه باندې فزيکي شيانو ته وزن ورکوي او د سپوږمۍ د جاذبې قوه د سمندرونو د مد او جذر (څپې) سبب کېږي. په نړۍ کې د اصلي ګازي مادې د جاذبي راښکون له يو بل سره د يو ځای کېدلو او ستورو جوړولو سبب شوی دی او ستوري يې د سبب کړي دي چې يو له بله سره ډله او کهکشانونه جوړ کړي، نو له همدې امله د جاذبې قوه په نړۍ کې د زياتره سترو جوړښتونو لامل يا ځواب ويونکې ده. ياده قوه يوه ناتړلې سيمه لري، که څه هم له ځمکې څخه د شيانو د لرې کېدلو په حالت کې يې اغېزې کمزوري کېږي. [۱][۲]

د جاذبې قوه، په ۱۹۱۵ ز کې د البرت انسټاين له لوري د نسبيت عمومي نظريې په وړاندې کولو سره په تر ټوله زيات کره ډول تشرېح شوه، چې ياده نظريه د جاذبې قوه يوازې د يو ځواک يا قوې په توګه نه؛ بلکې د کتلې د نابرابر وېش له امله د فضا وخت د کوږوالي په توګه راپېژني او دا چې ياده قوه د ځمکې د مساحي (مساحت) ليکو سره د کتلو د حرکت سبب کېږي. د فضا وخت د دې کوږوالي تر ټولو جوته بېلګه يو تور سوری دی، چې هېڅ شی ان رڼا هم ورڅخه وروسته له هغې نه شي تېرېدلی چې يو ځل د سوري د پېښې افق تېر شي. که څه هم د جذبې قوه د زياتو کاريالونو لپاره د طبيعي جاذبې قوې په اړه د نيوټن د قانون له لوري په ښه ډول اټکل شوې ده، چې له مخې يې gravity د هغې قوې په توګه روښانه شوې ده، چې يو د بل پر لور د هرو دوو جسمونو (د دوی د کتلو د توليد د متناسب پراخوالي سره او په سرچپه ډول د دوی تر منځ د واټن مربع د متناسب پراخوالي سره) د راښکون سبب کېږي. [۳]

د جاذبې قوه، د فزيک له څلورو بنسټيزو تعاملونو (جوړ) له ډلې تر ټولو کمزوری تعامل دی؛ يانې د پياوړي تعامل په پرتله نږدې ۱۰۳۸ ځله کمزورې ده، د اکترومقناطيسي قوې په پرتله ۱۰۳۶ ځله او د کمزوري تعامل په پرتله ۱۰۲۹ ځله کمزورې ده. د پايلې په ډول د جاذبې قوه له اتوم تر کوچنۍ کچې ذراتو کې د پام وړ اغېزه نه لري، چې له دې خلاف ياده قوه په مکروسکوپيک کچه کې حاکم تعامل او د ستوريز (نجومي) جسمونو په جوړښت، بڼه ورکولو او مسير يا مدار ټاکنې سبب ده. [۴]

د ذروي فزيک اوسني موډلونه دلالت کوي، چې په نړۍ کې د جاذبې قوې تر ټولو لومړنۍ بېلګه چې کېدای شي د عادي فضا او وخت تر څنګ د کوانتم (د انرژي اساسي واحد) جاذبې، لوړې جاذبې يا جاذبي يووالي (مفرديت) په بڼه کې وه؛ د Planck د دورې پر مهال وده وکړه (د نړۍ له پيدايښت څخه تر ۴۳-۱۰ ثانيو وروسته). ياده وده کېدای شي په اوسني ډول پېژندل شوي دود يا ډول کې لکه د يوې ناسمې خلا، کوانټم خلا يا رښتيني ذرې له يو لرغوني حالت څخه وه. د انرژي د اساسي واحد په ميخانيک سره ثابت د جاذبې قوې يوې نظريې ته د ودې ورکولو په موخه هڅې د څېړنې اوسنۍ ساحه ده، چې د جاذبې قوې ته به په يو عام رياضيکي چارچوکاټ کې د فزيک له نورو بنسټيزو تعاملونو سره د متحد (يو ځای) اوسېدلو لاره هواره کړي (د هر شي نظريه). [۵]

د جاذبي نظريې تاريخچه سمول

لرغونې نړۍ سمول

لرغوني يوناني فيلسوف Archimedes د يوه مثلث د جاذبې مرکز وموند. نوموړي همداراز وګڼل چې که چېرې دوه برابر وزنونو د جاذبې ورته مرکز نه لرلی، د دواړو وزنونو د جاذبې مرکز به په ګډه د هغه ليکې په منځ کې وي چې د دوی د جاذبې مرکزونه سره نښلوي. [۶][۷]

په De Architectura کې رومي معمار او انجنير Vitruvius فرض کړل، چې د يو جسم جاذبه د هغې په طبيعت پورې اړه لري، نه د هغې په وزن پورې. [۸]

هندي Aryabhata چې د رياضي او ستورو پوه دی، د جاذبې قوه د دې پوښتنې د تشرېح کولو په موخه څرګنده کړه، چې ولې د ځمکې د څرخېدلو پر مهال شيان له مدار څخه نه ووځي. د Brahamagupta په نوم بل هندي پوه د جاذبې قوه د يو راښکونکي ځواک په توګه روښانه کړه او د gravity لپاره يې د (gurutvākarṣaṇ) اصطلاح وکاروله. [۹][۱۰][۱۱]

د پوهې اوښتون سمول

د ۱۶ مې پېړۍ په نيمايي کې بېلابېلو اروپايانو په ازمېښتي ډول هغه ارستويي نظر ناسم ثابت کړ، چې يو څه درانده شيان په تېزۍ سره غورځېږي (ځمکې خواته ځي). د يادو وختونو ايټالوي فزيکپوه (Giambattista Benedetti) ځيني مقالې خپرې کړې، چې په کې يې ادعا کوله چې د معلومې جاذبې قوې له امله د ورته مادې او بېلابېلو وزنونو شيان به په ورته چټکتيا سره وغورځېږي. د Delft برج، د ۱۵۸۶ ز کال په ازمېښت سره فلمنکي فزيکپوه Simon Stevin څرګنده کړه، چې کله له برج څخه دوه بېلابېلې اندازې او وزن لرونکي توپونه را وغورځول شي؛ په حقيقت کې په ورته وخت کې د ځمکې سطحې ته رسېږي. د ۱۶ مې پېړۍ په وروستيو کې ګاليله هغه منطق (د ازمېښت د فکر په توګه انګېرنې) څرګند کړ، چې د بېلابېلو وزنونو لرونکي دوه بالونه، چې کله له برج څخه راوغورځول شي، په ورته وخت کې ځمکې ته رسېږي. د توپونو د مخ ښکته څرخېدلو میلان په دقيقو اندازو سره د دې پوهې د يو ځای کولو له مخې ګاليله په ټينګه وټاکله، چې جاذبي چټکتيا د ټولو شيانو لپاره يو ډول ده. ګاليله وانګېرله چې د هوا مقاومت هغه سبب دی، چې د ټيټ غلظت او لوړې سطحې سيمې لرونکي شيان په فضا کې په خورا بطي ډول غورځېږي. ګاليله په ۱۶۰۴ ز کې په سم ډول فرض کړل، چې د يوه غورځېدونکي جسم واټن د تېر شوي وخت له مربع سره متناسب دی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د نيول شوي وخت مربع ته په آزاده غورځېدنه کې د شيانو د واټن اړيکه، د ۱۶۴۰ او ۱۶۵۰ ز کالونو تر منځ د دوه ايټالويانو (Jesuits Grimaldi) او (Riccioli) له خوا تاييد شوه. دوی د يوې نڅاګرې د خوځېدنې په ثبتولو سره د ځمکې د جاذبې قوې يوه محاسبه هم وکړه. [۱۸]

د نيوټن د جاذبې قوې نظريه سمول

Robert Hooke په ۱۶۷۹ز کې انګرېز رياضيپوه اسحق نيوټن ته د مدار حرکت په اړه د خپلې فرضیې په اړه وليکل چې: پر سرچپه مربع باندې يو څه تکيه کوي. په ۱۶۸۴ ز کې Hooke او نيوټن دواړو Edmond Halley ته وويل چې: دوی دواړو د سياروي حرکت د سرچپه مربع قانون ثابت کړی و. Hooke د خپلو ثبوتونو له وړاندې کولو یې ډډه وکړه، مګر نيوټن تر (De motu corporum in gyrum ('On the motion of bodies in an orbit')) يعنې په يوه مدار کې د جسمونو حرکت تر سرليک لاندې خپل ثبوت وړاندې کړ، چې نوموړي په کې د سياريو حرکت په اړه د Kepler قوانين تر لاسه کوي (استنباطوي). Halley د طبيعي فلسفې رياضيکي اصولو (Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica (Mathematical Principles of Natural Philosophy)) ته د نيوټن د کار پراختيا ملاتړ وکړ، چې نوموړی په کې د طبيعي جاذبې سرچپه مربع قانون فرض کوي. [۱۹][۲۰]

نيوټن له خپله نظره نتيجه واخيستله: «هغه قوې چې سيارې په خپلو مدارونو کې ساتي، بايد په متقابل ډول له هغو مرکزونو څخه د خپلو واټنونو د مربع ګانو په توګه وي، چې ورڅخه تکامل کوي او له همدې امله د ځمکې په سطحه کې د ځمکې د جاذبې په قوې سره په خپل مدار کې د سپوږمۍ د ساتنې په موخه يې ضروري ځواک يا قوه پرتله او د برابر نږدې ځواب لپاره يې تمويل کړه. معادله يې په لاندې ډول ده: [۲۱]

 

چې F په کې قوه، m1 او m2 په کې د تعامل کوونکو جسمونو کتلې، r د کتلو د مرکزونو تر منځ واټن او G جاذبي ثابت دی.

د نيوټن نظريې هغه وخت د خپلې سترې بريا څخه خوند واخيست، چې د اورانوس د حرکتونو پر بنسټ د نيپتون د شتون اټکلولو په موخه وکارول شوه، چې د نورو سيارو د عملونو په واسطه ځواب ويوونکې نه شوه اوسېدلی. د John Couch Adams او Urbain le Verreir دواړو له لوري محاسبو، د سيارې عمومي حالت اټکل کړ او د Le Varrier محاسبې هغه څه دي، چې Johann Gottfried Galle ته يې د نيپتون موندلو (کشف کولو) لاره هواره کړه. [۲۲]

سرچینې سمول

  1. "dict.cc dictionary :: gravitas :: English-Latin translation". مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Comins, Neil F.; Kaufmann, William J. (2008). Discovering the Universe: From the Stars to the Planets. MacMillan. د کتاب پاڼې 347. Bibcode:2009dufs.book.....C. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1429230421. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "HubbleSite: Black Holes: Gravity's Relentless Pull". hubblesite.org. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Krebs, Robert E. (1999). Scientific Development and Misconceptions Through the Ages: A Reference Guide (الطبعة illustrated). Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-30226-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Staff. "Birth of the Universe". University of Oregon. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) – discusses "Planck time" and "Planck era" at the very beginning of the Universe
  6. Reviel Neitz; William Noel (13 October 2011). The Archimedes Codex: Revealing The Secrets of the World's Greatest Palimpsest. Hachette UK. د کتاب پاڼې 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78022-198-4. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. CJ Tuplin, Lewis Wolpert (2002). Science and Mathematics in Ancient Greek Culture. Hachette UK. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-815248-4. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Vitruvius, Marcus Pollio (1914). "7". In Alfred A. Howard (المحرر). De Architectura libri decem [Ten Books on Architecture]. VII. Herbert Langford Warren, Nelson Robinson (illus), Morris Hicky Morgan. Harvard University, Cambridge: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 215. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. * Sen, Amartya (2005). The Argumentative Indian. Allen Lane. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7139-9687-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pickover, Clifford (2008-04-16). Archimedes to Hawking: Laws of Science and the Great Minds Behind Them (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199792689. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bose, Mainak Kumar (1988). Late classical India (په انګلیسي ژبه کي). A. Mukherjee & Co. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wallace, William A. (2018) [2004]. Domingo de Soto and the Early Galileo: Essays on Intellectual History (په انګلیسي ژبه کي). Abingdon, UK: Routledge. د کتاب پاڼي 119, 121–22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-15959-3. مؤرشف من الأصل في ۱۶ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Drabkin, I. E. (1963). "Two Versions of G. B. Benedetti's Demonstratio Proportionum Motuum Localium". Isis. 54 (2): 259–262. doi:10.1086/349706. ISSN 0021-1753. JSTOR 228543. S2CID 144883728. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Schilling, Govert (2017-07-31). Ripples in Spacetime: Einstein, Gravitational Waves, and the Future of Astronomy (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674971660. مؤرشف من الأصل في ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ball, Phil (June 2005). "Tall Tales". Nature News. doi:10.1038/news050613-10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Galileo (1638), Two New Sciences, First Day Salviati speaks: "If this were what Aristotle meant you would burden him with another error which would amount to a falsehood; because, since there is no such sheer height available on earth, it is clear that Aristotle could not have made the experiment; yet he wishes to give us the impression of his having performed it when he speaks of such an effect as one which we see."
  17. Gillispie, Charles Coulston (1960). The Edge of Objectivity: An Essay in the History of Scientific Ideas. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 3–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-02350-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. J.L. Heilbron, Electricity in the 17th and 18th Centuries: A Study of Early Modern Physics (Berkeley: University of California Press, 1979), 180.
  19. Cohen, I. Bernard; Smith, George Edwin (2002). The Cambridge Companion to Newton. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 11–12, 96–97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-65696-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Sagan, Carl; Druyan, Ann (1997). Comet. New York: Random House. د کتاب پاڼي 52–58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-3078-0105-0. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. * Chandrasekhar, Subrahmanyan (2003). Newton's Principia for the common reader. Oxford: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (pp. 1–2). The quotation comes from a memorandum thought to have been written about 1714. As early as 1645 Ismaël Bullialdus had argued that any force exerted by the Sun on distant objects would have to follow an inverse-square law. However, he also dismissed the idea that any such force did exist. See, for example,Linton, Christopher M. (2004). From Eudoxus to Einstein – A History of Mathematical Astronomy. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 225. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-82750-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Nobil, Anna M. (March 1986). "The real value of Mercury's perihelion advance". Nature. 320 (6057): 39–41. Bibcode:1986Natur.320...39N. doi:10.1038/320039a0. S2CID 4325839. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)