د تکزاس اوښتون

د تکزاس اوښتون (۱۸۳۵ اکتوبر ۲ - ۱۸۳۶ ز کال د اپرېل ۲۱) د متحده ايالتونو او Tejanos (د تکزاس هسپانوي وګړي) د مستعمرو اوسېدونکو له لورې د مکسيکو د مرکز پال حکومت پر وړاندې د وسله وال ټينګار په رامنځته کولو کې يو پاڅون يا سرکښي وه. په داسې حال کې چې پاڅون د مکسيکو د فدراليستي جګړې (Mexicon Federalist War) په نوم د يو څه پراخه جګړې برخه و، د مکسيکو حکومت باورمن و، چې متحده ايالتونو د تکزاس اله ګوله په ځان پورې د تړلتيا په موخه هڅولې وه. د مکسيکو کانګرس د ټورنل فرمان (Tornel Decree) تصويب کړ، چې له مخې به يې هر هغه باندينی وګړی داړه مار يا ادبي غل وګڼل شي، چې د مکسيکو د سرتېرو پر وړاندې جنګېږي او داسې معامله به ورسره وشي، چې اوسمهال له جمهوريت سره جګړه کې د هیڅ ملت اتباع نه دي او د هيڅ په رسميت پېژندل شوي توغ لاندې نه جنګېږي. يوازې د تکزاس ولايت له مکسيکو سره د اړيکې پرېکولو باندې بريالی شو، د تکزاس جمهوريت يې رامنځته کړ او په پای کې متحده ايالتونو په ځان پورې وتاړه.

یاد اوښتون د مکسيکو حکومت او تکزاس کې د امريکايي هستوګنو په زياتېدونکي ډول پراخه نفوس تر منځ له يوې پېړۍ سياسي او کلتوري نښتو څخه وروسته، د ۱۸۳۵ ز کال په اکتوبر کې پيل شو. د مکسيکو حکومت په زياتېدونکي ډول متمرکز شوی و او د اتباعو حقونه يې په زياتېدونکي ډول پرې شوي وو، په ځانګړي ډول له متحده ايالتونو څخه د کډوالۍ په اړه. مکسيکو په ۱۸۳۰ ز کال تکزاس کې په رسمي ډول غلامي له منځه یووړه. د انګليسی الاصل تکزاسيانو دا هيله هم د بېلتون يو ستر سبب و، چې په تکزاس کې د لېږدېدونکې غلامۍ بنسټ يا ټولنې ته ادامه ورکړي. د مستعمرو اوسېدونکي او Tejanos په دې اړه همغږي نه وو، چې ايا وروستۍ موخه خپلواکي وه او که د مکسيکو د ۱۸۲۴ ز کال اساسي قانون ته بېرته ورګرځېدنه. په داسې حال کې چې استازو په سلا (Consultation) يعنې د هغه وخت لنډمهالي حکومت کې د جګړې د انګېزو بحث وکړ، د تکزاس اوسېدونکو او د متحده ايالتونو د رضاکارانو يو سېلاب د ۱۸۳۵ ز کال د ډسمبر نيمايي کې د مکسيکو پوځونو کوچنيو لښکرکوټونو ته ماتې ورکړه. ياد لنډ مهالي حکومت (Consultation) د خپلواکۍ اعلانول ونه منل او يو لېږدېدونکی حکومت يې وټاکه، چې جګړه يې په تکزاس کې د سياسي کمزورۍ او د اغېزناکې حکومتولۍ کمښت سبب شوه. پر Matamoros باندې د بريد په موخه يو ناسم درک شوي وړانديز د تکزاس fledgling لښکر څخه خورا اړين رضاکاران او زېرمې .... د ۱۸۳۶ ز کال مارچ کې دويم سياسي کنوانسيون يا ناستې خپلواکي اعلان کړه او د تکزاس نوي جمهوريت لپاره يې مشرتابه وټاکله. [۱][۲][۳][۴][۵]

Santa Anna چې د مکسيکو د عزت د غچ اخيستلو لپاره ټاکل شوی و، په شخصي ډول د تکزاس د بيا نيولو ژمنه وکړه. د نوموړي د عملياتو لښکر د ۱۸۳۶ ز کال د فبروري مياشتې په نيمايي کې تکزاس ته ننوت او د تکزاس وګړي يې په بشپړ ډول ناچمتو وموندل. مکسيکويي جنرال Jose de Urrea د تکزاس ساحل  څخه پورته پر Goliad Campaign کې د سرتېرو د يوې ډلې مشري وکړه، چې د ځان پر وړاندې يې ټولو تکزاسي سرتېرو ته ماته ورکړه او تسليم شوي سرتيري يې ووژل. سانټا انا Santa Anna)) د San Antonio de Bexar يا Bexar په نوم سيمې ته د يوه پراخه ځواک مشري وکړي، چې سرتېرو يې په کې د تکزاس لښکرکوټ ته د Alamo په نوم جګړه کې ماته ورکړه او نږدې ټول دفاع کوونکي يې ووژل.

د Sam Houston تر امر لاندې د تکزاس نوی رامنځته شوی لښکر په ثابت ډول حرکت کې و، په داسې حال کې چې ډار شوي ملکي وګړي د Runaway Scrape په نوم يوه شخړه کې له لښکر سره وتښتېدل. د مارچ پر ۳۱ Houston خپل ځواکونه د Brazos سيند د Groce په سيمه کې ودرول او تکزاسيانو د راتلونکو دوو اونيو لپاره ټينګه پوځي روزنه تر لاسه کړه. پر ځان د ډاډمن کېدنې او د خپل دښمن د کم ارزښته کولو په موخه سانټا خپل سرتيرې نور هم ووېشل. د اپرېل پر ۲۱ د Houston لښکر پر Santa Anna او د San Jacinto جګړه کې پر خپل سرکښ ځواک باندې ناڅاپي بريد وکړ. مکسيکويي سرتيري په چټکۍ سره ګډوډ شول او غچ اخيستونکو تيکسيانو زيات هغه خلک ووژل، چې د غاړه ايښودلو هڅه يې وکړه. سانټا انا (Santa Anna) يرغمل ونيول شو. نوموړي د خپل ژوند په بدل کې د مکسيکو لښکر ته امر وکړ، چې د Rio Grande له سويل څخه شاتګ وکړي. مکسيکو د تکزاس جمهوريت په رسميت پېژندنه ونه منله او د دواړو هېوادونو تر منځ په پرله پسې ډول شخړو تر ۱۸۴۰ ز لسيزې پورې دوام وکړ. په ۱۸۴۵ ز کال کې د متحده ايالتونو د ۲۸ ايالت په توګه د تکزاس تړلتيا يا ضميمه په سيده ډول د مکسيکو او امريکا تر منځ د جګړې لامل شوه.

مخینه سمول

د ۱۷ پېړۍ په وروستيو کې د تکزاس د مستعمره کولو په موخه د فرانسې له بې پايله هڅې څخه وروسته، هسپانيې په دې سيمه کې د مېشت کېدنې په موخه يو پلان جوړ کړ. هسپانوي تکزاس د Medina او Nueces سيندونو په اوږدو وکې پر خپلې سويلي څنډه کې له Coahuila ولايت سره او په ختيځ کې يې له Louisiana سره پوله درلوده. په ۱۸۰۳ ز کال کې د لوزيانا له نيونې (Lousiana Purchase) څخه وروسته متحده ايالتونو هم د Sabine سيند د لويديځ سيمې ادعا وکړه...  له ۱۸۱۲ څخه تر ۱۸۱۳ ز کال پورې د هسپانيې ضد جمهوري غوښتونکو او د متحده ايالتونو بې ځايه منځګړو د هسپانوي سترواکۍ پر وړاندې سرکښي وکړه، چې نن ورځ د مکسيکو د خپلواکۍ جګړې په نوم يادېږي. دوی په لومړيو کې جګړې وګټلې او له هسپانويانو څخه يې د تکزاس زيات ښارونه ونيول، چې د ۱۸۱۳ ز کال د اپرېل پر ۱۷ مه باندې د مکسيکو جمهوريت د برخې په توګه د تکزاس دولت د خپلواکۍ د اعلاميې لامل شول. د تکزاس نوي حکومت او لښکر د ۱۸۱۳ ز کال اګسټ کې په Medina جګړه کې خپل برخليک سره مخامخ شول. Medina د San Antonio د سوېل په ۲۰ ميل واټن کې پرته سيمه ده، چې د ۱۴۰۰ سرکښانو له ډلې په کې ۱۳۰۰ تنه په جګړه کې ووژل شول يا د شاهي پلويو ځواکونو له لورې له جګرې څخه سمدستي وروسته په دار وځړول شول. دا د تکزاس په تاريخ کې يوازينۍ مرګونې جګړه وه. په San Antonio کې ۳۰۰ جمهوري غوښتونکي حکومتي چارواکي ونيول شول او له جګړې څخه لږه موده وروسته د هسپانوي شاهي پلويانو له لورې په دار وځړول شول. د مکسيکو راتلونکي ولسمشر (Antonio Lopez de Santa Anna) په دې جګړه کې د يو شاهي پلوي په توګه وجنګېده او د بنديانو د نه نيولو په اړه يې د خپلو مشرانو امر پر ځای کړ. بله په زړه پورې يادونه د تکزاس جمهوريت دوه بنسټ ايښودونکي پلرونه او په ۱۸۳۶ کې د تکزاس د خپلواکۍ اعلاميې د لاسليک کوونکو Jose Antonio Navarro او Jose Francisco Ruiz ده، چې په (Gutierrez-Magee Expedition) کې يې ونډه واخيسته. که څه هم متحده ايالتونو په ۱۸۱۹ کې له هسپانيې سره «د لويو وچو تر منځ تړون: Transcontinental Treaty» د برخې په توګه ياده ادعا په رسمي ډول رد کړه، زيات امريکا لا هم باورمن وو چې تکزاس بايد د دوی په ملت پورې اړه ولري او په راتلونکو لسيزو کې متحده ايالتونو د سيمې [تکزاس] د رانيولو په موخه بېلابېل وړانديزونه وکړل. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د مکسيکو د خپلواکۍ جګړې څخه وروسته تکزاس د مکسيکو برخه شو. د ۱۸۲۴ ز کال اساسي قانون له مخې چې هېواد يې د فدرالي جمهوريت په توګه معرفي کړ، د تکزاس او کواهيلا (Coahuila) ولايتونه د Coauila y Tejas ايالت جوړېدلو په موخه يو ځای شول. تکزاس ته د دولت مقننه ځواک کې يوازې يوه چوکۍ ورکړل شول، چې په سلګونو ميله لرې Saltillo کې يې ناسته وکړه. د خپلې سياسي خپلواکۍ له لاسه ورکوونې له امله د Tejanos په نوم د تکزاس مکسيکويي زيږېدلي اوسېدونکو له مياشتو ناخوښۍ څخه وروسته، د دولت چارواکو هوکړه وکړه چې تکزاس په San Antionio de Bexar کې د رښتينې پلازمېنې په لرلو سره د نوي ايالت يوه څانګه کړي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تکزاس له ۳۵۰۰ څخه د لږ زيات اوسېدونکو او نږدې ۲۰۰ سرتېرو په لرلو سره، خورا لږ نفوسه و، چې له امله يې د اصلي قبيلو او امريکايي بې ځايه منځګړو له لورې د بريدونو پر وړاندې خورا زيانمنونکی و. په دې هيله چې د مېشتو وګړو نفوذ به د هند بريدونه اداره کړي، د مکسيکو وروسته پاتې حکومت يادې سيمې لپاره د کډوالۍ تګلارې ليبرالي (خپلواکې) کړې. د دې لپاره چې په پای کې په قانوني ډول تکزاس کې واوسېږي، د متحده ايالتونو څخه د [راغليو] انګرېزانو شمېر ژر له Tejanos څخه خورا زياته شوه. زياتره کډوال د متحده ايالتونو له سويل څخه راغلل. زيات يې د غلامانو څښتنان وو او زياترو يې له ځان سره د نورو توکمونو پر وړاندې د پام وړ تعصب راوړ، چې کړه وړه [قوانين] زياتره پر Tejaonos باندې پلي شول. د مکسيکو رسمي مذهب د رومن کاتوليک پلوي وه، مګر بيا هم زياتره کډوال پروتستانت وو، چې پر کاتوليکانو يې باور نه درلود. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. Lack 1985، ص. 190.
  2. Campbell 1991، ص. 256.
  3. Kelley 2004، ص. 716.
  4. Carrigan 1999، ص. 66.
  5. Torget 2015، ص. 140.
  6. Weber (1992), pp. 149–154.
  7. Edmondson (2000), p. 6.
  8. Edmondson (2000), p. 10.
  9. Lack (1992), p. 5.
  10. Weber (1992), pp. 299–300.
  11. https://tshaonline.org/handbook/online/articles/qfm01 . Retrieved 2 September 2017.
  12. Weber (1992), p. 291.
  13. Manchaca (2001), pp. 161–2.
  14. Vazquez (1997), p. 51.
  15. Davis (2006), p. 63.
  16. Edmondson (2000), p. 72.
  17. Edmondson (2000), p. 75.
  18. Weber (1992), p. 162.
  19. Weber (1992), p. 161.
  20. Weber (1992), p. 166.
  21. Manchaca (2001), p. 164.
  22. Davis (2006), pp. 60, 64.