د تکامل پېژندګلوي

تکامل د نسلونو په اوږدو کې د ژوند په ټولو بڼو کې د بدلون رامنځته کېدو پروسه ده او تکاملي بیولوژي ، د تکامل د رامنځته کېدو له څرنګوالي څخه بحث کوي.  بیولوژیکي نفوسونه، د هغو جینیتیکي بدلونونو له لارې وده کوي، چې د ژوندیو موجوداتو د لیدلو وړ ځانګړنو له  بدلونونو سره ورته دي. په جینیتیکي بدلونونو کې هغه اوښتونونه ګډون لري، چې د ژوندي موجود په DNA کې د زیان یا کاپي کولو غلطیو له امله منځته راځي. څرنګه چې د یوه نفوس جینیتیکي تنوع د نسلونو په اوږدو کې په ناټاکلي ډول بدلون مومي، طبیعي ټاکنه په تدریجي ډول له دې ځانګړتیاوو سره د ژوندیو موجوداتو د نسبي تولیدي بریالیتوب پر بنسټ د یادو ځانګړتیاوو د ډېر یا لږ عام کېدلو لامل کېږي.

د ځمکې عمر نږدې 4.5 میلیارده کلونه دی. د ځمکې پر مخ د ژوند تر ټولو لومړني بی بنسټه شواهد لږ تر لږه له 3.5 میلیارده کلونو راوروسته مودې پورې اړه لري. تکامل د ژوند د سرچینې د توضیح هڅه نه کوي (پرځای یې د Abiogenesis- په واسطه توضیح شوې)، بلکي دا روښانه کوي چې ،څرنګه چې د ژوند لومړنۍ بڼې پر هغه پېچلې ایکوسیستم، چې موږ يې نن ورځ ګورو اوښتې. د ننیو ټولو ژوندیو موجوداتو ترمنځ د ورته والي پر بنسټ، داسې انګیرل کېږي چې، د ځمکې پر مخ ټول ژوند دې د ګډ نسل له لارې له يوه داسې وروستي نړیوال نیکه څخه سرچینه اخیستې وي، کوم چې ټولې پېژندل شوې نوعې، د تکامل پروسې له لارې ور څخه خپرې شوې وي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ټول خلک، د جینونو په بڼه کې داسې آرثي ماده لري، چې له مور او پلار څخه يې ترلاسه کړې وي، کومه چې دوی يې هر یوه بچي ته لېږدوي. د اولاد ترمنځ د ناټاکلو بدلونونو له لارې د نويو جینونو د پېژندلګوی له امله او یا د د جنسي تکثر په بهیر کې د شته جینونو د بیا بدلولو له لارې د جینونو توپیرونه شته، چې د اوښتونونو (Mutations) په نامه يادېږي. اولاد له والدینو څخه په کوچنیو ناټاکلو څرنګوالو کې توپیرېږي. که ياد توپیرونه ګټوروي، د اولاد د ژوندي پاته کېدو او تکثر احتمال ډېر دی. دا په دې معنا ده چې، په راتلونکې نسل کې به ډېرې اولادونه یاد ګټور توپیر ولري او افراد به د تناسلي بریالیتوب برابر چانسونه، ونه لري. په دې توګه، هغه ځانګړتیاوې به د اولادې په جمعیتونو کې ډېرې عامې کېږي، چې په پایله کې د ژوندکولو شرایطو سره د ژوندي موجوداتو د ښه تطابق سبب کېږي. دا توپيرونه د جمعیت دننه بدلونونو په پایله کې منځته راځي. دا پروسه په نړۍ کې د ژوند ډېرۍ متنوع ډولونو لپاره مسؤلیت پر غاړه لري.[۹][۱۰]

د تکامل عصري پوهاوی، په 1859 ز کې د چارلس ډاروین(Charles Darwin) د نوعو په اصل کې په خپرولو سره پیل شو. پر دې سربېره، له نباتاتو سره د ګریګور منډل(Gregor Mandel) څېړنو د جینیتیک موروثي نمونو په توضیح کولو کې مرسته وکړه. په پالینټولوژۍ کې د فوسیل کشفیاتو، په جمعیتي جینیتیک کې پرمختګونو او د یوې نړیوالې شبکې علمي څېړنې، د تکامل په میکانیزمونو کې نور جزئیات وړاندې کړل. اوس مهال ساینسپوهان د نویو نوعو د سرچینې په اړه(د نوعو د تولید عملیه- speciation) یو ښه پوهاوی لري او په لابراتواري او وحشي چاپېریال کې یې، د نوعو تولید له پروسې لیدنه کړې ده. تکامل هغه اصلي ساینسي تیوري ده چې، بیولوژی پوهان يې پر ژوند د پوهېدلو لپاره کاروي او د طب، ارواپوهنې، ساتونکې بیولوژۍ، انتروپولوژۍ(انسان پېژندنې)، فارنزیک(عدلي طب)، کرنې او نورو ټولنیزو-کلتوري کارونو په ګډون ډېری څانګو کې کارول کېږي.[۱۱]

اسانه لنډیز سمول

د تکامل اصلي نظريې په لاندې ډول لنډیز کېدلای شي:

  • د ژوند بڼې تکثر کوي او له همدې امله تمایل لري چې، خورا زیاتې شي.
  • د ښکار کولو او سیالۍ په شان عوامل، د افرادو ژوندي پاتې کېدلو پر وړاندې عمل کوي.
  • هریو بچی، له خپل مور او پلار څخه په کوچنیو او ناټاکلو طریقو سره توپيرېږي.
  • که چېرې دا توپیرونه ګټور وي، د اولاد د ژوندي پاتې کېدو او بیا زیږون احتمال ډېر دی.
  • دا د دې امکان رامنځته کوي چې، ډېری بچیان به په راتلونکي نسل کې ګټور توپیرونه او لږ به يې زیان رسوونکي توپیرونه ولري.
  • دا توپیرونه چې په پایله کې يې د جمعیت ترمنځ بدلونونه منځته راځي ، د نسلونو په اوږدو کې راټولېږي.
  • د وخت په تېرېدو سره، جمعیتونه کولای شي په نویو نوعو ټوټه یا څانګې شي.
  • دا پروسې چې په ټوله کې د تکامل په توګه پېژندل کېږي، د ژوند ډېری د هغو مختلفو بڼو لپاره مسؤلې پېژندل کېږي، چې په نړۍ کې لیدل شوې دي.

طبیعي ټاکنه سمول

په نولسمه پیړۍ کې، د طبیعي تاریخ ټولګې او موزیمونه مشهور ول. اروپايي پراختیا او سمندري سفرونو طبیعت پلویان وګمارل، په داسې حال کې چې د لویو موزیمونو ساتونکو د ژوند د ډولونو ساتل شوې او ژوندۍ نمونې نندارې ته وړاندې کولې. چارلس ډاروین (Charles Darwin) یو انګلیسي فارغ التحصیل و چې، د طبیعي تاریخ په څانګو کې روزل شوی او زده کړه یې کړې وه. د ډاروین په شان تاریخ پوهانو به ،د نمونو هغه پراخ ټولګې چې د موزیمونو د ساتونکو له خوا زیرمه او اداره شوې وو، راټول، لېست کولې، شرحه او څېړلې. ډاروین د HMS Beagle په پلاوي کې د بېړۍ یوه طبیعت پوه په توګه دنده ترسره کوله، چې د نړۍ چارچاپېر يو پنځه کلن څېړنیز سفر لپاره ګمارل شوی و. د خپل سمندري سفر په لړ کې، هغه د ژوندیو موجوداتو خورا ستره برخه ولیدله او راټوله کړه، د سویلي امریکا د ساحلونو په اوږدو او ګاونډیو ګالاپاګوس ټاپوګانو کې، د ژوند له مختلفو بڼو سره ډېر زړه راښکون درلود.[۱۲][۱۳]

ډاروین د لرې ځایونو څخه د ژوند مختلفو بڼو په راټولولو او څېړلو خورا پراخه تجربه ترلاسه کړه. هغه د خپلو څېړنو له لارې دا نظریه چې د نوعو هرې یوې د ورته ځانګړتیاوو سره له پلرونو څخه وده موندلې، جوړه کړه. په 1838 ز کې هغه تشرېح کړه چې، څنګه به يوه پروسه چې ده طبیعي ټاکنه بلله، دا کار رامنځته کړي.[۱۴]

د یوه جمعیت اندازه، په دې پورې اړه لري چې په څه مقدار او شمېر سرچینې یې د ملاتړ وړتیا لري. کال په کال د جمعیت په ورته اندازه پاتې کیدو لپاره،  باید د نفوسو د اندازې او د لاس رسۍ وړ سرچینو ترمنځ یو انډول یا توازن وي. له هغې چې ژوندي موجودات د هغه شمېر په پرتله، چې چاپېریال یې ملاتړ کولای شي، ډېر اولادونه منځته راوړي، له هر یوه نسل څخه ټول اولادونه نه شې کولای چې، ژوندي پاته شي. د سرچینو لپاره باید يوه رقابتي مبارزه وي، چې په ژوندي پاتې کېدلو کې مرسته کوي. د پایلې په توګه: ډاروین وپوهېد، چې دا یوازې چانس نه دی، چې د ژوندي پاتې کېدلو پریکړه کوي. پر ځای يې، د يوه ژوندي موجود پایښت، د هر یوه انفرادي ژوندي موجود په توپیرونو یا هغو ځانګړتیاوو پورې اړه لري، چې له ژوندي پاتې کیدو یا تکثر سره مرسته کوي یا یې خنډ ګرځي. داسې احتمال شته، چې ښه تطابق شوي افراد به د دوی د لږ ښه تطابق شوو سیالانو په پرتله ډېر اولاد پرځای پرېږدي. هغه ځانګړتیاوې به د نسلونو په اوږدو کې له منځه ولاړې شي، چې د ژوندي پاتې کېدو یا تکثر پر وړاندې خنډ ګرځي. هغه ځانګړتیاوې به د نسلونو په اوږدو کې راټولې شي، چې د يوه ژوندي موجود ژوندي پاتې کېدو او تکثر سره مرسته کوي. ډاروین وپوهېد، چې ژوندي پاتې کېدلو او تکثر لپاره د افرادو نامساوي وړتیاوړې کولای شي، په جمعیت کې د تدریجي بدلونونو لامل شي او د دې بهیر د تشرېح کولو لپاره يې د طبیعي ټاکنې اصطلاح وکاروله.[۱۵][۱۶]

په حیواناتو او نباتاتو کې د بدلونونه کتنې، د طبیعي ټاکنې بنسټ جوړ کړی دی. د بیلګی په ډول: ډاروین ولیدل چې ارکید او حشرات سره نږدې اړیکه لري، چې د نباتاتو ګرده افشانۍ ته اجازه ورکوي. هغه و موندله چې، ارکیدونه مختلف جوړښتونه لري، چې حشرات جذبوي، ترڅو د ګلونو ګرده د حشراتو بدنونه سره ونښلول شي. په دې توګه حشرات له یوه نارینه ارکید څخه ښځینه هغه ته ګرده لېږدوي. د ارکیدونو د پراخې بڼې له شتوالي سره، دا ځانګړې برخې له نورو ګلونو سره له ورته بنسټیزو جوړښتونو څخه جوړې شوې دي. ډاروین په خپل کتاب د ارکیدونو القاح 1862 ز کې وړاندیز وکړ چې، د ارکید ګلونه، له مخکینیو شته برخو څخه د طبیعي ټاکنې له لارې تطابق شوي دي.[۱۷]

ډاروین لاتراوسه د طبیعي ټاکنې په اړه له خپلو نظریو سره په څېړنو او ازمویلو بوخت و، چې له الفرید روسل والاس (Alfred Russel Wallace) څخه یې یو داسې لیک ترلاسه کړچې، د ده له تیورۍ سره ورته تیوري يې تشرېح کوله. دې په سملاسي ډول له دواړو تیوریو يو ځای خپرېدو ته لار جوړه کړه. دواړو والاس او ډاروین، د ژوند تاریخ د یوې کورنۍ ونې په توګه لیده، چې د ونو په تنو کې هره یوه څانګه یو ګډ نیکه دی. د تنو زخې، له عصري نوعو استازولي کوي او څانګې یې له عامو نیکونو استازولي کوي، چې د مختلفو نوعو ترمنځ ګډ دي. د دې اړیکو د تشرېح کولو لپاره، ډاروین وویل چې:  ټول ژوندي موجودات سره تړلي وو او دا په دې معنا ده چې، ټول ژوند باید له يو څو بڼو څخه او یا ان له یوه مفرد ګډ نیکه څخه راوتلې وي. هغه دا بهیر، له اصلاح سره نزول وباله.[۱۶]

ډاروین په کال 1859ز د نوعو په سرچینه کې کې د طبیعي ټاکنې په وسیله خپله تیوري خپره کړه. د هغه تیوري، دا افاده کوي چې د انسانیت په ګډون ټول ژوند، د طبیعي پرله پسې پروسو محصول دی. دا مفهوم چې په ځمکه کې دې ټول ژوند یو ګډ نیکه ولري، د ځینو مذهبي ډلو له نیوکو سره مخامخ شو. د دوی نیوکې، د نن ورځې په ساینسي ټولنه کې له 99 سلنې څخه د ډېرو خلکو له خوا، د تیورۍ لپاره د ملاتړ کچې سره مخالفې دي.[۱۸]

طبیعي ټاکنه، معمولاً تر ټولو وړ پایښت سره برابره ده، مګر دا بیان په کال 1864 ز کې، له هغې څخه پنځه کلونه وروسته چې، چارلس ډاروین خپلې څېړنې خپرې کړې، د هاربیرټ سپنسر(Herbert Spencer) د بیولوژي اصولو نه سرچینه اخلي. د ترټولو مناسبې بقا د طبیعي ټاکنې پروسه ناسمه تشرېح کوي، ځکه چې طبیعي ټاکنه، یواځې د پایښت په اړه نه ده او دا تل تر ټولو مناسبه نه وي چې بقا ومومي. [۱۹]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "Age of the Earth". United States Geological Survey. July 9, 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dalrymple 2001, pp. 205–221
  3. Manhesa, Gérard; Allègre, Claude J.; Dupréa, Bernard; Hamelin, Bruno (May 1980). "Lead isotope study of basic-ultrabasic layered complexes: Speculations about the age of the earth and primitive mantle characteristics". Earth and Planetary Science Letters. 47 (3): 370–382. Bibcode:1980E&PSL..47..370M. doi:10.1016/0012-821X(80)90024-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schopf, J. William; Kudryavtsev, Anatoliy B.; Czaja, Andrew D.; Tripathi, Abhishek B. (October 5, 2007). "Evidence of Archean life: Stromatolites and microfossils". Precambrian Research. 158 (3–4): 141–155. Bibcode:2007PreR..158..141S. doi:10.1016/j.precamres.2007.04.009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Schopf, J. William (June 29, 2006). "Fossil evidence of Archaean life". Philosophical Transactions of the Royal Society B. 361 (1470): 869–885. doi:10.1098/rstb.2006.1834. PMC 1578735. PMID 16754604. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Raven & Johnson 2002, p. 68
  7. "Misconceptions about evolution". Understanding Evolution. University of California, Berkeley. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Futuyma 2005a
  9. Gould 2002
  10. Gregory, T. Ryan (June 2009). "Understanding Natural Selection: Essential Concepts and Common Misconceptions". Evolution: Education and Outreach. 2 (2): 156–175. doi:10.1007/s12052-009-0128-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Rhee, Seung Yon. "Gregor Mendel (1822–1884)". Access Excellence. Atlanta, GA: National Health Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Farber 2000, p. 136
  13. Darwin 2005
  14. Eldredge, Niles (Spring 2006). "Confessions of a Darwinist". Virginia Quarterly Review. Charlottesville, VA: University of Virginia. 82 (2): 32–53. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Quammen, David (November 2004). "Was Darwin Wrong?". National Geographic (Online extra). Washington, D.C.: National Geographic Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ van Wyhe, John (2002). "Charles Darwin: gentleman naturalist". The Complete Works of Charles Darwin Online. OCLC 74272908. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. van Wyhe, John (2002). "Fertilisation of Orchids". The Complete Work of Charles Darwin Online. OCLC 74272908. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Delgado, Cynthia (July 28, 2006). "Finding the Evolution in Medicine". NIH Record. 58 (15): 1, 8–9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Futuyma 2005b, pp. 93–98