د تکامل په اړه اسلامي نظرونه

د تکامل په اړه د اسلام نظرونه په وحدانیت پورې له اړوندو مواردو نیولې، بیا د ځمکې ترزاړه تخلیقیت پورې مختلف دي. په نړۍ کې ځینې مسلمانان په دې باور دي چې" انسانانو او نور ژونديو موجودات د وخت په تېرېدلو سره تکامل کړی دی"، خو ځیني نوربیا باور لري چې: " دوی تل په اوسني شکل موجود وو". مسلمانو مفکرینو د تکامل د نظریې عناصر مطرح کړي او منلي دي چې ځینې یې په دې بهیر کې، د الله (ج) په برترۍاو لوړوالي عقیده لري. یو شمېر پوهانو وړاندیز وکړ چې د تخلیق او تکامل دواړه روایتونه، لکه څنګه چې د عصري علومو له خوا درک کړل شوي دي، ښایي د عصري مسلمانانو له خوا د دوه بېلابېل ډوله حقایقو، وحي او تجربي حقایقو په توګه پرې باور وکړل شي. ځیني نور استدلال کوي چې عقیده او ساینس کولای شي، یوځای شي او یو بل بشپړ کړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

دینپوهنه سمول

د انجیل برعکس، په قرآن کریم کې د خلقت بیان په یوه څپرکي(فصل) کې نه دی ذکر شوې، بلکې د ټول قرآن له آیتونو سره یوځای کېدلای شي. [۷]

د کایناتو پیدایښت سمول

ویل کېږي چې یو له ښکته اسمانونو څخه (د موږ نړۍ چې ځمکه او د ځمکې ګرد چاپېره فضاء) په ستورو او د اسماني اجسامو په مدارونو سینګار شوی، بیا الله تعالی د ځمکې منظره جوړه کړه، بیا یې د هغې دپاسه له ځمکې سره اسمان ګرد چاپېره فضاء یوځای کړه(چې په پیل کې د ګازونو ټوټه وه) او د ځمکې پر شا او خوا یې د یوې چترۍ په توګه وغځول شوه. د دغه ټول خلقت موده شپږ ورځې بیان شوې ده، ډېری مسلمانان په دې نظر دي چې دغه شپږ ورځې لمریزې ورځې نه دي، بلکې یو بل نسبتاً وخت دی، چې د کایناتو له پیل څخه پیلېږي. اکثره مسلمانان په قرآن کریم کې د کایناتو د خلقت بیان د ساینس په چوکاټ کې تفسیروي او په دې باور دي چې د کایناتو خلقت او پراختیا علمي او ساینسي نظریه په سورة الذاریات کې بیان شوې ده: [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

  ما کاینات په قدرت سره جوړ کړل او زه یې پراخوم. (د قرآن کریم ۵۱: ۴۷ آیت)[۱۵]

د قرآن کریم په یو ایت کې راغلي دي چې " یوه ورځ د تاسو د رب په نزد د زرو کلونو په شان ده، له هغو چې تاسو یې شمېرئ".

... ستا د رب په وړاندې یوه ورځ د تاسو شمېر د زر کلونو سره برابره ده. (د قرآن کریم ۲۲ : ۴۷ آیت)[۱۶]

په قرآن مجید کې د یوم کلمه د یوې اوږدې مودې، دورې یا عصر په توګه پېژندل شوې ده، نو ځکه، مسلمانان د "شپږو ورځو"  خلقت تشرېح د شپږو جلا دورونو یا عصرونو په توګه تفسیروي. د دغو دورونو اوږدوالی، په دقیقه توګه نه دی تعریف شوې او نه هم داسې ځانګړي پرمختګونه دي چې په هره دوره کې ترسره شوي دي. [۱۷]

د فاطمیون مسلمان مفکر المؤید في الدین شیرازي په ۲۴ ساعتونو، ۱۰۰۰ یا ۵۰۰۰۰ کلونو درلودونکي شپږ لمریزو ورځو کې د نړۍ د خلقت نظریه ردوي. هغه هم دا داوړه پوښتنې مطرحوي چې څنګه خلقت د وخت په واحدونو سره اندازه کېدلای شي، په داسې حال کې چې وخت خلق شوی نه و او همدارنګه دا چې څنګه یو بې نهایته ځواکمن خالق د وخت په محدودیتونو سره محدود کېدلای شي، ځکه چې وخت په خپله د هغه د خپل تخلیق یوه برخه ده.

"د استراحت ورځ" مفهوم، په قرآن کریم کې نه ښکاري او په حقیقت کې دا مفهوم چې الله تعالی له خلقت وروسته له ستړیا څخه آرام ته اړتیا درلوده، د قرآن کریم په یوه آیت کې په صریح ډول رد شوی دی: "او یقیناً ما اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دواړو په منځ کې دي، په شپږ ورځو کې پیدا کړي دي، او زه هیڅ ستومانه شوی نه یم". [۱۸][۱۹][۲۰]

ما اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دواړو په منځ کې دي، په شپږ ورځو کې پیدا کړي دي او زه پرې ستړي شوی نه یم. (د قرانکریم ۵۰ سورت : ۳۸ آیت)[۲۱]

د ژوند خلقت سمول

د ژوند ظهور اکثره په قرآن کریم کې د انسان خلقت په بحث کې ذکر شوی دی. د قرآنکریم له مخې، ژوند د یو واحد نفس څخه سرچینه اخلي چې ډېری یې د وروستي نړیوال ګډ پلار په توګه ګڼي تعریف شوې او د ژوند بهیر د عضوي خاورې له استخراج څخه پیل شوه (د قرآن کریم ۲۳  : ۱۲ آیت، ۱۵  : ۲۶ آیت او ۳۷ سور: ۱۱ آیت). په قرآنکریم کې د غیر انساني ژوند خلقت ته په سورة الانبیاء (۲۱ : ۳۰ آیت) کې یوازینۍ څرکنده اشاره شوې ده چې په کې الله تعالی اعلان کړی "موږ له اوبو څخه هر ژوندی شی پیدا کړی دی". د خټو او د ګرمو اوبو د چینو په څېر دا حالتونه په بشپړ ډول د (RNA) او Primordial soup لپاره په سمه توګه له چاپېریال سره سمون خوري. د محمد اسد په وینا: "یوازې اوبه د ژوند د خلقت او پرمختګ لپاره ځانګړې او اړینې ځانګړتیاوې لري". [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په اسلامي نړۍ کې د ډاروینیانو له دورې څخه مخکې بیولوژي پوهان په ځانګړي توګه د الجهیز او علامه رومي په څېر مشهور بیولوژي پوهان په دې باور دي چې د تکامل (مطابقت او طبیعي انتخاب) په اړه ځیني نظرونه لري. سني دینپوه سعید نورسي ویلي دي چې: د انسانانو څخه دمخه پر ځمکه هوښیارو او ځیرکو موجوداتو ژوند کړی دی. هغه فکر کاوه چې په دې ځای کې تر دې مخکې پېریان اوسېدل، خو تقریباً په اور سره له منځه تللي دي. د قرآن مجید يو څو مفسرين په دې باور دي چې ان له پېریانو څخه مخکې هم د جن په څېر نور مخلوقات پر ځمکه اوسېدل، سره له دې چې دوی په دې بریالي نه شول چې د دغو ادعاګانو د ملاتړ لپاره له قرآن څخه کوم روايت وړاندې کړي.[۲۷][۲۸]

د انسانیت خلقت سمول

لومړني مخلوقات، ادم او د هغه ښځه (په اسلامي روایت کې ورته حوا ویل کېږي: د Eve عربي کلمه ده)، په قرآنکریم کې د لومړي سړي او ښځې په توګه څرګند شوي دي. په قرآن شریف کې ذکر شوي دي چې دوی له مایعاتو او د بدلې[ سرېښناکې او پخې خټې] له استخراج څخه پیدا شوي (د قرآنکریم ۲۵  : ۵۴ آیت او ۱۵  : ۲۸ آیت). ویل کېږي چې دغه مرکب ته وخت ورکړل شو څو وده وکړي او د دوی په بدنونو کې د روح په اچولو سره ژوندي شول (د قرآنکریم ۱۵ ،  : ۲۹ آیت) چې بیا آدم ته د ابلیس په څېر د نامتو جناتو ډله ییزې سجدې پېښه ترسره شوه. ځیني اسلامي علماوو وړاندیز وکړ چې آیتونه په استعاري توګه څو ډوله تفسیرونه درلودلای شي، ځکه چې قرآن کریم د دې نظر ملاتړ کوي چې ځیني آیتونه ډېرې معناګانې لري.  [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

هغه پر تاسو دا صحيفه نازله کړه چې په کې داسې څرګند آيتونه شامل دي چې د صحيفې اصل او همدارنګه څو معناګانې يا استعاري آیتونه تشکیلوي. هغه څوک چې په زړونو کې شکونه لري، د فتنې کولو او د خپلې خوښې معنا ترلاسه لپاره به څو معنا لرونکي آیتونه تعقیب کړي ... (د قرآن کریم ۳ : ۷ آیت)[۳۴]

د یاسر قادي په ګډون، د اسلام زیاتره عالمان په دې باور دي چې آدم او حوا په طبیعي ډول، د الله (ج) له لورې د یوې معجزې له لارې پیدا کړل شوي دي. کنر تالیسمان، محمد غلیان، یاسر نوري اوزترک، عدنان ابراهیم، غلام احمد پرویز، ایدیپ یوکسل او نورو عصري او کلاسیکو اسلامي پوهانو، ځیني وختونه د دې پر ځای استدلال کړی دی چې، جوړه په طبیعي توګه د یو ګډ پلار څخه پیدا شوې ده.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. (په 2009-11-02 باندې). Creationism, Without a Young Earth, Emerges in the Islamic World. The New York Times.
  2. "Bülent Şahin Erdeğer | Evrim, İslam ile çelişir mi?". Independent Türkçe (په ترکی ژبه کي). 2020-06-12. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Evolution In Quran". Evolution In Quran. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The World's Muslims: Religion, Politics and Society" (PDF). Pew Research Center. April 30, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. al-Azami, Usaama (2013-02-14). "Muslims and Evolution in the 21st Century: A Galileo Moment?". Huffington Post Religion Blog. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Al-Ali, Muneer (2013). A scientific Tafsir of Qur'anic verses: interplay of faith and science (2nd Ed.). North Charleston, S.C.: CreateSpace Independent Publishing Platform. کينډۍ:ISBNکينډۍ:Sps
  7. Dodge, Christine Huda (2003). The Everything Understanding Islam Book: A Complete and Easy to Read Guide to Muslim Beliefs, Practices, Traditions, and Culture. Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 221. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605505459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite quran
  9. Q13:2, 50+ translations, islamawakened.com
  10. Q41:11, 50+ translations, islamawakened.com
  11. Q57:4, 50+ translations, islamawakened.com
  12. Ashraf, Faheem. "Islamic Concept of Creation of Universe Big Bang and Science-Religion Interaction". د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Guessoum, Nidhal (Oct 30, 2010). Islam's Quantum Question: Reconciling Muslim Tradition and Modern Science (PDF). I.B.Tauris. د کتاب پاڼې 351. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857730756. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Suleiman, Omar (31 March 2015). "The Beginning and the End with Omar Suleiman: 6 Days, 7 Heavens, 7 Earths? (Ep. 15)". Bayyinah Institute. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Q51:47, 50+ translations, islamawakened.com
  16. Q22:47, 50+ translations, islamawakened.com
  17. "Islam creation story". nau.edu. مؤرشف من الأصل في ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Qaf 50:38". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ashraf, Faheem. "Islamic Concept of Creation of Universe Big Bang and Science-Religion Interaction". د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Suleiman, Omar (31 March 2015). "The Beginning and the End with Omar Suleiman: 6 Days, 7 Heavens, 7 Earths? (Ep. 15)". Bayyinah Institute. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Q50:38, 50+ translations, islamawakened.com
  22. کينډۍ:Cite quran
  23. کينډۍ:Cite quran
  24. کينډۍ:Cite quran
  25. کينډۍ:Cite quran
  26. Asad, Muhammad (1984). The Message of the Qu'rán (PDF). Gibraltar, Spain: Dar al-Andalus Limited. د کتاب پاڼې 677. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1904510000. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Life on Earth Before Adam - Islam Question & Answer". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Tubanur Yesilhark Ozkan A Muslim Response to Evil: Said Nursi on the TheodicyRoutledge کينډۍ:ISBN page 141
  29. کينډۍ:Cite quran
  30. کينډۍ:Cite quran
  31. کينډۍ:Cite quran
  32. کينډۍ:Cite quran
  33. Wheeler, Brannon M. (18 June 2002). Prophets in the Quran: An Introduction to the Quran and Muslim Exegesis. A&C Black. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826449573. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Q3:7, 50+ translations, islamawakened.com
  35. Ghlian, Mohamed (6 April 2014). "On Muslims & Evolution". On Matters Islamic, Political, Scientific, & Philosophical. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "'Darwin, evrimi Müslümanlar'dan çaldı'". T24 (په التركية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  37. "The Evolution Series Episode 1". الدكتور عدنان إبراهيم Dr Adnan Ibrahim (په اراگونېسي ژبه کي). 2015-12-23. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Quran and the Theory of Evolution". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Yüksel, Edip. "Evrim Teorisi". 19.org (په ترکی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Are evolution and religion compatible? Archived 2013-04-17 at the Wayback Machine., aljazeera.com, accessed April 12, 2013
  41. Edip Yuksel, Blind Watch-Watchers or Smell the Cheese Archived 2013-03-25 at the Wayback Machine., 19.org, accessed February 17, 2013
  42. (په 13 September 2014 باندې). Muslim scholar explains relationship between evolution and the Quran. The Daily Pennsylvanian.
  43. Taslaman, Caner (2017). Bir Müslüman Evrimci Olabilir Mi?. Destek Yayınları. د کتاب نړيواله کره شمېره 9786053112082. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Taslaman, Caner (2016). Evrim Teorisi Felsefe ve Tanrı. Istanbul Yayınevi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789758727049. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. . Darwin'den 1000 yıl önce evrim fikrini ortaya atan Müslüman: Basralı El Cahiz. BBC News Türkçe.