د تړلې دورې تلویزیوني سیسټم

د تړلې دورې تلویزیوني سیسټم (په انګلیسي: Closed-circuit television یا CCTV) چې د تصویري څارنې په توګه هم پېژندل کېږي، د یو لړ محدودو مانیټورونو پر مخ، یوه ځانګړي موقعیت ته د سیګنال لېږدولو په موخه د ویډیویي کمرو کارونه ده. له خپرندویه تلویزیوني سیسټمونو سره یې توپیر په‌دې کې دی چې سیګنال په څرګنده توګه نه لېږدول کېږي، که څه هم کېدای شي په‌کې له point-to-point (یا P2P) یا point-to-multipoint (یا P2MP)، یا شبکه‌یي سیمي یا بې‌سیمو اړیکو څخه کار واخېستل شي. که څه هم دغه تعریف کابو د ټولو ویډیویي کمرو په هکله صدق کوي، خو پورتنۍ ګړنه تر ډېره، په هغو سیمو کې کې چې اضافي امنیت ساتنه یا دوامداره څارنه یوه اړتیا ده، د څارنې لپاره د لګول شویو کمرو لپاره کارول کېږي (ویډیویي ټېلفونونه په ندرت سره «CCTV» نومول کېږي).[۱][۲][۳][۴]

د CCTV په کارولو سره د وګړو څارنه د نړۍ په ډېریو سیمو کې عامه ده. په وروستیو کلونو کې، په ځان کې لګېدلې ویډیویي کمرې د څارنې د نوې بڼې په توګه پېژندل شوې دي او تر ډېره د قوانینو په اجرا کولو کې ورڅخه ګټه اخېستل کېږي چې کمرې د پولیس د افسر پر سینه یا سر لګېدلې وي. ویډیویي څارنې، د کارونو ترمنځ د برابروالي او د وګړو د خصوصي حریم په تړاو، حتی په عامه ځایونو کې، لانجمن بحثونه راپارولي دي.[۵][۶][۷][۸]

په صنعتي فابریکو کې، د CCTV تجهیزات کېدای شي د کنټرول له یوه مرکزي خونې څخه د یوې پروسې بېلابېلو برخو د څارلو په موخه وکارول شي، په تېره بیا که چېرې څارل شویو چاپېریالونو کې د خطر ګواښ شتون ولري یا د انسانانو لاسرسی ورته ونه‌شي. د تړلې دورې تلویزیوني سیسټمونه کېدای شي په دوامداره توګه، یا یوازې د اړتیا په صورت کې د یوې ځانګړې پېښې د څارنې په موخه وکارول شي. د CCTV یوه پرمختللې بڼه، د ویډیو دیجیتلي ثبت کوونکو په کارولو سره، د ډېرو کلونو لپاره د ثبت امکان برابروي او د کیفیت او کارکړنې بېلابېل غوراوي او نورې اضافي ځانګړنې لري (لکه: د حرکت تشخیص ورکول او د برېښنالیک خبرداری). په‌دې وروستیو کې نامتمرکزو IP کمرو، چې په احتمال سره په مېګاپېکسلي سنسورونو مجهزې شوې دي، زمینه برابره کړې ده ترڅو ویډیو، په مستقیمه توګه، د بشپړې مستقلې کارکړنې لپاره، شبکې ته تړلې حافظې، یا دنني فلش کې ثبت شي.

د یوه اټکل له‌مخې، د ۲۰۲۱ز کال په پیل کې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د څارونکو کمرو شمېر به ۱ بیلیون (میلیارد) ته ورسېږي. د دغو کمرو ۶۵ سلنه به په اسیا کې لګېدلې وي. د CCTV وده په وروستیو کلونو کې ډېره کراره شوې ده. د دغې ټکنالوجۍ پراختیا او کارونې په دولتي څارنه کې د پام وړ ودې، او د ټولنې د پرمختللې څارنې او کنټرول په مېتودونو کې د پام وړ پرمختګ او په نړۍ کې له جنایي جُرمونو څخه د مخنیوي اقداماتو د یوې ټولګې رامنځ‌ته کولو زمینه برابره کړې ده.[۹][۱۰][۱۱]

تاریخچه سمول

د تړلې دورې تلویزیون سیسټمونو یوه لومړنۍ میخانیکي بڼه د ۱۹۲۷ز کال په جون میاشت کې د یوه روسي فزیک‌پوه «لیون ترمین» له‌خوا وپنځول شوه («په شوروي اتحاد کې تلویزیون» ته مراجعه وکړئ). دغه سیسټم، چې په اصل کې د کارګر او دفاع شورا له‌خوا وړاندیز شوی ؤ، له یوې لاسي سکن کوونکې لېږدوونکې کمرې او بې‌سیمې لنډې څپې لېږدوونکي او اخېستونکي څخه جوړ شوی ؤ او ژورلید یې تر سلو کرښو پورې رسېده. د ترمین CCTV سیسټم، چې د د کلیمنت وروشیلوف له‌خوا مصادره شوی ؤ، جوزف ستالین، سیمون بودیوني او سرګو اورجونیکیدزې ته وښودل شو او وروسته بیا د مسکو کرملین په انګړ کې د مېلمنو د څارنې په موخه ولګول شو.[۱۲]

بل لومړنی CCTV سیسټم د زیمنس AG شرکت له‌خوا، په ۱۹۴۲ز کال کې، د نازي آلمان د پيناموندې د ازمایښت‌ځي اووم موقعیت کې، د V-2 توغندیو د غورځونو څارنې په موخه لګول شوی ؤ.[۱۳]

په متحده ایالاتو کې، د «Vericon» په نامه لومړني سوداګریز CCTV سیسټم په ۱۹۴۹ز کال کې د لاسرسي وړ وګرځېده. د Vericon په هکله معلومات ډېر لږ دي، یوازې د دې اعلان شوی ؤ چې د لګولو لپاره یې د دولت جواز ته اړتیا نه‌شته. [۱۴]

ټکنالوجي سمول

د څارنې لومړني تصویري سیسټمونه کارکړنې په ثابت ډول وې، ځکه چې معلومات په هېڅ ډول نه‌ثبتېدل او نه‌خوندي کېدل. د «حلقه-په‌-حلقه» رسنیو پراختیا د څارنې د فلمونو ثبتولو زمینه برابره کړه. په دغو سیسټمونو کې اړینه وه ترڅو مقناطیسي فیتې په لاسي توګه بدلې کړل شي، چې ډېر وخت یې نیوه او ګرانه او غیرباوري لړۍ وه؛ د دې ترڅنګ، مسوول چلوونکی اړ ؤ ترڅو فیته په لاسي توګه د فیتې له حلقې څخه د ثبت‌کوونکي له‌لارې پر اړوندې حلقې باندې کښېږدي. دغو نیمګړتیاوو ته په کتنې سره، تصویري څارنه هغومره هم پرمختللې نه‌وه. VCR ټکنالوجي په ۱۹۷۰ز لسیزه کې رامنځ‌ته شوه او د معلوماتو ثبتولو او پاکولو بهیر یې لا اسانه کړ او د ویډیویي څارنې کارونه لا عامه شوه.[۱۵]

د ۱۹۹۰ز لسیزې په اوږدو کې، دیجیتلي مولتي‌پلکس کولو پراختیا ومونده، او د څوګونو کمرو لپاره یې د هم‌مهاله ثبتولو او همدا راز د تایم‌لپس او «یوازې حرکت یا motion-only» ثبتولو امکان رامنځ‌ته کړ. په‌دې توګه وخت او لګښت تر ډېره بریده سپما شو او په پایله کې د CCTV د کارونې ډګر لا پراخ شو.[۱۶]

په وروستیو کلونو کې د CCTV ټکنالوجي د انټرنتي محصولاتو او سیسټمونو او نورو ټکنالوجیکي پرمختیاوو په لور مخه کړې او په‌دې سره یې د کارونې کچه لا لوړه شوې ده.[۱۷]

کارونې سمول

د جنایي جُرمونو مخنیوی سمول

په ۲۰۰۹ز کال کې د نورت‌ایسترن او کمبرېج پوهنتونونو د څېړونکې له‌خوا په یوې ترسره شوې سیسټماتیکي ارزونه کې له مېتا-تحلیلي تخنیکونو څخه کار واخېستل شو ترڅو د ۴۱ بېلابېلو مطالعو له‌لارې پر جنایي جرمونو باندې د CCTV منځنۍ اغېزې راغونډې کړي.[۱۸]

د مېتا-تحلیل په مطالعاتو کې د تجربي‌وږمه ارزونو له طرحو څخه کار واخېستل شو چې په هغو کې په ازمایښتي او کنټرولي برخو کې د جنایي جرمونو مخکېنۍ او وروستنۍ سنجونې شاملې دي. سره له‌دې، یوشمېر څېړونکو د دغې څېړنې په اړوندو لیکنو کې مېتودولوجیکي ستونزو ته اشاره کړې ده. په لومړي سر کې، څېړونکو استدلال کړی دی چې، د بریتانیا د موټرو پارک مطالعات (چې په مېتا-انالیز کې نغښتې دي) دغه واقعیت په دقیقه توګه کنټرول کړي چې CCTV سیسټمونه د امنیتي له نورو اړوندو ګڼ‌شمېر اقداماتو سره په هم‌مهال ډول معرفي شوي دي. دوه‌یمه دا چې، ځینو اشاره کړې ده چې په ډېریو مطالعاتو کې، کېدای شي د ټاکنې پلویتوب مسایل شتون ولري، ځکه چې د CCTV سیسټمونه، په بالقوه توګه، پخوانیو جنایي جُرمونو ته لېوالتیا لا زیاته کړې وه. په ځانګړې توګه، که چېرې CCTV د جنایي جُرمونو پر وړاندې د غبرګون په توګه وپېژندل شي، اټکلې اغېزې کېدای شي مغرضانه بڼه ونیسي.[۱۹][۲۰][۲۱]

استدلال شوی دی چې د ټاکنیز پلویتوب او زېږېدونکې ستونزې، د «تصادفي کنټرول شویو ازمایښتونو» او «طبیعي ازمایښتونو» په څېر، د غښتلو څېړنیزو طرحو پر مټ اوارې شي. «په جُرم‌پېژندنه او د جرم مخنیوي کې د سکاندیناوي مطالعاتو مجله» کې د ۲۰۱۷ز کال خپرې شوې څېړنه کې اووه مطالعات راغونډ شوي دي چې په هغو کې دې ته ورته څېړنیزو طرحو څخه کار کېږي. په دغې څېړنه کې ترسره شوي مطالعات ښیي چې CCTV په عامه واټونو او د ښاري مترو په تم‌ځایونو کې د جنایي جرمونو کچه له ۲۴ تر ۲۸ سلنه پورې راټیټوي. همدا راز څرګنده شوې ده چې CCTV د فوټبال په لوبغالو کې د سرغړوونکو چلندونو او په سوپرمارکېټونو او په ګڼو سوداګریزو پلورنځیو کې د غلا کچه راښکته کړي. سره له‌دې، داسې هېڅ شواهد موندل شوي نه‌دي چې CCTV دې ګڼې په پارکېنګونو او د ښاري مترو په تم‌ځایونو کې مطلوبې اغېزې ولري. سربېره پر دې، نوموړې څېړنې ښودلې ده چې CCTV سیسټمونه، د قتل او تېري په څېر جرایمو په پرتله د مالي جرایمو (لکه: غلا) په مخنیوي کې لا اغېزناک تمامېږي.[۲۲]

د پولیس لپاره د CCTV د موثریت په تړاو یوه بله مساله د سیسټم د کارکړنې مهال په هکله ده؛ په ۲۰۱۳ز کال کې  د فیلادلفیا ښار مُفَتش وموندله چې ۱۵ میلیون ډالري سیسټم یوازې په ۳۲ سلنه حالاتو کې فعالیت درلود. ځیني ویل شوي غښتلي شواهد شتون لري چې CCTV د مجرمینو په پېژندلو او محکومولو کې مرستندویه واقع کېږي؛ د بېلګې په توګه: د بریتانیا پولیس ځواکونه، په منظم ډول، د جُرم له پېښېدو وروسته د CCTV ثبت شویو ویډیوګانو ته مراجعه کوي. سربېره پر دې، CCTV سیسټمونه د جُرمونو تورنو او قربانیانو د حرکتونو په تعقیبولو کې مهم رول لوبولی دی او د شکمنو ترهګرو په تعقیبولو کې، د ترهګرۍ ضد افسرانو له‌خوا، د یوې اساسي وسیلې په توګه، په پراخ ډول کارول کېږي. لوی‌مقیاسه CCTV سیسټمونو، له ۱۹۷۰ز لسیزې راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې دفاع کې د اهمیت وړ ونډه اخېستې ده. په عامه ترانسپورت کې هم کمرې د جرایمو د مخنیوي په موخه لګېدلې دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. Kumar, Vikas; Svensson, Jakob, المحررون (2015). Promoting Social Change and Democracy Through Information Technology. IGI Global. د کتاب پاڼې 75. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781466685031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dempsey, John S. (2008). Introduction to private security. Belmont, CA: Thomson Wadsworth. د کتاب پاڼې 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780534558734. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Verman, Romesh. Distance Education In Technological Age, Anmol Publications Pvt. Ltd., 2005, pp.166, کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN.
  4. "Distance education in Asia and the Pacific: Proceedings Of The Regional Seminar On Distance Education, 26 November - 3 December 1986", Asian Development Bank, Bangkok, Thailand, Volume 2, 1987
  5. Hung, Vivian; Babin, Steven; Coberly, Jacqueline. "A Market Survey on Body Worn Camera Technologies" (PDF). The Department of Justice's National Institute of Justice. Johns Hopkins University Applied Physics Laboratory. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "What's wrong with public video surveillance?". ACLU. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 13 August 2010 باندې). Surveillance Cameras and the Right to Privacy. CBS News.
  8. (په 9 November 2019 باندې). Best PoE Security Camera System. CBS News.
  9. Nash, Jim (2020-01-10). "Global sales of video surveillance equipment projected to surpass $20 billion this year". Biometric Update (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Rise of Surveillance Camera Installed Base Slows". 5 May 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 114. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Glinsky, Albert. (2000). Theremin : ether music and espionage. Urbana: University of Illinois Press. د کتاب پاڼي 46–47. OCLC 43286443. د کتاب نړيواله کره شمېره 0252025822. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dornberger, Walter: V-2, Ballantine Books 1954, ASIN: B000P6L1ES, page 14.
  14. "Television Rides Wires" , February 1949, Popular Science small article, bottom of page 179
  15. Kruegle, Herman (15 March 2011). CCTV Surveillance. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780080468181. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Roberts, Lucy. "History of Video Surveillance and CCTV Archived 21 December 2019 at the Wayback Machine." We C U Surveillance Retrieved 2011-10-20
  17. "Internet based CCTV on cloud services" (په فنی ژبه کي). fennoturvapalvelut. 27 March 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Public Area CCTV and Crime Prevention: An Updated Systematic Review and Meta-Analysis". Journalist's Resource.org. 11 February 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Zehnder (2009). "The economics of subjective security and camera surveillance" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  20. Priks, Mikael (1 November 2015). "The Effects of Surveillance Cameras on Crime: Evidence from the Stockholm Subway". The Economic Journal. 125 (588): F289–F305. doi:10.1111/ecoj.12327. ISSN 1468-0297. S2CID 96452277. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Stutzer (2013). "Is camera surveillance an effective measure of counterterrorism?". Defence and Peace Economics. 24: 1–14. doi:10.1080/10242694.2011.650481. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gustav Alexandrie (2017). "Surveillance cameras and crime: a review of randomized and natural experiments". Journal of Scandinavian Studies in Criminology and Crime Prevention. 18 (2): 210–222. doi:10.1080/14043858.2017.1387410. S2CID 149144413. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Orphaned Video System in Philadelphia?". May 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Police are failing to recover crucial CCTV footage, new figures suggest", The Daily Telegraph
  25. "CCTV to drive down cab attacks", BBC
  26. "Taxi CCTV cameras are installed", BBC