د توکم انتقادي نظریه

د توکم انتقادي نظریه (CRT) د مدني حقونو د پوهانو او فعالانو یو متقابل فکري او ټولنیز خوځښت دی، چې په امریکا کې د توکم او قانون پلټنه کوي او د توکمیز عدالت لپاره د امریکا د لیبرالي چلند اصلي بهیر ګواښوي. د بېلګې په توګه: د CRT تصوراتي چوکاټ د دې مطالعې لپاره یوه لار ده، چې څنګه او ولې د امریکا محکمې د ځینو توکمونو د نشه یي توکو سوداګرو ته د نورو توکمونو د سوداګرو په پرتله نرمه سزا ورکوي. په خپل نوم کې د انتقاد کلیمه یوه علمي اصطلاح ده، چې انتقادي فکر، انتقادي نظریې او علمي انتقاد ته اشاره کوي، نه پر وګړو نیوکه یا د هغوی ملامتول دي. دا لومړی ځل په ۱۹۷۰ ز لسیزه کې رامنځته شوه، لکه د نورو «انتقادي» فکري مکتبونو په څېر د بېلګې په توګه: انتقادي حقوقي مطالعات په دې اړه څېړنه کوي، چې څنګه حقوقي قوانین، د اوسني حالت ساتنه کوي.[۱][۲][۳]

د CRT مهم مفهوم یوه تقاطع ده او هغه لار ده، چې د نابرابرۍ او هویت بېلابېل ډولونه د توکم، طبقې، جنسیت او ناتوانۍ د اړیکو تر اغېزې لاندې راځي. د CRT پوهان توکم ته د ټولنیز جوړښت په سترګه ګوري، چې هېڅ بیولوژیکي بنسټ نه لري. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

CRT په امریکا کې د مدني حقونو په وروستۍ دوره کې پیل شو، ځکه چې د  ۱۹۶۰ز لسیزې د مدني حقونو قوانین له منځه تلل او ښوونځي بیا جلا کېدل. توکمیزو نابرابریو د مدني حقونو د قوانینو له تصویبېدو وروسته هم دوام درلود، په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسیزو کې د CRT پوهانو د طبقو، اقتصادي جوړښت او قانون په اړه حقوقي انتقادي نظریې بېرته له سره پیل کړې او پراختیا یې ورکړه، ترڅو د توکم پالنې په دوام کې د امریکا د قوانینو ونډه وڅېړي. CRT د تحلیل او تجزیې یو چوکاټ دی، چې پر انتقادي نظریې ولاړ دی. دا د ۱۹۷۰ ز لسیزې په نیمایي کې د زیاترو امریکایي حقوق پوهانو په لیکنو کې راڅرګند شوی، لکه: ډېریک بل، آلن فریمن، کیمبرل کرینشا، ریچارډ ډیلګاډو، شریل هریس، چارلز آر، درېیم لارنس، ماري ماتسودا او پاتریشیا جې ویلیمز. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د CRT علمي منتقدین استدلال کوي، چې دا د شواهدو او دلیلونو پر ځای د کیسې ویلو پر بنسټ ولاړ دی، ریښتیا او وړتیا ردوي او له لیبرالیزم سره مخالفت کوي. له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د امریکا محافظه کارو قانون جوړونکو په لومړیو او ثانوي ښوونځیو کې د CRT او نورې هغه زده کړې چې د توکم پالنې په اړه دي، منع کړې. دغه قانون جوړونکي په دې تورن شول، چې د CRT اصول او ارزښت یې په غلطه بڼه تشرېح کړي. د دوی موخه د توکم پالنې، برابرۍ، ټولنیز عدالت او د توکم تاریخ د بحثونو لړۍ خاموشول وو. [۱۵][۱۶][۱۷]

پېژند سمول

په ۲۰۰۵ز کال کې تارا جي یوسو CRT د یو داسې چوکاټ په توګه تشرېح کړ، چې د تیورۍ، پلټنې او ګواښونې لپاره کارول کېدای شي، د توکم او توکم پالنې لارې، په ښکاره او واضح ډول پر ټولنیزو جوړښتونو، طریقو او خبرو اترو اغېز کوي. [۱۸][۱۹][۲۰]

CRT په ۱۹۹۵ز کال کې د ګلوریا لاډسن بیلینګز او د هغه د ملګري ویلیم ټایټ له خوا د زده کړې په ډګر کې معرفي شوی و. په ۲۰۱۵ز کال کې یې وویل چې: دا د بېلابېلو علومو په برخه کې په ټولنه کې پر توکمیزو نابرابریو د پوهېدو او ورسره د مبارزې لپاره هڅې کوي. کينډۍ:Sfnm[۲۱][۲۲]

اصول سمول

د CRT پوهان وایي، چې توکم په بیولوژیکي او طبیعي ډګر کې نه دی مطرح شوی، بلکې دا په ټولنیز ډول یوه جوړه شوې مقوله ده، چې د بېلابېلو توکمونو د ظلم او استثمار لپاره کارول کېږي. توکم پالنه یو ذهني انحراف نه دی، بلکې د امریکایي ټولنې یوه عادي ځانګړنه ده. د CRT په وینا: هغه منفي کلیشې چې د لږه کیو ډلو غړو ته کارول کېږې، سپین پوستو ته ګټه رسوي او توکمیز ظلم زیاتوي. وګړي کولای شي، له بېلابېلو هویتي ډلو سره اړیکې ولري. د تقاطع مفهوم، چې د CRT له اصلي مفهومونو نه دی، د حقوق پوه کیمبرل کرنشاو له خوا را وپېژندل شو.[۴][۲۳][۲۴][۲۵]

ډېریک البرټ بیل (۱۹۳۰- ۲۰۱۱ز کال)، چې یو امریکایي وکیل، پروفیسور او د مدني حقونو فعال دی، لیکي: توکمیزه برابري «ناشونې او خیالي» ده او  په امریکا کې توکم پالنه دایمي ده.[۲۶][۲۵]

فلسفي بنسټونه سمول

CRT پوهان د انټونیو ګرامسي، سوجورنر ټرث، فردریک داګلاس او ډیوبایس له څېړنو نه کار اخلي. بیل د پل رابسون باور شریک کړ، چې د تور پوستو پر ځان تکیه او د افریقایي کلتور دوام باید د تور پوستو د نړۍ لید معرفتي اساس رامنځته کړي. د دوی له لیکنو نه د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسیزو خوځښتونه، لکه: تور ځواک، چیکانو او افراطي فیمینیستان هم خبر شوي وو. د توکم انتقادي نظریه له انتقادي نظریې، انتقادي حقوقي مطالعاتو، فیمینیستي فقهې او له استعمار وروسته نظریې سره ډېرې فکري ژمنې شریکوي.[۱۲][۲۷]

عام مخالفتونه سمول

اسټرالیا سمول

د ۲۰۲۱ز کال په جون کې د رسنیو له راپورنو وروسته وویل شول چې: وړاندیز شوی ملي نصاب د اسټرالیا د اصلي اوسېدونکو له ظلم، تبعیض او مبارزې سره مخامخ دی. د اسټرالیا سنا مجلس یوه طرحه تصویب کړه، چې د ښي اړخي سناتور پلین هانسون له خوا وړاندیز شوې وه او له فډرالي دولت نه یې وغوښتل، چې CRT رد کړي، سره له دې چې په نصاب کې شامل نه و.[۲۸]

انګلستان سمول

د انګلستان په حکومت کې محافظه کارانو د ۲۰۲۰ز کال په وروستیو کې پر CRT نیوکه پیل کړه. د برابرۍ وزیر کیمي بېډونک، چې نایجریایي دی، د یوې پارلماني مناظرې په لړ کې یې د تور پوستو د تاریخي میاشتې په اړه وویل: موږ نه غواړو چې ښوونکي دې زده کوونکو ته د سپین پوستو د غوره والي او د میراثي توکمیز جرم په اړه درس ورکړي. [۲۹]

متحده ایالات سمول

د توکم انتقادي نظریه، د متحده ایالاتو په حقوقي مطالعاتو کې روایت ته وده ورکول، د خیالي قانون د کارولو پر وړاندې له «وسیله یي قانون» نه ملاتړ کول او توکمیزو برابریو ته د ودې ورکولو لپاره د حقوق پوهانو هڅول د دې لامل شول چې، په امریکا کې مخالفتونه رامنځته شي. [۱۷][۳۰][۳۱][۳۲]

د اسیا د توکم انتقادي نظریه سمول

د اسیا د توکم انتقادي نظریه، پر اسیایي امریکایانو د توکم او توکم پالنې اغېزې او د متحده ایالاتو په تعلیمي سیسټم کې د دوی تجربې پلټل دي. د لاتیني توکم د انتقادي نظریې په څېر، د اسیا د توکم انتقادي نظریه د کډوالۍ پر نظریې او تګلارې باندې د ټینګار په برخه کې د CRT له اصلي بنسټه جلا ده.[۳۳][۳۴]

سرچینې سمول

  1. (په 2021-09-22 باندې). Explainer: What 'critical race theory' means and why it's igniting debate. Reuters.
  2. (په 29 May 2021 باندې). What is critical race theory, and why do Republicans want to ban it in schools?.
  3. (په 2021-07-15 باندې). Many Americans embrace falsehoods about critical race theory. Reuters.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Curry 2009a، م. 166.
  5. Crenshaw 1991; Crenshaw 1989.
  6. Ansell 2008، مم. 344–345.
  7. Crenshaw 2019، مم. 52–84.
  8. Bridges 2019.
  9. Gillborn 2015، م. 278.
  10. Ansell 2008, pp. 344–345; The Editors of Encyclopaedia Britannica 2021; Bridges 2019, p. 7; Crenshaw et al. 1995, p. xiii.
  11. Ansell 2008, p. 344; Cole 2007, pp. 112–113
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Ansell 2008، م. 344.
  13. Crenshaw او نور 1995، م. xxvii. "Indeed, the organizers coined the term 'Critical Race Theory' to make it clear that our work locates itself in intersection of critical theory and race, racism and the law."
  14. Bridges 2021، 2:06.
  15. (په June 15, 2021 باندې). Analysis | The Scholar Strategy: How 'critical race theory' alarms could convert racial anxiety into political energy.
  16. The Editors of Encyclopaedia Britannica 2021; Cabrera 2018, p. 213.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Harris 2021.
  18. Yosso 2005، مم. 70–71.
  19. West 1995، م. xi.
  20. Brooks 1994، م. 85.
  21. Ladson-Billings 1998، م. 7.
  22. Ladson-Billings او Tate 1995.
  23. Gillborn, David; Ladson-Billings, Gloria (2020). "Critical Race Theory". In Paul Atkinson; et al. (المحررون). SAGE Research Methods Foundations. SAGE Publications. doi:10.4135/9781526421036764633. S2CID 240846071 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5264-2103-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. McCristal-Culp 1992، م. 1149.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Bell 1992.
  26. "Examine critical race theory (CRT)".
  27. Gordon 1999.
  28. Gatwiri, Kathomi; Anderson, Leticia (June 22, 2021). "The Senate has voted to reject critical race theory from the national curriculum. What is it, and why does it matter?". The Conversation. د لاسرسي‌نېټه June 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Ducey, Kimberley; Feagin, Joe R. (2021). "Preface". Revealing Britain's Systemic Racism: The Case of Meghan Markle and the Royal Family. New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-000-38010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  30. (په 5 June 1993 باندې). The Guinier Battle: President Blames Himself for Furor Over Nominee.
  31. Holmes 1997.
  32. Ansell 2008، مم. 345–346.
  33. Delgado او Stefancic 2001، م. 6.
  34. Iftikar, Jon S.; Museus, Samuel D. (November 26, 2018). "On the utility of Asian critical (AsianCrit) theory in the field of education". International Journal of Qualitative Studies in Education. 31 (10): 935–949. doi:10.1080/09518398.2018.1522008. S2CID 149949621. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)