د توليد سوسياليست طريقه


د توليد سوسياليست طريقې ته ځيني وختونه د توليد کمونيست طريقه يا لکه څرنګه چې کارل مارکس او فردريک انګلس د کمونيزم يا سوسياليزم اصطلاحات د يو بل پر ځای کارولي دي، په ساده ډول ورته مارکسي سوسياليزم يا کمونيزم هم وايي، چې د اقتصادي ودې او د هغې د ټولنيزو اړيکو اړوند ټولګې يوه ځانګړې تاريخي دوره ده، چې په مارکسيست نظريه کې د تاريخي ماديت يا ماترياليزم په ټوليزه اډانه کې له پانګوالۍ څخه راپورته کېږي. د مارکسيست نظريې له مخې سوسياليزم د کار د ارزښت (لکه: د انساني اړتياوو مستقيم رضايت يا اقتصادي غوښتنې) لپاره توليد ته وايي، چې له همدې امله د ارزښت قانون نور اقتصادي فعاليت ته لارښوونه نه کوي. د کارونې لپاره مارکسيست توليد د شعوري اقتصادي پلان جوړونې له لارې همغږی کېږي. د مارکس له نظره د توليداتو وېش «هر چا ته د هغه د اړتياوو له مخې» د اصل پر بنسټ دی، که څه هم شوروي لارو يا طريقو زياتره وخت توليدات د «هر چا ته د هغه د ونډې له مخې» اصل پر بنسټ وېشلي دي. د سوسياليزم ټولنيزې اړيکې د زيار ايستونکې يا کارګرې ډلې له مخې مشخص کېږي، چې په اغېزناک ډول يا د اشتراکي تشبثاتو له لارې او يا د دولتي مالکيت يا خصوصي کسبي وسايلو او ځاني مديريت په واسطه د توليد وسايل اداره کوي. زياتي (اضافي) ارزښت د کارګر پوړ او له همدې امله په ټوله کې د ټولنې کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]

د سوسياليزم په اړه د مارکسي مفکوره د سوسياليزم د نورو لومړنيو مفکورو خلاف دريځ لری، چې د دوه اړخيزتوب او “Ricardian” سوسياليزم په څېر د لرغوني اقتصاد پر بنسټ د بازار سوسياليزم لومړنۍ بڼې يې خورا د پام وړ دي. د سوسياليزم دې مفکورو د مارکسي مفکورې خلاف د کار او د توليد د هغو وسايلو لپاره د جنس تبادله (بازارونه) په پام کې نيولي دي، چې د مارکېټ د بهير بشپړولو په لټه کې دي. د سوسياليزم مارکسيست نظريه د يوتوپيايي سوسياليزم هم سخته مخالفه وه. که څه هم مارکس او انګلس د سوسياليزم په اړه خورا لږ معلومات وليکل او د هغې د کارونې د څرنګوالي په اړه يې د بشپړ معلوماتو ورکولو کې بې پامي کړې ده، مګر ګڼو ټولنيز پوهانو او نيوکلاسيکي اقتصادپوهانو د مارکس نظريه د سوسياليست اقتصادي نظامونو په برخه کې خپلو لارو چارو ته د ودې ورکولو لپاره د بنسټ په توګه کاروې ده. د سوسياليزم په اړه د مارکس نظريې د سوسياليست محاسبې د بحث پر مهال د يوې سرچينې په توګه کار وکړ. [۶][۷]

مارکس په خپله د دې پرمختګ لپاره د سوسياليزم اصطلاح ونه کاروله. پر ځای يې مارکس دا يوه کمونيستي ټولنه ونوموله، چې تر اوسه خپل لوړ پړاو ته نه ده رسېدلې. د سوسياليزم اصطلاح د روسي اوښتون پر مهال د ولاديمير لينن له لورې عامه شوه. دا نظريه د سوسياليزم له هغو لومړنيو مفاهيمو سره ورته والی لري او د هغوی په پوهولو کې يې مرسته وکړه، چې د ارزښت قانون په کې نور اقتصادي فعاليت ته لارښوونه نه کوي. د تبادلې د ارزښت، ګټې، سود او د مزد کار په بڼه پولي اړيکې به په مارکسي سوسياليزم کې پلی نه شي. [۸][۹]

د توليد لاره چاره

سمول

کارل مارکس سوسياليستي ټولنه په دې ډول بيانوي:

هغه څه چې موږ يې دلته په اړه بحث کوو، کمونيست ټولنه ده، په دې ډول چې د خپلو بنسټونو له مخې يې وده نه ده کړې، مګر يوازې له پانګوالې ټولنې څخه راپورته کېږي، چې په دې ډول له هره اړخه په اقتصادي، اخلاقي او فکري پلوه لا هم د لرغونې ټولنې د زېږو نښه ده او د همدې له رحم څخه راپورته کېږي. له دې امله انفرادي توليدونکی د کسراتو له اخيستلو څخه وروسته، له ټولنې څخه همغه څه ترلاسه کوي، چې ټولنې ته يې ورکوي. هغه څه چې ټولنې ته يې ورکړي دي، د هغه د کار انفرادي کچه ده. د بېلګې په ډول: د ټولنيزه کاري ورځ د کار د انفرادي ساعتونو له ټولګې يا مجموعې څخه جوړه شوې ده؛ د انفرادي توليدونکي د انفرادي کار وخت د نوموړي له لورې د مرسته شوي ټولنيزې کاري ورځې برخه او په هغه کې د نوموړي ګډون دی. نوموړی له ټولنې څخه يو سند تر لاسه کوي، چې نوموړي (عمومي پانګې لپاره د نوموړي د کار له کمولو څخه وروسته) دومره اندازه کار تر سره کړی دی او په دې سند سره هغه د وسايلو له ټولنيزې زېرمې څخه د کار د بيې برابر مصرف تر لاسه کوي. هغه ورته اندازه کار چې نوموړي ټولنې ته په يوه بڼه وړاندې کړی دی، په بله بڼه يې ترېنه بېرته تر لاسه کوي. [۸]

سوسياليزم له جنس څخه وروسته اقتصادي سيستم دی او توليد په کې د ګټې د توليد پر ځای په مستقيم ډول د کارولو ارزښت د توليد لپاره تر سره کېږي. د پانګې راټولول په سوسياليزم کې نيمګړي ځکه دي، چې توليد په کې په يو پلان شوي ډول کې د پانګې له راټولولو څخه پرته (په خپلواک ډول) تر سره کېږي. که څه هم د نامتمرکز او د ګډون يا اشتراکي پلان جوړونې په ګډون د اقتصادي پلان جوړونې نورې مفکورې هم شته. د مارکس له مهمو ليکل شويو نسخو څخه يو هم د ګرنډرېس “Grundrisse” په نوم د نوموړي له مړينې وروسته کتاب دی، چې په ۱۹۵۳ ز کال کې خپور شو. په دې کتاب کې د توليد، مصرف، وېش او د پانګوالۍ د ټولنيز اغېز په اړه د مارکس فکر څېړل شوی دی. کمونيزم له پانګوالۍ څخه وروسته انسانانو لپاره د ژوند موډل دی. ټينګار انسانانو لپاره د توکو پر مناسب وېش، برابرۍ او لازم چاپيريال باندې دی، چې خپل ځان ته د غوره وړتياوو (د نورو له ډلې هنر، سياست او فلسفه) د رامنځته کولو په موخه ژوند وکړي، خوښي تر لاسه کړي او حقيقي اړتياوې پوره کړي. د مارکس نښه د يو داسې ټولنيز نظام جوړول وو، چې د کارګر او پانګوال پوړ تر منځ توپيرونه له منځه وړي. د دې چارې په تر سره کولو سره ترينګلتيا او د توپيرونو هغه ځواک له منځه ځي، چې کارګر د لږ مزد په بدل کې ناوړه حالتونو کې کار کولو ته اړ کوي. د مارکس له نظره پانګوالي يو تضمين شوی ماتېدونکی نظام ځکه دی، چې لوی شرکتونه به کوچني شرکتونه وپېري، چې همدا د انحصار لامل کېږي. په داسې حال کې خورا لږ شمېر خلک ډېره برخه پيسې او واک اداره کوي. فقر به د خلکو پر وړاندې خپور شي. د توليد له پانګوال سيستم څخه د توليداتو د پېرلو په موخه به د پام وړ پانګه نه وي. مارکس وړاندوينه وکړه، چې که چېرې کارکونکو ته دومره اداينه وشي، چې دوی په پانګوال بازار کې د توکو د پېرلو توان ولري، نو دوی به په نړيواله کچه د پانګوالۍ د واک ډاډمنولو کې اړين مرستندويان شي.

د بازار ځواکونه پانګوال اړ کوي، چې د تبادلې د ارزښت په لټه کې د کارونې ارزښتونه توليد کړي. سوسياليست توليد د اقتصادي موخو د تر لاسه کولو لپاره د کارونې ارزښتونو شعوري پلان جوړونه او د پانګې اچونې پرېکړو همغږي رانغاړي. په دې ډول، د پانګوالۍ بازار اقتصاد کې پېښېدونکي دوراني بدلونونه سوسياليست اقتصاد کې نشته. سوسياليزم کې د يو څيز ارزښت د هغه د نغښتي کار، د توليد د بيې او د تبادلې د ارزښت په پرتله (لکه څرنګه چې پانګوال نظام کې دي)، د هغې فزيکي ګټورتوب دی. سوسياليزم د هڅونې پر بنسټ سيستمونو څخه ګټه پورته کوي، چې په دې ډول به نابرابري لا هم وي، مګر مخ په کمېدو به ځکه وي، چې کارکونکي په کې د ځان (کارکونکي) څښتنان دي. له دې لارې څخه په ګټې اخېستلو سره نابرابري هم کمېږي او پانګه او واک هم په پراخه کچه وېشل کېږي. په يوه سوسياليست ټولنه کې به د تقاعد او مکافاتو مېتود به د «له هر چا څخه د هغه د وړتيا له مخې، هر چا ته د هغې د وندې له مخې» اصل تر څنګ د کره وړتياوو پر بنسټ وي. [۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې

سمول
  1. Steele, David (1992). From Marx to Mises: Post-Capitalist Society and the Challenge of Economic Calculation. Open Court Publishing Company. pp. 44–45. ISBN 978-0-87548-449-5. By 1888, the term 'socialism' was in general use among Marxists, who had dropped 'communism', now considered an old fashioned term meaning the same as 'socialism'. [...] At the turn of the century, Marxists called themselves socialists. [...] The definition of socialism and communism as successive stages was introduced into Marxist theory by Lenin in 1917 [...], the new distinction was helpful to Lenin in defending his party against the traditional Marxist criticism that Russia was too backward for a socialist revolution.
  2. Hudis, Peter; Vidal, Matt, Smith, Tony; Rotta, Tomás; Prew, Paul, eds. (September 2018–June 2019). The Oxford Handbook of Karl Marx. "Marx's Concept of Socialism". Oxford University Press. ISBN 978-0190695545. doi:10.1093/oxfordhb/9780190695545.001.0001. "Marx used many terms to refer to a post-capitalist society—positive humanism, socialism, Communism, realm of free individuality, free association of producers, etc. He used these terms completely interchangeably. The notion that 'socialism' and 'Communism' are distinct historical stages is alien to his work and only entered the lexicon of Marxism after his death."
  3. Marx, Karl (1875). "Part I". Critique of the Gotha Program.
  4. Gregory and Stuart, Paul and Robert (2003). Comparing Economic Systems in the Twenty-First. South-Western College Pub. p. 118. ISBN 0-618-26181-8. Under socialism, each individual would be expected to contribute according to capability, and rewards would be distributed in proportion to that contribution. Subsequently, under communism, the basis of reward would be need.
  5. "Socialism". Glossary of Terms. Marxists Internet Archive. نه اخيستل شوی 20 February 2013.
  6. Gasper, Phillip (October 2005). The Communist Manifesto: A Road Map to History's Most Important Political Document. Haymarket Books. p. 23. ISBN 978-1-931859-25-7. Marx and Engels never speculated on the detailed organization of a future socialist or communist society. The key task for them was building a movement to overthrow capitalism. If and when that movement was successful, it would be up to the members of the new society to decide democratically how it was to be organized, in the concrete historical circumstances in which they found themselves.
  7. McNally, David (1993). Against the Market: Political Economy, Market Socialism and the Marxist Critique. Verso. ISBN 978-0-86091-606-2.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Marx, Karl (1875). "Part I". Critique of the Gotha Program. Marxists Internet Archive. Retrieved 8 March 2019.
  9. Bockman, Johanna (2011). Markets in the name of Socialism: The Left-Wing origins of Neoliberalism. Stanford University Press. p. 20. ISBN 978-0-8047-7566-3. According to nineteenth-century socialist views, socialism would function without capitalist economic categories – such as money, prices, interest, profits and rent – and thus would function according to laws other than those described by current economic science. While some socialists recognized the need for money and prices at least during the transition from capitalism to socialism, socialists more commonly believed that the socialist economy would soon administratively mobilize the economy in physical units without the use of prices or money.
  10. Marx, Karl (1875). "Part I". Critique of the Gotha Program. Marxists Internet Archive. Retrieved 8 March 2019.
  11. "Karl Marx Socialism and Scientific Communism". Economic Theories. نه اخيستل شوی 20 February 2013.
  12. Schweickart, David; Lawler, James; Ticktin, Hillel; Ollman, Bertell (1998). "The Difference Between Marxism and Market Socialism". Market Socialism: The Debate Among Socialists. p. 61–63. "More fundamentally, a socialist society must be one in which the economy is run on the principle of the direct satisfaction of human needs. [...] Exchange-value, prices and so money are goals in themselves in a capitalist society or in any market. There is no necessary connection between the accumulation of capital or sums of money and human welfare. Under conditions of backwardness, the spur of money and the accumulation of wealth has led to a massive growth in industry and technology. [...] It seems an odd argument to say that a capitalist will only be efficient in producing use-value of a good quality when trying to make more money than the next capitalist. It would seem easier to rely on the planning of use-values in a rational way, which because there is no duplication, would be produced more cheaply and be of a higher quality."