د تورې بوړې جګړه
د تورې بوړې جګړه هغه پوځي نښته وه چې په افغانستان باندې د متحده ایالاتو د برید په وروستیو پړاوونو کې د ۲۰۰۱ زکال د نومبر له ۳۰مې نېټې څخه د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر تر ۱۷ نېټې پورې د افغانستان په ختیځ کې د تورې بوړې په سیمه کې ترسره شوه. دغه جګړه د متحده ایالاتو او ائتلافي ځواکونو له خوا د القاعدې د ترهګرې ډلې د رهبر، اسامه بن لادن د نیولو او یا وژلو په موخه پیل شوه. د القاعدې ډله او بن لادن له دغې جګړې درې میاشتې وړاندې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو مسئول ګڼل کېدل. توره بوړه د خیبر کوتل ته څېرمه د سپین غر غره په لمن کې موقعیت لري. متحده ایالاتو وویل چې دغه ځای د القاعدې مرکز و او اسامه بن لادن دغه مهال هلته ژوند کاوه.
جګړه
سمولد ۲۰۰۱ زکال په وروستیو کې د القاعدې جنګیالیو لا هم د تورې بوړې د سیمې په غرونو کې مقاومت کاوه. همدا و چې په دغه سیمه کې په جنګیالیو باندې د ډیزي کاټر لویو بمونو په ګډون ګڼ شمېر نور بمونه هم وغورځول شول. [۱]
په دغه ځای باندې په عملیاتو کې د بریتانیا د ځانګړو سمندري ځواکونو ۱۲ کومانډو سرتېرو او د بریتانیا د سلطنتي ارتباطاتو یو متخصص د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو ملتیا کوله. په دغه جګړه کې د جرمني د کومانډو ځواکونو ځانګړو سرتېرو هم ونډه لرله. د راپورونو له مخې هغوی د شاوخوا غرونو د ساتنې او همدارنګه د کشفي ماموریتونو د ترسره کولو مسئولیت پر غاړه درلود. [۲]
د ۲۰۰۱ زکال د نومبر په ۳۰مه د متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو، د ځانګړو عملیاتو د مشترکې قوماندانۍ سرتېرو او د ګاري برنټسن تر مشرۍ لاندې د «جاوبرېکر» په مستعار نامه د سي آی اې د مامورینو یوې ډلې له افغان ملیشه وسله والو سره لاس یو کړ او د القاعدې په روزنیز کمپ باندې یې د هوايي بریدونو غوښتنه وکړه. [۳][۴]
د ډسمبر په لومړۍ نېټه برنټسن له جنرال ټامي فرانکس څخه وغوښتل چې د متحده ایالاتو د رنجر ځواکونو ۸۰۰ مه ډلګۍ ور ولېږي. پلان دا و چې د پاکستان خاورې ته د غرنیو لارو په بندولو سره د اسامه بن لادن د تېښتې مخه ونیسي، خو دغه غوښتنه د فرانکس له خوا رد شوه. برنټسن وروسته وویل چې په توره بوړه کې د رنجرز ځواکونو نه ځای پر ځای کول او په افغان ملیشه وسله والو باندې له کچې زیاته اتکا لامل وګرځېده څو اسامه بن لادن وتښتي. [۵][۶][۷]
د ډسمبر په ۳مه افغان جنګسالار حضرت علي وویل چې د غره د مهمو ځایونو د نیولو په موخه به عملیات پیل کړي. ورته مهال له دې امله چې حضرت علي ونشو کولای د عملیاتو نقشه په سمه توګه نورو قومندانانو ته تشرېح کړي، ډیری جنګیاليو د برید په پیل کې کافي چمتووالی نه درلود. د ډسمبر په ۵مه افغان جنګیالیو په غره کې د غارونو لاندې سیمې د القاعدې له جنګیالیو ونیولې. جاوبرېکر ډلې او په لیزري نښان ټاکونکو وسایلو باندې سمبالو ځانګړو ځواکونو د اهدافو د له منځه وړو په موخه بم غورځونکې الوتکې راوغوښتې. شدیدو هوايي بریدونو ۷۲ ساعته دوام وکړ چې له لیزري هدایت کېدونکو بمونو او توغندیو څخه په کې ګټنه کېده. [۸][۹]
قبیلوي ملیشه وسله والو چې متحده ایالاتو ورسره خپل فعالیتونه همغږي کول په جګړه کې یې د ګډون لپاره لازمه انګېزه نه لرله. د هغوی پر باور القاعده له مسلمانانو جوړه ډله وه؛ دغه جګړه چې د روژې په میاشت کې وشوه، جنګیالیو به هر مازیګر جګړه دروله څو خپله روژه ماته کړي او له خپلو کورنیو سره وخت تېر کړي. ورته مهال دوه افغان قومندانانو حضرت علي او محمد زمان له یو بل څخه شدیده کرکه لرله او پر یو بل بې باوره و. له همدې امله د دوی ډلو له القاعدې سره په مبارزې باندې د تمرکز پر ځای په یو بل ډزې کولې. له همدې امله د دغو رهبرانو او د هغوی د ملیشه وسله والو ترمنځ دښمنۍ د یو مصمم او منسجم دښمن پر وړاندې د بریا څرګندويي نه کوله. [۵][۱۰]
د القاعدې جنګیالي د غرونو په لوړو برخو کې سنګرونو ته پر شاه شول او د جګړې لپاره یې نور سنګرونه جوړ کړل. د ډسمبر په ۸مه د دلتا ځواکونو یو مخکښ ټیم د ډالټون فیوري په مشرۍ د جګړې صحنې ته ننوت. هغوی د سیمي سنتي جامې اغوستې وې او لویې ږیرې یې پرېښې وې؛ دوی د افغان ملیشه وسله والو په کتار کې ننوتل او له هغوی سره یې یو شان وسلې لرلې. [۱۱]
امریکايي ځواکونو وکولای شول د القاعدې د یوه وژل شوي جنګیالي مخابره ترلاسه کړي. دغې چارې له امریکايي ځواکونو سره مرسته وکړه چې د اسامه بن لادن په ګډون د القاعدې شبکې د جنګیالیو خبرې واوري. فیوري وویل چې د مخابرې له هغې غاړې څخه په غږ یې هېڅ شک نه درلود چې دا دې د اسامه بن لادن غږ نه وي؛ ورته مهال د جلال په نامه د سي آی اې افسر چې اووه کاله یې د بن لادن په غږ څېړنه کړې وه په مخابره کې یې د اسامه بن لادن غږ تائید کړ.
د شپې په تیاره کې به د القاعدې جنګیالیو اور بل کاوه او په دې سره به د هغوی اصلي ځایونه ښکاره کېدل چې دغې چارې په هماغه سنګرونو باندې د هوايي وسلو له لیرزي نښان ټاکلو سره مرسته کوله.
ورته مهال افغان جنګیاليو د هوايي ځواک او د متحده ایالاتو او بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په ملاتړ د غرونو ترمنځ په تنګو لارو کې مخکې تګ ته دوام ورکړ.
د متحده ایالاتو ځواکونو د ډسمبر په ۹مه هغه سنګر بمبارد کړ چې شک کېده بن لادن هلته پټ شوی دی، خو هغه له دغه بمبارد یوه ورځ وړاندې له دغه ځایه وتلی و. خبریال پیټر برګن وايي، اسامه هغه مهال د خطر وړاندوینه وکړه چې په دغه سنګر کې یې چې ملګرو یې ورته جوړ کړی و لړم په خوب کې ولید. [۱۲]
د ډسمبر په ۱۰مه، دلتا ځواکونو هغه مخابروي مکالمه کشف کړه چې ښووله یې اسامه بن لادن د حرکت په حالت کې دی او هڅه کوي د کلابندۍ له کرښې تېر شي، د همدغې ورځې په وروستیو کې افغان وسله والو ادعا وکړه چې بن لادن یې لیدلی او هغه یې کلابند کړی دی. د ماښام پر مهال د نورو مخابروي مکالمو کشف څرګنده کړه چې اسامه د همدغه ځای په لس کیلومتری کې دی. ورته مهال دلتا ځواکونو د القاعدې له نورو جنګیالیو سره د شدیدې جګړې او همدارنګه د روژه ماتي په موخه د هغوی د افغان متحدینو د تګ له امله ونشو کولای لازم اقدامات ترسره کړي. ډالټون فیوری بیا وروسته له دغه فرصت څخه د نه ګټنې اړوند خواشیني څرګنده کړه او دا احساس یې څرګند کړ چې خپل هېواد یې په داسې حال کې ناهیلی کړ چې ده ته یې اړتیا لرله. [۱۳]
د ډسمبر په ۱۲مه له ماتې سره مخ د القاعدې ځواکونو د افغان ملیشه وسله والو له یو قومندان سره د اوربند خبره وکړه څو هغوی ته وخت ورکړي چې خپلې وسلې تسلیم کړي. ورته مهال تېر ته په پام یو شمېر منتقدین په دې باور دي چې اوربند یوازې د وسیلې په توګه وکارول شو څو د اسامه بن لادن په ګډون د مهمو څېرو تېښتې ته لار برابره کړي. [۱۴]
برنټسن د اوربند د خبر له اورېدو غصه شو. هغه د القاعدې په جنګیالیو باور نه درلود او د هغوی د تسلیمي په نیت شکمن و. هغه خپل تلیفون را اوچت کړ او چغه یې وکړه: «نه اوربند، نه هم مذاکره! موږ خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوو». [۱۵][۱۶]
د ډسمبر په ۱۳مه جګړې بیا زور واخیست، په ډېر احتمال یو شمېر جنګیاليو هڅه وکړه د سپین غر له غرونو څخه د پاکستان قبایلي سیمو ته د خپلو اصلي ځواکونو د تېښتې په موخه سرتېري بوخت وساتي. ورته مهال سیمه ییزو ملیشه وسله والو د متحده ایالاتو له ځانګړو ځواکونو سره یوځای د هوايي ملاتړ په لرلو په دغه ټوله غرنۍ سیمه کې د القاعدې په پیاوړو سنګرونو فشار راووړ.
ورته مهال په توره بوړه باندې د متحده ایالاتو تمرکز زیات شو. سیمه ییزو ملیشه وسله والو، چې د ځانګړو ځواکونو له خوا تنظیم شوي و او هغوی معاشات ورکول د CIA SAD له ملیشه ځواکونو سره یوځای چې شمېر یې له ۲۰۰۰ تنو څخه زیاتېده د شدید بمبارد په خوا کې د القاعدې په مشکوکو سنګرونو بریدونه کول. له دې سره د هر روژه ماتي لپاره د افغان وسله والو پر شاتګ لامل ګرځېده چې مخکې تګ په شدیده توګه کم وي، ځکه چې هغوی به ډیر کم شمېر د متحده ایالاتو ځواکونه پر خپل ځای پرېښودل او د القاعدې ځواکونو ته به یې اجازه ورکړه څو بېرته د هغو سیمو کنټرول تر لاسه کړي چې د ورځې په اوږدو کې به یې ترې نیولي و. د ډسمبر په ۱۴مه بالاخره امریکايي ځواکونو حضرت علي دې ته متقاعد کړ چې خپل سرتېري په خپلو ځایونو کې وساتي او آن له ماښام وروسته هم مخکې تګ ته دوام ورکړي. خو دغه مهال ډیر وخت له لاسه وتلی و او ګڼ شمېر د القاعدې جنګیالي پاکستان ته په تېښته توانېدلي و. [۱۷][۱۸]
ټولیز باور دا دی چې بن لادن د ډسمبر په ۱۵مه وتوانېد له تورې بوړې وتښتي. له دې امله چې د متحده ایالاتو شدید بمبار دوام درلود او د القاعدې د جنګیالیو خوراکي مواد هم پر خلاصېدو و د القاعدې د جنګیالیو دوه ډلې د غره له سویلي لور څخه د پاکستان پر لور ښکته شوې، هلته یې قبایلي وګړو ته بډې ورکړې څو د پاکستاني مخه نیونکو ځواکونو څخه یې خوندي وساتي. تاریخ لیکونکی کارتر ملکاسیان څرګندوي چې بن لادن کېدای شي د دغو دوه ډلو له یوې سره تښتېدلی وي. [۱۹]
په توره بوړه کې د بن لادن په نیولو کې پاتې راتلل په دې معنی و چې متحده ایالاتو له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړي کال کې د القاعدې د رهبر د نیولو لپاره تر ټولو غوره فرصت له لاسه ورکړ. [۲۰]
د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۱۷مه د دغه غارونو وروستۍ برخې هم ونیول شوې او د هغو مدافعین له منځه ولاړل. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې
سمول- ↑ "Guardian". Guardian. 2001-12-11. بياځلي په 2014-01-18.
- ↑ Löwenstein, Stephan (2013-02-27). "Article in German". Faz.net. بياځلي په 2013-03-16.
- ↑ Malkasian 2021، مم. 76–77.
- ↑ Berntsen, Gary; Pezzullo, Ralph (27 December 2005). Jawbreaker: The Attack on Bin Laden and Al Qaeda: A Personal Account by the CIA's Key Field Commander (in English). Crown. p. 254.
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Malkasian 2021، م. 77.
- ↑ Neville, Leigh (19 May 2016). US Army Rangers 1989–2015: Panama to Afghanistan. Location 543 (in English) (1st ed.). Osprey Publishing.
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Berntsen, Gary; Pezzullo, Ralph (27 December 2005). Jawbreaker: The Attack on Bin Laden and Al Qaeda: A Personal Account by the CIA's Key Field Commander (in English). Crown. pp. 290–291.
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Weaver, Mary Anne (11 September 2005). "Lost at Tora Bora". The New York Times.
- ↑ "The CIA Museu". Cia.govm. خوندي شوی له the original on September 15, 2012. بياځلي په July 24, 2022.
- ↑ Wright, Donald P.; Dempsey, Martin E. (July 2010). "A Different Kind of War: The United States Army in Operation Enduring Freedom, October 2001 - September 2005" (PDF) (in انګليسي). Combat Studies Institute Press, US Army Combined Arms Center, Fort Leavenworth, KS.
- ↑ Barzilai, Yaniv; Riedel, Bruce (31 January 2014). 102 Days of War: How Osama bin Laden, al Qaeda & the Taliban Survived 2001 (in English) (Illustrated ed.). Potomac Books Inc. p. 92.
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Bergen 2021، م. 175.
- ↑ Bergen, Peter L. (28 June 2011). The Longest War: The Enduring Conflict between America and Al-Qaeda (in English) (Reprint ed.). Free Press. p. 76. ISBN 978-0-7432-7894-2.
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Biddle, Stephen D. Afghanistan and the Future of Warfare Implications for Army and Defense Policy. Carlisle, PA: Strategic Studies Institute, U.S. Army War College, 2002.
- ↑ Bergen, Peter (30 December 2009). "The Account of How We Nearly Caught Osama bin Laden in 2001". The New Republic.
- ↑ Bergen, Peter (30 December 2009). "The Account of How We Nearly Caught Osama bin Laden in 2001". The New Republic.
- ↑ Krause, Peter John Paul. The Last Good Chance: A Reassessment of U.S. Operations at Tora Bora. Security Studies, Volume 17, p. 644-684, 2008.
- ↑ Wright, Donald P.; Dempsey, Martin E. (July 2010). "A Different Kind of War: The United States Army in Operation Enduring Freedom, October 2001 - September 2005" (PDF) (in انګليسي). Combat Studies Institute Press, US Army Combined Arms Center, Fort Leavenworth, KS.
- ↑ Malkasian 2021، مم. 77–78.
- ↑ Malkasian 2021، م. 78.
- ↑ Berntsen, Gary; Pezzullo, Ralph (27 December 2005). Jawbreaker: The Attack on Bin Laden and Al Qaeda: A Personal Account by the CIA's Key Field Commander (in English). Crown. pp. 314–315.
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Bergen, Peter L. (28 June 2011). The Longest War: The Enduring Conflict between America and Al-Qaeda (in English) (Reprint ed.). Free Press. p. 79. ISBN 978-0-7432-7894-2.
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Wright, Donald P.; Dempsey, Martin E. (July 2010). "A Different Kind of War: The United States Army in Operation Enduring Freedom, October 2001 - September 2005" (PDF) (in انګليسي). Combat Studies Institute Press, US Army Combined Arms Center, Fort Leavenworth, KS.
- ↑ Cordesman, Anthony H. The Lessons of Afghanistan: War Fighting, Intelligence, and Force Transformation. Washington, D.C.: CSIS Press, 2002.
- ↑ Gary Berntsen, Jawbreaker (2005), p. 99
- ↑ Bergen 2021، مم. 175–176.