د تودوخي زیاتوالی (کیمیا)
د تودوخي زیاتوالی هغه کیمیاوي پروسه ده چي د تودوخې د پرله پسې زیاتوالي په پایله کي انرژي خوشي کوي. د تودوخي زیاتوالی ډیرئ وختونه له ګواښه ډک وي، چي له امله یې ویجاړۍ هم رامنځ ته کیږي. په کیمیا کي دا یو ډول له قابو وتلی مثبت غبرګون دی.
د کیمیا (او کیمیاوي انجینرۍ ) د پوهي پر بنسټ د تودوخي زیاتوالی د سختو خارجي تعاملاتو سره تړاو لري چي د تودوخي د لوړیدو سره نور هم ګړندئ کیږي. په بریښنایی انجینرۍ کي د تودوخي زیاتوالی په عامه توګه د شته جریان او بریښنا له ضایع کیدو سره تړاو لري. د تودوخي زیاتوالی په سول انجینرۍ کي هم واقع کیدای سي، په ځانګړې توګه بیا کله چي د کیورینګ کانکریټ د لوی مقدار لخوا تودوخه خپره او له کنټرول څخه ووزي.